د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

والي صاحب ولي دی مړ نه دی!! طنز

توریالی ملیار 14.12.2016 13:02

د والي صاحب دسمال ګل جنازه چې پخوا د دغه ولایت د مقام سترې څوکۍ ته سپارل شوې او فاتحه یې هم ځای پر ځای همدلته د دولتي چارواکو له خوا اخیستل شوې، دوستانو ته خبر ورکول کېږي چې که څوک غواړي د والي صاحب د مبارک جسد دیدن وکړي نو د دغه کار لپاره دې د ولایت مرکز کې د مرکزي ادارې مرکزي کوټې ته تشریف یوسي او خپل احساسات دې له دغه مییت سره شریک کړي، کوم کسان چې د دغه ستر مییت د مغفرت د دوعا لپاره راځي نو د شاګوم په ډول د فقید والي صاحب عینکي هم یو ځل ورکول کېږي چې له یوې خوا یې له برکاتو برخمن شي او له بله پلوه د دغه ولایت ټولې هسکې، ټيټې، لوړې ژورې او غرونه رغونه پکې له نظره تېر کړي دوی ته به د ولایت اصلي انځور معلوم شي چې هلته هر څه د پاریس او سویس په سویه دي، نه پکې جنګ شته نه د جګړو او ورانیو کوم اثر، کراره کراري او بیغمه بیغمي ده.


دوستان دې بېړه نه کوي د والي صاحب جسد به تر میاشتو او کلونو همدلته ایښی وي او زیارت ته به یې خواخوږي او دوستان ورځي، د دوعا لاسونه به ورته پورته کوي او شاهدي به ورکوي چې یا الله دغه مېړنی په دواړو کونینو همداسې میړنی لرې.

د والي صاحب مېړانه په مړونیو هم د خلکو له سترګو پټه نه ده او تنها والي نه بلکي دغه مغفور ولي هم دی، بمونه الوزي، ماینونه چوي، راکټونه توغېږي، د دار درسیو اعلانونه کېږي، ټټرونه سوروي کېږي، مرۍ پرې کېږي، ګرم آهونه تر اسمانه پورته کېږي خو د والي صاحب مېړنۍ اروا په دغوټولو خبرېږي هم نه او نه یې پرې چورت خراب دی، موږ د والي صاحب دغه مېړانه ستایو او د مډالونو وړ یې بولو خلک په ژوند میړانې نشي ګټلۍ زموږ والي صاحب په مړینه اتلولۍ ګټي.

له تاسې هم هیله کیږي چې که مو کوم مډال کور یا جیب کې چېرته وي درسره را وایې خلئ او د فقید والي صاحب په اوږه او ټټر یې و ټومبئ، وېرېږئ مه چې مډال به مو خاورې شي تر څو چې والي صاحب له څوکۍ تر خاورو رسیږي او خاورې کیږي موږ تاسې به پور پرې کړی وي.

د والي صاحب دوستانو او خواخوږیو!!

د دغه ستر خدابخښلي په مړینه دومره مه خفه کیږئ ځکه دی اوس هم خپلې چارې په ډېر ښه ډول پر مخ بیايي، لا اوس هم په څوکۍ ټینګ ناست دی، اوس هم په درجنونو باډي ګارډان لري، دسترخوان لري، موټران لري، نوکران لري او کاري ځوانان لري، نو دی په اصل کې مړ نه دی، دی د شهید په څېر ژوندی باله شي، بلکې تر هغه هم لوړ، هغوی د ځمکې په منځ کې نه خاورې کیږي دی په څوکۍ ناست نیم دونیا کې چکر وهي نیم اخرت کې- پار ټایم دونیا کې لګیا وي خو فول ټایم ابدي نړۍ کې په کارونو لګیا دی.