د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روسانو په افغانستان کی د د پانګونی لیوالتیا وښوده

انجنیر سید احمد شاه سادات 28.10.2016 20:30

روسانو په افغانستان کی د مخابراتواو معلوماتی تکنالوژی په سکتور کی ددوی د خصوصی شرکتونو له اړخه لیوالتیا وشوده.

نن ورځ د تونس په شهر کی د روسی د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی له مرستیال وزیر رشید اسماعیلوف سره مو یوه کامیابه جلسه درلوده.

په دغه جلسه کی چه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی او د روسی د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی تر منځ د همکاریو پر بنسټ دایره شوه په لاندی ټکو موافقه وشوه:

۱ د افغانستان د دولت په خاص ډول د مخابراتو د وزارت او د روسی د مخابراتو د وزارت تر منڅ به یوه رسمی تفاهمنامه امضا ته اماده او امضا کیژی.

دغه تفاهمنامه به لاندی برخو ته د همکاریو ضمینه برابره کړي.

۱ د مخابرابراتو په برخه کی به روسان د دوی د مخابراتو په ټولو ۴ پوهنتونو کی د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی د انستیتوت محصلینو ته د زده کړی ضمینه ور برابره او سکالرشیپونه ور اماده کړي.

۲ د روسانو د مخابراتو د تخقیق او څیړنی په مرکز کی به افغانی محصلینو ته د اضافه مطالعی او څیړنی سکالرشیپونه ور برابر کړي.

۳ د روسانو د مخابراتو د ۴ پوهنتونونو کدرونه به د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی د انستیتوت استادانو او کدرونو ته د تبادله د افکارو او تجاربو زمینه ور برابره کړي.

۴ روسان چه په نړي کی د تخنیک له اړخه مخکښ مقام لري د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی د وزارت سره د الکترونیکی حکومتداري او او د سایبر سکیوریټی په برخه کی همکاري وکړي.

۵ روسان به د افغانستان د مخابراتو په برخه کی د ډیجیټل افغانستان د جوړیدلو په برخه کی پوره همکاري وکړي او د خپل هیواد خصوصی شرکتونه به په دغه برخه کی وهڅوي.

۴ روسان به د خپل هیواد د مخابراتو ستر معتبر شرکتونه دی ته وهڅوی چه په افغانستان کی د مخابراتو په سکتور کی پانګونه وکړي.

۵ روسانو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی له وزارت څخه وغوښتل چه ددوی د هیواد مخابراتی شرکتونو ته په افغانستان کی د پانګه اچونی زمینه وربرابر کړي.

 ۶ د دغه تفاهمنامی د ډرافت کولو او نهایی کولو لپاره به یو لوړ پوړی د مخابراتو پلاوی د روسانو په دعوت ماسکو ته ولاړ شی او همدا راز به یو پلاوی د روسانو د مخابراتو د وزارت څخه کابل ته سفر ولري.

مونژ هڅه کوو چه د روسانو، امریکایانو، چینایانو، ایرانیانو، هندوستانیانو او همدا راز د نورو هیوادونو په مرسته چه غواړی په افغانستان کی د مخابراتو په سکتور کی پانګونه وکړي او یا غواړی چه همکاری وکړي ورته لبیک وایو او کوښښ کوو چه د خپلو مخابراتی کدرونو ظرفیت لوړ، د مخابراتو خدمات بهتر، قیمتونه ښکته او مخابراتی خدمات مو مسُون او په بهتره تکنالوژی مجهز وي.  

د پرمختللی تکنالوژی سمبال او ډیجیټل افغانستان په لور خپلو هڅو ته دوام ورکوو.

والسلام

انجنیر سید احمد شاه سادات

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی تخنیکی او مسلکی مرستیال وزیر