د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

  پښتون د پنجابي استعمار، او د شمالي اتحاد تر منځه

صاحبزاده مشرقي وال 09.11.2016 01:31

پښتون د پنجابي استعمار، او د شمالي اتحاد تر منځه
        (لیکوال:صاحبزاده مشرقي وال)
نړیوال غواړي چې پښتنو نه د اوسنيو کوردانو قبیله جوړه کړي. هغه کوردان چې د صلاح الدین ایوبي په شان اتلان په کې وو. نړیوال کفر وکړای شو چې کردان په پنځو ټوټو تقسیم کړي چی څلور ټوټې یې د عراق،سوریې،ترکې او د ایران تر قبضې لاندې شوې او یوه یې هم د آزاد کردستان په نوم  د غرب په خدمت کې ده چې نن د بیشمرګه او پي کې کې PKK یا تنظیم العمال په نوم د اسلام پر خلاف د غرب د اهدافو لپاره جنګیږي. همدغه رنګ هغه پښتانه افغانان چې دوه ځلې یې هندوستان فتح کړی او د فتوحاتو تاریخ یې د ایران او منځنۍ آسیا پورې رسیدلی وو، برطانوي استعمار دوه ټوټې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې تقسیم کړل او د نورو ټوټې کولو لپاره یې اوس د  پاکستان  پنجابي فوځ د افغانستان د شمالي اتحاد خائنین ګمارلي تر څو د پښتنو افغانانو نسل کشۍ ته ادامه ورکړي خو په دغه هدف کې ورسره د ایران،تاجکستان،ازبکستان او د روس او چین په شان قوتونو هم ملګري دي خو له بده مرغه پښتون افغان د خپلې سادګۍ او بې اتفاقۍ په وجه هم د دښمن په شکل کې او هم د ذکر شوو دښمنانو سره د دوستۍ په شکل کې وژل کیږي.
په کندز کې تازه د ملکي خلکو په کورونو د امریکایانو اوسنۍ بمباري کومه اوله پیښه نه ده چې دوی ورته د تیروتنې نوم ورکړی.د دې نه مخکې هم د افغانستان په شمال او جنوب او شرق و غرب کې په ملکي وګړو،ودونو،جنازو او قومي غونډو بمبارۍ وشوې او په کوزه پښتونخوا او قبایلو کې هم دغسې بمبارۍ او اجتماعي وژنې ترسره شوي خو سوال دا دی چې دا تیروتنې د تاجک، ازبک او پنجابي په کورونو ولې نه کیږي.؟ آیا دا عقل مني چې په سلګونو وارې دې د پښتنو په کلو او بانډو او غونډو مسلسل د خطا بمبارونه کیږي.هیڅکله هم نه. د پښتنو دغه اجتماعي مسلسل وژنه، دغه وحشت او بربریت او د پښتنو دغه نسل کشي قصدا او عمدا د یوه طرح شوي پلان لاندې کیږي او پنجابیان او شمالیان له پښتون وژنې او زورونې خوندونه اخلي.
په تیره یوې نیمې لسیزې کې مونږ د افغانستان په محبسونو کې د ستمي شمالي اتحاد اودپاکستان کی دپنجابي استعمار د بربریت شاهدان یو چې عام پښتانه افغانستان اوپاکستان دواړو کې په حقیقت کې د پښتونولۍ  په جرم د طالب او ترهګر په نوم زورول کیږي او د امریکایانو سره د باګرام ،کندهار او ګوانتانامو په زندانونو کې د تاجکو او ازبکو ترجمانانو اوپه پاکستان کی دبیغیرتو کوزنیو تش په نوم پښتنوترجمانانو او پخپله پښتنوکرنیلانو د تعصب او عمدا غلطې ترجمانۍ په وجه پښتانه هدف کیږي او د امریکایانو سره د خام کله شمالیانو ترجمانانو او جاسوسانو د تعصب او کینې له آمله د عامو پښتنو کلي،ودونه،قومي غونډې او جنازې بمباریږي او فقط پښتانه ورته هدف کیږي.
د شمالیانو د ستمي تعصب علامې خو د ستمي مسعود له روسانو سره پټ سازش، او په یو کمونیزم کې د خلق او پرچم د ګوندونو جوړیدل ،او بیا د ستمي مسعود له ستمي پرچمیانو سره د جبل سراج اتحاد، او په کابل ننوتل، او د حکمتیار له صحنې نه ویستل روښانه دي خو د طالبانو د سقوط نه مخکې د ستمي مسعود د اروپا سفر کول، او د ناټو او امریکایانو رابلل، د شمالیانو له قبرونو نه زاړه مړي راویستل، او د پښتنو په مړو او ژوندیو مشرانو ښکاره ملنډې وهل، د ګلمرجان لخوا د انتخاباتو نه منل ،او د امریکا په لاس دوه سری حکومت جوړول، له حکمتیار سره د مذاکراتو مخالفت او د مذاکراتو شرایط اوس نه عملي کول، او په ټوله کې پاکستان ته د شمالی اتحاد دلیډرانوپټ اوخکاره سفرونه او ملاقاتونه کول ،او د پښتنو په ټکولو او د پاکستان په نه مخالفت اتفاق کول، او د ډیورینډ کرښې باندې خاموش پاتې کیدل او د پښتنو د موقف نه شاته کیدل او د شمالیانو په تلویزوني شبکو کې په ښکاره د ډیورینډ د کرښې په مخالفت ملنډې وهل او د پښتنو له زوریدو خوند اخستل ټول هغه دلایل دي چې نور استدلال ته ضرورت نه لري او د پښتنو په سر تپل شوي د شرق او غرب جاسوسان باید په دې پوه شي چې نور د پښتنو د صبر پیمانه لبریزه شوې او نور باید چې پښتانه د پنجابي او شمالي اتحاد د ژرندې د پلونو تر منځ دل نه شي.
دا سمه ده چې پښتانه د خپلې بې اتفاقۍ او سادګۍ په اسلحه وژل کیږي خو دا هم یو حقیقت دی چې که متعصب شمالیان چې د افغانستان اقلیت دي د افغانستان د اصلي وګړو حقوق له پښو لاندې کول او د پښتنو زورول بند نه کړي نو د غریبو او بې چاره پښتنو یو داسې سیلاب او بهیر به میدان ته راووزي چې بیا به یې د شرق او غرب او د پنجاب او ایران غلامان بچ نه کړي ولو که دغه غلامان په پښتو ژبه خبرې ولې ونه کړي.
          لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دی
          چا چې مونږ سره وهلی سر په سنګ دی
          لا په خوب کې په لړزه پریوزي له کټه
          چې د چا تر غوږو زما د تورې شرنګ دی