د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له لغمان نه خبريې؟

ګل احمد 27.10.2016 15:08

که دلغمان يې نو حتمې خبر يې  او که دهېواد له کوم بل ولایت  نو دلته ددغې سمسورې سیمې دوروستیو  پرمختګونو  په اړه یوڅوکرښې ولوله:

 لغمان د هيواد په ختيځ کې پروت دی؛ لاهم په ډېرو برخوکې د مرکزي حکومت له پامه غورځول کېږي.  سره له دې چې لغمان د کابل دروازه ګڼل کېږي؛ خو بيا هم د حکومت د بې غورۍ له امله يې ورته حقوق  پر وخت نه رسېږي. د بهرنيانو له دومره پیسو، مرستو او کومکونو سره سره چې د هيواد ډېرې برخې پرې ابادې شوې؛ خو لا هم له لغمان سره پکې د مور ميرې سلوک شوی دی. که لغمان ولايت ته عبدالجبار نعيمي د والي په صفت نه وای راغلی لا به هم لغمان لکه د چپ لاس جېب له هر څه بې برخې وای.

دا يو نيم کال کېږي چې د انکشاف او بیا رغونې له مخې د لغمان ولايت تصوير بېخي بدل ښکاري. دا هر څه د ولايتي ادارې او د ولسي ملاتړ له برکته دي. ولسونه په ډېر شوق او مینې له خپلې ادارې سره په ګډه او همغږۍ کار کوي. د ولايت ادارې او  ولسې همغږۍ له برکته ده چې لغمان د انکشاف او بيارغونې له پلوه له يوې ورځې بلې ته پرمختګ کوي.  

په لغمان کې داسې پروژې موجودې وې چې پخوا پرې کار پيل شوی وو؛ خو د فساد له مخې يې کار په ټپه ولاړ و. اوس د هماغو پرژو کارونه په شفاف او راڼه ډول له کوم فساد او ځنډ پرته ښه روان دي. تاسو د لغمان ولايت عامه روغتون وګورئ چې کار يې د فساد له مخې په ټپه ولاړ و؛ خو اوس يې د رغونې چارې پنځوس سلنه پرمخ تللي دي. داسې ادارې مو درلودې چې د اداري کار لپاره يې خونې نه درلودې؛ خو په دې يو نیم کال کې له اتيا سلنو زياتې ادارې خونې جوړې شوې او پر ډېرو يې لا کار روان دی.  

دلته زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې خپلې زده کړې کولې. په باران کې به د ښوونځيو هيڅ څرک نه لګېده. نه به ښوونکې و او نه زده کوونکی؛ خو اوس د اتيا سلنه ښوونځيو لپاره درسي خونې ورغول شوې. د پنځوس سلنه ښوونځيو لپاره احاطې جوړې شوې.  د ښوونځيو زده کوونکي اوس له کومې ستونزې، وېرې او تهديد پرته په ارامه فضا کې او له مصون ذهينت سره خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

د ولس د هوساينې په موخه د طبعي افاتو د کمښت او ګراف ټيټونې په موخه ډېر رغنيز کارونه تر سره شوي دي. په لغمان کې داسې سيندونه شته چې د اوبو د مستۍ په موسم کې ډېره کرنيزه ځمکه او د اوسېدو کورونه له ځانه سره وړي. د دغو سيندونو د مهارولو او د افاتو د مخنيوي په موخه د کليو، کورونو او کرنيزې ځمکې د ژغورنې په موخه دفاعي دېوالونه جوړ شوي دي.

د ښار په منځ کې سړکونه خام وو. که پاخه شوي هم و نو داسې کندې په کې جوړې وې چې د موټرو لپاره لويې ستونز وې. له ښاره وتي سړکونه د تګ راتګ لپاره ډېر مناسب نه وو. د بادپښ ولسوالۍ ته دغځیدلی سړک چارې قرار داد ته ورکړل شوي. له مرکز څخه الينګار ولسوالۍ ته غزېدلی دوه يم سړک ورغول شو. پر لويو لارو او سيندونو پلونه ورغول شول. مهترلام زيارت ته غزېدلی سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شو چې اوس ډلې ډلې خلک اوسياحين ياد زيارت ته تګ راتګ کوي.په مهترلام ښار کې دحلقوي سړک پراخېدو ته جدي تصمیم نیول شوي چې ژربه يې عملي بڼه وویم کوم  چې اوس د موټرو د ازدحام له مخې پکې په سختۍ او ستونزو سره موټر او  ولسونه تګ راتګ کوي.  

پر دې ټولو سربېره د ولس لپاره د تفريح او سياحت زمينه هم برابره شوه. د مهترلام زيارت چې د نړېدو په حال کې و اوس بېرته په خپل پخواني شکل جوړ او ورغول شو. په مهترلام ښار کې پرته تاريخي کلا چې د خپل قدامت له مخې تاريخي ازرښت لري د بيارغونې چارې يې ښې پرمخ روانې دي. د ادب او فرهنګ مينه والو او دلغمان د اصلي نوم ساتنې په موخه د يو لوی کتابتون د رغونې چارې پر مخ روانې دي.  

ولايتي اداره دا هر څه د ولس د خير ښېګڼې او هوساينې په موخه کوي؛ خو يو څوک شته چې دا ټول پرمختګونه نه شي زغملی. يو څوک شته چې زموږ ملی تاسيسات له منځه وړي او موږ وژني. موږ بايد د دوی په مقابل کې چوپ پاتې نه شو. دوی پرې نه ږدو چې زموږ ملي تاسيسات( پلونه، سړکونه، روغتيايي مرکزونه او ښوونځي) له منځه يوسي. موږ د افغانستان د پرمخنګ فکر کوو.