د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

رشیداحمد حقپال 23.11.2016 14:10

دا د غـــرونو خلـــک او د ښــــار مينـــې
نه کــــیږي ته راشه چې خــبر دې کـــړم
دلته د وفا ګلان وا شـــوي غوړيدلـــي دي
زه دې هيروی نه شم اوتــــــر دې کـــړم
دا د زړګي زور غواړي، خواري غواړي
خپل دې کړمه څنګه په هـــنر دې کـــړم
سره جوړه په تور اوربل کې سره ګـــلان
سر دې کړم په دښته کې مزل دې کـــړم
زه چې خماري شعر و غـــــــزل ليکـــم
یـــــاره تا شـــاعر کړمه غـزل دې کـــړم
دا حقـــــــــپال د مينې جـــل وهلــــی دی
مــــینې کې د بې مـــینو اجــل دې کـــړم