د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهرې څیړۍ لاندې یویوټانک

محمدعیان«عیان» 27.10.2016 14:59

جمال خان راته کړل(ویل یې):
دکیوبا دهیواددغه ځلمی مونډی(غونډمنډـ کلوله) شان ژورنالیست چې به دکنفرانس په کومه ګوښه غوندې کې را سره مخامخ شونوپه انګلیسئ ژبه به یې راته داخبره تکراروله چې: «دهرې څیړۍ لاندې یو،یوټانک»اوبیابه ښه مسکی شوپسې.
کنفرانس په نوي ډیلي(هند)کې جوړشوی واودهندوستان د سولې اوپیوستون دمشرنوموتي سیاست وال«رامش چندرا» په بلنه زمونږدهیوادهیأت په کې دګډون دپاره وربلل شوی و چې زه هم ددې هیأت غړی وم.
دهند دسولې اوپیوستون دسازمان له خواهغه هیوادته نړۍ وال سازمانونه وربلل شوي ووچې دسولې اوپیوستون په اړه خپل نظراوعقیده څرګنده اوملاتړیې وکړي.داهغه وخت وچې روسانونوی زمونږهیوادنیولی ؤ.هغوی د۱۳۵۸کال دورغمي دمیاشتې په شپږمه افغانستان اشغال کړی ؤاومونږدهمدې کال دکب(حوت)دمیاشتې په وروستیوورځوکې ددغې کنفرانس دپاره هندته تللي وو.
*****
جمال خان خپله خبره پسې وغزوله اووې ویل: یره یاره کنفرانس خوښه په درزکې روان وچې په دې وخت کې زما تشناب ته اړتیا پیداشوه. ځکه چې دهنددلومړي پسرلي په ګرمۍ کې موډیرچایونه اوډیرې اوبه ګانې څښلې وې اود تپرې(تفریح)تروخته مې صبرنه شوکولای نودتشناب په لور وخوځیدم.دتشومیتیازودضرورت درفعه کولونه وروسته مې کتل چې تشناب ته یوبل افغان هم راننوت. ماچې لاسونه ووینځل نوبیرته له تشنابه دراوتوپه حال کې وم چې دغه افغان اپلودیپلووکتل اوپه ماپسې سم بیرته راووتو.اریان (حیران)شوم چې داځوان خونه کمود ته ورننوتواونه دتشو میتیازودچړولوځای ته ودریدواودادی بیرته په ماپسې را روان دی.شک راته پیداشو، خوزه مخامخ هال ته لاړم اوپه خپله چوکۍ کیناستم. چې ده ته مې کتل نودی هم بیرته په پخواني ځای کیناستلی ؤ.
سوال راته پیداشوچې داسړی خو تشناب ته تللی واوبیا بیرته بې دکوم ضرورت درفعه کولونه ولې دومره زر راستون شو؟ زړه کې مې وویل ته ودریږه تجربه یې کړم. ناڅاپه بیاراجګ شوم اودتشناب په لورمې مخه کړه. ګورم چې دغه هراتی افغان راپسې په یوترپ کې بیاراورسیدو. اوس پې سم پوه شوم چې دهیأت له خواورته وظیفه ورکړ شوې ده چې جمال خان ته ګوره چې څه کوي، دچا سره ګوري اودکنفررانس دګډونکونکوسره څه څه وایي؟ دادنده خو دې قاچاقبرته ورکړای شوې وه، لیکین دی لکه دنورو انډیوا لانوپه شان یې په سیاسي چلونونه پوهیدوچې ما څنګه تعقیب کړي.ځکه چې دی نوی دغې خواته ورجذب شوی ؤ.
