د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له کندزه تر حلبه او له موصله تر صنعا؛ د روان جنایت تر شا څوک دي؟

خالد څرګند 24.10.2016 21:39

شاو خوا ۱۵ کاله شول چې په افغانستان، سوریه، عراق او یمن کې خونړۍ جګړه روانه ده او هره ورځ د لس هاو انسانانو ژوند اخلي. داچې څومره مالي او علمي زیان دغه ولسونو ته اوښتی او د نړۍ د پرمختګ له قافلې څخه څومره وروسته پاتې دي او لا هم پاتې کیږي، له بشري احصایې څخه بهر خبره ده.

سره له دې چې دغه ظالمانه او تپل شوې جګړه هره ورځ د لس هاو انسانانو ژوند اخلي او په ملیاردو ډالره مالي زیان یې خلکو ته اړولی، خو خلک یې هره ورځ او شیبه په شیبه د سولې او ډاډمن ژوند په انتظار کې شپې او ورځې تیروي. ځکه چې دوی خپلې راتلونکې ته هیله مند دي او غواړي چې د نورو ولسونو په شان ډاډمن او سوکاله ژوند ولري او نور یې ماشومان د توپونو د ګولیو هدف و نه ګرځي.

خو ولې په دغو  سیمو کې جګړه پای ته نه رسیږي او سوله نه راځي؟ د دې ټولو جنایاتو  ترشا کوم مرموز او نامري لاسونه دي چې دغه ولسونه یې د اور په تبۍ کینولي؟ دا د سولې انتظار تر کومه؟

له شک او شبهې پرته چې که پخوا دغه جنایت کار او مکار قاتل چا نه پیژانده، نو اوس یې ممکن چې ټول و پیژني چې هغه څوک دی چې د دې ټولو جنایاتو تر شا لاس لري او د دغو خلکو ژوند یې د دنیا په جهنم بدل کړی. دا امریکا او د هغې سیمه ییز لاس پوڅي دي چې د امریکا په دستور یې دغه ناورین را منځ ته کړی او تر څو چې د امریکا ګټې تقاضا وکړي، دوی به دغه حالت جاري وساتي او هیڅ ترحم به هم په خپلو خلکو و نه کړي.

امریکا په نړۍ د حاکمیت او فرعوني غرور جال غوړولی او هیڅ ملت ته دا حق نه ورکوي چې د امریکا له اسارت څخه ځان خلاص کړي. که څوک د امریکا له اسارت څخه د خلاصون هوډ وکړي، نو په یو او بل نوم به یې تورن کړي او په وړاندې به یی خونړۍ جګړه پیل کړي.

اوس کابو ټولې نړۍ امریکا ته د بندګۍ ګونډه وهلې او امریکا یې په خدایې منلې، هغه قوم چې په اول کې هم د بشر د آزادۍ شعار اوچت کړی وو او نړۍ یې د بنده له بندګۍ څخه خلاصه کړه، اوس یې هم د آزادۍ بیرغ په لاس کې دی او د سر په وینو له کندوزه تر حلبه، او بیا له موصله تر صنعا پورې دغه شعارته لبیک ویلی او دغه د آزادۍ احساس او ضمیر یې ژوندی  ساتلی.

امریکا د نړۍ وینې زبیښي او شارګونه یې ور وچوي چې نور د خوځښت توان و نه لري، که څوک د خپلو وینو دفاع ته پاڅي نو بیا هغه په یو جرم محکوموي او د خپلو مزدورو رسنیو په مټ یې بد نامه وي. هغه څه چې په مسلسل ډول په کندوز کې روان دي، د ویلو نه دي، تاسو د بې ځایه شوو ژوند وګورئ چې په څه حال کې دی؟ تر دې کچې چې د حکومت نظامي ځواکونه د هغوی له مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي او له میرمنو څخه نامشروع غوښتنې کوي. دا د نمونې په توګه یو مثال وو، هغه څه چې لا په ځمکه روان دي، تر دي سله ځله سخت او بوګنونکي دي.

امریکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډول ډول جنایات تر سره کوي او د کندوز، حلب، موصل، صنعا او نورو سیمو لپاره بیلابلې توطيې برابرې کړي؛ د دې ټولو جنایاتو تر شا امریکا او د هغې سیمه ییز مزدوران دي چې په نیابت یې د دغو سیمو خلک په نمرودي اور سوزوي.

خو د بري ورځ نژدې ده، او د فتح نسیم په لګیدو ده. د نړۍ ټول مسلمانان او حتی عوام کفار په دې پوهیدلي چې امریکا د نړۍ دښمنه او قاتله ده، هر مصیبت او بدبختي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې را منځ ته کیږي، تر شا یې په یو ډول نه په یو ډول د امریکا لاس وي. نو همدا وجه ده چې اوس امریکا په خپلو ټولو شومو پیلانو کې ناکامه ده، هغه که په کندوز ، که په حلب، که په موصل او که په صنعا کې ده؛ او هغه ورځ لرې نه ده چې امریکا هم د شوروي په څیر ټوټې ټوټې شي او نړۍ د امریکا له شر نه خلاصه شي، چې په هغه ورځ به مسلمانان ډیر خوشحاله او خوښ وي.