د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غــوره نــبوي أخــلاق / بخــښنه او نــرمښت

مَحْـمُود زَاهِـد القُـرَشِيِّ الأَفْغَـانِي 12.11.2016 22:34

غــوره نــبوي أخــلاق / بخــښنه او نــرمښت
عن ابی هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم:أکمَلُ المؤمنین إیماناً أحسنُهم خُلُقاً ، وخیارکم خیارکم لنساءهم (رواه احمد)
ابوهریره رضی الله عنه وويل دی ،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په مؤمنانوکې دکامل اوپوره ایمان خاوند هغه څوک دی ،چې اخلاق یې ښه وی اوپه تاسوکې غوره هغه دی ،چې دخپلوښځولپاره ښه وی.
له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي :انما بعثت لِاُتَمِّمَ مَکارم الاخلاق [ رواه البخاري په الأدب المفرد( 273 ) الألباني په "السلسلة الصحيحة" 1 / 75 ) ]
ژباړه : زه فقط د ښو اخلاقو د بشپړتيا په مقصد بشريت ته را لېږل شوی یم - نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل رسالت مقصد همدغه ښه اخلاق او نېک خویونه بللي دي
ځکه يي وکولاي سول چي هغه ورانه ویجاړه د تاوتریخوالی، کینې ، دښمنۍ ، فسق اوفساد څخه ډکه ټولنه په يوه ښه بیلګه او سمبوليک ټولني بدله کړي
یو له دغو ښو آخلاقو څخه هم بخښنه او نرمښت دي ، مسلمان پخــپل ژوند کښي بايد د زغــم نرمښت او بخښني په صفاتو ځان ښايســته کړي ، ځکه اســلامي عقــيده هــم د عــالي أخــلاقو او ښه ســلوک پر أساس او مبــدأ ولاړه ده.
الله تعالی خپل محبوب پيغمبر ته دارنــګه هدایت کوي:
﴿ فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ﴾ آل عمران( ۱۵۹)
ژبـاړه: د الله جل جلاله پـه رحـمت او عـنايت تـه د هـغوی سره نــرم چـلند کوه، او کـه تـه سـخت زړه او بـد خوی واى نـو دا خـلګ بـه سـتا څـخه لـــيرې او جـــلا شـوي واى.، نـو تــه دوى تـه عـفوه وكړه ، بخښــنه ورتـه وغواړه او پـه كارونو كښې مشـوره ورسـره وكـړه، او کـله چې د يـو کـار قصـد وكـړی بـيا پـر الله جل جلاله تـوكل وكـړه، يقـينا چې الله تـعالى توكـل كوونكي خوښــوي.
الله جــل جــلاله خــپل رسول په بخـښه أمر کړيـدي:
عَبْـدِ اللَّهِ بْنِ الـزُّبَـيْرِ رضي الله عـنه وايـي : الله تعالی دغه آيت ( خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ) (الأعراف/ 199) فقـط د انسـانانو پـه اخــلاقو کښـي را نازل کړيـدي.
او زيــاتوي الله جل جلاله خـپل نبي تـه امر کړيـدي چي د انسـانـانو پـه أخـلاقو کښي بخښه غـوره کړي ، وايي: أَمَـرَ اللهُ نَـبِيَّـهُ – صلى الله عليه وسلم – أَنْ يَـأْخُـذَ الْعَـفْوَ مِـنْ أَخْـلاَقِ النَّـاسِ. ( البخاري- الفتح 8 (4643، 4644) )
او الله جــل جــلاله تـأکید کړي چي مکافاة به يي پخــپله ورکوي او فرمايي : ﴿ وَجَزَاء سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ﴾ (الشورى: من الآية40)
يعنې : د بـدی بـدله هـماغسې بـدي ده ، خـو کـه څـوک بخښـنه وکـړي او پـه اصـلاح لاس پـورې کړي نـو د هغـه بـدله او اجـر پـر الله دي.
عفوه او بخښنه د انبیاء کرامو صفت دي:
وعن عائشة - رضي الله عنها - أنها قالت: « ما انتقم رسول الله - صلى الله عليه وسلم - لنفسه في شيء قط، إلا أن تُنتهك حُرمة الله، فيَنتقِم بها لله »[ البخاري (3296)، مسلم (4294). ]
رسـول الله صلی الله علیه وسلم هيڅـکله ځـان لـپاره د چا څخه کسات ندي آخیســتي مـګر د الله جـل جـلاله د شـریعت بي حرمتي که وشي بــیا د هغه کسـات اخـلی.
