د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټرامپ سیاست ، بدلیدونکې نړۍ او اندیښنې /صفي الله عمرخیل

صفي الله عمرخیل 13.11.2016 13:35

د ټرامپ سیاست ، بدلیدونکې نړۍ او اندیښنې /صفي الله عمرخیل
اوس هماغه سړی د امریکا د ولسمشرۍ ترڅوکۍ رسیدلی چې ډیرو به ورته دلیونۍ خطاب کاوه ، د ټرامپ خبرې حرکتونه او کړه وړه داسې و چې د یوه سیاستوال له کرکټر سره نه جوړیدل د سیاست په ډګرکې دغه نوي لوبغاړي جالبې او حیرانونکې څرګندونې ددې لامل شوې چې ډیرخلک ورته د لیونۍ خطاب وکړي . ټرامپ دامریکا له نورو تیرو مشرانو او دهغوی له سیاستونو سره ژور توپیرلري، ده په خپلو کمپایني شعارونو کې د امریکا د روانو پالیسو خلاف څرګندونې کولې او ډیرې خبرې ېې ځکه پام اړونکې وې چې له امریکا یی ټولنې او یو شمیر هیوادونو سره په ټکرکې وې ، امریکاته د مسلمانانو دبندیز ، د ناراجسترشویو ګډوالو شړل ، له ایران سره داتمومي هوکړې بیا کتنه ، په چین ځینې تورونه ، له مکسیکو سره په پوله دیوال جوړول ، له سعودي نه د تیلو نه پیرل له افغانستان نه دسرتیرو وتل هغه خبرې وې چې بیلا بیل غبرګونونه لري .
دامهال چې ټرامپ د یو ځواکمن هیواد د چارو واګي ترلاسه کړی نړیواله ټولنه هم ګام پرګام د ټرام کړه وړه څاري که څه هم ټرامپ به شا وخوا دوه نیمې میاشتې وروسته عملي کار پیل کړي خو د نوموړي د کړو وړو په اړه سره له اوسه نړیوال غوږ غوږ دی .
داروپا د کمیسیون مشر جېن کلود یونکر په خپلو خبرو کې ویلي د امریکا او روپا داړیکو د خرابوالي خطر شته ، نوموړي لوګزمبورک کې زده کوونکو ته په خبرو کې وویل موږ به ټرامپ ته وښه یو چې اروپا څه ده او څنګه کار کوي؟
د یونکر له خبرو څرګندیږي چې د ټرامپ له سیاسي تګلارې څخه اروپایی ټولنه هم اندیښنه لري او غواړي په احتیاط ورسره قدم واخلي . دیموکراتان چې واک ته ورسیږي پرپوځي بودجه کې زیاتوالی راولي ، ددې لپاره چې د خپل ځوا ک پرمټ تر لاس لاندې هیوادونه په اسانه وساتي او له دغې دایرې څخه وتلي هغه پرې وویري.
چین چې دنړۍ دوهم اقتصادي ځواکمن هیواد دی او له امریکا سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري د ټرامپ له عیکنو ورته په ښه سترګه نه کتل کیږي ، ټرامپ چین د خپلو معنوي ارزښتونو غل بولي او وایی چې په دې اړه به په ملګرو ملتونو کې د چین پرضد دوسیه را پورته کړي، له بل اړخه امریکا د چین پوروړې ده، ټرامپ چې یو اقتصادي ماهیر دی غواړي د امریکا بهرنۍ پورونه راښکته کړي او د امریکا پراوږو دغه بار کم کړي خو د ټرامپ له څرګندونو اندیښنه داده هسې نه چې دغه لوی قدرتونه د یو ناسم سیاست له مخې چې ګوته به ېې ټرامپ ته نیول کیږي د یو لوی بحران دزیږیدلو لامل شي چې پرټوله نړۍ به اغیز ولري .
په همدې وخت کې روسیه د امریکا بل هغه رقیب هیواد دی چې دامهال عملا له امریکا سره په سوریه اکراین او افغانستان کې ښکیله ده ، د روسیې په اړه بیا د ټرامپ دریځ د دمعمول خلاف بدل دی اوباما چې دامهال ېې له روسې سره اړیکې خورا ترینګلې دی خو ټرامپ وایی له روسې سره به جوړ جاړی وکړي او د اختلافاتو روان بهیر به کم کړي .
انګیرنې دادي چې ټرامپ او پوتین یو له بل سره دملګرتیا تار لري ځکه په ټاکنیزو مبارزو کې یی له خبرو داسې څرګندیدله چې ټرامپ د روسې په وړاندې نرم دریځ او دغه هیواد سره دښو اړیکو جوړولو میلان لري . ممکن ټرامپ له پوتین سره داسې معامله وکړي چې افغانستان لوری او روان وضعیت روسې ته پریږدی خو په منځني ختیخ کې روان وضعیت ترخپلې ولکې لاندې راولي ښایی دابه ډیره منطقي نه وي داځکه چې امریکایانو په افغانستان کې ۱۵ کلنه پانګونه کړې او نه غواړي دغه ستراتیژیک موقعت له لاسه وکړي . خو ټرامپ باندې د هرکار شک کیدای شي داځکه چې دی په سیاست کې ځوان او جدي دی.
