د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کاروباري دوران(Business cycle)

امان الله ورین 14.12.2016 13:02

کاروباري دوران چې معمولاُ د اقتصادی دوران ((Economic Cycle په نوم هم یادېږي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۴ میلادي کال کې د fried rich په نوم یو استرالیايي اقتصاد پوه له خوا په علمي ډول وڅېړل شو، چې د همدې څېړنې له امله ورته د نوبل جایزه هم ورکړل شوه.
کاروباري دوران په نا خالص کورني تولید (GDP) کې دوامداره پراختیا او یا هم کموالی رامنځته کېدل په ګوته کوي، چې یو مکمل کاروباري دوران معمولاً له دریو کلونو څخه پنځو کلونو پورې وخت په برکې نیسي؛ خو ځینې وخت کېدای شي، چې لس او یا هم ډېر وخت هم په بر کې ونیسي، چې دا د هيوادونو په اقتصاد او شرایطو پورې تړاو لري، خو معمولاُ د هر هېواد اقتصاد په ټوله کې په لږ او یا هم ډېر وخت کې اقتصادي دوران طی کوي. په پرمختللو هېوادونو کې دولتونه کوښښ کوي څو اقتصادي دوران تر ډېره د رونق په مرحله کې وساتي او یا هم دا چې د زوړتیا مرحله یې تر ډېره کمه وساتي خو په ډېری وروسته پاتې هېوادونو کې دولتونه بیا ددې توان نلري څو اقتصاد تر ډېره د رونق په مرحله کې وساتي او په نوموړو هېوادونو کې چې کله هم اقتصاد د زوړتیا مرحلې ته داخل شي نو د زوړتیا له مرحلې څخه د وتلو لپاره په کافي اندازه وسایل نلري څو اقتصاد تر ډېره د رونق مرحلې ته داخل کړي، دا حالت په ډېرو وروسته پاتې هېوادونو کې لیدل کېږي او نوموړي هېوادونه مجبورېږي څو له زوړتیا څخه د اقتصاد د ایستلو او د رونق مرحلې ته د داخلولو لپاره له نورو هېوادونو څخه مرسته وغواړي او یا هم دا چې د پرمختللو هېوادونو له لوري ورسره په مختلفو نومونو او موخو مرستې ترسره کېږي.
Business Cycle Phases
د کاروباري دوران مرحلې
د کاروباري دوران مرحلې معمولاً په څلور برخو وېشل کېږي چې عبارت دي له:
۱: رونق (Expansion): رونق د کاروباري دوران له هغه مرحلې څخه عبارت دی، چې په کې اقتصادي کړنې د ډېرېدو، د وزګارتیا کچه په کمیدو او اقتصادي وده د ډېرېدو په حال کې وي.
او یا هم په بله اصطلاح: په دې مرحله کې اقتصاد په ټوله کې د ودې په حال وي، وګړو ته کار پیدا کیږي، تولیدونکي په بازار کې خپل تولید پلورلی شي.
۲: څوکه (Peak): د رونق مرحلې څخه د کساد مرحلې ته د کاروباري دوران لیږد د څوکې مرحلې څخه عبارت دی چې ځینې وخت ورته د بوم (Boom) اصطلاح هم کارول کېږي، په دې مرحله کې اقتصاد تقریباً د بشپړ روزګارتیا (Full employment) په حالت کې قرار لري د توکو او خدمتونو پير او پلور هم په لوړه کچه ترسره کیږي د پير ځواک ډېر وي نو له همدې امله پیسې په کې انفلاسیوني حالت غوره کوي، چون په بازار کې تقاضا ډېره وي نو تولیدونکي هم د عرضې ډېروالي ته هڅول کیږي او د عرضې ډېروالی په خپل وار د قېمتونو د ټیټیدو لامل ګرځي که په دې مرحله کې د دولت له لوري اصلاحي ګامونه پورته نه شي نو بالاخره اقتصاد د رکود په لور بیایي.
۳: کساد، رکود او یا هم زوړتیا (Contraction): کساد د کاروباري دوران له هغې مرحلې څخه عبارت دی، چې په کې اقتصادي کړنې د کمېدو،د وزګارتیا کچه د لوړېدو او اقتصادي وده د کمیدو په حال کې وي.