د آحـد په غزا کښي چي کله یو أعرابی مربع بن قيـظي یو مټ خاوري په لاس کښي ونيولي او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يي وويل که پوه ســم دغـه خـاوري غـير له تا بل چا ته نه رسـیږي ما به ته پر مخ ويشــتلي واي ، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیــر بي أدبي او ســپکاوي وکړ.
صحابه کرامو کوښښ وکړ چی مړ يي کړي لكن رسول الله - صلى الله عليه وسلم – په حـلم عفو او رحمت امر کړه او وئي ويل: « دعوه؛ فإنه أعمى القلب أعمى البصر » « پــريــږدي دي ړوند ســترګي ړوند زړه دي »[ زاد المـــعاد في هدي خير العــباد (3: 194)، عـيون الأثـر في فـنون المـغازي والشـمائل والســير؛ لابن سيد الناس، (2: 5). ] .
د طائف کفارو چي کله په ډبـرو و ويشت سـر مبارک ئي ور زخــمي کړ پښي مبــارکي يي ورويــني کړي خو بــيا هـم رسول الله صلی الله علیه وسلم و ويـل: « اللَّهُــمَّ اهْـدِ ثَـقِـيفــاً »
د غـرونـو ملـکه ورتـه وایيــي پـر مـا امـر وکـړه چي دغه دوه غــرونه پـر راچـپه او ونـړوم ، خــو رسـول الله صلی الله علیه وسلم فرمــايي : « بَـلْ أَرْجُـو أَنْ يُـخْـرِجَ اللهُ مِـنْ أَصْـلابِهِـمْ مَـنْ يَعْـبُدُ اللهَ وَحْـدَهُ لا يُشْــرِكُ بِهِ شَـيْئًا »( فَرَفَعْتُ رَأْسِي فَإِذَا أَنَا بِسَحَابَةٍ قَدْ أَظَلَّتْنِي، فَنَظَرْتُ فَإِذَا فِيهَا جِبْرِيلُ فَنَادَانِي فَقَالَ: إِنَّ اللهَ قَدْ سَمِعَ قَوْلَ قَوْمِكَ لَكَ وَمَا رَدُّوا عَلَيْكَ، وَقَدْ بَعَثَ إِلَيْكَ مَلَكَ الْجِبَالِ لِتَأْمُرَهُ بِمَا شِئْتَ فِيهِمْ. فَنَادَانِي مَلَكُ الْجِبَالِ، فَسَلَّمَ عَلَيَّ، ثُمَّ قَالَ: يَا مُحَمَّدُ. فَقَالَ: ذَلِكَ فِيمَا شِئْتَ، إِنْ شِئْتَ أَنْ أُطْبِقَ عَلَيْهِمُ الأَخْشَبَيْنِ». فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللهِ : «بَلْ أَرْجُو أَنْ يُخْرِجَ اللهُ مِنْ أَصْلابِهِمْ مَنْ يَعْبُدُ اللهَ وَحْدَهُ لا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا»متفق علیه )
بــلکـه أمـيد لــرم چي الله جـل جـلالـه د دوي څخـه داسـي کسـان پـيدا کــړي چـي خـاص او يـوازي د الله عـبادت کـوي او ده هـغه سـره شـريک نـه نيـسي .
عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ وايي:
« كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم يَحْكِى نَبِيًّا مِنَ الأَنْبِيَاءِ ضَرَبَهُ قَوْمُهُ فَأَدْمَوْهُ ، وَهْوَ يَمْسَحُ الدَّمَ عَنْ وَجْهِهِ ، وَيَقُولُ : « اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِقَوْمِي فَإِنَّهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ » ( أخرجه البخاري (3477) و (6929) ، ومسلم (1792).
لکه زه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګورم د يـو نـبي حکايت کوي چي خــپل قوم وهـلي او په وينو ئي لړلـي وو ، د مخ څخه يي ويـني پــاکولــي أو ويــل ئي « الــهي زمـا قوم تـه بخښه وکړي دوي نــه پــوهــيږي.
