د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نن او پرون ځوانان

فضل الرحمن عليزی 09.10.2016 13:05

دنن او د پرون ښه ځوانان!!
کره کتنه يا په اصطلاح (نقد )د يوه شي ښې او بدې خوا وې معلومول، ځان پرې پوهول او کره کول دي . يا نقد په غور ژوره کتنه ده، چې حقايق را برسېره کوي؛ چې د بشري نړۍ پر مخ د انساني ټولنو معنوي او مادي پرمختګونه او موندنې(کشفيات) ټول د ژورو کتنو او پلټنو په ترڅ کې منځ ته راغلې دی.
زه د نقد په کلمه يا لغات باندې بحث نه کوم، ځکه چې دلته زما هدف کره کتنه نه، بلکلې زموږ په ټولنه کې د يوې اصطلاح ( ښه ځوان ) د کلمې پر کارونه ده، چې دا نوم يا صفت پخوا څنګه او چاته کارول کېدل او اوس چاته کاورل کېږي ؟
زموږ په پخوانيو مشرانو کې د ښه ځوان معيار، ښه اخلاق، ښه رويه، په کور او کلي کې رښتينی اوسېدل، له هر ډول دروه، دوکې، چلول څخه پاک په ټولنه کې تل زړور اوسېدل، د زورور په مخکې تل دحق خبره کول، د بل حق او حقوقو ته تل په درنه سترګه کتل، د ظالم په په مقابل کې د مظلوم په خواکې درېدل، تل با حيا او با شرفه اوسېدل، تل نورو خلکو ته په دراناوۍ کتل او د هر چا عزت کول او داسي نور ... صفات او ځانګړنې وي.
پورته ياد شوې صفات چې به په چاکې موجود وو، نو هغه ته به ښه ځوان ويل کېدل؛ چې په دې ښه ځوان باندې به خلکو ( وړو او زړو ) دومره باور درولودل، چې د دې ښه ځوان په شتون کې به يې ځان له هر ډول وېري او په اصطلاح له بلاګانو څخه خوندی بلل.
دې ښه ځوان به په رښتيا هم د هرچا عزت خپل عزت او بې عزتي به يې خپله بې عزتي بلله؛ هر وخت به يې تقا ضا هم همداوه، چې خپل خلک او ټولنه دې باعزته، باحثيته او سرلوړې وي.
ښه ځوان به تل د ځان تر ګټه د نورو يا هغه د چا په خبره ملي ګټو ته ترجح ورکوله، تل به د نورو په ګټه پسې ګرزېده نه د ځان په ګټه پسې، چې له بده مرغه هغه ښه ځوانان خدای(ج) پر موږ او زموږ په ټولنه ودرول او که کوم يو د هغوو، له ډلې څخه پاتې هم وي اوس يې، نو هغه د چا په خبره څوک په خوله پياز هم نه خوري او څوک يې په سړيو کي هم نه حسابوي.
خو، زموږ د نن ښه ځوانان بیا له پرون هغې سره ډېر توپير لري، اوس هغه د پخوانيو ښو ځوانانو د ښې ځوانۍ معيار، چې بايد هرڅه يې په تول تللې وي، نه بلکې برعکس، بايد چلناکه، چالاکه، د بل په دوکه کولو او خطا ايستلو کې ښه ماهر، د بل چاد حق په خوړولو فاخر د خلکو او ځوانانو په مينځ کې په خپلې بې حيايې او سپين سترګې وياړل، ناپاکه ( په دې مانا، چې نه د خپل عزت او نه هم د بل چا د عزت خيال او فکر ورسره وي) د خپلو ګټو تر حاصلولو پورې په خوله چيغې وهل، خو کله، چې يې خپلې ګټې تر لاسه شي، بیا نو د بل چا په فکر کې حتی يوه زره هم نه کېدل او داسي نور ...