او یا هم په بله اصطلاح: په دې مرحله کې اقتصادې وده په ټوله کې د کمیدو په حال کې وي، وګړي په تدریجي ډول خپلې دندې له لاسه ورکړي، او تولیدونکي خپل ټول تولید نه شي پلورلی چې بالاخره اقتصاد د Through مرحلې ته ننوزي.
۴ د لیږد مرحله (Trough): د کساد د مرحلې نه د رونق مرحلې ته د کاروباري دوران لیږد د Trough مرحلې څخه عبارت دی، په دې مرحله کې د وګړو د پير ځواک (Purchasing power) په ټیټه کچه کې قرار لري او له دې امله تولیدونکي په عرضه کې کموالی راولي چې په دې سره د وزګارتیا کچه کې نوره هم لوړیږي او کې دولت مجبوریږي څو د مالي او پولي سیاست له لاري مداخله وکړي او اقتصاد د ودې په لور بوزي.
د یادولو وړ ده چې په ځینو لیکنو کې د کاروباري دوران مرحلې په خپل وار د لیږد له مخې په نورو فرعي مرحلو هم ویشل شوي دي او یا هم دا چې یوې مرحلې ته ځینې نور اصطلاحات هم کارول شوي دي.
د ساري په توګه: داقتصادي رونق د مرحلې لومړی برخه د ((Recovery په نوم هم یادېږي او رونق مرحله ځینې وخت د سوکالۍ ((prosperity مرحلې په نوم هم یادیږي، او په ځینو کتابونو کې له کساد څخه Through مرحلې ته د اقتصاد لیږد د Depression په نوم یادیږي خو د کساد مرحلې ته ځینې وخت د (recession) او یا هم د (Decline) اصطلاحات هم کارول کېږي، څوکې ته ځینې وخت د اوږد مهاله اقتصادي ودې (Boom) او یا هم د (Maturity) اصطلاحات هم کارول کیږي او زوړتیا ((Depression ته د اوږد مهاله اقتصادي نزول (Bust) اصطلاح هم کارول کېږي. په بوم حالت کې اقتصاد د نوسان له سختو شرایطو راوتلی وی او تقریباً بشپړ روزګارتیا (Full employment) حالت ته یا رسیدلی او یا هم نږدې وی او بسټ يې معکوس حالت په ګوته کوي.
د کاروباري دوران ذکر شوې مرحلې په ټوله کې په لاندني شکلونو کې په واضح ډول لیدلی شو:

او یا هم په لاندې شکل کې د کاروباري دوران د څلورو مرحلو پیل او پاي واضح کولی شو


د کاروباري دوران انډیکېتور یا شاخص
(Business Cycle Indicator)
د کاروباري دوران د انډیکېټور یا شاخص پيژندنه
د کاروباري دوران انډېکېټور د مټرکس (د اعدادو او ارقامو له مخې څېړنه) یوه سلسله ده چې د کاروباري بنسټونو سوداګریزو کړنو وړاندوینه کوي، او یا هم دا چې: د اقتصادي دوران شاخص د اقتصادي احصائیو هغه طبقه بندي ده چې د کاروباري دوران یا دایرې د انبساط او رونق Expansion)) او انقباظ یا هم زوړتیا (Contraction) د مرحلو په اړه ګټور معلومات ارایه کوي. دا سلسله له دریو کلیدي انډېکېټور په پام کې نېولو سره پرمخ بېول کېږي چې عبارت دي له:
۱: لارښونکی اقتصادي شاخص (Leading economic indicator): نوموړی شاخص معمولاُ په اقتصاد کې د ټولیزو تغیراتو څخه وړاندې په نوموړو شاخصونو کې تغیرات په ګوته کوي او په لنډه موده کې د اقتصادي حالت د وړاندوینې لپاره اړین شاخص ګڼل کېږي چې ښه بیلګه یې د ونډو بازار راستنیدل (Stock market return) دي یعنې دا چې مخکې لدې چې په ټولیز ډول اقتصاد د زوړتیا په لور روان شي نو د ونډو په بازار کې مخکې له مخکې دا ډول تغیرات تر سترګو کېږي. د یادولو وړ ده چې کیدای شي نوموړی شاخص د معکوس حالت وړاندوینه هم وکړي.
۲: نتیجوي یا تاخیري شاخص (Lagging economic indicator): له هغه شاخص څخه عبارت دی چې تغیرات یې په یو بل او یا هم په اصلي شاخص کې د رامنځته شوو تغیراتو پورې تړلي وي.
د بېلګې په توګه: د روزګارتیا کچه (Employment Rate)، که چیرې اقتصاد د رونق مرحله کې قرار ولري نو استخدام کچه هم د لوړیدو په حال کې وي او برعکس د روزګارتیا کچه د کمیدو په حال کې وي.
۳: منطبق/همزمان اقتصادي شاخص (Coincident economic indicator): نوموړی شاخص د اقتصادی نوساناتو سره همزمان تغیر خوري او د اوسني وخت څرګندونه کوي.
د بېلګې په توګه: د نا خالص داخلي تولید (Gross domestic product)، پدې مانا چې که چیري اقتصاد د رونق په مرحله کې قرار ولري نو په اوسني وخت کې به د ناخالص داخلي تولید کچه هم ډېره وي او برعکس یې د نا خالص داخلي تولید کچه هم کمه وي.
چې دا ټول شاخصونه د کلي اقتصاد د حرکت په وړاندوینه او پر وړاندې یې د ګام اخېستلو لپاره په کار وړل کېږي.
د کاروباري دوران اندازه ګیري
(Business Cycle measurement)
د کاروباري دوران د اندازه ګیري لپاره تر ټولو غوره او ډیر ګټه اخیستونکي معیارونه عبارت دي له:
• د واقعي نا خالص کورني تولید د ودې کچه (Real GDP Rate): په معلوم وخت (معمولاً د یو کال په اوږدو کې) په اقتصاد کې په ثابتو قيمتونو سره د تولید شويو نهايي توکو او خدمتونو د بازار د ارزښت څخه عبارت دی (د ناخالص داخلي تولید په دې بڼه کې د انفلاسیون کچې په پام کې نېول کېږي)، چې د ثابت نا خالص داخلي تولید constant GDP)) اصطلاح ورته هم کارول کېږي.
دا پدې مانا چې د واقعي نا خالص داخلي تولید د ودې کچې په پام کې نېولو سره ویلی شو چې اقتصادي وضعیت په کوم حالت کې قرار لري او یا هم اقتصاد په کوم لوري روان دی؟ دا په دې مانا چې: که چیرې د واقعي نا خالص داخلي تولید د ودې کچه په زیاتیدو وي نو اقتصاد د رونق په لور ګام پورته کوي او برعکس که چیرې د واقعي نا خالص داخلي تولید د ودې کچه په کمیدو وي نو ویلی شو چې اقتصاد د رکود او یا هم کساد په لور ګام پورته کوي.
• د وزګارتیا کچه (Unemployment Rate): په اقتصاد کې د توکو او خدمتونو په تولید کې استخدام شويو وګړو په پرتله د هغه وګړو سلنه، چې د کار کولو اراده او وړتیا ولري، د کار په لټه کې وي؛ خو تر اوسه یې دندې نه وي ترلاسه کړي.
او یا هم دا، چې: په هېواد ټول کاري ځواک ته د وزګارو وګړو پرتلې ته د وزګارتیا کچه ویل کېږي. چې د سلنې له مخې ښودل کېږي.
د بېلګې په توګه: که په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان ټول کاري ځواک ۱۵ میلیونه وګړي او د وزګار کاري ځواک یې ۳ میلیونه وګړي وګڼو نو په افغانستان کې د ورګارتیا کچه د ۲۰٪ څخه عبارت دی. نو پدې توګه که چیرې په هېواد کې د وزګارتیا کچه د کمیدو په حال کې وي نو پوهېږو چې اقتصاد د رونق په لور روان دی او یا هم دا چي د رونق په مرحله کې قرار لري برعکس اقتصاد د زوړتیا په لور ګام پورته کوي.
• د انفللاسیون کچه ((Inflation Rate: له یوې دورې څخه بلې دورې (کال) ته د قيمتونو په منځنۍ کچه او د پيسو په ارزښت کې د تغیر سلنې څخه عبارت دی، چې د مستهلکینو د قېمت شاخص ((Consumer price deflator, CPI او د نا خالص داخلي تولید د قېمت ډیفلیټور (GDP price deflator) په وسیله اندازه کېږي.
دا پدې مانا چې: کله چې هم اقتصاد د رونق په لور ګام پورته کوي نو په اقتصاد کې په کلي توګه توکو او خدمتونو ته د وګړو تقاضا په ډیریدو وي او پدې توګه په اقتصاد کې تر ډېره انفلاسیوني حالت لیدل کېږي برعکس که اقتصاد د زوړتیا په لور ګام پورته کوي نو توکو او خدمتونو ته د وګړو په تقاضا کې هم کموالی رامنځته کېږي نو که نور عوامل ثابت فرض شي (د پیسو عرضه) نو ورسره ورسره د انفلاسیون کچه هم په کمیدو وي.
نو په ټولیز ډول پورتنیو دریو مشخصو ته پام کې ویلی شو چې آیا اقتصاد د زوړتیا او یا هم د رونق په لور روان دې؟ او ددې مشخصو په پام کې نیولو سره معمولاُ دولتونه د خپل مالي او پولي سیاستونو له لارې په بازار کې مداخله کوي څو اقتصاد تر ډېره د رونق په لور روان کړي او یا یې هم د رونق په مرحله کې وساتي.
سیاسي کاروباري دوران
Political business cycle
دا اصطلاح یوه نوي او تر ډېره د کاروباري دوران په وړاندې کارول کیږي او هغه آند په ګوته کوي چې وایې: په اقتصاد کې کاروباري دوران د دولت د مشرانو یوه انګیزه او وسیله ده څوک چې اقتصاد د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په دې توګه اداره کوي.
یعنې دا، چې رهبران په ټاکنو کې د بریا په موخه اقتصاد ته د ډېرې ودې ورکولو کوښښ کوي او په دې توګه کاروباري دوران ته د اقتصادي رونق په لور حرکت ورکوي څو خلک په دې قانع کړي، چې په ټاکنو کې نوموړي کس ته رایه ورکړي خو په ټاکنو کې د بریالیتوب څخه وروسته د کاروباري دوران مرحلې ته ډېره پاملرنه نه کوي، نو له همدې امله کاروباري دوران ته ځینې وخت او وګړي د کاروبار سیاسي دوران اصطلاح کاروي.



په کاروباري دوران اغیزشیندونکی عوامل
هغه عوامل چې په اقتصادي یا کاروباري دوران اغیز لري په لاندې ډول دي :
• سیاسي حالت: سیاسي حالت په کاروباري دوران لوی اغیز لري، په هغو هیوادونو کې چې سیاسي حالت یې تر ډېره با ثباته وي اقتصادي دوران هم د رونق او یا هم د څوکي په مرحله کې قرار لري او یا هم که په ساده اصطلاح وویل شي اقتصاد یې د ودې په حالت کې قرار لري، او د کساد په رامنځته کیدو سره اصلاحي ګامونه پورته کوي او اقتصاد ته د رونق په لور حرکت ورکوي، خو برعکس هغه هيوادونه چې سیاسي ثبات په کې شتون ونه لري اقتصادي وده یې ډېره ورو او یا هم دا چې اقتصاد یې د زوړتیا په حالت کې قرار لري، دا په دې مانا چې اقتصادي وده تر ډېره ورو او یا هم د زوړتیا په حالت کې قرار لري.
• مالي او پولي سیاستونه: په کاروباري دوران باندې مالي او پولي سیاستونه ډېر لوی اغیز لري، هیوادونه د خپلو اقتصادي شرایطو، وسایلو او آسانتیاو په پام کې نیولو سره مالي او پولي سیاستونه جوړوي او په دې ډول غواړي چې اقتصاد د ودې په حالت کې وساتي او له زوړتیا څخه وساتي، او کله چې هم اقتصاد د زوړتیا مرحلې ته داخلیږي په وړاندې یې ګام پورته کوي.
د ساري په توګه: د مالیې او سود کچه په اقتصادي ودې کې ډېر اغیز لري، که اقتصاد د زوړتیا مرحلې ته داخلیږي نو دولتونه معمولاُ د مالیې او یا هم د سود کچه را کموي، څو له تولیدونکو سره د تولید لګښت په راکمولو کې مرسته وکړي، او په پلور کې تر یوه بریده ګټه ترلاسه کړي او په دې ډول اقتصادي کړنې تقویه کړي.
