د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خوشال مزاروال او شاه رحمن ځواک د کتابونو د مخکتنې غونډې رپوټ

خوشال مزاروال 15.12.2016 13:30

د سپینو وریجو څه شور ماشور دی

پلاني تی (ته يې ) ور کړئ چې نس يې لوی دی. دا په میدان کې د ښځینه سندرو یو سر دی، چې اکثر په ودونو او کله په نورو خوښیو او مېلو کې ویل کېږي.

له اورېدو چې دانشمند ارجمند زلمی هیوادمل (چې سلګونه ادبي غونډې، سمینارونه او ورکشاپونه يې د خپل ادبي ژوند په اوږدو کې جوړ کړي او لا لګیا دی جوړوي يې چې وروستۍ بېلګه يې همدا څو ورځې تر مخه د غني خان د شلم تلین په مناسبت سمینار و ) به تل غونډو او محافلو ته د هغې فرهنګي او ادبي مینې له امله چې لدغو کارونو سره يې لرله داسې خوښي کوله لکه خپل ځاني واده يې چې وي، په همدې وجه به نږدې ادبي ملګرو او متعلقینو په را وروسته کلونو کې د ښاغلي هیواد مل په زیار جوړ شوي سمینارونه دده د واده په نامه بلل او د هر سمینار په موقع به يې ویل چې نن بیا د هیواد مل صیب واده دی.

دلته په پانوس ـ سویډن، ډنمارک ادبي هنري کاروان کې هم له ډېرې مودې ادبي غونډې او محافل د یو او بل د ودونو په نامه بلي او کټ مټ د ودونو په پیمانه خوښۍ او منډې را منډې ورته وهي.

تېر اونۍپای د دوه زره شپاړس کال د ډسمبر د میاشتې لسمه نېټه هم زموږ د دوه غبرګو ملګرو ګډ واده و ، زومان ښاغلی خوشال مزاروال او شاه رحمن ځواک وو او واده ته بلونکي د پانوس پتنگان او سترگې په لار په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنگي مرکز انډيوالان. غونډه د پتنګانو د توقع خلاف د دوه و پر ځای په درې بجې پیل شوه چې پتنګانو ددغه ځنډ بیا بیا بښنه غوښته او ویل يې چې زموږ تېره غونډه پینځلس دقیقې ناوخته شروع شوې وه او دا ځل مو غوښتل هغه د یو پاو تاخیر ستونزه هم هواره کړو خو زموږ د ځینو دوستانو او په تېره بیا د مالمو د ځايي خلکو د ناوخته راتګ له وجې و ځنډېده. د پانوس پتنګانو یو تن مسول ښاغلي هلمند یاد د غونډې د مېوې خوړلو تفریح کې پر ده راټولو ګڼو کسانو ته ویل: د پانوس پتنګانو یو هوډ دا هم دی چې خپل محافل او بنډارونه به په ټیک وخت پیلوي، غونډو او محافلو ته د افغانانو د ناوخته راتګ د ناولي او غلط دود د له منځه وړلو په خاطر به مبارزه کوي . ښاغلي عیسی بهرام د پانوس یوه بل پتنګ په غونډو کې د کتابونو د وړیا وېش غندنه کوله او ویل یې چې په غونډه کې يې د ښاغلو مزار وال او ځواک څه ناڅه سل ټوکه کتابونه پلورلي، دده په وینا چې څو تنو پېرودونکو ورته د کتاب دبیې څو څو چنده پیسې ورکړي او د ښاغلي سید سالم پاچا په نوم یوه ګډونکوونکي ور سره د دوه زرو ډنمارکي کرونو مرسته کړې. غونډه لکه څنګه چې دمخه وویل شول د ماسپښین په درې بجو د ښاغلو ولايت خان ځدراڼ او نيازمحمد پياوړي په ويندويی، د سپېڅلي کلام د څو مبارکو ایتونو تر تلاوت، د ملي سرود تر اورېدو، په دریز د ښاغلو اکبر کرگر، سوله مل شينواري، محمداقا شېرزاد، ولي محمد کنډيوال، خوشال مزاروال او شاه رحمن ځواک تر ځای پر ځای کېدو وروسته د پانوس په استازولۍ د عبدالمالک بېکسیار په پرانیستونکې وینا پیل شوه ، چې لاندې ښاغلو پکې ویناوې او مقالې واورولې: ښاغلي محمد صدیق ننګ د خوشال مزاروال ژوند لیک ښاغلي ولایت خان ځدران د شاه رحمن ځواک ژوند لیک ښاغلي اکبر کرګر د خوشال مزاروال په کتاب وينا د ښاغلي زرین انځور ویډویي پیغام ښاغلي سوله مل شینواري د ښاغلي مزاروال په کتاب مقاله ښاغلي اجمل اند په دواړو کتابونو لنډې خبرې ښاغلي محمد قیسم ځير په دواړو کتابونو لنډې خبرې ښاغلي نذیر احمد نذیر د ورکو لارو مساپر په ناول باندې وينا د کاملې شېرزاد له خوا د عارفه عمرلور د ليکنې، چې په ورکو لارو مساپر باندې يې کړې وه، لوستل د ښاغلي جابر منظر له خوا د ډاکټر محمد حنیف حیران د ليکنې، چې په ورکو لارو مساپر باندې يې کړې وه، لوستل ښاغلي خواجه رحمت رحيمي له خوا د ملي تحريک پيغام . ښاغلي محمداقا شېرزاد وينا .

ورپسې دغو ښاغلو د کتابونو پرانيسته وکړه: محمد اقا کوچی، اکبر کرګر، سوله مل شینواری، ولي محمد کنډیوال او اجمل اند.

د غونډې دوهمه برخه مشاعره وه چې ښاغلي شاعر هیواد شېرزاد يې ویندويي کوله او لاندې ښاغلو پکې خپل شعرونه ولوستل : صديق ننگ، جابر منظر، عبدالباقي تلاښ، گلمنشاه ودېر ساپی، ولايت خان ځدراڼ، هلمند ياد، قدوس رحمتزی، عيسی بهرام، نيازمحمد پياوړی، محمدقسيم ځير، کامله (خوږه) شېرزاد، نيازمحمد نيازی، ولي محمد کنډيوال، نذيراحمد نذير، جلال امرخېل، عبدالمالک بېکسيار او اجمل اند.

د غونډې درېیمه او وروستۍ برخه ټنګ ټکور و چې خوږ ژبي سندرغاړي ښاغلي کبیر امیري، د ساحرانه غږ لرونکي هنرمند ښاغلي عیسی بهرام په خپلو خوږو سندرو او د طلايي گوتو څښتن نجيب اميري په جادويي طبله غږولو ګډونوالو په مستو اتڼونو اورېدونکي او نندارچيان و نازول. غونډې ته په پورته ويناوالو او شاعرانو سربېره د کوربنو وراخوا دغو ښاغلو له بهر څخه تشريف راوړی و: بريالی وياړ، رحمت الله محبزی، نورعلي یار او ایمل درانی .

غونډه د شپې په یوولس نیمو بجو پای ته ورسېده . د پانوس پتنگان.