تاسو به خپله هم له ډېرو ځوانانو څخه اورېدلي وي، چې پلانی ولا ډېر ښه ځوان دی، خو چې پوښتنه ورڅخه وکړې، چې څرنګه ښه ځوان دی ؟ ايا د خپلې ټولنې او خلکو لپاره يې داسي څه کار او کارنامه کړې ده، چې له امله يې خلک هوسا شوی او که نور ښه خويونه او اخلاق لري؟ ځواب به يې داوي، چې ته نه وينې، چې په خپله چالاکي سره يې څومره جايداد او موټري پيدا کړي دي؟ او بل دا چې څومره خوش طبيعته ځوان دی، له هر چا سره ښه پرېمانه بېباکي لري، په بېباکي کې، خو مور او پلار داسي هم نه ورسته ښکارېږي، چې اوس دی له مور او پلار څخه پيدا دی او که مور او پلار يې له ده څخه پيد شوي دی!
يو څه وخت مخکې په بازار کي ، دوکان ته د يوه شي د اخستلو لپاره ولاړ وم،که ګورم هغه د نن ورځي د ځينو ځوانانو په خبره همدغسي يو ښه ځوان د دوکان مخ ته په خپل موټر کې راغی، د موټر ښيښې ( هندارې ) يې کښته کړې، پرته له دې، چې خلکو ته ( السلام علیکم ووايي) يوه ځوان ته يې ور غږ کړ، آ پلانيه! ستا مور، ستاخور، د خره بچيه!... هر څه چې په خوله ورتلل وي ويل. په دوکان کې ناست او ولاړ ځوانان له خندا شنه – شنه کېدل هر يوه د دې کوښښ کول، چې دې ښه ځوان ته د ښځې يا مور ښکنځا ور وشړي.
هغه چاته چې يې سپکې سپوري ويلې وې، هغه هم ورته خندل او ورته ويل يې، چې زويه! پلار او تره مي راسره دی. ښه ځوان يې په ځواب کي وويل، چې له پلار او تره سره دي ښځه او مور څه او څه کوم!
په دوکان کې خنداګانو زور واخيست، ښه ځوان په موټر کي خندل او موټر يې روان کړ. د ځوان له تلو سره سم يې صفتونه شروع کړشول، چې دېر ښه ځوان دی، د هيچا په کيسه کي لا ولاکه يې، پرون يې خپل پلار ته ويل، چې را وچت شه زويه!! له پلاني څخه يې څو لکه روپۍ وخوړې، په خپل غيرت سره يې له پلاني څخه په زور دومره جريبه ځمکه وګرځوله او هغه يې د خپلې ځمکې د کرلو څخه محرومه کړی دی او داسي نور...
لنډه دا چې ما د دې ځوانانو خبرو ته وکتل، زما پوره يقين شو، چې هغه د چا په اصطلاح چار عيب شرعي انسان و، خو زه نه پوهېږم، چې دې خلکو او ځوانانو يې په څه شي زړه بايللی او کوم کار يې ښه ورته ښکاره شوی وو. که چېرته د وجدان او ضمير فيصلې ته وکتل شي، نو بايد، چې دغسي ښوو ځوانانو خو بايد زموږ په ټولنه کې له سره ځای نه لرلای او نه هم ور کول شوی وای، خو زه نه پوهېږم، چې ايا زموږ ضميرونه په کوم مرض او ناروغۍ اخته شوی دی، چې ښو ته بد او بدو ته ښه وايي! او موږ ولي د داسي چا ستاينه او صفت کوو، چې هغه زموږ د ټولنې د عزت او ابرو د خونديتوت لپاره نه بلکې د بې عزتي او بې پتي لپاره لګياوي او آیا موږ به هم کله په دې باندې پوه شوو، چې څوک زمو درمان او څوک زموږ وژونکی دی؟
نو، خوږږ لوستونکوو! دا وو، زموږ د پرون او نن ښه ځوانان! او دايې زموږ د ټولنې د راتلونکې رهبران او مشران!
ځکه چې طبيعي خبره ده، مشران مړه کېږي او ځای به يې همدې ځوانانو ته پاتې کيږي او همدا ځوانان به يې ځای ناستي وي.
هغه د وړو ماشومانو يوه سندره را په ياد شوه، چې وايې :
لوی لالا ولاړ دی
کمکي لالا کوزده وکړه
خدای مو دی پرده وکه!
د داسي ځواناو په هيله، چې زموږ د ټولنې د دردونواو مشکلاتو دارو او درمل شی.