• پانګه اچونه: کورني او بهرنۍ پانګه اچونه په کاروباري دوران لوی اغیز لري په هغو هېوادونو کې چې په کافي اندازه پانګه اچونه په کې ترسره کیږي اقتصاد یې هم د ودې په حالت کې قرار لري خو برعکس هغه هیوادونه چې پانګه اچونه په کې د کمیدو په حال کې وي اقتصاد یې هم د زوړتیا په لور حرکت کوي.
• بهرنۍ سوداګري: په کاروباري دوران باندې بهرنۍ سوداګري هم تر ډیره اغیز درلودونکې ده او په دې ډول هغه هیوادونه چې بهرنۍ سوداګري یې ځواکمنه وي په ځانګړي ډول د صادراتو ارزښت یې د وارداتو د ارزښت په پرتله ډېر وي (په بهرنۍ سوداګرۍ کې د مازاد درلودونکی وي) نو د ودې په لور ګام پورته کوي خو برعکس که د صادراتو ارزښت یې د وارداتو د ارزښت په پرتله کم وي (په بهرنۍ سوداګرۍ کې د کسر درلودونکي وي) اقتصاد یې د زوړتیا په لور ګام پورته کول دي.
د یادونې وړ ده چې بهرنۍ سوداګري هر وخت ذکر شوي حالتونه نه په ګوته کوي چې ښه بیلګه یې ځینې پرمختللي هیوادونه دې چې په بهرنۍ سوداګرۍ کي له لوی کسر سره مخ دي ولي بیا یې اقتصاد د نړې ځواکمن اقتصاد جوړوي او د ودې حالت کې قرار لري.
د ساري په توګه: په ۲۰۱۵ کال کې د د امریکا متحده آیالات د بهرنۍ سوداګرۍ کسر ۴۸۴ ملیارده ډالر، د بریتانیا ۱۲۳ ملیارده ډالر، د اسټرالیا ۵۶ ملیارد ډالر او د کاناډا ۵۱ ملیارد ډالر ښودل شوی دي ولې بیا هم که ولیدل شي نو نوموړي هيوادونه د نړې تر ځواکمن اقتصاد لري او د اقتصادي وده یې هم ډېره ده.
د یادولو وړ دی چې ځینې نور فرعي عوامل هم تر یوه بریده په اقتصادي دوران اغیز لري لکه غیر متراقبه پیښې، نړیواله ملګرتیا، ښوونه او روزنه، فساد، او داسې نور.
د کاروباري دوران د مطالعې ارزښت
• اقتصاد په ټوله کې: د کاروباري دوران مطالعه د هیواد د اقتصادي او مالي ثبات په ځواکمنتیا کې څرګند او رغنده رول لوبوي، او په دې توګه د پالیسیو جوړونکو بنسټونو ته لارښونه کوي څو د اړتیا په وخت کې په مساعد ډول په خپلو پالیسو له سره کتنه وکړي او یا هم دا چې اړین تغیرات په کې راولي.
• د بهرنۍ پانګه اچونې په هڅونه او زیاتونه کې هم ډیر رول لري او پانګه وال په هغه هیوادونو کې پانګونه کوي چې د ګټې ترڅنګ یې سیاسي ثبات هم پیاوړی وي.
• د بهرنۍ سوداګرۍ کې د کسر د له منځه وړلو او یا هم راکمولو په موخه هم د کاروباري دوران مطالعه خورا اړینه ګڼل کیږي.
• مصرفونکو ته هم په اقتصادي حالت باندې د پوهاوي په موخه د کاروباري دوران مطالعه اړینه ګڼل کیږي څو د اقتصادي حالت په پام کې نیولو سره په خپلو لګښتونو کې د سمون په موخه ګام پورته کړي.
• د مالي بنسټونو (بانکونو) ته ددې لارښونه کوي چې په خپلو پورونو او پانګونو کې په کومه اندازه او کوم سکتور کې تغیر رامنځته کړي.
په ټوله کې ویلی شو چې د کاروباري دوران مطالعه نه یوازې دا چې د دولت، وګړو، پانګه والو بلکې د بهرنۍ نړې لپاره هم خورا اړینه ګڼل کیږي دا ځکه چې هیوادوال او پانګه وال د کاروباري دوران په پام کې نیولو سره د مصرف او پانګه اچونې په اړه پام کوي او بهرنیان هم له یو هیواد سره د اقتصادي حالت، مالي او پولي سیاستونو، سیاسي ثبات او نورو عواملو په پام کې نیولو سره د راکړې ورکړې پریکړې کوي.