که څه هم هـغه کــفار وه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم يي هــلاک نــه غوښت ځکه ده هـغه وظيفه د بشريت سـعادت او د جهـنم څـخه خـلاصـون اونجات ورکول دي نــه هــلاکت .
کـله چي رسـول الله صـلی الله علیه وسلم مـکة المکرمة فـتح کـړل او پـه کعـبه شـریفـه کښی لمـونځ وکـړ، بـيا يې قريشو ته وويل:
« اى قـريـشو ! تـاسي څـه ګـومـان كـوئ چـي زه بـه لـه تـاسي سـره څـه وكــړم ؟ ” هـغوي ورتـه وويـل: مـونـږ ګـومـان كـوو چـي تـه زمـونـږ سـره د ښـو؛ ښـه ورور او ښـه وراره پـه تـوګه كـړنـه كـوې.
رسـول الله صـلی الله علیه وسلم ورتـه وويـل: « نو زه تاسي تـه هـغه خـبره كوم چي يوسف علـیه السـلام خـپلو وروڼـوتـه كـړې وه:
﴿ لَاتَــثْرِيبَ عَـلَـيْكُمُ الْـيَوْمَ ﴾ اذْهَـبُوا فَـأَنْتُمْ الطّــلَقَاءُ . يعني: پر تاسي هــیڅ نـيوکه او سرزنش نسته، ځئ تاسي ټول عـفو او آزاد ياست.
بخښــنه او عفو د أهــل جنتو خصلت او صفت دي :
الله جــل جــلاله پـه قـران کـښي د اهـل جنـتو صـفات او لـويـه جـزاء داسـې بـيانـوي ﴿ وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ ﴾133﴿ الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴾) ال عمران 134).
ژباړه : د الله بخښـني او لـکه مـځکه او آسمان پــراخ جـنت تــه کـوښـښ وکـړي ، کـم چي متـقـيانـو تـه مهـيأ او تـيار شـوي دي ، هـغه کسـان چې د هـوسـايـنې او تـنګسې پــه وخت کښـي خـرڅ کوي، قهـر او غـوسـه زغـمي او خلـګو تـه بخـښـنه کوي ، او الله ښه کـوونـکي خـوښـوي .
انسـانان بـايــد پـه اجتـماعي ژونـد او سـلوک کښـي لـه عـفوې ، تـېرېـدني او بخشـش او زغــم څـخه کـار واخـلي ، نـو نتـيجه بـه يـي حـتما ډيـره ښـه وي او کـه داسې و نـه شي نتــيجه بـه حــتمي يـو لـه بـل سـره عـداوت او دښــمني وي:
الله سبحانه وتعالی فرمــايی : وَلا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ) (فصلت:34)
ژباړه : ښـيګڼه او بـدي هیـڅکله يـو ډول نـه دي . تـه د بدۍ پــه مـقابل کښي ښـېګڼه وکـړه هـغه چـي ډيـر ښـه وي ، تـه بـه وګــورې هــغه څـوک چـې له تـاسې سره دښـمني لـري هــغه بـه مــو ټيــنګ او خـواخـوږی دوسـت ګـرځــېدلی وي .
او فرمايي : وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ) (فصلت:35)
ژباړه : او نــه رســيږي دغـه (مقـام ) تـه غــير لــه هـغو کسـانو چـې زغــم يې کـړي وي ، او نــه رســيږي پـرتـه لـه هــغو کــسانو چـې (د ښـو اخــلاقـو څـخه ) ســتره بـرخه ولــري .
کــه غـواړي دغـه مقـام تـر لاسـه کـړي نـو پـه حضرت محـمد صـلی الله علـیه وسـلم پسي اقتـداء وکــړي ، کــه غـواړي چـي ســعادت اونــیکبختي مو نـصيب شي بخښـنه وکــړي ، ورور ورور تــه خـور تــه ، دوسـت دوسـت تـه او.....د مهــرباني لاســونـه اوږده کــړي خــوابــدي نفرت بغض او کيــنه حســد فســق او فســاد پــريږدي او د ﴿ لَا إِلــهَ إِلَّا اللهُ مُحَمَّدٌ رَسُـولُ اللهِ ﴾ تـــر چــتر لانــدي ژونــد غــوره او اختــيارکــړي.
و الســلام علی من اتــبع الهــدی
مَحْـمُود زَاهِـد القُـرَشِيِّ الأَفْغَـانِي ـــــ أبوظـبي الإمارات العربية المتحدة