د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشره جار دې له ژبې شم

عبدالرحیم موسی زی 12.12.2016 13:50

مونږ یې د سر په بیه ملاتړ کوو لکه څنګه مو چې ترې ملاتړ کړی دی، څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هندوستان په امریتسر د آسیا زړه کنفرانس کې وینا وکړه او د خپلې وینا په ترڅ کې یې وویل؛ زمونږ ګاونډي هېواد پاکستان د افغانستان بیارغونې له پاره ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

 د دې پر ځای چې دا پیسې زمونږ د بیارغونې په موخه راکوي غوره به دا وي چې دا پیسې په پاکستان کې د ترهګرو د ځپلو او لمنځه وړلو له پاره وکارول شي.

د ولسمشر دې خبرو بیلابیل غبرګونونه له ځانه سره درلودل، که څه هم په پاکستان کې دننه پاکستاني چارواکو او دولت پلوه رسنیو د افغان ولسمشر دا خبرې په خپل زیان وګڼلې، خو له بل پلوه په افغانستان کې د ولسمشر دا دریځ د ولس او ډیرو نورو پخوانیو چارواکو له لوري وستایل شو.

په همدې حال کې د افغانستان ولس هم له ګاوڼدي هېواد څخه غواړي چې نور دې نړۍ وګوري او د نړۍ د نورو هېوادونو په شان دې خپل ګاوندي افغانستان سره چلند وکړي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان دې نور په خپله بهرنۍ تګلاره کې بدلون راولي او خپل دریځ دې بدل کړي.

حالاتو ته په کتو، پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان په هره طریقه وي باید وځپل شي، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې دې جنګ جګړه وي، افغانان باید ووژل شي، افغانان باید محتاج وي، افغانستان له بیارغونې او پرمختګ څخه بیرته پاتې شي، افغانستان کې ښوونه او روزنه وده ونه کړي، د افغانستان روغتیايي سیستم ضعیف دې وي، افغانستان دې یو ضعیف او دوی پورې تړلی دولت ولري او داسې نور؛ خو هغه وخت غوا خوړلی دی.

نړۍ او نړیوال پوه شول چې پر افغانانو څوک نشي بریالي کیدای زمونږ ولسمشر یو پوه او د علم خاوند دی هغه هر څه درک کړي دي چې چا سره څه وکړي، خپله کورنۍ او بهرنۍ پالیسي څنګه جوړه کړي، خپلو ګاونډیو سره څنګه چلند وکړي.

په بیلابیلو غونډو او کنفرانسونو کې افغان ولسمشر وتوانید چې نړۍ په دې قانع کړي؛ چې د افغانستان ولس په لومړي سر کې څه ته اړتیا لري، په افغانستان کې د بل شوي اور اصلي طراحان چیرته او څوک دي، ولې باید هره ورځ هرې خواته افغانان ووژل شي.

مونږ په دې پوهیږو چې زمونږ د هېواد په دې کرغیړنه جګړه کې نه یواځې ګاونډي هېوادونه؛ بلکې لوی لوی ځواکونه هم ښکېل دي د دې جګړې او زمونږ د ولس ترمنځ ویره اچول د غربي هېوادونو پلان دی؛ خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې غربي هېوادونو سره د جوال خوله دا لاسپوڅي او شریره ګاونډیان نیسي.

افغان ولس د پاکستان له خلکو نه د هغو له ښه چلند او ورورولۍ څخه مننه کوي د هغوی ښه به هیڅکله هېر نه کړي خو کاشکې د هغوی دولت او زمونږ په وړاندې د هغوی رسمي دریځ هم د پاکستان د خلکو د ښه نیت په شان وای، د پاکستان دولت تل هڅه کوي چې افغانستان کې نا امني وي، بې ثباتي وي، افغانستان په خپلو پښو ولاړ نه وي، افغانان د خپلو تولیداتو پرځای له پاکستاني تولیداتو کار واخلي.

افغانان له نړیوالو څخه هیله لري چې نور دې د پاکستان حکومت سره مالي مرسته بنده کړي او که یې بنده نه کړه نو مونږ هم نور مجبوره یوو چې یوه بدیله لاره ولټوو، هغه هېوادونه چې افغانستان کې د خپلو ستراتيژیکو ګټو له پاره کار کوي؛ هغوی دې هم پوه شي چې افغانستان د هغوی د ناوړه سیاستونو د آزموینې ځای نه دی،هغه هېوادونه چې مونږ سره ګډې ګټې لري هغوی دې هم مونږ سره لاس یو کړي، د سیمې هېوادونه دې هم په دې پوه شي چې زمونږ ګاونډی هېواد نه غواړي چې په سیمه کې ثبات او امنیت ټینګ وي.

 پاکستان هغه هېواد دی چې له کلونو کلونو یې له هغو ډلو ټپلو ملاتړ کړی چې یواځې د افغانانو ګټې او پرمختګ یې له ګواښ سره مخک کړی دی، تل یې دوه مخی سیاست لوبولای دی، غربي هېوادونه په دې لټه کې وي چې څنګه خپلو ګاوڼدیو سره ښې اړیکې ولرو څڼګه یو سازمان جوړ کړو چې نړۍ زمونږ د سیاستونو تر اغیزې لاندې وي خو له بده مرغه پاکستان تل هڅه کوي چې زه څنګه خپل ګاونډی تخریب کړم څنګه یې ولس وځوروم، څنګه یې بې ثباته کړم او داسې نور...

دا چې افغانستان د بهرنیو سیاستونو، د ګاونډیو د لاسوهنې او کورنیو سیاسي دلالانو د ناوړه سیاست له امله قرباني شو خو اوس مو یو هوښیار او اکاډيمیک شخص ولسمشر په برخه شوی دی، مونږ افغانان باید د هغه له اقتصادي پلانونو او د ترهګرو د ملاتړي هېواد پر وړاندې د هغه له وروستي دریځ څخه ملاتړ کوو.

مونږ ویاړو چې د سیمې او نړۍ په کچه داسې تکړه ولسمشر لرو، چې هغه کولای شوي د خپل ولس او خلکو غږ په نړیوالو غونډو کې نړیوالو ته واوروي، د نړۍ خلک هم پوه شول چې د ترهګرو اصلي تولیدوونکي څوک دي، ترهګر څوک دي، د ترهګرو مالیاتي ملاتړي څوک دي.

 مونږ ترهګر هغه چاته وایوو چې زمونږ ولس ځپي، ویروي او ربړوي، پرخلکو بریدونه کوي، زمونږ ښوونځي، عامه جوړښتونه او روغتونونو سوزوي، زمونږ نظام له ګواښ سره مخ کوي، پر مونږ ظلم کوي، زمونږ مشران، ځوانان، میندې، خویندې، ورونه او ماشومان وژني، ترهګر هغه څوک دي چې هغوی ته هیڅ ډول اسلامي او انساني اصول د ارزښت وړ نه وي هغه که غربيان وي که ګاونډیان زمونږ دښمنان دي.

د سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله.