د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوانان او ملت جوړونه ، نه قومپرستي!

ډ. حمیدالله زړهءور صاپی 11.12.2016 14:34

په دې وروستیو وختو کې د شمشاد ټې.وي. یو پروګرام د (ملت) په نوم د ښاغلي میرویس ستانکزي په کوربه ویاندۍ د مختلفو وروڼو قامونو(پښتون،هزاره، تاجک، ازبیک ، ترکمن، پشه يي،بلوچ ا.د.ن. ) د ځوانانو په ګډون د هرې جمعې په شپه خپریږي چې زما ډیره توجه ېې ځانته اړولې ؛
 مخصوصاََ په دا ۱۶-۳۰ کلونو کې چې د هیواد پخوانۍ ښیرازه مخ په له مینځه تللو ده او د باندنیو او دڼنیو افغان-دشمنه کړیو د پټو او ښکاره لاسوهنو او د نژادي،ژبني، سمتي،تنظیمي، قامي ، سیاسي،اقتصادي، مذهبي، نیابتي ... تعصباتو او نفاق او ځانځانۍ اچولو سره وروڼه قومونه یا ملیتونه سره په جنګ جګړو اچولي ، او یو-څودګوتوپه شمار کسان + د خوا او شا یو څو زره (نهایت به ېې لس زره؟) اوبآشانو، لڼډه غرانو، جاهلانو، آدمکشانو، جاسوسانو، وطنفروشانو ، غاصبانو، مفسدینو ، غلو او راهزنانو، د شخصي ګټو لپاره ، د ولس(ملت) اکثریت ۳۰-۶۰ میلیونه انسانان په ګروګان نیولي او ورځ تر بلې ېې نه یوازې د مرګ او بدبختیو کندو ته ټیل وهي ، بلکه هغه د ملي یووالي ، اتحاد، افغاني غرور او ملي تاریخي کلتور او لاسته راوړنې چې پلرونو او نیکونو په ډیرو ستونزو او سرښندنو تر اوسه رارسولې دي ، <د اوسني او په ځانګړې ډول د ځوان نسل او راتلونکي ځوانانو او ماشومانو له فکر، نظر او زړونو وباسي >،  په اوسني وخت کېدډېرې توجه وړخپرونه ده
د (ملت) پروګرام ځوانا نو او پیغلو دا څرګندونې درلودې :
چې اول خو دولت او حکومت د جوړښت نه ېې نیولې تر کړنو او اعمالو پورې د تعصباتو له مینځ ته راوړلو او هغو ته د لمن وهلو او اور ته ېې د پوکي کولو څخه لاس واخلي او ډډه وکړي،
د کورنیو مشران، استادان ، علماء او روحانیون هم باید خپلو اولادونو او ځوانانو ته د یو (افغان) اوسیدلو لارښوونه وکړي او د قوميګرايي ضړرونه ورته په نښه کړي.
مدني ټولنې، جوړښتونه، سیاسي ګوندونه او ټولنیز حرکتونه باید یو-بل پذیر اوسي ، د میلتي یا قومي فکر پر ځای ملي(ولسي)تفکر ولري.
او داسې نور...
زه(لیکوال) په دې فکر کښې یم ، یوازې د ولسمشر ملي فکر کفایت نه کوي ، صحيح ده چې پوکستیایڼ ته ېې سبق ورکړ!!!.خو
هر کله چې د لمړي ماون نه د پشتو،فارسي او یا لوګري، جمعیتي ... پر ضد پرتې بادېږي ؟
 د ښې !!حکومتدارۍ له مسوءل ، د اجړاییه مسءول، د سرپرست میلیاردر! والي له خولو  د فساد نه لاسونه ټکول کېږي ، او په ښکاره د تور خط او نارنجي خطونو ګواښونه کېږي ، دتاريکیوجومبهش!د هزاراستان بویونه کوي ...
د افغانستان د ملي قهرمانانو میرویس نیکه، خوشحالخان، احمد خان ابدالي، امان الله خان غازي، باچا خان، خان عبدالصمد خان، ایپي-فقیر ،پخوانیوغوري ؛غزنوي ،سوري ، ا.د.ن.... سپکاوی کېږي او ؛
د هغو په ځای د  آدمکشانو ،د بیت المال او د خلکو د داراییګانو غلو،غاصبینو، مفسدینو، ... د ۲۰-۱۰۰ کلونو مخکې خاورې-ایرو ته د اتلانو یا ملی کهرمانانو په سترګو کتل کېږي او ناندرې پرې وهل کېږي ؛
دا به د شپون استاد خبره " ښه به ېې شل کړې!"
لاکن ،همدا ځوانان دي چې پخپله پریمانه انرژي، روښانه فکرونو ، همدیګر پذیري(یو-بل منل) او لکه د الفت د یو بڼ ګلان دا هیواد د یو ملت په شکل یو موټی کړي او لکه د تورک، هند، فارس، قزاق، قرګز، جرمن، روس .......... د نړۍ یادو ملتونو غوندې پر افغان =ملت وویاړي .
په افغانستان کښې د ټولو وروڼو ملیتونو (قومونو) د یو ولس(ملت)= افغان کیدو په لور.
ان اکرمکم عندالله اتقیکم. صدق الله العظیم.