د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد نبي د مهندرا سنګ ډهوني پر وړاندې!

اکبر اقبال 21.10.2016 20:29

لیکنه: نیکېل جاداوان

ژباړه: اکبر اقبال

کرکټ د مقایسه کولو لوبه ده، ځيني وختونه مونږ موجوده لوبغاړي له پخوانیو هغو سره مقایسه کوو خو ډېر وخت داسې هم کیږي چې موجوده لوبیدونکي لوبغاړي په ځيني مواردو کې له یو بل سره مقایسه کیږي. که څه هم سل په سلو به یې مقایسه کول سخت وي خو بیا هم په زیاتره خویونو کې سره ورته والی لري. له دې جملې نه د افغانستان لوبډلې پخوانۍ کپتان او نړیوال الراونډر محمدنبي او د نړیوالو جامونو ګټونکی مهندرا سنګ ډهوني دي، دوی دواړه له یو بل سره ډېر توپیر نلري، مونږ یې پر یو څو خویونو غږیږو.

توپاني بېټ چلوونکي: نړیوال کرکټ ته په راتلو سره ډهوني د پاکستان خلاف سلیزه جوړه کړه، نوموړي ته ځکه د پاکستان پر خلاف د لوبیدو موقع ورکړل شوه چې د لوړو شپږیزو وهلو قدرت یې درلود. دا مهال ډهوني ۱۲ کاله شاته پريښي؛ خو کولی شي په اسانۍ سره شپيږیزي ووهي چې له همدې کبله نوموړی اوس هم د هندوستان کرکټ ټیم د ملا تیر حیثیت لري.

له بل لوري د افغانستان سټار الراونډر محمد نبي هم کولی شي تېز بېټ تاؤ کړي، نبي تر دې مهاله د خپلو مټو په زور افغانستان لپاره خورا زیاتې لوبې ګټلي. نبي کولی شي په اسانۍ سره بال د باونډرۍ نه بهر کړي، چې یوه ښه بیلګه یې په متحده عربي اماراتو کې د نړۍ خطرناک ترین ټیم کینګروز (اسټریلیا) خلاف توپاني اننګز ؤ، نبي په بېټېڼګ کې یوه په زړه پورې لوبه وکړه او د میدان هره خوا يې شپږیزې تاؤ کړې.

د سترو لوبو ګټوونکي: بله مهمه ځانګړنه چې دواړه لوبغاړي یې لري هغه د مهمو لوبو ګټل دي، دواړه لوبغاړي کولی شي چې د خپل هیواد لپاره لوبې وګټي چې تر دې مهاله دوی ډېر ځله په دې مقصد کې بریالي شوي هم دي. د یو لوبغاړي لپاره په پنځم او شپږم لمبر بېټېنګ کول د حلوا خوړل نه بلکې په غر ختل دي، ځکه ډېر ځلې په دې وخت کې یا خو لوبډله تر سخت فشار لاندې وي او یا هم د تېزو شاټونو اړتیا وي، خاص ډول په شل اوریزو لوبو کې په دې پوزیشنونو لوبه کول د یوه چیلېنج نه کمه نه وي؛ خو دوی (نبي او ډهوني) په ډېرې اسانۍ سره د خپلو هیوادونو لپاره لوبې ګټلي دي او لوبډلې یې له ستونزو ویستلي.  

سربېره پر دې چې دوی د خپل بېټ په زور بایللي لوبې خپلې کړي، ډهوني د ګلوز (کیپېنګ) په کومک هم زیاتره له لاسه وتلي لوبې په خپل کنټرول کې اخیستي چې ښه بېلګه یې په نړیوال جام کې د بنګلادېش خلاف لوبه وه؛ تقریباّ داسې ښکاريده چې هندوستان به لوبه وبایلي خو د ډهوني لخوا (په کيپېنګ) کې تېزه منډه چې د مخالفې لوبډلې لوبغاړی یې رن اوټ کړو یوه په زړه پورې صحنه وه.  

له بل لورې د یوه الراونډر په صفت محمدنبي هم د نړۍ یو خطرناک بالر دی، د ده بالونو باندې ډېرو ښو بېټسمېنانو دهوکه خوړلي او خپله ویکټه یې له لاسه ورکړي. د نړیوال جام په یوه لوبه کې افغان زمري محمد نبي په اخیري اوور کې د ویسټ انډیز تېز بېټ چلونکي پرېنښودل چې  ورکړل شوي هدف ته ځانونه ورسوي او په دې سره  افغانستان یواځینۍ لوبډله شوه چې وېسټ انډيز یې په ګنډو کړو.

