د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښوونکي د نړیوالې ورځې په ویاړ د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې مطبوعاتي اعلامیه!

د افغان کلتوري ټولنه جرګه 05.10.2016 11:16

د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه د هېواد ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د نړیوالې ورځې مبارکي وایي. ښوونکي د وګړو او بشري ټولنو روزونکي دي،په ټولنه کې ځانګړی ځای او ارزښت لري، ځکه ښوونکي د پوهې چینې او د رڼا ډیوې دي، د زړونو او ذهنونو د روڼولو ډیوې، هغه ډیوې چې د انساني او باعزته ژوند لارې او لوري راته روښانوي. د همدوی د هلوځلو، لارښوونو او سپارښتنو له برکته وګړي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پرېمانه لاسته راوړنې او پرمختګونه لري. 
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه پر افغان دولت او د پوهنې پر وزارت سپارښتنه کوي چې د ښوونکو ژوند ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي. د ارام او سوکاله ژوند کولواسانتیاوې دې ورته برابرې کړي، څو ښوونکي په ارام ذهن او ډاډه زړه تدریس او د زده کوونکو روزنه وکړي.
ولسونه دې هم ښوونکو ته د بشپړ درناوي تر څنګ د زده کړې د بهیر د ښه والي او باکیفیته زده کړو په موخه د پوهنې سیمه ییزې ولسي شوراګانې جوړې کړي. داسې ولسي شوراګانې چې وخت پر وخت د ښوونکواو زده کوونکو ستونزې او د زده کړې بهیر له نږدې وڅېړي او وڅاري. له ښوونکو او ښوونځیو سره دې منظمې ناستې او سلا مشورې ولري، د شته ستونزو د حل لپاره دې په ګډه اقدام وکړي. ښوونکي دې هم د زده کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرځای د نرمښت او هڅونې لاره غوره کړي، ځکه تاوتریخوالی یې وړتیا، باور او له زده کړې سره د زده کوونکو په مینه او لېوالتیا ناسم اغېز کوي.
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه له پوهنې وزارت، درنو ښوونکو او ولسونو څخه غواړي چې د پوهنې د نظام د لا ښه والي او باکیفیته زده کړو په موخه دې د اساسي قانون له حکم سره سم د هېواد په ګوټ ګوټ کې زده کوونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي، په مورنۍ ژبه د زده کړو د برابرولوښېګڼه داده چې هم به زده کوونکي ښه اوباکیفیته زده کړه وکړي او هم به د هېواد د وروڼو قومونو تر منځ ملي یووالی لا ټینګ شي، ځکه د هیڅ ژبې ویونکی به ځان محروم او بې برخې احساس نه کړي.
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه د هېواد د ۲۴ ولایتونو او بهر میشتو افغانانو د ۳۰۰ آزادو او ناپيېلو کلتوري ټولنو چتري سازمان دی چې له تېرو اتو کالو راهیسې د افغانانو د کلتوري ـ ټولنیزو ستونزو د څېړلو، د هغو د سببونو موندلو او ورته د عملي او علمي حل لارو پیدا کولوپه برخه کې کار کوي. 
په هېواد کې د فرهنګ، علم او پوهې خپرول، د اسلامي ـ افغاني فرهنګ پالل او پرمختيا، او د ملي او نړيوالو فرهنګو د اړیکو تر منځ توازن ساتل د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې لویې موخې دي. یاده جرګه د هېواد د ګډ کلتور او ټولو ژبو متوازن پرمختګ غواړي.

په درنښت

د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه