د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غوا بايد ورکه شي!

فضل الرحمن عليزی 07.12.2016 13:57

ټول غم په غوا کې ده!
له ډېرې مودې را هيسې د افغانانو دا هيله او آرمان دی [خدای دي هغه ورځ را ولي] چې افغانان خودکفا شي، د بل له احتياج څخه خلاص او پر خپلو پښو ودرېږي، ځکه کله چې افغانستان په ځان بسيا او د نور له اجتياج څخه خلاص شي، نو دوی به هر چا ته په ډاګه ځواب ورکړي او هغه د چا پر خبره کږه خوله به يې پر سوک ور سمه کړي. دا هيله د هر نارينه افغان او افغانې په زړه کې شته، خو دا چې کله او څه وخت به پوره شي؟ په دې نو الله تعالی ښه خبر دی.
تېره اوونۍ په هند کې د آسيا زړه شپږمه غونډه وه، چې تر ډېره برېده پورې ( د افغانستان د سولې موضوع ته ) ځانګړې شوي وه. په دې غونډه کې د افغانستان جمهورئيس اشرف غني د پاکستان له لوري د پنځه سوه ميليونه ډالره اعلان شوي مرستې په ځواب کې وويل، چې که چېرته دا مرسته موږ ته د را کولو پر ځای په خپله د پاکستان په خاوره کې د ترورزيم د پټنځايونو په له منځه وړلو کې ولګول شي ښه به وي؛ ځکه چې موږ ته را پېښ شوی مشکل ټول د هغو کسانو له لاسه دی، چې د پاکستان په خاوره کې پټنځايونه لري اوپه پاکستان يې ملاتړ کوي.
په دې کنفرانس کې پرته له شکه په نړيواله سطحه باندې د پاکستان دريځ ته يو لوی زيان ورساوه او يا که په ساده ټکو ووايو، چې دا د پاکستان لپاره زياتې شرمونکې او له رسوايې ډکې خبرې او کنفرانس و.
د اشرف غني دا ځواب تر ډېره د افغانانو د زړه خبره ده او پر يوه ښه منطق هم ولاړه ده، چې د خورا ستاينې او تقدير وړ هم ده. ځکه چې په دې کې هيڅ شک نشته، چې د افغانستان په جګړه او د افغانانو په وژلو او شهادتونو کې پاکستان هم ښکېل دی چې سترګې ورڅخه نشي پټېدای؛ خو د افغانستان جمهور رئيس او نورو مشرانو ته پکار ده، چې د افغانستان د جګړې اصلي لوبغاړو ته، چې پاکستان د هغو يوه برخه ده هم په زغرده نور د( بس کئ!) ځواب ورکړي او نور يې په دې باندې و پوهوي، چې اوس د ټولو افغانانو پر دې سر خلاص شوی دی، چې « غوا توره او شيد يې سپينې دي»
افغانانو له هغې ورځې را هيسې چې کله امريکا، افغانستان ته را غله او د اسامه بن لادين په پلمه يې پر افغانستان باندې يرغل وکړ، زيات شمېر بېګناه افغانان يې شهيدان، بنديان، کونډي کفر او د بمباريو او بمونو خوراک کړل پر دې سر خلاص وو، چې څه کيږي او په دې کولو کې اصلاً څوک دخيل او همکارانو يې څوک دی؟
د افغانانو شک خو هغه وخت په يقين بدل شو، چې د القاعده مشر اسامه بن لادين، چې له لاسه يې زموږ ګل، ګل هېواد د شرمښانو خولې ته وا چول شو او د ده له امله په افغانستان کې غوی منډ جوړشو، خو چې کله د پاکستان په ايبټ اباد کې پيدا او د دوی په اصطلاح ووژل شو، مګر پاکستان ته آن تندی هم تريو نشو، نو افغانان نور هم پوه شول، چې څه کيږي؟ څوک يې کوي او د چا په مرسته يې کو؟
د ټولو افغانانو د اهيله وه، چې موږ خو د اسامه پر پلمه در به دره شوو، کورونه، ودونه، جوماتونه، ماشومان او ... بمبار شو، بېګنا خلک مو شهيدان او او لا تر اوسه هم بې ښه او بد په زندانونو کې بنديان دی او لا هم دا لړي روانه ده، نو دا چې اسامه کوم بل هېواد ته تللی وي او هلته پيدا شي، نو له هغه هېواد سره به امريکايان [ د ټولو بدمرغيو مور] څنګه چلند وکړي؟ هغه خو به هغه د چا په خبره لا تر خاورو لاندې او زېرو زبر کړي. خو لکه مخکې چې مي وويل پاکستان لا هغسي د خېر پر غونډۍ ناست ، نه څه توی او نه څه مات وو.
ماته د افغانستان د روانې بدمرغۍ د سرچينې د ښوودلې په باره کې يوه کيسه را ياد شوه، وايې، يوه ورځ ځو چرسيان سره ناست وو او چرس يې وهلې( ځکولې) و، د نشې په حالت کې يو بل ته وويل، چې ياره دا شلومبې په څنګه ورکې کړو، ځکه دا شلومبې زموږ نشه ژر را ختموي او يا هغه د چا په خبره په نشه کې مو تېشه را وهي؟ يوه بل چرسي وويل، چې مستې ورکې نشي ولا که تاسو شلومبې ورکې کړې، ځکه دا د مستو زوی دی او له مستو څخه جوړيږي. يو بل ملګرې يې غږ پر کړی و، چې شيدې ورکې نشې مستې او شلومبې به څنګه ورکې شي؟ د دوي له ډلې څخه يو بل غږ پورته کړ، چې د الله بندګانو ټول مشکل په غوا که ده، د دې ټولو مور غوا ده شيدو، مستو او شلومبو مور غوا ورکه کړئ، چې له ټولو څخه يو ځای بې غمه شي او خپلې نشې کوي.
که موږ د افغانستان د اوسنۍ بدمرغۍ حل لټوو، نو بايد دا ووايو، چې د افغانانو د بدمرغيو او ناخوالو سرچينه بل ځای دی، پاکستان يې هم يو لوری دی، چې بايد تر پاکستان مخکې هغوی ته د دوی د غلطیو په ښوودلو کې له جرئت څخه کار واخيستل شي او په زغرده ورته وويل شي، چې نور دي خپله لوبه پر همدې ځای بس کړئ. که موږ رښيتا هم اصل عامل پر دې وپوهو، زما په فکر، چې کيدای شي د افغانستان د موجوده مشکل مخه به نېولي وي؛ خو هغه د موږکانو د زنګولې کيسه ده، چې په موږ کې به کوم يو دومره نر پيدا شي، چې دا زنګوله دې د پشۍ غاړې ته ور وا چوي.