کله چې ټرامپ په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کې په افغانستان کې د روان حالت په اړه څرګندونې کولې نو کاملا له دې سره مخالف و چې امریکایی سرتیري دې په دغه هیواد کې پاتې او د سرمال زیان د وګالي ،همدا مهال کله چې یو شمیر افغان سرتیرو دخپل ټوپک میل پر امریکا یی سرتیرو راوګرځاو نو په ۲۰۱۳ کې ټرامپ بیخي جدي و او ویل یی پرموږ هغه څوک د خپل ټوپک میل راګرځوي کوم چې زموږ له خوا روزل شوي دی .
د ایران او سعودي په وړاندې د ټرامپ سیاست یوه بله ناندریزه تګلاره ده، ټرامپ وایی له ایران سره به داتومي هوکړه لیک مسئله بیا وڅیړي ده په خپلو ټاکنیزو شعارونو کې ویل پرایران باید دوه یا درې برابره بندیزونه ولګول شي او که دی ولسمشر شو نو دغه تړون به لغوه کړي ، همدا لامل و چې دایران دبهرنیو چارو وزیر ټرامپ ته د مبارکۍ پرمهال یادونه وکړه ، دوی هیله لري چې ټرامپ له ایران سره د اټومي هوکړه لیک شوي تړون ته وفادار پاتې شي خو دټرامپ سلاکار وایی ټرامپ به په خپلو ژمنوعمل وکړی .
سعودي عربستان سره هم د ټرامپ مناسبات د اوباما د ادارې خلاف دی ټرامپ وایی له سعودي نه به تیل ونه پیري او نه به ورسره د تیر په څیر غاړه غړۍ مخکې لاړشي، ترڅو چې د سعودي سرتیري له داعش سره په مبارزه کې عملي ونډه وانخلي او یا هم په ځینو مسائلو کې خپله تګلاره بدله نه کړي .
کله چې ټرامپ له ظاهري اړه خه مطالعه کوو وینو نوموړی بې پروا ، بې ثباته ، ګډوډ او یو مست سړی بریښي چې دیو ځیرک او هوښیار شخص باور ورباندې نه شي کیدای .
که څه هم د امریکا بهرنۍ پالیسي پخوا جوړه شوې اوکلونه پرې کار شوی خو د ټرامپ واکونو اوصلاحیتونو ته په کتوسره کولی شي ځینې بدلونونه راولي . چې له دغو بدلونو څخه ځینې ویرې او اندیښنې انګیرل کیږي .
د بیلګې په توګه که ټرامپ وغواړي د افغانستان په اړه سیاسي تګلاره بدله کړي له افغانستان څخه ټول سرتیري وباسي او دمرستو لړۍ ودروي نو دافغانستان برخلیک به څه ډول وی ؟ ښه که له اوسني حالت څه بدتر د دې معنا دانده چې د امریکایانو په وتلو سره نور هم دلته غوبل جوړ شي اوس هم دلته وحشت روان دی ممکن دغه وضعت ښه او لوبه یوطرفه شي خو داهم ممکن دی چې حالت له دې نه هم بدتر شي .
همدا ډول له چین سره د ټرامپ ټکر ممکن لوی بحران وزیږوي او ټوله نړۍ اغیزمنه کړي چې دغه حالت هم ویرونکی دی . له اسلامي نړۍ سره د ټرامپ سیاست هم داندیښنې وړ دی دا ځکه چې د ټرامپ په څرګندونو کې د مسلمانانو ضد رنګ لیدل کیږي هسې نه چې د ټرامپ له دې سیاست سره نړۍ یوې بلې جګړې ته مخه کړي .
دا هم ویلی شو چې ممکن کوم جدي ګواښ رامنځ ته نه شي او ټرامپ دامریکا له د جوړې شوې ستراتیژۍ مطابق مخ ته لاړشي خو هغه څه چې د اندیښنې وړ دی د ټرامپ لیونتوت دی چې ممکن یوځل لکه مست هاتي په مستي راشي او هرڅه ګډوډ کړي . په امریکا کې د لاریونونو یو لامل هم همدغه بې باوري دی ، پرټرامپ دا باور ستونزمن دی چې نومړی دی امریکا له روانو بحرانونو په نړۍ کې له بدلونو څخه وژغوري .
پوښتنه داده چې که چیرې ټرامپ دومره باوري شخص نه وی نو بیا ولې میلونونو امریکایانو رایه وکړه او خپل ولسمشريي غوره کړ.؟ ددې پوښتنې دځواب دادي چې ټرامپ سره دامریکا یانو نشنلستي مفکورې مرسته وکړه، ډیری امریکایانو نه غوښتل یوه میرمن ورباندې واکمنه شي په امریکا کې ۶۲ سلنه سپین پوستي امریکا یان دی که دسپین پوستو رایه د سلنې له مخې وګورو نو ۶۳ سلنه نارینه تورپوستو ټرامپ تهاو ۳۱ سلنه بیا کلینټن ته خپله رایه ورکړې .
دامعلومه نه ده چې ټرامپ به په کوم لاره منزل کوي ، خو د ټرامپ له ظاهرې مطالعې ، ویډیو ګانو ، او حرکتونو څخه داسې بریښي چې په دماغ کې ېې دکبر و او لیونتوب چنجي خطرناک چینجي لري . هسې نه چې هرڅه شرچپه روان کړي .