په ارګ کې روانې ستونزې
05.12.2016 14:12درنولوستونکو!غواړم ستاسو وخت په دې ليکنه اوننني ناوړه سياسي حالت ته په کتو سره چې پرموږحاکم دی ضايع نه کړم اوسېده پرموضوع پيل کول زما اوبيا د ټولنې هيله ده.
له کومې ورځې چې په افغانستان کې د غني اوعبدالله دوه سری ميراثي حکومت د جان کيري په مشرۍ په دې خاوره کې پرموږحاکم شوی، له دې سره سم په هېوادکې امنيتي، سياسي، اقتصادي اوفرهنګي فضاء يوبل رنګ اخيستی، چې دې حالت ته په کتو دغه دوه ډاکټران(جمهوررئيس اواجرائيه رئيس) ترننه د ګومارنوپه سرپه خپل منځ کې جوړ نه شول، ملت به څنګ د ابادۍ له پلوه جوړ شي، داچې د يوه ملک رئيس جمهور اوملګری يې په دې حال وي نوملت خوبه له لوږې ليونی وي.
د د غه دوه سري حکومت له رامنځ ته کېدو څه باندې دوه کاله تېرشول چې په دې دوه کالوکې دوی خپلې ادارې د ښوکدرونو په ګومارلو سره ډکې نه کړای شوې اوتل په ارګ کې له خپلو مرستيالانواويوله بل سره غېږ په غېږ دي دا خو ډېره د شرم اوخندا خبره ده چې دوی هره ورځ خپل وخت هم ضايع کوي اوملت يې هم د اور په تبۍ له ځان سره کېنولی، فکرکوم له دوی څخه نور د لارې اوکوڅې د يوه ماشوم حياء هم نه کېږي.
د ولس لپاره په ارګ ماڼۍ کې د دواړو مشرانو ترمنځ د ستونزو ختمول په کاردي، ولس ته کارپيدا کول اړين دي، لږ په خپلو نفسونو پښې اېښودل په کاردي، په دې خو ونه شوه چې زه رئيس جمهوريم هره ستونزه چې په ولس راځي نن دې مني اوبلې خوا اجرائيه رئيس په دارنه خوب اوخپلو سينګارونوکې ورک وي په دې ځای کې ملت ته د خپلې چوکۍ اود هغوی د رايوځواب ويل په کاردي، دا ملت نورله بې ځايه مرګونو وژغورۍ چې ستاسود بې کفايتۍ او اختلافاتو له امله نن د محصلينو سرونه په لويو لاروکې پرې کېږي، محصل به څه وي اود هغه به کارڅه وي چې نن په افغانستان کې داسې لوبې د ارګ مېشتو له نه پاملرنې په وجه ترسره کېږي.
دلته که غني خان اوعبدالله نورهم په داسې خواږه خوب له خپلو ليلاګانوسره ويده پاتې شي فکرنه کوم چې په افغانستان کې دې امنيت جوړشي، د کابل اوارګ تر دروازو خو د افغانستان مخالفين را ورسېدل، په کوم جراآت به دوی خپل خوبونه پوره کوي اوپه کوم ډول او کومو وسلوبه ملت له بې ځايه وژنوژغوري؟.
له دې څخه څرګندېږي کومه اداره چې په افغانستان کې موجوده ده دا د وړتيا پربنسټ کارنه کوي دا د وېش له مخې کارونه خپلو پلويانوته ورکوي چې په دې کار لومړی ملت اوبيا مخالفين له خپلوبرخو محروم پاتې شوي همدا علت دی چې په دې خاوره کې ورځ تربلې امنيتي فضا د خرابېدو په حال کېده چې د دولت اوخلکو ترمنځ واټن رامنځ ته شو اوهغه ليوالتياچې په کارپوه سياسي څېرو له دې حکومت سره درلوده هغه يې هم بلکل له لاسه ورکړه اوحکومت د داسې خلکوپه ولکه کې لوېدلی دی چې نه خپله پوهېږي اونه د بل ډول ته ګډېږي بس دوی دي اوخپل يې ډم اوخپل يې ډول دی، څنګه فرمايش چې دوی ورکوي په هماغه ډول موزيک ورته غږوي.
که زموږ په ټولنه کې سیاست بریالی شي، سیاسي لوبغاړي هېواد او ولس ته وفادار شي، بې ځایه مرګونه پای ته ورسېږي، خلک خپل ژوند ته په ارزښت قایل شي، ښکاره خبره ده، چې سياست به هم ورسره بریالی وي، که سیاست ناکام وي، سیاسي لوبغاړي په سیاست پوی نه وي اودې کار ته يې لاس اچولی وي، نو دوی به هم ورسره په دې خاوره کې ورکېږي او هېواد به د نورو هېوادونو د ناوړه سیاستونو ښکارکېږي، لکه څنګه مو، چې په دا نیمه پېړۍ کې دا حالت ولید او افغان ولس د اور د لمبو ښکارشو.
د دې تګلارې نه عملي کولو اوپه دغه اداره کې د داسې کسانو ټاکل که ووایو، یو بوج او د ټولنې د شاه تګ په معنی ده، دلته یوه نيمګړتياهم ورسره رامنځ ته شوې، چې دا د دې ځوان مسلک نه دی اوپه اداره کې دنده ورته د واسطې په بنا غټه اوغیرمسلکي ورکړل شوې، په پایله کې په اداره کې نیمګړتیا هم راغله اوکار په سستۍ سره مخ په وړاندې وړل کېږي، چې د دې کارد مخنیوي لپاره مشران لاس په کارشي اوله دې وروسته یومنلی فکر وکړي، ترڅو په راتلونکو نظامونو اوکارونوکې دا تشه په ښه توګه ډکه شي.
په افغانستان کې، چې کومه اداره په کار لګياده دا د خپلو ګټو اومصلحتونو په بنا وېشل شوې، هغه چاته کار ورکول کېږي چې هغه د دوی پلوه وي، پکارده، د جګړې اوبدبختۍ ټکي شاته واچو، په نوو فکرونو اوښو تګلارو فکر اوکار وکړو، ترڅو د یو ښه اوغوره حکومت خاوندان شو.