د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امنیت به څنګه راځي؟

ع، ابراهيمي 28.10.2016 20:28

امنیت چې د هر پرمختګ، بنسټيزې رغونې، اقتصادي پراختيا، سولې،ٍ ثبات او ښېرازۍ سبب کېږي راوستل يې په ټولو په ځانګړي ډول د امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونو دنده او مسوولیت دی، او هله کېدای شي چې دې ستر ارمان ته ورسېږو چې امنيتي سکتور د فساد څخه په بشپړ ډول پاک وي.

ولې په تاسف باید وویل شي، چې زموږ په هېواد کې امنيتي سکتور تر نورو زیات په فساد کې ښکیل او سرچينه هم د لومړيو مسوولينو اخلي، په مرکز کابل کې د اړونده ادارو مسوولين په لوکسو دفاترو ننوتي، چې اړيکه نیول ورسره ډېر سخت دی او حتی ناممکن دي چې د محلي ادارو چارواکي ورته غږ ورسوي.

په زونونو کې د قول اردو، په ولایاتونو کې د امنیه، لوا او کنډک قومندانان، د امنیت او ارکانو رئیسان بيا د پاچاهۍ ژوند کوی، د دولتي امکاناتو څخه په شخصي کارونو کې ګټه پورته کوي او نه هم څوک شته چې لدوی د دې پوښتنه وکړي.

په امنيتي سکتور کې يو شمېر نورو ستونزو ته په لاندې ډول اشاره کوم.

په پيژنتونونو کې شته ستونزې: کله چې سرتيري په پيژنتونونو کې څوک و نه پيژني هغه بيا د هېواد ناامنه او ليرې ځايونوته د وظيفې د اجراء لپاره ورکول کېږي، خو که څوک يې پيژندګلوی پيدا شي بيا يې هغه ځای ته د وظيفې اجراا لپاره ورکوي، چې له هېڅ راز ستونزو سره مخ نه شي.

ټول پيژندوالان د قانون څخه ځانونه لوړ بولي، د ولایاتونو او ولسواليو قومندانۍ، د ښار حوزې او سمتونه خپل قیمتونه لري، د وړ اشخاصو پر ځای هغه څوک مقررېږي چې شينې ډالرې ورکړي.

په لوژستيکي برخه کې شته ستونزې: په ډیری ځايونو کې د امنيتي ځواکونو خوراکي مواد يا تاريخ تيري وي او يا هم بې کيفيته وي، مګر د قرارداد پاڼې يا شرط پاڼې سره سم بايد يو قراردادي تازه او منظم خوراکي توکي سرتيرو ته ورکړي، پدغه برخه کې فساد ترلوړې کچې رسېدلی اوياويلی شو د امنيتي ځواکونو لوژستيکي برخه په يوې مافيا بدله شوې.

د امنيتي ځواکونو ترمنځ د نه همغږۍ شتون: که امنيتي ځواکونه هرڅومره په همغږۍ ټينګار کوي همدومره موږ د امنيتي پېښو شاهدان يو، د دوی تر منځ همغږي او همکاري يوازې د موبایل په لیکو پورې تړلي، کشفي حالت يې صفر او یوازې په راپورونو، نمايشي ناستو، غونډو، سفرونو او جلسو د ولس په سترګو کې خاورې شيندي.

د دې ستونزو ترڅنګ بايد يادونه وکړم، چې ځيني چارواکي د هېواد او دندې پرځای هغه چاته ډېر وفاداره وي، چې دوی يې تردې ځايه رسولی، د هېواد د ګټو پرځای قومي، ژبني او سمتي ګټو پسې ګرځي.

ځيني امنيتي او کشفي ارګانونوچاروکي خو دهغه ځای تګ ته ډېر ليواله وي، چې پیسې پکې ډېر وي يعنې هغه ځای ګمرک ولري، پانګوال پکي وي او داسې ځای وي، چې د چاسترګې پرې نه لګېږي، خو پیسې راټولې کړي، زموږ د يو شمېر پانګوالو د سر او مال ته متوجه زیان هم د همدغه ارګانونو د ځينومسوولينو له وجهې دی.

دا پورته یو شمېر ستونزې وي چې په لنډه توګه ترې يادونه وشوه، که پدې برخه کې په شته فساد خبرې وشي ساعتونه او حتی ورځې وخت ته اړتيا ده.

د همدې فساد له کبله زموږ ډېري هېوادوال سحرايي محاکمو او د دولت مخالفينو ته پناه وړي، کوم څه چې د دولت پرستيژ ته لوی زیان رسوي.

ولسمشره! تاسو ژمنه کړې وه چې هر مسوول به لومړی امتحان کوم او بیا به یې په دنده ګمارم، مګر اوس ګورو چې پدې ستر ارګان کې فساد تر پخوا ډېر شوی، پدې هم موافقه کوم چې د امنيت په راوستو کې هر افغان او هېوادوال دنده لري خو دا هم باید له یاده ونه باسو چې تر ټولو ستر مسووليت د امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونو تر څنګ تاسو لرئ ځکه چې تاسو د مسلحو قواوو سر اعلی قوماندان یاست

د دې لپاره چې په یاد ارګان کې د فساد ژورې رېښي له منځه یوړل شي هیله ده ژر تر ژره لاس په کار شي او د ډاډمن امنیت په راوستو کې د ولس زړونه لاسته راوړئ.