دغه ځوانکی راته لامخکې له مخکې یوښه پوخ قاچاقبر مالومیدو. ځکه راته قاچاق وړونکی ښکاریدوچې له خبرونه یې داسې پوه شوم چې ویل یې تجارت کوي، خود سوداګرۍ دمال په باره کې یې هیڅ نه ویل چې دڅه شي سوداګردی. دلته په ډیلي کې اوسیږي چې اوس اوس یې دواکمن ګوند د هغه اړخ سره ځان سینجاق کړی چې روسانود برچې په زورواک ته رسولی دی.هیوادته دروسانودراتګ نه وروسته دغه ډول ډیرقاچا قبران،پانګه وال،غله،چالاکان، چټا قان، مخمخیان(چپړوسان)،اخوانیان،دپړه ماران اودچرګ دلکۍ په شان هرې خواته کږیدونکي پیداوارو(انسانانو)په یاد اړخ پورې دځان ساتلودپاره ځانونه ونښلول اوپه ښوښوچوکیوهم ولګیدل.حتاّهغوی چې دیاداړخ سره یې دمبارزې ټوپک په ځمکه ایښودلی و،اوخپلې ګوندي اړیکې یې ورسره لا د انقلاب نه مخکې پریکړې وې،اوس یې ددوی په وندرکې بیا سرورننویستواومونږته یې داصولي انقلابینوټټرډباوه.
*****
دکنفرانس نه په یوه وزګاروخت کې دهنددکارګرانود اتحادیې رییس راغی اوزمونږنه یې وغوښتل چې دهیأت مشردې دهندکارګرانوته ویناوکړي.مونږخوپه دې خوښ شو، لیکین مشرترې تپوس وکړچې په کومه ژبه به خپله بیانیه ور کوم؟
دکارګرانوداتحادیې رییس ورته وویل چې ته به په پښتو خبرې کوې اوپه مونږکې داسې کسان شته چې پښتانه دي نو ستاوینابه په اردوژبه کارګرانوته ترجمه کوي.
دافغانستان دهیأت مشرچې مورنۍ ژبه یې پښتووه اوپه خپله هم په دې ژبه سم غږیدو، نو«نه دې وړي نه دې راوړي»په دې خبره یې شخوندوواهه چې: «بسیاربدشد، چقه بدشد، بایدبه فارسي سخنرانی میکردم».
همداخوددوی داړخ دمشر، ټولوغړواودروسي خوږانو پریکړه وه چې په لومړي سرکې بایدپښتوژبه او خلقیان له منځه لاړشي نوبیابه وروسته افغانستان دشوروي جمهور یتونوپه کتارورګډوو.
*****
دهیأت مشراوغړي یې زمانه پټ دکارګرانواتحادیې ته ورغلي وونوپوه نه شوم چې هغه به په کومه ژبه ویناکړې وي. هغوی ټول په همدغه بل اړخ پورې تړلي وواوماته یې دهیڅ شي حال نه وایه. دحال دنه ویلوپالیسي په ټول افغانستان کې هم ددغه اړخ دغړو ورځنی سبق ؤ.
*****
بله خبره داوه چې دکنفرانس دپاره زمونږدهیأت وینا د فارسي نه انګلیسي ته ژباړل شوې وه اواوس دوی دلته په فرانسوي ترجمه کړې وه. رامش چندراورته وویل چې دلته په هندکې څوک په فرانسوي نه پوهیږي نوتاسوخپله وینا په انګلیسي واوروئ!
دهیأت مشرورته وویل چې په مونږکې داسې څوک نه شته چې په انګلیسي یې ولوستلای شي. رامش ورته وخندل، ولې داجمال خوپه انګلیسي پوهیږي، دی به یې ولولي.مشرخوخړ شولیکین دهغه په ځواب کې یې وویل چې جمال خان په بل هیوادکې مقررشوی دی نوځکه نه غواړوچې دی یې ولولي.
رامش په ډیره حیرانتیاورته وویل چې په بل ځای کې مقرردی نومقرردې وي، اوس خوستاسودهیأت غړی دی. دی کولای شي چې بیانیه ورکړي، خوپه مشربه داخبره چا منلی وای؟
*****
رامش چندراجمال خان پیژندوچې دواکمن ګونددبل اړخ غړی دی. دوی ان دکابل دسولې اوپیوستون په یوه کنفرانس کې لا بلد شوي وو.بلاخره زمونږدهیأت ویناڅه لړوپتوپه فرانسوي اوفارسي کنفرانس ته واورول شوه.
جمال خان خپله خبره پسې وغزوله: دهیأت دمشرد مشاعرې په وخت کې هم لینګي لړزیدل اودشعرویلواجازه یې رانه کړه.اوداځکه چې دلته به هندیان ماوپیژني چې دبل اړخ غړی دی نوددوی داړخ دتلې پله به سپکه شي.دوی ټول د ایرس(حرص)په سمندرکې لاهووواوپیکریې کاوه چې«میم زورما، هرڅه زمونږ».
