د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ګلمرجانیزم دوام په امریکا کښې

ډ. حمیدالله زړهءور صاپی 12.11.2016 22:36

اوس چې ډونالډ جان ټرمپ د امریکا نامتو میلیارډر او بزنسمین د ۲۰۱۶م ټولټاکڼې وګټلې ګویا که د افغان هغو سره ېې پرتله کړو ، د دنیا لمړی یا دریم متفکر به وي !! چې د ډیریو شځو او نرانو شنونکو له آنده هومره  امکان ېې نه درلود،خو امریکن ولس+کانګرس+ استخباراتو ېې یو بدلون غوښته او د ۶ میاستو دوهم پړاو نه ېې هم ځانونه خلاص کړل
مخالفه پارټۍ(ډیموکراتان) چې آغلې هیلري کلڼټن ېې د امریکا په تاریخ کښې لومړنۍ ښځینه کاندیده وه او د دنیا ۱۲۰ مملکتونو ته ېې دیپلوماټیکه سفرونه د بهرنۍ سکرټرې په حیث کړي ول او د بر سر اقتدار اوباما ساب ملاتړ هم ورسره وو او ښې برنامې ېې هم درلودې، مګر د نتایجو پایله کښې ژړه غونې  سوه او زړه نا زړه ېې وویلې چې 'پس له دې به یو ځای امریکا لپاره کار کوو او مبارکي ېې ټرمپ ته ورکړله.
 خو که اوس د هیلري د ملګرو لاریونونه دوام وکړي او یا کومه خیمه !کې په تاو-تریخوالي واوړي نو آغلې به دواړه پښې په یوه ایټالوۍ موزه کې کړي چې ؛نه ېې منم،نه ېې منم، بیا ېې هم نه منم!!!.ډونالډ ته سرمایه له پلاره پاته ده، دی خپله نیمه-لیونی دی ، د امریکا ازلي-ابدي دشمن روسانو سره د ښو اړیکو پلوی دی،زمونږ د عراق،سورېې ،لیبیا .... پالیسیو او ستراتیژیو ضد دی، د ښځو سره ښه چلند نلري، د مسلمانانو نه خوښيږي ...
او هو کې مونږ ډیموکراتان دې څوک کم نه ګڼي ، مونږ کولای شو همدا اوس امریکا په بل مخ چپه کړو!!.
که زه ټوټه ټوټه ،پارچه پارچه، کَیله کَیله هم شم له دې دعوی نه ګرځم ؛ خو یوه لحظه!.  ماته تر جنوري ۲۰مې چې ډونالډ وایټ-هوز ته ڼنوځي ،وخت راکړئ ، که بل څوک نه وو، له شاغلي کرزي به دعوت وکړو چې دا ریاست څنګ کې ماته د اِجړاييه صدارت  فیته پریکړي او بیا نو څوک چونګ هم  وءنه شي کولای!!.<د لاسونو پړکهار...