د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانوشدیده اعلامیه

بســــمل 21.11.2016 23:02

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په خورا تاثف سره مو خبر واخیست، چې په سوله او رښتینولي مین لیکوال اوشناند ښاغلی نظرمحمدمطمئن دکابل استخباراتو نیولی دی.
له پورتني خبر سره سم زموږ ملګري بې له ځنډه په تیاره ماښام سره راغونډ شول او د ښاغلي مطمئن دخلاصون په موخه مو د یوې اعلامې په ترځ کې دا لاندې غوښتنې راټولې کړې:
۱ــ بې له قید اوشرطه باید د کابل اداره ښاغلی مطمئن راخلاص کړي.
۲ــ که ښاغلی مطمئن راخلاص نه شي موږ به په ټوله اروپا کې لاریونونه تنظیم کړو.
۳ــ که ښاغلي مطمئن ته شکنجه ورکړل شوه موږ به کوڅه په کوڅه اروپایانو ته ووایو، چې هغه ستاسو مالیات چې افغانستان ته یې شرمېدلې او سیمبولیکه دیموکراسي ورسوله، نن راشئ دبیان آزادي وګورئ.
۴ــ موږ له ټولوافغان روڼ اندو، لیکوالانو، شاعرانو اومخوروڅخه هیله کوو، چې خاموش پاته نه شي او که نه نو سبا ستاسو وار هم راځي او یو یو به زندان ته کشوي.
۵ــ دبازانو په چم کې د ټپوسانو ښکار لویه بې ننګي ده، راځئ د آزادۍ سورسترګی باز ښاغلی مطمئن په ګډه راخلاص کړو.
دبایرن مېشتو افغانانو په استازیتوب
محمد امین بسمل