د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نيم کلى مې وران کړ،نيم به وران کړم

تورخم خان تورخم 06.10.2016 12:35

په افغانستان کې شمالي ټلوالې ته منسوب وگړي او ځينې هزاره گان افغانيت نه مني
وايي افغان له پښتون سره يوبرابراو مساوي دى
( افغان = پښتون) نو مونږ خو تاجک يا هزاره يو او دافغانستان اوسيدونکي يو نو راته دى د افغان پرځاى افغانستانى ويل شي
دافغانستان اساسي قانون وايي چې د افغانستان تابعيت لرونکى افغان بلل کيږي
پښتون هسې هم افغان دى پيژندنې ته اړتيا نه لري خو دومره بلهاري ( قرباني ) کوي دا نور قومونه هم دافغانيت په دايره کې د يو ورور په بڼه ومني
دکوزې او برې پښتانه ټول افغانان دى دا چې دا مهال د کوزې پښتونخوا سيمه د اوسني پاکستان برخه گڼل کيږي او افغانستا په خپل تاريخ کې لادا خبره نه ده منلى
خو يوه خبره اوس داده چې دپاکستان په پوهنتونونو کې دکوزې پښتنو ته داڅيړنې ورښايي او په ذهن کې ورته نباسي چې پښتون په ار کې افغان نه دى ، پښتون ته دافغان نوم ايران او عربانو ورکړى او هندي تارپوهانو ورته پټان نوم په خپلو ليکنو کې راوړى دى دا جعلي نوم دى تاسې افغانان نه ياست بلکې پښتانه ياست په دې اړه تاريخي شواهد نه شته
په پېښور کې دپاکستان د احصايي مرکزي دفتر( نادرا) د گڼو پښتنو شناختي کارټونه بند کړي دي چې په ښکاره يې ورته ويلي چې تاسې د افغانستان پښتانه (افغانان) ياست چې په دې خبره دپاکستان د جماعت اسلامي پښتون مشر سراج الحق لاريون کړى اوعوامي نيشنل گوند،پښتونخوا ملي عوامي گوند يې پرخلاف غږ پورته کړى خولا پاييله يې نه ده ورکړى
دې خبرې ار پاييله دا ده چې نړيوال ښکيلاک گر دکوزې پښتونخوا له پښتنوڅخه پر يوه پلمه دافغانيت نوم اخلي او په برې پښتونخوا پښتنو ته يې ځانگړى کوي اوتاجکان او هزاره گان دې ته لمسول کيږي چې افغانيت بيخي ونه مني
دا دپښتنو د له منځه وړلو پخوانى دسيسه ده چې په پړاو پرپړاوو پلى کيږي
نيم کلى په برې پښتونخوا کې وران کړ او دا نيم يې په کوزې پښتونخوا کې هم ورانوي
په دې کې بريتانيا،پاکستان ،ايران ،امريکا، روسيه گډ لاس لري
نوره موخوښه
دافغانانواوپښتنو دې الله مل شي