د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپلواکي

اېمل افغان 19.10.2016 17:37

د دې کلمې په سيوري کې د قومونو نيکبختۍ، خوشحالۍ اوترقۍ پرتې دي اودغه وجه ده، چې دکيميا په دې بوټي پسې د خلکو پښې وشلېدې، په دې ماميره پسې د خلکو سترګې ووتې اود دې کلمې نقش د قومونو اوملتونو د معصومو بچيو، تنکيوځوانانو اوننګياليو مېړونو د وينو د ژوند په ماجرا او د آرزوګانو د وينو په افسانو ثبت شوی دی.
هرڅو که ژوند خوږ دی، اولاد سکه دی اود دنيا مال عزيز دی، خو د محبت خالق، د عزت پروردګار اود مال وسرمالک د سر له پاسه سر پيدا کړی دی مال له سرنه ځار اوسر د عزت صدقه دی، عزت د هر انسان دوست دی اوعزت له خپلواکۍ نه غير نه شي پيدا کېدای.
دغه وجه ده، چې آزادي د انسان اولا بلکې د حيوان د ژوند ارزو ده او د دې ارزو په قيمت به ډېر افتخارله مال سر، اولا د ژوند قرباني ورکوي.
دومره لويه مجاهده لکه له ننني استعمار سره په خپل هېوادکې پنجه اچول له دومره لويې متاع نه غير په بل څه نه شي جبيره کېدای.
د استعمارکوم تکليف اوڅومره مشکلات به نن سړی په خپله خاوره کې د خپلو مشرانو او بادارانوله لاسه وتلي؟
جېل که تبعيد؟ غارت، که قتل عام؟ تحقير،که تکليف؟
د جمله خوشحاليو مجموعې ته آزادي وايي او د ټولو مصيبتونو مور غلامي ده، د اسلام په نظام کې غلامي د شرک انډول ده.
مشرک په دنياکې غلام اوپه آخرت کې د دوزخ د لمبو خوراک وي غلامي د جمله پېغورونو سرنامه اود ذلت مارک دی، شرافت اوغلامي دواړه لکه ورځ اوشپه، تور اوسپين، ښه اوبد، ګټه اوتاوان، دوست او دښمن او بالاخره مرګ او ژوند داسې يوبل متضاد څيزونه دي.
دا حقيقت نن دنيا ته څرکند دی اود انساني شرافت د دعوی دارو اود دې افتخار د داوطلبو شريک دښمن همدا غلامي ده.
نن که د افغانستان ملت لکه د سمندر په طوفان کې له چپو سره خوله په خوله اوغېږ په غېږ اړم دی، که مشران په سپينه ږيره په هېوادکې ساړه اوتاوده زغمي، که پښتنې مېرمنې نا آرامه دي اوپښتنې پېغلې د غلامۍ له پېغوره پړونی نه په سروي، که مال د لوټ، سر د برچې لاندې دی او وقار په خاوروکې پروت دی، خو دا د خوشالۍ خبره ده چې قوم اوملت ښه اوبد پېژني اود نجات په فکرکې دی.
هغه قوم يا فرد ته غلام ويل ګناه ده، چې په زندان کې، په جلاوطنۍ کې اوپه زرګونو تکليفونو کې د آزادۍ په طلب ورک ليونی ګرځي زار د هغوپه حال چې د غلامۍ د قبلولو بهانې لټوي، هغه چې غلام ځان آزاد ګڼي اوهغه چې د مذهب او انسانيت کلمې يې د قوم او وطن خرڅولو بهانې اوعنوان دی د افغانستان د جوړولو مجادله لکه څنګه چې ده هغه شان ده او قافلې په هماغه ترتيب د شپې او ورځې لار وهي.
د قوم اوملت حوصله، د وطن د رهبرانو اخلاص اودصدق اود دې دواړو طاقتونو د مشترک تصميم د نجات په کوښښ کې د مثبتې اوکاميابې نتيجې د حاصلولوضمانت کوي، که غرلوړ دی په سر يې لارده، که نادر ډېرظالم دی، نوقادر ډېرمهربان دی اوکه نننی استعمار ډېر طاقتور دی، نو د آزادۍ د جذبې په لاس کې د حق اعجاز دی.
د افغان ملت د فعاليت ډېره برخه ځلانده ده او هيله ده، چې د دې فعاليت په نتيجه کې موږ يوه ورځ د خپلو هېوادوالو په خدمت کې د ملي خپلواکۍ اوهېواد جوړونې ته منتظر اوسو، چې اېمل خان بابا، خوشحال خان بابا، پيرروښان، درياخان، احمدشاه بابا، ميرويس نيکه او وزير محمداکبرخان يې منتظر دي زيری وړاندې کړو.
هغه ورځ ډېره زر راتلونکې ده اود پښتنو ولسونو تکل د هغې ضامن دی انشاءالله.