د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مشاورين

اېمل افغان 03.12.2016 14:41

دوه کاله وشول چې د ټولټاکنوپه کميسيون کې د کمېشنرانو په سر د ولسمشراو ولس کشرله خوا بې ځايه ناندرۍ روانې وې اود تېرو ټولټاکنو پړه ټوله په پخوانيوکمېشنرانو اچول کېده چې دې خلکو ټولټاکنې ګډ وډې کړې دي.
دلته که همدغه دوه مشران له حقيقت څخه سترګې پټې نه کړي اوځانونوته اصلي سياست مداران ووايي او ولس ته ځانونه منلي رهبران ثابت کړي، نو راځۍ چې په اصلي موضوع خبرې وکړو اوهغه پټې توطيې د ملت لپاره نن را وسپړو ترڅوملت ته هم دا خبره ثابته شي چې د دوی په پاکو رايوکمېشنرانوملنډې ووهلې، يوسف نورستاني، دواړو ډاکټرانو اوکه د امريکا د بهرنيو چارو وزيرجان کيري ووهلي، چې سهار به يې دواړه مشران غېږ په غېږ په جنګ سره وروستل اومازيګربه يې غاړه په غاړه کړل؟
داهغه مسائل دي چې هېڅکله ترې سترګې نه شي پټېدای ځکه په تېروټولټاکنوکې درې ځلي د رايو شمېرنه وشوه ولې ګټونکی اوبايلونکی په کې معلوم نه شوکوم ډول لاسپوسی اوناوړه حکومت چې د امريکا اوبرتانيې خوښ ووهماغه ډول حکومت يې دې دوه ډاکټرانوته په لاس کې ورکړچې اوس يې پايله دا شوه اود هرمامور د ګومارنې لپاره يوځل دوی دواړه ارګ کې غېږې وباسي اوبيا وروسته هغه په دنده ګومارل کېږي، له داسې دوه سري حکومت نه به سړی څه هيله وکړي.
اوس راځود پخوانيواو اوسنيوکمېشنرانومعاملې ته که چېرته پخواني کمېشنران چې هره ورځ يې دا دوه کاله د ټولټاکنو پړه په دې خلکو ارګ مېشتو(ولسمشر اواجرائيه رئيس) اچوله دا خلک ملامت وو، ولې يې د قانون منګولوته په لاس کې ورنه کړل اوکه ملامت نه دي بيا ولې له خپلو چوکیو څخه لرې شول ارګ ميشتي ورته په هماغه امتیاز قايل دي اوکمېشنرانوهم دستیي په خپلو چوکيو داسې منګولې ښخې کړې ته به وایی چې له لوږې مړه شول اوحکومت هم هغه خپل مشاورين وګومارل، دا به څومره مشاورين وي؟
نورکه په افغانستان کې څوک د خپل بار د وړلو لپاره په کلي او ولس کې يوخر هم اخلي د هغه لپاره به حکومت مشاور ټاکي چې بايد له ده سره دې مشوره وشي اوبيادې هغه باري خر واخيستل شي چې سبا ورځ د بار وړلوکومه ستونزه ونه لري.
داچې هماغه پخواني کمېشنران مشاورين ټاکل کېدل ولې په افغانستان کې نورپه کارپوه خلک نه شته اويا نورځوانان نه شته چې همدغه له يوه ځای څخه لرې کېږي اوپه بل ځای کې ټاکل کېږي، موږ په دې هېوادکې ډېرې ښې په کارپوه سياسي څېرې لروچې هغه د مشاورينوپه توګه ټاکل شوي وای دې مشاورينوبه خپل جيبونه د ټولټاکنوپه کميسيون کې ډېر ډک کړي وي ملت هم نورله مشاورينو ستړی شوی چې يوه مړی ډوډۍ غواړي هغه بايد ورته پيدا شي.
دا چې زموږ ولسمشر او ولس کشر په اقتصادي پروژو خبرې کوي اوهمېشه د ستيج په سر نارې وهي چې موږبه ځوانانوته کارپيدا کړو همدغه لنډ په لنډوکارده خپل مشاورين دې هر چارواکی کم کړي د يوه مشاور په معاش شل ځوانانو ته په هېوادکې کار پيدا کېږي چې دا هم د يوې پياوړې پروژې ځواب وايي.
په دې ګټه نه کېږي چې هېوادوال پنځوس افغانۍ په ټيلفون کې اچوي ته له هغه څخه پنځه افغانۍ کټ کوې اوبيا وايي چې زه اقتصاد پياوړی کوم، موږ له تا سره په هره پروژه کې موافق يو ولې که تاسو دواړه مشران په خپلومنځوکې سره جوړ راشي اوملت ته کار وکړی.
نن که موږ د اروپا اوامريکاپه لور د ځوانان لېږد ته وګورو هره ورځ د خراب اقتصاد له پلوه ځوانان د تېښتې په حال کې دي چې کاراوکسب نه شته، امنيت په خرابېدو ده، ترورستي پېښې د زياتېدوپه حال کې دي، ماشومان د ورکېدو په حال کې دي، په کارده چې دغه دوه مشران يوه ورځ يوسيمينارجوړکړي اود خپل هېواد ځوانان دې ته را وغواړي ترڅو د دوی پوښتنوته همدغه مشران مثبت ځواب ووايي بيابه زه وګورم چې دوی څنګه د خلکوپوښتنوته ځواب ورکولای شي، دوی خوله ارګ اوبياله يوې نامعلومې رسنۍ څخه سر راښکاره کړي چې موږ به ملک اباد، کاربه کوو، امنيت به راولوهېڅ هم نه شته.
لنډه ده چې په دې دوه ډاکټرانو نوره په کار نه ده چې سر پرې خوږ کړو او د کار هيله دې ترې وشي ځکه دواړه د کارسړي ونه ختل چې يوه هيله خو مو نن ترې کړې وای زموږ وخت يې هم ضايع کړ اوخپل وخت يې هم ضایع کړ، يومتل دی چې وايي تورې دې لالا وهي ډوډۍ د عبدالله وهي.
بې ځایه ملت وژل کېږي اوګټې د دې دواړو جيبونوته ځي نورملت هم د يوڅه هيله کوي اوکارته سترګې په لاردي په بې ځايه جنجالونو اوبي ځايه چيغووهلو حکومت اوبياملت نه جوړېږي دلته عملي کارکول په کاردي، د ورانيو اوفساد په وړاندې جدي عکس العمل په کاردی نه چې نورهم په فساد خاورې واړول شي، ځکه څوک چې سياستونه کوي هغه به فيل خانې جوړوي، زړه به يې غټ وي، د ظالمانو، غلوخاينينوسرونه به پرې کوي، ولې دوی له غلو سره د بوجۍ خولې ونيولې اولا اوسې هم ورسره په لغتوتخته کوي.