*****
زه پوه شوم چې دهیڅ شي حال راته نه وایي اولاتعقیبوي مې هم، نوددوی سره دتیروخت داوږدې مبارزې دتجربې له مخې مې تصمیم ونیوچې باید لږځان وخوځوم.
لومړی مې وغوښتل چې دهندي کشمیردپښتنودمشرثناالله یوسفزي سره وګورم اوله هغه نه وغواړم چې دافغانستان د اوسني حالت په اړه په یوه مستعارنوم مقاله ولیکو.متأسفانه هغه یواځې یوځل کنفرانس ته راښکاره شواوبیامې ونه لیدو. په دغه لیدنه کې یې هم راسره ډیره سړه وضعه وکړه. حق یې درلودوچې سړه وضعه یې راسره کړې وای.ځکه هغه پیکرکاوه چې ټول هیأت اوزه هم دهمدغې روسي پلوه اړخ غړی یم.نوموړی مې یوځل په یوبل کنفرانس کې چې دکابل پوهنتون په کتابتون کې جوړشوی و، لیدلای و، خوزه یې دومره پوره نه پیژندم.
*****
په دې دډیلي په کنفرانس کې چې دده په بیالیدوبریالی نه شوم نودکیوبادژورنالیست سره مې تماس ونیو.هغه مې څو ځله په کابل کې لیدلی واوزمادفترته هم راغلی ؤ.
دهغه نه مې وغوښتل چې دافغانستان دنننۍ وضعې په باره کې یوه مقاله ولیکواوپه هندي نشراتوکې یې خپره کړو. ده راته وویل چې دشوروي اتحاداوکیوباداړیکوله کبله داکارنه شم کولای، خو...
ماپه خبره کې ورودنګل چې په خپل نامه نه؛بلکې دیوهندي سړي په نوم مثلاً د«مونا» په نامه. ده وخندل اوبیایې خپلې خبرې پسې اوږدې کړې: خوزه دومره کولای شم چې ته هرڅه راته وایې، هغه که دروسانوپه هکله وي اوکه دهغوی په زوردواکمن شوي اړخ په اړه وي،نن نه؛بلکې سباماښام به یې دکیوبادانقلاب مشر«فیډل کاسترو» ته ورسوم.څه چې ته وایې هغه به ټول ټکي په ټکي سبا شپه دکاستروپه میزپراته وي.داخبره مې هم خوښه شوه اوومې منله،خودمقالې په باره کې پوه نه شوم چې په کوم مستعارنامه به یې خپره کړې وي که نه؟
*****
دامریکا غږرادیویوژورنالیست چې «براون»نومیدواود سیمې(هند،پاکستان،افغانستان اونورو هیوادونو)خبرونه او راپورونه یې دغې رادیوته ورلیږل، دهغه سره مې هم په دې کنفرانس کې وکتل. نوموړي ډیره علاقه لرله چې یوساعت دوه ورسره کینم اودوضعې په هکله ورته وغږیږم، خودیوه امریکني په خوله مې دغه خبرې چې زماپه زړه کې وې، نه پیرزوکیدلې چې نړۍ ته خپرې شي نوځان به مې ترې تیر و بیرکاوه.
داژورنالیست یووخت په جلال ابادکې دجمعې مبارکې په ورځ دمانځه په وخت کې جومات ته ننوتلی اوخبروته یې غوږنیولی ؤ.کله چې پې مسوول کسان خبرشوي ووچې یو بهرنی جومات ته ورننوتلی دی نوبندي کړی یې واوددوو عسکروسره یې کابل ته رالیږلی ؤ.
په کابل کې یې دعسکرونه غوښتنه کړې وه چې یوځل یې دجمال دفتر(باخترآژانس)ته بوځي.مااوده په کابل کې څوځله دژورنالیستانوپه کنفرانسونوکې لیدلي ووچې په دغو کنفرانسونوکې ماجمال دژورنالیستانوتنظیم اولارښوونه کوله.
