د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ ښه سړی نه غواړو

محمدآصف خواتي 18.11.2016 14:27

د نن ټکي آسیا په ویب پاڼه کې دپښتوخوږژبي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني یوه لیکنه خپره شوې ده چې په هغې کې یې دخپلې استعفا په اړه لنډ معلومات وړاندې کړي دي.  دجهاني صاحب په لیکنه کې دتبصرې وړ ټکي ډیردي خوددې قلم خاوند غواړي پردوو یې تم شي اوضمنآ دجهاني صاحب پام یوې مسئلې ته هم راوګرزوي.  

لومړی ټکی :  دجمهوررئیس ښه سړیتوب .جهاني صاحب لیکي چې جمهوررئیس په خپله بدسړی نه دۍ. زموږ دخولې ماتې اوژبې دې پرې شي چې ووایو دنړی دویم متفکر بدسړی دۍ. موږبه داښه سړی څه کړو چې نه یې په دولتي ادارو کې دده نه مخکې ښه سړي! دواکمنۍ دفساد کچه راټیټه کړه  ، نه یې امنیت ښه کړ اونه یې د افغانستان داسلامي دیموکراتیک دولت وسلوال مخالفان کمزوري کړل.  فساد لا زیات شو، امنیت لا خراب اووسلوال مخالفان لاقوي اوځواکمن شول. داهیوادښه سړي ته نه بلکه بدسړي ته اړتیا لري کوم چې په هیوادکې دفسادریښې وچي کړي، هرکور، هرکلي اوهرې کوڅې ته امن راستون کړي او هیواد داسې یوه لوري ته سوق اوپه هیواد کې داسې شرایط برابرکړي چې دوسلوالو مخالفینو د راڅرګندیدو ،شتون اوفعالیت لپاره نه پلمه وي اونه د واکمنۍ خلاف دوسلې دکارونې لپاره انګیزه.  اوس جهاني صاحب ته داپوښتنه متوجه کیږي چې دجمهوررئیس ښه توب په څه کې دۍ چې هغه ددې جوګه شوی نه دۍ چې دخلکوهیلو ته چې په هیوادکې دفسادله منځه وړنه ، دټیکاواوسولې راوستنه اودوسلوال اپوزیسیون دراڅرګندیدو اوځواکمنیدومخنیوی دۍ پاتې راشي بلکه برعکس پایلې ولري.   

دویم ټکی:  دارګ له لوري دښاغليٍ جهاني وړاندیزونوته نه پاملرنه اودده په وینا دښه سړي شاوخوا دغوړه مالانوشتون.  

دښه سړي چارچاپیر دغوړه مالانو شتون دجهاني صاحب داادعا چې ولسمشرپخپله ښه سړی دۍ  ردوي. که ولسمشرښه سړۍ دۍ نوده ولي ښه سړي( ښه سلاکاران ) نه بلکه بدسلاکاران غوره کړي دي؟   دولسمشر له سلاکارانو نه بریښي چې دهغه په اړه په دري ژبوکې دا مشهوره خبره چې کبوتربا کبوتر ، زاغ با زاغ بشپړسر خوري.  داچې  دچارو دښې سمبالتیا په موخه دکدرونو په ګومارنه کې دجهاني صاحب وړاندیزونه نه منل کیدل اویا دی بیواکه و لامل یې کیدای شي چې ښه سړی ، ښه سړی نه دۍ یا داچې واک دیوه نه لیدونکې مرکز سره دۍ چې دجهاني صاحب په کاندیدانو کې یې خپل سړي نه لیدل اوغوره یې ګڼله چې داطلاعاتو اوکلتورپه وزارت کې دتیرښه سړي! ( حامدکرزي ) دوخت کلیدي مسئولین وویني کوم چې دفساد اوپردۍ پالنې غوره ځانګړتیاوې لري اودنوموړي مرکزله بشپړباوراواعتماد څخه برخمن دي.  

څه چې پورته ذکرشول هغه دجهاني صاحب لیکنې ته ځانګړې شوي وو.اوس به زه خپلې خبرې وکړم اوضمنآ دجهاني صاحب اوهغو وطنوالو کوم چې ملي ګټوته ژمن دي،  دهیوادآبادي اودولس سوکالي غواړي او په واکمنه شړیدلې، شرمیدلي اوفساد څخه ډکه  اداره کې دکارکولو لیوالتیا لري یوې مسئلې ته راوګرزوم کومه چې دهیواد ننی ترینګړی حالت ، په هیوادکې روانه جګړه ، په دولتي ادارو کې شته فساد او د چارواکو بیواکي ورسره ارګانیک او نه شلیدونکی تړاولري.  

افغانستان دازموږ ټولو ګډکور دامهال دخپلواکۍ څخه بې برخې دۍ اوددې هیواداوخلکوپه برخلیک پردي واکمن دي. څرګندساری یې دملي یووالي په نامه دننۍ ظاهرآ دوه سري واکمنۍ ټپل دي چې جوړونکی یې جان کیري دمتحده ایالتو دبهرنیوچارووزیر و چې ښاغلي جهاني یې دکابینې دیوه غړي  ویاړترلاسه کړ. دا څرګندواقعیت  چې دنړۍ په هیڅ ګوټ کې  داشغال ترسیوري لاندې اودجګړې ددوام پرمهال آزادې ټاکنې نه امکان لري ،نه اشغالګر، نه جګړه ماران اونه زورواکي ورته زمینه برابروي. کله چې دطالبانو داسلامي امارت وروسته دلومړي ځل لپاره دولسمشرۍ لپاره ټاکنې کیدلې دټاکنو په درشل کې دې قلم  یوه لیکنه خپره کړه چې داشغال ترسیورې لاندې که څوځله ټاکنې ترسره  هم شي هیواد ته نه سوله راځي اونه ټیکاوبلکې دجنګ جګړو اودافغان وژنې دابهیربه لاقوت ومومي داځکه چې داشغالګرو پرمټ چارواکي نه واک لري او نه ددې جوګه  دي چې هیوادته سوله او ټیکاو راوړي.   په وروستیو لسو کلونوکې دری ځله ولسمشرۍ ته ټاکنې وشوې اوهرځل په ټاکنو کې د  حکومت ،  زورواکانو، دځواکمنودولتونو دسفارتخانو اوحتی دملګروملتودسیاسي استازي د  لاسوهنو خبرې کیدلې اوسربیره پردې دله  شرمه ډکو سرغړونواو ټګۍ برګۍ خبرونه هم خپریدل چې ددې ولس ملي هویت یې سخت زیانمن کړ. دنوموړې لیکنې نه څه دپاسه لس کاله تیرشول خووینو چې هماغه آش دۍ او هماغه کاسه ، زموږسوزیدلې شونډې اودهغې له امله دردونه ،کړاوونه  اوژړاوې .  په بلواکه واکمنۍ کې دجهاني صاحب په شان چارواکي له لوري دبیواکۍ خبره اودولسمشر څخه سرټکونه د  افغانستان دځمکنیوواقعیتونواوواکمن وضعیت سره ځکه سرنه خوري  چې خوارکۍ متفکر ولسمشر  پخپله بیواکه دۍ.  دا ددې معنی نلري چې نوموړی دخوارافغان ولس په څیرمظلوم دۍ بلکه دنوموړي  اونورو چاروواکو نه بخښونکې ګناه پدې کې ده چې دنیواک اواشغال ترسیوري لاندې اوپه هیوادکې دپردیو لښکرودشتون پرمهال دهیوادمشرۍ ته زړه خوښ کړی دۍ پدې خام خیال چې وبه کولی شي هیوادته دخدمت مصدرشي.

 پای