د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حلب داور په لمبو کي شاهزادګان دحوس په نشوکي

بخت الرحمن بخت 15.12.2016 12:20

دخیبرپښتونخوا ایالتي حکومت وايي دپاکستان داساسي قانون د (۱۸) مادي له مخي ایالتي حکومت واک لري او خودمختاره ده، کولای شي ایالت کي دناقانونه او نایابه مرغانو دښکار کولو مخه ونیسي او تیري کونکو ته يي سزا ورکړي.
عربي شاهزادګان ولي پاکستان کي له ښکار څخه خوند اخلي.
تاسو په خبریاست چې عربي شاهزداګان له ډیره وخته پاکستان کي په لري پرتو سیموکي دمیاشتو میاشتو لپاره خیمي وهي کیمپونه جوړه وي او دلته پراته وي.
له دغو شاهزادګانو سره دپاکستان په لري پرتو او ساحرايي سیموکي د ژوند ټول اړین او غیر اړین وسائل ورسره وي، داسي به ووایو چې دغو شاهزادګانو سره دومره پرمخ تللی وسائل ورسره وي چې له دغو لري پرتو او وچو ریګونو څخه يی دبۍ او دوحه جوړه کړي وي.
بهتریني او قمیت بها موټري ورسره وي، ستري ستري خیمي يي درولي وي، دبرق لپاره يي دوه دوه دري سوه کیلوواټه جنریټران (برقي ماشینونه) راوړي وي، وسیمي ته دشاهزادګانو له راتګ څخه دوي میاشتي وړاندي له ۲۰۰ سووو څخه بیا تر ۴۰۰ پوري مزدوران لګیاوي ددوي لپاره دژوند اسانتیاوي برابروي.
ایا د (هوبارا) یا تلور په نوم ددغو مرغانو خوښه دومره ذائقه داره او خوږه ده چې عرب شاهزادګان په میاشتو دپاکستان په ریګنو او لري ځنګلي سیموکي پراته وي، ددغو مرغانو دښکار او نیولو لپاره په ملیونو ریالونه مصرفوي.
ایا عرب شاهزادګان نشي کولای ددغو مرغانو ښکار ځیني عربي هیوادونو او حتی خپلو هیوادونو کي وکړي، ځکه هوا پوهان او مرغان شناسه خلګ وايی چې دغه مرغان دژمي په ساړه موسم کي له ډیرو سړو سیموڅخه دګرمو سیمو په لور هجرت کوي، مونږ او تاسو ټول پوهیږي چې له کومه ځایه چې عربي شاهزادګان ددغو مرغانو دښکار په نیت او پلمه راځي دهغو خپلي سیمي هم ددغو مرغانو لپاره دژمي په موسم کي د اوسیدلو لپاره ډیري مناسبي او موزوني سیمي بلل شوي، عرب شاهزادګان پرځاي ددي چې دومره مصرف کوي، کورونه تر شاه پریږدي الوتکي له ځانونو سره راولي خپلي پرتعشی او قیمتي موټري په الوتکوکي له ځانونو سره دومره لري راولي، ولي هلته کورونوته څیرمه ددغو مرغانو ښکارنه کوي.
رابه شو اصلي کیسې ته چې رښتیا هم عربي شاهزادګان دپاکستان په لري پرتو او غریبو سیموکي ښکارکوي او که دښار په پلمه او بهانه دلته نور ناوړه اعمال ترسره کوي.
حسن نثار یو پاکستانی مشهور او معروف سیاسي شنونکی، لیکونکی او جورنالیست لیکي، یو نژدي ملګری مي دپاکستان فوځ متقاعد ډګروال دې، له تقاعد کیدلو څخه وروسته يی له عربي شاهزادګانو سره ددوي دامنیت په ساتلوکي دامنیتي افیسر په توګه دنده لرله، وايي څه موده وړاندي مي دغه ملګري سره لیدنه وسوه، ورسره دده په کورکي ملاقي شوم، وايی ورته مي وویل ژوند به ماشاءالله ښه تیریږي، له عربي شاهزادګانو سره کارکوي او دامنیت دساتلو افیسر په توګه ورسره ملګری يي، ښه معاش به درکوي کورني اړتیاوي او ضرورتونه به دي پوره وي.