زمادفترته چې راورسیدونوږیره یې لږه ببره شوې وه اوڅه ناڅه ستړی مالومیدو.چای مې ورته راوړاوډاډمې ورکړچې همدااوس به دې خلاص کړم.میستربراون دایادونه هم وکړه چې «تره کي» په هغه ورځ دژورنالیستانوپه کنفرانس کې وویل چې زمونږدهیوادپه هرځای کې ګرځیدلای شئ اوخپلو اژانسونو، رادیوګانواوخپرونوته یې خبرونه اوراپورونه لیږلای شئ نوزه ځکه جومات ته ورننوتم.
دبراون دپاره مې دکورنیوچارودوزارت اړونده چارواکوته تلیفون وکړاوهغه مې خلاص کړچې بیا بیله عسکرونه خپل هوټل ته لاړو.
*****
بلاخره دکیوبادژورنالیست سره دهغه کورته ورغلم اوده راته دچای ترڅنګ دثبتولو ټایپ هم په جوته چالان کړ.
یره خدای مې دې غاړه نه بندوي،څه چې مې په زړه کې ووهغه ټول مې ښایسته ښه په جاروویل. دامې هم ورته ور زیاته کړه چې روسان یې تیریستلي دي.ددغه اړخ مشرورته ډیرې لاپې شاپې کړي دي.هغوی ورته ویلي دي چې د خلقیانود نظام ماشین مات شي، نورنودافغانستان ټول خلک زمونږ پلویان دي. بس دومره ډیره زربه کراري راشي چې تاسویې هډو تصورهم نه شئ کولای. زمونږګوندډیرلوي اوپه ولسونوکې ژورنفوذلري.خپل هیوادبه سم کنترول او په شوروي جمهوریتونوبه یوبل جمهوریت هم وراضافه کړو. دخولې دخبروسیلاب خودهغوی ډیرغرغره یي اود تیریستلو «په تول پوره خبرو»ښه ښه چلونه ورتلل.
جمال خان وویل: دامې هم ورزیاته کړه چې همدااوس اوس څوورځې مخکې دکابل په «چاردهي»کې ولسي خلکو خپلې دکمیسونوتڼۍ وشلولې اودروسانوټانکونوته یې سینې خلاصې کړې.روسي نامردانوهم هغه اتلان په ټانکونو والو زول.هلته عاموخلکودشهیدانوپه آرواووحلواګانې پخې کړې اوجوماتونوته یې وویشلې چې دادراتلونکونوروورته پیښو پیل و. زه په دې باوریم چې روسان دافغانستان دځنګلونود هرې څیړۍ اویاهرې بلې ونې لاندې یو،یوټانک ودروي بیاهم امنیت نه شي راوستلی. سوله اوکراري به هیڅکله رانه شي. په پای کې به مات شوي روسان مایوسه کورته ستانه شي.
څه چې مې دغه ژورنالیست ته ویلي وواواټکل مې ورله کړی وهغه ټول ریشتیاشول.دروسانواوپلویانویې هغه مفکوره چې افغانستان به دشوروي اتحادشپاړسم جمهوریت شي، هم خړواوبوویوړه.اوداخولاڅه کوې چې ان خپل شوروي اتحاد یې په بیلوبیلوجمهوریتونوبدل اودپانګوالۍ په اغزنه لاره روان شول.
*****
کیدای شي چې دکیوبا ژورنالیست به ریشتیا زماخبرې د فیډل کاسترومیزته په بل ماښام ورمخابره کړې وي اویا نه، خوسبابه مې چې دکنفرانس په هرځای کې لیدونودابه یې راته په مسکوشونډوتکراروله چې: «دهرې څیړۍ لاندې یو، یوټانک».
«پای»
د(سکونډنې)دلیکلونیټه: ۲۴/۰۸/۲۰۱۵ــ ۲/۶/۱۳۹۴

یوه یادونه: ماویل دروسانوخریټۍ (انډوخر) خودغه ډول تیره شوه لیکین اوس اوس مودې دامریکایانوپه دې غویمنډاو غوبل کې الله پاک پرده وکړي.ځکه چې نن سبا خودلته او دهیوادپه خواوشاسیموکې دهرې څیړۍ لاندې دامریکا څو، څودډورن جګړه مارې الوتکې تیارسۍ دي ، خوپه خدای که به دامنیت چرته پته لا هم لګي.
«پای»