د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شيخ فاني: اومه برخه

سيد امرالله اميد 30.11.2016 12:30

خدايه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک
نن زه لږ ناوخته ورغلم، ګورم چې شيخ فاني او انځرګل کاکا سره څنګ په څنګ ناست دي او د کلي- کور خبرې کوي، زما ورتګ ته خوشحاله شول، شيخ فاني موسکی شو ويې ويل: ښه شو چې راغلې، نن درته د هغه وخت د حيا او ادب خبرې کوم، پخوا ژوند ساده و، خو په خلکو کې حيا او ادب ډېر و، د مشرانو به ډېر عزت کېده، ځوانانو به د مشرانو خبره ځمکې ته نه غورځوله، کور ته به چې مېلمنې راغلې د کور نارینه به کور ته نه ننوتل، په ښځو کې هم حيا زياته وه، چې له کوره به وتلې نو بوقره او اوږد ټيکری به يې کلک له ځانه تاو کړی و، دا اوس خو هر څه بدل دي، ځوانانو کې هغه پخوانۍ حيا نه ده پاتې او ډېرې پېغلې دي، چې د خپلې حيا خيال نه ساتي، اوس چې په بازار کې ښځې روانې وي ځوانان ورباندې مخامخ ورځي، خو پخوا به چې په کومه پوله ښځې روانې وې، ځوانانو به هغه لاره پرېښووله او د تورسرو په احترام به پټيو ته ښکته شول، اوس خو ښځه خوارکۍ چې بازار ته راووځي، شل لنډغر ورپسې وي، د حيا ښځه به ورته بې حيا ښکاري، هغه خوارکۍ به له ناکامه او بدې ورځې بازار ته د سودا لپاره راوتې وي، څوک به نه لري، کونډه به وي، يا به يې مېړه مساپر وي. زمونږ په وخت کې دا خبرې نه وې، د تورسرو به خلکو عزت کاوه، دشمنانو به هم په خپلو کې دشمني کوله، خو په تورسرو او ماشومانو باندې يې کار نه لاره، دا د اسلام قانون هم و او د پښتونولۍ قانون هم، اوس د تور سرو عزت کم شوی دی، د ځوانانو حيا کمه شويده. هغه وخت به چېرته يو نيم کس د انځري په شان مست او چارچشمه سړی و، نور ټول حياناک خلک وو او په خلکو کې ادب ډېر و.
انځرګل د شيخ فاني په خبرو کې راودانګل: ولې شېخ لالا په ما کې خو اوس هم د اوو پېغلو حيا ده، زه ګنې بې حيا وم، شل خرواره ادب اوس هم راکې دی، چې مست يم دا بېله خبره ده. اوس خو راکې هغه د ځوانۍ مستي دومره نشته.
وايي: د ځوانۍ يوه نېشه وي، داسې نه چې همېشه وي
شيخ فاني وويل: انځريه کيسه ترې مه جوړوه، ته خو هر چا ته معلوم يې چې د حيا ټوټه يې او ادب دې هم خلک د ستا نه زده کړي.
دا وخت يې ما ته راوکتل ويې ويل: ځوانه پخوا به چې په اوجره او دېره کې خلک راټول شول او د کور-کلي د خير خبره به کېده، نو کشران به له ادبه د مشرانو خبرو ته غوږ غوږ وو، چا سپڼ قدرې هم نه شو کولای، مشرانو به چې کومه خبره غوټه کړه، هماغه به د کشرانو خبره هم وه. اوس خو پلار وايي سبق ووايه، زوی وايي ما لندن ته ولېږه، پلار وايي د فلاني لور به درته وکم، زوی وايي که د خان لور دې راته ونه کړه ځان به زندۍ کم.
پخوا به خلکو هغه چا ته ډېر احترام کاوه، چې دوه ټکي سبق به يې ورښودلی و، اوس خو تاسې ګورئ چې شاګرد د معلم احترام نه کوي، لور د مور احترام نه کوي او زوی د پلار. پخوا به هلکان لوڅ سر نه ګرځېدل، ويل به يې دا شرم دی. بې څادره به نه ګرځېدل، ښځو ته به يې نه کتل، شوخه جامه به يې نه کوله، سپکې سپورې به یې نه کولې، کنځلې به يې نه کولې، په نايي باندې به یې ښه ښايسته وېښتان جوړ کړل، اوس خو دا هر څه په سين لاهو شوي دي، ته د ځوانانو بوکان بوکان سرونه وګوره، خندا به دې راشي، چې دا اوس هلک دی که جلۍ ده. پخوا به خلکو درنه جامه د ادب لپاره په ځان کوله چې دروند ښکاره شي، اوس جامه هم شرمېدلې ده.
پخوا خلک درانه وو، خبرې هم درنې وې، جامه هم درنه وه، اوس نه هغه خلک شته او نه هغه خبرې او جامه.
رحمن بابا څه ښه ويلي وو:
خدايه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلک
هېڅ ناستی مې د دې خلکو سره نه شي
ژړوي مې هغه تللي تللي خلک
په دې وخت کې انځرګل کاکا پړينګ په ژړا شو، شيخ فاني وپوښته چې ولې؟
هغه وويل: بس خپل ګران پلار راپه ياد شو. شيخ فاني ورته وويل: ژاړه مه، هغه دې نه دي اورېدلي، که دې عمر شي سل کاله، خلاص به نه شې مرګ د جاله. دعا ورته کوه. هغه زما خوا هم رابده کړه، چورت مې خراب شو، خپل پخواني مشران راپه ياد شول، دا وخت شيخ فاني خبره راغبرګه کړه: هو! پخواني ډېر درانه خلک وو، جامه يې درنه وه، درنه جامه ادب دی، درنې خبرې ادب دی، حيا او ادب د يوې ونې دوه ښاخونه دي، د يوې ونې ميوه ده، زموږ ونې اوس دا مېوه لږه نيسي.
جلۍ به د مور په مخ کې له حيا دا خبره نه شوه کولای چې چا ته مې ورکړه او چا ته مې مه ورکوه، هلک به هم د زړه خبرې په زړه کې ساتلې او له شرمه یې چا ته غږ نه شو کولای، اوس چې له هلک نه پوښتنه ونه کړې شل کلي به درباندې خبر کړي، که څه هم دا ښه کار دی چې هلک او جلۍ وپوښتل شي، خو بس د هغه وخت همدا رواج و او د شرم، حيا او ادب مالګه په هر انسان کې زياته وه.
زه دا نه وايم چې اوس حيا او ادب نه شته، خو کم شوی دی، او ورځ تر بلې کمېږي.
شيخ فاني اوږده ساه واخيستله او د بلې کيسې له ژمنې سره پورته شو.
نوربيا