د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه څه چی د اوس لپاره په مونږ کی نشته!

تابع 15.12.2016 13:21

سړیتوب،مسلمانی،غیرت،خپلواکی،وطنوالی،افغانیت،ترحم،ضمیر،پوله،سوداګری،انصاف،زړه سوی،فقراو راتلونکی زمونږ د هیواد او هیوادوالو څخه د اوس لپاره کډه کړی .په مونږ کی داسی کس نشته چی هغه دی د سړیتوب کار ترسره کړی هر څه یی چی زړه وغواړی او د ده په کی ښه وی هغه ته مټی بډ وهی .هغه کار که څومره د ولس په تاوان هم وی خو چی د ده په کی خیر وی تر سره کوی یی.مسلمانی زمونږ تش په نوم یو میراث دی چی له پخوانیو راته پاتی او په نوم یی ژوند کوو.مونږ یو د بل سرونه ترینه کټوو،مونږ خپل همنوع په ماینونو الوځوو،مونږ سړکونه،پلونه،پلچکونه،ښوونځي،روغتیایی مرکزونه،بندونه،د بریښناستنی او داسی نور له منځه وړو،مونږ په مور،خور،لور او ورينداره بند نه شوو،مونږ رشوت په هسکه تڼی اخلو ،مونږ په جوماتونو کی خلک وژنو او بمونه ورته ږدو،مونږ په جنازه کی ماینونه پټاوو،مونږ په سرونو کی میخونه ټک وهو،مونږ له ښځو تی پری کوو،مولا مو په مسجد کی په ماشومانو تیری کوی،مونږ په ماشومانو،ځوانانو او بوډاګانو جنسی تیری کوو،مونږ غلا کوو او نور داسی .غیرتی نن په مونږ کی هغه دی چی ښه ظالم،رشوت خور،دروغجن،متعصب،شراچوونکی،د غلو،قاچاقبرو،جاسوسانو ملګری وی،نن په مونږ کی غیرتی هغه دی چی ښه انسان وژنه کوی،په مونږ کی غیرتی هغه دی چی ښه فساد کوی،په مونږ کی غیرتی هغه دی چی ښه ملی خیانت کوی،په مونږ کی غیرتی هغه دی چی د بی وسو په ژوند ښی لوبی کوی.خپلواکی زمونږ په خاورینه جغرافیا کی هسی تش نوم دی .مونږ کله د روسانو د ګټو ډګر شو او هیوادوال مو ورته غیږه خلاصه او د هیواد هر څه د دوی په واک کی ورکړی،کله د پنجابیانو په واک کی شو،کله د عربو په واک کی شو،کله د امریکایانو په واک کی شو چی همدی لړی ته په کتو سره هر هیواد په خپل وار سره زمونږ خاوره تر څو چی د دوی په کی ګټه وی تر ولکی لاندی راولی.وطنوالی نن یو لغت دی چی کله نا کله په خولو کی د ځینو کسانو را تاویږی.دلته هر څوک ځان ته من دی او تر ټولو ځان پورته ګڼل اوس د ورځی موډ ګرځیدلی،نن په هره سیمه د هیواد کی قومی ګروپونه،کمیټي،شوراګانی جوړی چی په سر کی یی زورور او غله واکداره دی چی همدا غله او واکداره د خپل قوم د پلویانو په نوم لوبی کوی او چی اړتیا شی او د واکدارانو ګټي یی په خطر شی بیا یی جنګوی.افغانیت زمونږ په هیواد کی تر څنګ د سړیتوب او مسلمانی زمونږ یو ځانګړی د درنښت نښه وه خو هغه نن په زهرو بدله شوی او هغه غله او تش په نوم یی وارث دی چی د نړی په کچه یی ټول د غله ا و داړه مار په نوم پیژنی خو د تاریخ جبر زمونږ د افغانیت واکدار ګرځولی.زمونږ په هیواد کی ترحم هغه ته ویل کیږی چی ستا په ځان،مال،ناموس تیری کیږی خو ستا کلیوال (همسایه) چی پیښه کی شتون لری او کولای شی ستا مرسته وکړی خو دی تا څخه ویدیو جوړوی او هغه ژر ترژره په فیسبوک کی خپروی .دلته ضمیر د ټولو مړ شوی مونږ هر یو په دی کی یو چی څنګه ځان مالداره او واکداره کړو .مونږ کی اوس دا دود دی چی له هری نامشروع لاری کیږی باید ځان د خپل سیال برابر کړو دا که له هری لاری کیږی او له هری نامشروع لاری شتون ولری مونږ باید مټی ورته ونغاړو.د نړی هر هیواد پوله (سرحد)لری چی له پولی څخه ساتل د ناموس حیثیت لری خو دلته هر څوک چی د هر ځای وی پرته له هر څه څخه راځی او هر ډول لوبه کوی چی په دی روانه لوبه کی په زرګونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.زمونږ د هیواد پوله کله دلته او کله هلته وی ،کله یی یو خرڅ کړی کله بیا بل .زمونږ سوداګر د هیوادوالو د اړتیا توکی هغه څه راوړی چی یواځی او یواځی د دوی د جیب پکی ګټه وی .زمونږ سوداګر نه له الله څخه ویره لری او نه هم له چارواکو څخه هغه ځکه چی د چارواکو برخه ورکوی او له اخرت نه خبر نه دی او سره له دی چی د ریا لپاره په کال کی یو ځلی حج کولو ته ځی او تر ټولو ځانونه ښه مسلمان بولی.انصاف اوبو له ځانه سره وړی که دلته انصاف شتون درلودلی د نړی په کچه سترو قدرتونو مرستی وکړی خو دا یواځی د څو غلو په بډه ووهلی او تر ننه دوی نه مړیږی او لا تمبه دی د افغانانو په ژوند لوبی کوی.دلته انصاف نن له غله سره دی ،دلته انصاف له ظالم سره دی،دلته نن انصاف له جاسوس سره دی،دلته نن انصاف مړ دی.زمونږ په هیواد کی فقر نن یوه لکه ده هر هغه څوک چی فقیر دی نن د خلکو د ملنډو،ټوکو،تجاوز،وژلو،تیر ی،بربادی او سپکوسپورو ښکار دی .نو همدی ته په کتو سره نن هیڅوک نه غواړی فقیر پاتی شی او له هری نا مشروع لاری چی وی د ځان ژغورنی لپاره د سیالانو جوګه ځان کوی .د هيواد ملى شتمنى مو چورتالا کړه،خپل خلک مو ووژل ،هر څه مو کباړ کړل خو له بده مرغه اوس مو رهبران،مشران،واکداران،ملى اتلاان هم همدوى دى،د هيواد جوماتونه،واټونه،ښوونځي ،روغتونونه،هوايي ډګر هم د دوى په نوم دى.
دغو ټولو ټکو ته په کتو سره چی نن زمونږ په هیواد کی شتون لری او هیڅوک ترینه انکار هم نشی کولای څنګه کولای شو ځانونه او خپل ولس وژغورو او په چا باور وکړو چی دسیالانو برابر موکړى.
(تابع)