د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د واک په ګدۍ ناست ولسمشر او د انزوا په لور ځوانان

عبدالرحیم موسی زی 27.11.2016 15:45

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو پر مهال په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې تل د هېواد د ځوانانو ستاینه  کوله، د ځوانانو په ډير شمېر یې خوښي څرګندوله، ځوانان یې د افغانستان ستره پانګه بلله او د ځوانانو ملاتړ یې د خپل ځان د بریا لامل ګڼه، د ولسمشر دا خبره پر ځای ده چې افغانستان کې د ځوانانو شمېر د نورو هېوادونو په پرتله خورا ډیر دی او دوی په هره برخه کې کولای شي رغنده رول ولوبوي، په ټاکنو کې همدې ځوانانو د ډیرو ستونزو سره سره برخه واخیسته او ولسمشر یې د واک  تر ګدۍ ورسوه.

د ځینو معتبرو سرچینو له مخې، داسې ویل کیږي چې لوړو پوسټونو کې د کسانو ګمارلو دنده ولسمشر سلام رحیمي ته تسلیم کړې ده او هغه په خپله خوښه یعنې د خپل ملګري، خپل خپلوان او د خپلې موسسې غړي په کار ګماري.

زه یو عادي افغان ځوان یم، نه د کوم ګوند او یا سیاسي سازمان غړیتوب لرم نه د چا په انحصار کی یم، یو خپلواک افغان یم د ټاکنو پر مهال مې د افغانستان د پرمختګ او د ولس هوساینې په موخه د ګڼو افغانانو په شان د ولسمشر غني تګلارو ملاتړو کاوه او پرته له کوم امتیاز څخه مې ورته کمپاین وکړ، ما هغه ته په شخصي لګښت پرته له کومې تمې د کمپاین مبارزه پرمخ بیوله، ځکه مونږ د تیر حکومت له نا انډول ویش او بې عدالتۍ څخه ناراضه وو، زمونږ حقوق تر پښو لاندې شوي ول او هغه کسان به پرته له کومې تحصیلي درجې او زده کړو په لوړو پوسټونو مقررېدل کوم چې د رهبرانو ، زورواکو او چورواکو له ډلې څخه ول.

مونږ یقین لرو چې خپله ولسمشر یو علمي، زړه سواندۍ او ملي شخصیت دی خو له دې باید انکار ونه کړو چې شا او خوا یې ځینې کسان او خبیثه کړۍ راټوله شوې چې هغوی مغرضه او منفي موخې لري، په دې وروستیو کې له رسنیو داسې راپورونه خپاره شوي چې د چارو ادارې مشر هرڅه په خپله قبضه کې نیولي او هر نوی پوسټ چې اعلانیږي له یوې نمایشي لړۍ وروسته خپلوان او ملګري هغه ځای ته رسوي.

هر افغان وګړی حق لري چې د قوانینو له مخې او د یوې دندې د اړتیاوو او شرایطو په پوره کولو سره هر دولتي پوسټ کې کار وکړي خو دا ډیره سخته ده چې د هر افغان د کورنۍ غړی دې په ارګ کې کار وکړي نو؛ د چارو د ادارې یوه غوښتنه تل دا وي هر هغه کس چې غواړي په ارګ او یا بل کلیدي پوسټ کې دنده ترسره کړي باید د ارګ کار کوونکی یې ضمانت وکړي، په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې ډیری هېوادوال د چارو د ادارې دا ډول شرایطو ته د شک په سترګه ګوري ځکه زمونږ د کورنۍ غړي په ارګ کې نشته، خو که داسې یو پوسټ ته چې هغه زمونږ د تجربې او زده کړې سره سمون ولري په ارګ او یا بل لوړ موقعیت کې وي نو هلته به زمونږ رسېدنه ډیره ګرانه وي ځکه ارګ والا د کومه کو چې زمونږ ضمانت وکړي.

زه دې ته اړتیا او تمه نه لرم چې سلام رحیمي دې ما په لوړ موقف وګماري خو لکه څنګه مې چې پورته وویل دا د هر افغان مسلم حق دی چې په هر پوسټ کې د نوموړې دندې د شرایطو په پوره کولو سره ځان نوماند کړي او د بریالیتوب په صورت کې کار وکړي خو برعکس د خواشینۍ خبره دا ده چې هر افغان ته دا چانس نه ورکول کیږي چې هغه دې د ارګ او یا اکثره وزارتونو په لوړو پوسټونو کې ځان کاندید کړي آن تر دې چې ګڼشمیر هېواد وال له دې بې خبره دي چې دولت کومو کسانو ته اړتیا لري او د استخدام شرایط څنګه دي ځکه هر افغان دې ته لاسرسی نه لري چې د ارګ یا د کوم وزارت لوړ پوسټونه څه مهال او څنګه اعلانیږي.

بلخوا، افغان ځوانان له ولسمشر څخه هیله لري چې د خپلو ژمنو سره سم دې په دولتي پوسټونو کې د ګمارنې سم سیسټم جوړ کړي بل چاته دې اجازه نه ورکوي چې د خپل ملګري او خپل خپلوان که هغه ډیر ناتوانه هم وي په لوړو پوسټونو وګماري ځکه دا د دولت او هېواد په ګټه نه تمامیږي، زما په ګډون هر افغان ځوان د ګمارنې په سیسټم کې د روڼتیا غوښتنه کوي، په کلیدي مقامونو کې باید داسې ځوانان وګمارل شي چې هغوی د خدمت غوره توان او د کار ښه استعداد ولري، نه تیر په شان هغه کسان چې پلرونه یې جنګي ، د غلا، قتل او بدماشۍ سابقه ولري.

هر افغان چې هغه د هرځای او هر څوک وي خو پر وطن مین کس او خپل ولس ته ژمن کس وي باید په ښو پوسټونو وګمارل شي خو؛ که د کار توان یې نه درلود هغه دې ژر تر ژره له دنده ګوښه او پر ځای دې بل پیاوړی مسلکي او په کار پوه شخص وګماري مګر دلته زموږ په هېواد کې داسې دود دی چې کله یوه دنده چاته سپارل کیږي هغه نو د خپل د میراث یوه برخه بولي دا ناوړه دود باید نور باید ورسي او دا هغه وخت شونې ده چې یوقوي مدیر او اداره موجوده وي.

ګرانه ولسمشره! زه په دې پوهیږم چې تا سره د هېواد آبادولو سترعظم او اراده شته ده، ته د هېواد پرمختګ له پاره ټینګ نیت لرې، مونږ په دې هم پوهیږو چې ستا کورني سیالان او بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي چې ته د ښه حکومت مشر وسې، هغه سورلنډیان چې ظاهراً تاته خپل ځان نږدې نږدې کوي خو ستا تر شا بیلابیلې شومې موخې لري او توطئې جوړوي، ته باید په هغه چا اعتبار وکړې چې ستا د بریا په خاطر یې په سخت ترینه شرایطو او په سخت ترینه حالت کې تاته رایه درکړه، ستا ملاتړ یې وکړ، ته یې د ارګ تر ګدۍ ورسولې، ستا پلویان له تا خپه دي، ستا ملاتړي له تا ناراضه دي ځکه تا له هغوی څخه فاصله نیولې ده هغوی څوک نه پریږدي چې تر تا ورسیږي او خپلې ستونزې تر تا ورسوي.

د خپلواک، پرمختللي او سوکاله افغانستان په هیله.