د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جګړه اوجګړه ماران

اېمل افغان 15.11.2016 17:05

د جګړې اوجګړه مارانو په نوم ليکنه د هغوشهيدو، افغانانو روحونو ته، د دوی د ارمانونو د پوره کېدو په لارکې د لومړۍ تحفې په ډول وړاندې کوم چې د خپل خواږه او محبوب ملک افغانستان اود خپل ګران ملت د وژل کېدو او دربدره کېدو په لارکې چې د ظالمو بهرنيانوپه ګوليو د تاريخ په اوږدوکې ترنن ورځې پورې سوري سوري شوي او خپل پاک ارمانونه يې له ځان سره تورو خاوروته وړي دي په ډېره مينه وړاندې کوم.
هغوځوانانواوقوم پرورو پښتنوته يې د لومړي زيري په توګه وړاندې کوم چې تش د سولې غوښتلو په جرم په ظالمانه او وحشيانه جېلونوکې د امريکا، پاکستان، ايران، طالب، داعش اونورو ښکرورو ملکونو د اجنټانو له خوا په رنګا رنګ ظلمونو په خپل هېوادکې ځورول کېږي اود خپل هېواد د جوړولو د ورځې د رارسېدو په هيله د هغوی هرډول وحشت، ظلم، تشدد اونارواو په وړاندې په مېړانه او زړورتيا نن مقابله کوي.
هغوخواخوږو اود قوم په درد درمنو پښتنومشرانوپه مخ کې بې د دوی له شريفانه او انسانيت پرورانه معاونيتونو اومرستو د لومړۍ ثمرې اونتيجې په دود ږدم چې د هغوی په برکت د افغانستان ملت قدم په قدم د خپل امنيت منزل ته د موخې لپاره ورنږدې کېږي.
ژوندی دې وي افغانستان، بختوراوبريالي دې وي ټول هغه افغان ځوانان چې د افغانستان له آبادۍ سره نن په خپلو زړونوکې پياوړې مينه لري اوپه دې لارکې عملاً اود زړه له کومې مرسته کوي.
د افغانستان د ابادۍ اوجګړې د ختمېدو اخترنه يوازې د افغانستان د ټولو مشرانو لپاره به د ټولو لویه خوشحالي وي اوهرورځ به د هغه په خوشاليو اومېلوکې برخه اخلي، بلکې د افغانستان ټول ملت دا اخترخپل هېوادنی اختربولي اوهرځل د هغه په لمانځلوکې بايد ټول قومونه زياته برخه واخلي.
د ننني افغانستان د ابادولو لپاره ترټولو لوړ اوعالي مقصدونه هغه څه دي چې له دې وروسته يې زموږ هرسياست مدارپه خپل ذهن کې د ملت د پرمختګ لپاره پيدا کړي چې راتلونکی ژوند اوټاکنې ورپورې اړوندې دي، چې په نتيجه کې د اسلامي ملتو، منځنۍ آسيا اوپه نتيجه کې د دنيا د امنيت او آرامۍ دوام اوټېنګېدل هم ترزياتې اندازې ورپورې اړه لري، چې دا لوړه موخه د افغانستان د خاورې ابادول اوجوړول دي چې وکولای شوپه خپله خاوره کې له دې جګړې وروسته يوه څه د صنعت اوتوليد په برخه کې پرمختګونه وکړي، چې د دې کار په کولوسره به موجګړه په سوله بدله کړې وي اوملت به مو له بې ځايه وينې تويولوڅخه ژغورلی وي.
موږ (د افغانستان ملت) اوزموږ په ګټه ملتونه اوحکومتونه سره ورونه يو، داسې ورونه چې ټول د يوه پلار اويوې مور اولاده يو اوپه زرګونه کاله په يوه کورکې د يوه نظام اويوه ملي بيرغ په سوري کې اوسېدلي يو، د نړۍ د ټولو سړو، تودو اوښو بدو سره موپه ګډه مقابله کوله اوټول داسې يولاس اومتحد وو، چې د نړۍ د لويو نه لويو قوتونو سره بېل نه کړای شولو، له يونانه سکندر راغی له ماوراءالنهر نه چنګيز، هلاکو تيمور اوروسان، امريکا اوپه وروستيوکې دوه پنځوس ملکونو خپل زورونه را سره په دې خاوره کې وازمويل، نادرافشارخپړې راسره ولګولې اوله هرې خوا د دنيا ډېرو پياوړو استعمارچيانو راودانګل مګر په نتيجه کې هغوی ټول ورک شول اوموږ چې د حق اوعدالت علمبرداران وو سره متحد او ژوندي پاتې شولو.
دلته که د افغانستان تېرتاريخ ته يونظر وکړو اوپه هغه عمل وکړو، ښکاره خبره ده چې هماغه پېښې نن يوځل بيا په دې خاوره کې د کورنيو مشرانوپه مرسته د بهرنيو له خوا په افغان ولس عملي کېږي چې هره ورځ پرته له وژنوبل څه موږ د جمهوررئيس سردار محمد داودخان له حکومت څخه راپه دېخوا په دې خاوره کې ونه ليدل.
دا ټول اوس هغه ناوړه واقعات اومرګونې پېښې دي چې بالاخره په موږکې يې هم څه نا څه کمزوري او درز راوستې اونه شوکولای چې له دې کمزوري حکومت څخه چې په سرکې يې امريکا اوانګلستان ولاړدي اود پردې پرمخ راته دوه ډاکټران ښاغلی اشرف غني اوعبدالله عبدالله ځانونه ښکاره کوي ځان خلاص کړو اوپرځای يې يوپياوړی اوملت ته د منلو وړحکومت رامنځ ته کړو.
د استعمار هغه ښاماران چې نيمايي نړۍ يې د خپل استعمار په پياوړې خوله کې ټينګه نيولې ده له ۲۰۰۲م. کال څخه راپه دې خوايې په افغانستان کې خپل حکومت تش په نامه پيل کړی چې واک اوځواک ټول نن د همدوی په ولکه کې دی اوبې ځايه ورسره افغان ولس ووژل اولا وژل کېږي، ځکه هغه پياوړي کارونه چې نن افغان حکومت ورته اړتيا لري اوغواړي چې د جګړې ټغرپه دې خاوره کې له دې وروسته د دې کارپه عملي کولو ټول کړي پرهغه دې مشرانو چندان غوږ ونه ګرولو.
په افغانستان کې که موجوده کورني او بهرني ښاماران وغواړي، چې جګړه ختمه او پرځای يې سوله حاکمه کړي فکرکوم په دوه ساعتونوکې د دې امکان شته چې په دې خاوره کې سوله راشي اوله افغانستان څخه نور د جګړې لمنه ټوله شي خو ولې په سمه توګه دغه افغان دښمنه هېوادونه داکار نه کوي اونه غواړي چې د افغانستان د حکومت پرمخالفينو پياوړې وسلې اوپيسې بندکړي، همدا علتونه دي چې له يوې خوا په افغانستان کې بېکاري زياته ده اوله بلې خوا جګړه خپل اوج ته رسېدلې ده، چې نه شوکولای په دې خاوره کې له دې وروسته يوه سالمه اداره د دې دوه ډاکټرانو په شتون کې د ملت لپاره جوړه او هغوی ته يې وړاندې کړو.