ګڼ مینوال: هندي کپتان ډهوني یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې زیات مینوال لري، نوموړي د یوه خطرناک بېټسمېڼ تر څنګ یو غوره لوبډلمشر (کپتان) هم پاتې شوی دی. د ډهوني په کپتانۍ کې هندوستان لومړنۍ شل اوریز جام وګټلو، په ۲۰۱۱ کال کې یې ۵۰ اوریز نړیوال جام په خپل نوم کړو، په ۲۰۱۳ کال کې یې چمپېن ټرافي وګټله او په ټېسټ لوبو کې تر ډېره د هندوستان ټیم لومړی مقام درلودو. کله چې یو څوک دومره لاسته راوړنې لري نو طبیعي خبره ده چې هیوادوال به یې زیات عزت کوي او مینه به ورسره کوي. محمد نبي هم د افغانستان لپاره ډېرې لوبې ګټلي او په افغانستان کې زیات مینه وال لري. افغانان پخپله هم مینه ناک خلک دي،  دوی هر وخت خپله لوبډله تشویق کړي او دعاګانې یې ورته کړي.  

 

 

 

 

 

دواړه ښه رهبران دي:دواړه د ټیم لپاره ښه رهبران ثابت شوي دي، که څه هم چې د کپتانۍ په دوران کې د محمد نبي خپل پرفارمنس یو څه خراب شوی ؤ خو د ټیم رهمنايي یې په ښه شان سره کوله، نوي ځوانان یې تشویق کول او لارښوونې یې ورته کولې تر څو په ډاډه زړه لوبه وکړي. له نبي وروسته د افغانستان لپاره اضغر ستانکزی هم ګټور ثابت شوی او د خپلې لوبډلې مورال یې لوړ ساتلی، خو کومې لاسته راوړنې چې افغان لوبډلې د محمد نبي په وخت کې درلودې د ستایلو وړ دي.   

په لوبه کې جزبه: د دغه دواړو لوبغاړو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې لوبې په ډېرې جزبې سره ترسره کوي، په لوبغالي کې د دوی تل هڅه دا وي چې خپل سل فیصده پرفارمنس وړاندې کړي او د خپلې لوبډلې لپاره لوبه وګټي. ډهوني او نبي پوهیږي چې څنګه مخالفه لوبډله تر فشار لاندې راولي او لوبه په خپله ګټه تمامه کړي. دوی تر هغې نه اطمېناني کیږي تر څو د لوبې ورستۍ بال نه وي شوی او یا هم د مخالفې لوبډلې وروستۍ ویکټه نه وي غورځیدلي، چې دا په لوبه کې زیاته مهمه ده.   

ګډ کار: د لوبډلې په ګټه لوبه کول د یوه سپورټس مېن بله ښه ځانګړنه ده چې خوشبختانه دغه دوه یاد لوبغاړي يې لري. مهندرا سنګ ډهوني زیاتره وخت ځوانو لوبغاړو ته موقع برابروي تر څو په راتلونکي کې د هیواد لپاره لاسته راوړنې ولري، نوموړي د هندوستان اوپنر بېټسمېن روهېت شرما ته څو څو ځلې موقع ورکړه چې د خلکو د توند غبرګون سرهم مخ شو خو ډهوني په ده باندې باور درلود چې وروسته بیا یو بهترین اوپنر هم ثابت شو. روهېت یواځينی لوبغاړی دی چې په یوه ورځینیو لوبو کې یې ۲۰۰ منډې کړي دي. نو تر هر څه مخکې اړینه ده چې د ځوانو لوبغاړو په ورتګ سره لوبډله پیاوړي شي چې د دې لپاره ځیني وخت یوې سترې قربانۍ ته هم اړتیا پيښیږي. محمد نبي همداسې یو څه وکړل، نوموړي د خپل ځان څخه د کمې تجربې لرونکي لوبغاړي اضغر ستانکزي ته بیدون له کوم جروبحث کپتاني پرېښوده ځکه چې په هغه وخت کې د نبي پرفارمنس یو څه خراب شوی ؤ.

د فشار اداره کول: وروستۍ ځانګړنه چې دغه دوه لوبغاړي یې لري د فشار په وخت کې خپل هوش و حواس په کابو کې ساتل دي. که چېرې په وروستي اوور کې ۱۵ منډې هم پاتې وي خو چې ډهوني په کریز ولاړ وي، د مینه والو تمه وي چې لوبه به ګټي. په هندي لوبډله کې ډهوني تر ټولو بهترين ختمونکی (فېنېشر) دی. د ډهوني تر څنګ یوراج سنګ، سرېش راینه او ویرات کهولي هغه توپ وهونکي دي چې حساب پرې کیږي خو اېم اېس هغه لوبغاړی دی چې د ښې کپتانۍ تر څنګ دا وړتیا لري چې هر ډول قوي فشار په ښه انداز سره اداره کړي.

د فشار په اداره کولو کې محمد نبي هم له ډهوني کم ندی، د پي ایس ايل لوبې په جریان کې کویټې ته په وروستي اوور کې ۱۵ منډې پکار وې، او نبي تر سخت فشار لاندې ؤ خو ده خپل حواس و نه بایلل او لوبډله یې هدف ته ورسوله.

په شل اوریزو سیالیو کې محمد نبي په ۱۳۱ سټرایک رېټ سره  تر ټولو زیاتې منډې ۵۲ دي او ډهوني د ۱۲۲ سټرایک رېټ سره زیاتې منډې ۴۸ دي.