د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خانان به بیرته سره خانان شی!

قاضي نجیب الله جامع 08.12.2016 11:26

بسم الله الرحمن الرحیم



لیکنه : لیکوال او سیاسی شناند / قاضي  نجیب الله جامع

نړیوال مناسبات او منطقوي تعاملات د ځواکمنو او ملی حکومتونو د ټیکاو لرونکو سیاستونو او فرهنګې - تاریخی لرغون تابه پایله ده.

ولی پر دریمه نړۍ هیوادونو کې نه یوازی واکمنان خپلو شعارونو ته ژمن نه پاتی کېږی بلکه په لویه کې سیمه یز او نړیوال سیاستونه هم د کورنی سیاسي لومړیتوبونو د ناسمی ټاکنئ او ولسی بی اعتمادې له امله له بحران سره مخ کیږی.

افغانستان هم د دریمي نړی او جګړی په حال کې یو د هغه هیوادونو له ډلي څخه دی چی د سیاسی حکومت واله او ملی مشروعیت په بحث کې تل د خپلو وګړو د لومړیتوبونو او د نړۍ د غوښتنو ترمنځ د ګډو ګټو او ګډی ژبه په رامنځته کولو کې پاتي راغلی، هغه څه چې مونږ یې سربیره پر هغه چې هیله مو لرله تر څو د ۵ کټګوریز بهرنی سیاست پر بڼه کې وروسته له لسیزو ورته ځواب ویونکې ثابت شي هم سر خوړلی وختل او د همدی څرګنده بیلګه له هند او پاکستان سره په وروستي یو کال کې د ګډ حکومت ترینګلې، پیچلۍ، کړکیچنۍ او د نه تعدل څخه ډکې اړیکې دې.

ما ته د نړیوالو اړیکو د کتونکې په حیث نه یوازی داچې د ګډ حکومت سیاسی او ټولنیز بی باکې په کورنی سیاست کې محکوم په زوال ښکاری، بلکی د بهرنی سیاست دا حالت چې یوه ورځ د پاکستان پر خائن او پلیتي نظامی دستګاه تر دې کچه باور کول چې د ټولو نړیوالو ډیپلوماټیک اصولو، ملی ګټو او ولسی روحیه پرخلاف د پوځ د مشر د فتر ته د ولسمشر له زاری یو ډک تګ بله ورځ بیا د همدی هیواد منحوسۍ او شیطانۍ ځارګریزی سازمان سره د یو داسی شرمونکې او ذلیل قرارا داد لاسلیک کول چې د هیواد اساسی او لومړي لاس استخباراتی اطلاعاتو ته زموږ د ملی امنیت لومړي درجه د ښمن هیواد بی قیده او شرطه مباح لاس رسي ولری، د ډیورنډ پر کرښۍ د خاینانه او د ملی مصالحو سره پر تضاد کې د تیارې تړونونه خو لا پریږده چې ولس ورڅخه واقعی معلومات نه لری.

اوس کله چې د ګډ حکومت قرارادادي واکپالان و نه توانیدل تر څو له پاکستان سره د سولی تر عنوان لاندی په شومه توطیه کې د افغان جهاد د څلور اړخیزه سوداګرو په شمول طالبانئ خوځښت ( اسېر، تسلېم او یا منزوی ) کړې او تر څنګ د حکومت همدغه د ټولو ستونزو محوری جوړښت ته دوام او بقاء لاري چاري پیداکړی له یو خوا او بل لور ته هغه شعارونه او تر ځمکنۍ حقایقو پورته ژمنی له تیر ۲ کلنو بی کفایتی یو هغه چې د نا امنی ډیریدل، د بی کاری وده، په سونو زرو ځوانانو تیښته، د مخالفینو د خرپ او ترپ جګړی د ښارونو تر سکوت او ماتیدلو رسیدل، د حکومت په دننه کې د ژورو ټکرونو رسنیز کیدل، د ملکې تلفاتو څو برابره زیاتوالي او ټولنیز انارشیزم څخه د خلګو د پام اړولو پر موخه هڅه او کوښښ کړی تر څو حساسیت پارونکو پیښو ته په لمن وهلو سره چې هغه خپله په نږدی راتلونکې کې به د نه جبران وړ نتایج له ځان سره ولری او د یو نوې حساسیت پیل به وي.

هغه چې همداوس له هند سره پر راشه درشه کې تردې کچه نږدیوالی چې د نوی ډهلۍ له تربیونه همدا پرون د مودی په اشارو د پاکستان د سیاسی استازی سرتاج عزیز داسی احماقانه چلند او بی معنا ګواښونه یو له دغه غلطو سیاستونو او لنډو منډو اخیستلو څخه وه.

ځکه سرتاج عزیز د یو داسی حکومت د ملی امنیت سلاکار نه دې چې مشروعیت یې ظاهرأ او باطنأ د واشنټن له درالخلافه اخلی او یا دې د یو او بل په سپکه کې لکه د ګډ حکومت خپل درنه او د شریک لوري سپکه ولټوی بلکه عزیز ته ګواښونه او ورته د کوچنیانو په څیر خوش باورانه ګوت څنډنه د ټول پاکستان د ملی امنیت هغه که پوځ دې یا ( ISI ) او یا ملکي حکومت ته ګواښنه دې داسي چې حتمن به هم تراوسه پری څو څو واره د غور او بیا کتنی ځانګړی ناستیګي شوی وي.

دا ډول نا متعدل سیاستونه، نظری ښوېدنی او زمانی بی ثباته حرکتونه چې کله هم د پاکستان په څیر هیواد سره تر دې کچه نږدی کیدل چې د نظام نیمه مشروعیت هم پر اوبو لا هوه شی او کله بیا داسي اسټراټژیک تقابل ته د یو بل سره تر څنګ دریدو کې د ( حرب ) بلنه چې په نتېجه کې به مونږ خپله منزوی کړی.

ځکه له چین او هند سره اقتصادی اړیکۍ باید یوازی په ګډو زمانی فرصتونو او تنظیم شویو اسټراټژیکو اوږدمهالو موخو ولاړي وی بنآ منطقوی تقابل ته د هیوادونو راکاږل بیا د یو په ځنګ کې دریدل د افغانستان په څیر هیوادونو له پاره په یو کلیمه کې تعبیریدای شی چې هغه ( تاریخی حماقت ) او بس  

ځکه خانان به بیرته سره خانان شی ولی مونږ به چیری، ځنګه او ځه ډول ځایګې لرو

په

درنښت