حسن نیثار وايی دغه پاکستاني متقاعد ډګروال چي ډیر نژدي ملګری مي دۍ او تر ډیري کچې په راز او نیاز هم سره شریکان یو، راته وویل، ؛ایا نه يی خبر، چي ما هغه دنده وختي لا پریښي!
وايی ورته مي وویل ولي ناپوهه سړیه، دا ډول دندي او مسولیت خو خلګ دبډو په ورکولو او سپارښتونو نشي پیداکولو او ته يی پریږدي!....
وايي اوږده سايی وکښله او وروسته يي راته کړه، غوږشه چې له اصلي کیسې دي خبرکړم، وايی ملګري مي راته وویل خبريي عربي شاهزادګان دلته دڅه لپاره راځي او څه کوي؟
حسن نیثار وايی ورته مي وویل هوکي ولي نه، بیخي خبریم چې د (هوبارا) یا تلور په نامه مرغانو دښکار لپاره دلته راځي او ویل کیږي چې ددغو مرغانو غوښه ډیره ذائقه داره او طاقتوره ده.
نثار وايی ملګري مي راته وویل، نه داسي نه ده ته نه يی خبر،چي عربي شاهزادګان د(هوبارا) تلور مرغانو دښکار په پلمه اوبهانه ترپردې لاندي څه کوي، کچیري خبرشي ماخو له دغو شاهزادګانو سره کارپریښی، ته به پاکستان هم پریږدي.
متقاعد ډګروال، وايی عرب شاهزادګان دپاکستان په لري پرتو او ناداره سیمو کي دکال (۱۲) میاشتو لپاره ایجنټان (دلالان) لري، دغه دلالان دعربي شاهزادګانو لپاره کال ۱۲ میاشتي لګیاوي ترڅو دعربي شاهزادګانو د راتګ او دهغو هوا او حوس د سړلولو لپاره ټول وسائل برابرکړي.
وايی دغه دلالان په سیمه کي غریب مسکینان او څه ناڅه سست عنصره او سست همته کورنۍ لټوي ددغو کورنیو مشران د ډیرو پیسو په مقابل کي دي ته اماده کوي او راضي کوي يی ترڅو خپلي نازکي او تنکې جوني چي عمرونه يی له ۱۵ کلونو څخه کم وي او تراوسه پوري يی د چا لاس هم نه وي خوړلی او نه هم څوک ورسره لګیدلي وي، دعربي شاهزادګانو په واک او اختیار کي ورکړي.

متقاعد ډګروال خپل ملګري حسن نثار ته وايی، له عربي شاهزادګانو سره مي کارکاوو، ښه معاش مي درلود له دوه لکه (۲۰۰۰۰۰) څخه زیاتي پاکستانۍ روپۍ یی راته میاشتنی معاش راکوو، خو څو ورځي مي پرلپسي د شپي لخوا دعربي شاهزادګانو دامنیت دساتلو پروخت دتنکیو جنو د آه او فغان نارې تر غوږ شوي له خیمو څخه دعربي شیخانو خږه هار او دتنکیو جنو ا اذیت او تکلیف ناري راوتې.
متقاعد ډګروال وايی د ورځي لخوا عربي شاهزادګان په خاصه توګه قطري او امارتي شاهزادګان دمرغانو په ښکارولو او په ریګونو کي دنوي ماډل او زورورو لنډکروزرو په زغلولوباندي ورځ تیره وي، او دماښام لخوا چې کله خپلو خیموته راځي پاکستاني دلالانو ورته ۱۲، ۱۳، ۱۴ کلني جوني خیموکي ورته کښینولي وي.
وايي تاسو ته ښه مالومه ده چې ددغو شاهزادګانو پر امنیت باندي مامور افیسر دنورو ملګرو په پرتله ددوي له کړونو څخه ښه خبروي، داځکه کله چې دغه ښاغلي پاکستان کي کوم هوايی ډګرباندي له الوتکي څخه کوزیږي، له دغی نقطي څخه نیولي بیا چې کله دکورپه نیت بیرته الوتکي ته پورته کیږي امنیتي افیسر يی ورسره ملګری وي.
دغه کس وړاندي وايي که څوک زما خبري هسي هوايی او بي بنسټه تبلیغات او اومبالغه بولي، زه تیاریم چې دپاکستان په یولوي ښارکي کوم روغتون کي دوي داسي نازکي وړي معصومي جوني ورته په ګوته کړم، چې دعرب شاهزادګانو دحوس دښکار پروخت زخمیاني شوي او اوس دلته تردرملنه لاندي دي، او داچي ددغو جونو کورنۍ او خپلوان ولي اواز نه پورته کوي هغه يی دپیسو په موټ چوپ کړي دي.
متقاعد ډګروال وايی، وړاندي له دي چې دغه جوني دعربي شاهدانو دحوس لپاره پیش شي ورته په مسکو او عمبرو غوسل ورکول کیږي، ورته خاص روزنه ورکول کیږي ترڅو عربي شاهزادګان دحوس او دهغو دټولو غوښتنو مطابق ځانونه عیارکړي.
حسن نثار لیکي، ملګري مي راته وویل، دعربي شاهزادګانو ناوړه کړونو ته په کتو سره مي نور ضمیر نه منله چې ورسره کار وکړم، وايی خپل ځان راته ډیر ملامت ښکاره کیده، بس دغه وو چې دمیاشتي دوه لکه روپۍ مي قرباني کړي ، اوس که څه هم بیکاره یم خو دهغه وخت په پرتله ډیر سکون محسوسه وم اوځان راته ملامت نه ښکاري.
دحلب پیغلو لوي رب مو وساته، دحلب پاک لمنو الله مو دخپلو بي غیرتو، بي همتو او سست عنصره شاهزادګانو په ګناه مه نیسه، دحلب پاک لمنو دغیرتمند الله غیرت مو ملګری شه.
دحلب تور سرو ستاسو نیکه ګان خو ستاسو داوسني مشرانواو شاهزادګانو په څیرنه وو، ستاسو پخوانیو ځوانانو او شاهزادګانو په زرهاوو زرهاوو کیلومټره په لوڅه شاه آسونو باندي ددي لپاره سفرکاوو ترڅو دیوي تورسري پیغلي فریاد واوري دهغي دمرستي او کمک لپاره دریابونوته ورټوپ شي، عفت يی وساتي په ننګه يی توري کش کړي، عرب شاهزادګانو ستاسو سلفو خو ددغي سیمي دپیغلو دعزت، عفت او ابرو ساتلو په خاطر ککرۍ پریکړي، په تاسو څه وسو، ولي دومره ټیټ او کمزوري سواست.
عرب شاهزادګانو درته بد دعا او ښیرا نکوم، لوي رب دي درته هدایت وکړي، الله مو یوځل بیا دغیرت او همت وینه په جوش راوله، ستر څښتن دي یوځل بیا درته هغه برم او دبدبه درنصیب کړي، ترڅو دخپلو نیکه ګانو او اجدادو په څیر دپاکستان لري پرتو سیمو ته دتورسرو دعفت دلوټولو نه، بلکي دغي سیمي ته دپاک لمنوپر سرباندي دپړوني اچولوپه نیت راشي، یا مقلب القلوبه خدایه، دعربي شاهزادګانو زړونو کي ستا ددین مینه پیداکړه، دمحمد بن قاسم خالقه دعربو په ځوانانو په خاصه توګه په حاکمو کورنیو کي دمحمد بن قاسم همت را ژوندی کړه ورته هغه همت، ځواک او غیرت ورکړه کوم چي قاسم ورڅخه برخه مند وو.
حلبه والله درباندي خفه یم‎---- خوب مي تیښتیدلی په رښتیا درباندي خفه یم.
حلبه الهي نصرت دي پخوا شه------ حلبه ته ویجاړ يی ویجاړونکي دي تباه شه