د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شک او ګمان

فضل الرحمن عليزی 04.10.2016 18:24

شک او ګمان
د متلونو او اصطلاحاتو په باره کې داسي ويل کيږي، چې د دې خبرو حقيقت په تجربه ثابت دی، يعني دا درنې او په تول تللې ويناوي او متلونه له ډېرو تجربو وروسته عامې شوې او د خلکو په منځ کې يې عموميت پیدا کړی دی.زموږ خلک يا هغه څوک چې همدا متلونه او اصطلاحات کار وي، هغوی خو بيا مطلق په دې عقيده دي، چې د متلونو او اصطلاحاتو په مفهوم او ريښتينوالي کې هيڅ شک او شبهه نشته.
په پښتو ژبه کې يو متل دی، چې وايي: « زړه په زړه آئينه ده». دا متل ډېر وخت په هغه وخت او ځای کې کارول کيږي، چې د دوو کسانو پخپلو منځو کې ډېر ښه او يا هم ډېر بد سره ايسيږي. يعني کله، چې يو نفر له بل چا سره مينه لري او په ليدلو او يا کتلو يې خوشحاله کيږي او يا يې هم په ليدلو سره بد ورځني را ځې، نو بيا خلک همدا خبره کوي، چې ، زړه په زړه آئينه ده. خلک دا سي انګيري چې که چېرته دي يو څوک ښه ايسېدو ته به يې هم ښه ايسې او که دي بد ايسېدو، نو د هغه به هم بد ايسې. خو ماته د دې متل په رښتنولی کې يو څه شک او شبهه په دې خاطر پيدا شوې ده، چې زه له يو چا سره له ډېر کوچنيوالي څخه مينه لرم، د هغه په ليدو مې هغه د پښتنو په اصطلاح زړه باغ باغ شي، خو له بده مرغه چې زه يې تر اوسه په دې نه يم پوه شوی، چې زه دي ښه ايسم او که بد؟؟ او ايا ته له ما سره مينه لرې اوکه له ما څخه نفرت کوې؟ ماته خپله دغه ګونګ حالت ډېر د تشویش او اندېښنې وړ په همدې خاطر دي، چې يوه ورځ مې په يوه کتاب کې دا خبره ولوستله، چې وايې: « هر چا وځورولم
ځينو پخپل عشق وځورولم، ځينو په کينه زما زړه آزار کړ، چا د عشق په زهرو زما ډوډۍ ولړله.
چا زما د شرابو په پياله کې د کينې زهر توی کړل.
مګر له هرچانه هغه چا ډېر وځورولم، چې نه يې را سره کينه پيدا شوه او نه هم مينه»
خدای دي وکړي، چې ماته هم د دې متل حقيقت په ثبوت باندې ورسېږي او د متلونو پر مفهوم او معنا باندې مي عقيده ټينګه شي او که داسي ونه شوو، نو ماته به د پښتنو په نور ډېرو خبرو کې د ريښتنولۍ، صداقت او تجربو په حساب شک او ګمان پيدا شي او کېدای شي، چې زموږ ډېري تجربې هغسی نتېجه ور نه کړي لکه څنګه چې يې موږ تمه او توقع لرو.