د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چې نه مرې لا په واورې!

فضل الرحمن عليزی 03.10.2016 13:23

چې نه مرې لا به واورې !!
دا واضح خبره ده، چې د پښتو ژبې په اصطلاحاتواو متلونو کې دومره لوی او پراخ مفهومونه او مطالب ځای شوې دي، چې سړی يې په اورېدولو سره فکر يوسي. تر دې متل پوري چې وايي:” چې نه مرې لا به واورې “ ماته يو څه رايادشو.
څه وخت مخکې د يوه ملګري کورته ولاړم، البته د ملګرې کور زموږ له کلې څخه په ښه ليري واټن ( فاصله) کې پروت و. دملګرې کره د غرمې د ډوډۍ په خوړلو لګياوو، چې د جومات په لاسپېکر کې د مړنې اعلان وشو، چې “ فلانی کاکا په حق رسېدلی دی ، سپينږيري او مشران دي جومات او ځوانان دي هديرې ته ولاړ شي “
په ملګرو مي غږ وکړ ډوډۍ ژر- ژر وخورئ، چې موږ او تاسې هم هديرې ته ولاړ شو. يوه ملګري مي وويل، چې هديرې ته نه ځو؛ خو د جنازې د لمانځه د اداء کولو لپاره به ورشو. ده وويل، چې هديرې ته به اوس ډېر خلک تللي وي او د قبر په کېندلو به يې هم شروع کړې وي.
ما ورته وويل، چې خېر خو موږ اوتاسي به هم ورشو او موږ به هم په دې ثواب کې ورشريک شو؛ د جنازې د لمانځه اداء کول ته به هم بېرته را شوو.
يو بل ملګري وويل، چې فلانی ښه وايې؛ موږ به د ثواب په نېت ورځو، خو خدای (ج) ناخواسته، تر ثواب به مو ګناه ډېره شوې وي. زموږ ځوانانو خو هديرې ته د ساتېري په خاطر ځي، په هديره کې له خندا او ټوکو ټکالو پرته د ثواب او عذاب کومه خبره نه کېږي او نه هم شوې دي .
ملګرو ته مې د رحمان بابا دا بيت وويل، چې وايې :
“هر زنده چې د مرده په قبر ورشي
بس ده دومره نصيحت په دا دنيا “
ملګري ته مي وويل، چې ته خوماته معلوم يې، په ملګرو دي هيڅ زړه نه کېږي، چې ستا له کوره پرته دي دبل يار او انډيوال کور ته ورشي، ته فکر کوې چې ستا ملګري دي يواځې له تاسره ناسته ولاړه ولري، له بل چاسره دي هډو ونه پېژني! بل داچې په هديره کې ټوکې ؟! دا خو مي ولا نه وې واوريده !!
رحمان بابا يې د پند او نصېحت ځای بولي ، هغه وايې ، چې د ژوندي انسان لپاره تردې لوی نصېحت نشته، چې يوڅوک دي پر هدېره ورشي، ځکه رښتيا هم زموږ هم دغه ځای او لاره ده او ته بيا وايې، چې که سات تېروې يا ټوکو ټکالو ته دي زړه شوی وي، نو وربه شو!
ملګري مي وويل، چې هديرته به هم ولاړ شو ، خو د جنازې د لمانځه تر اداء کولو وروسته.
د جنازې د لمانځه د اداء‌ کولو وخت راغی ، موږ هم ور روان شوو لمونځ مو اداء کړ او له لمانځه څخه وروسته له مړي( مرده ) سره تر هديرې پوري ولاړوو. مړی مو خښ ( دفن ) کړ. دوه – درې کسان مي وليدل، چې دسر خاکې په نامه چې يې کومه مېوه له مړي سره هديرې ته راوړې وه، د هغې په وېشلولاس پوري کړ.
“سر خاکې، هغې وچې مېوې ته وايې، چې له مړي سره سم هديرې ته وړل کېږي او بيا په هديره کې په موجودو کسانو وېشل کېږي.
تر سر خاکې پوري ماته يوه کېسه راياده شوه . يوه ورځ په خپل کلې کې له خپلو همځولو سره په لوبو بوخت وم، چې د يوه کور د دروازې مخ ته د کوچنيانو ( وړو ماشومانو ) ژړا پورته شوه ، فکر کوم ، چې په خپل منځ کې يې د کورکېو په سر جنګ شو. ګورم چې له نژدې کور څخه يوه پخه ښځه راووتله، په نورو کوچنيانو يې مينت وکړ او ورته وي ويل، چې “ تاسي دا زما نجو ولي ژړوي؟ ” ښځې وړه لور په خپله غېږ کې واخيسته او په داوړو لاسونو يې ، تر ځان پورته کړه، د نجلۍ مخ يې خپلې خولې ته ورنژدې کړ، کلکې، کلکې مچکې يې ورځني واخيستې، په ډېره مينه او وړه ژبه يې دا جمله ورسره تکراروله، چې “ نجو مړه کې په غونډۍ، سرخاکې يې خوبانۍ”
لنډه خبره دا چې مړی مو خښ کړ، ملاصاحب ولاړ شو، د مړي د قبر سرته ودرېد، د قرانکريم څو مبارک اياتونه يې تلاوت کړل، وروسته يې د قران او حديث لنډې خبرې وکړې؛ د خبرو په پای کې خلکو ته وويل، چې: “ که چېرته لس کسان په اخلاص او صداقت سره په دې شاهدي اداء کړي، چې فلانی ښه سړی و، نو الله تعالی(ج) به يې په نېکانو کې حساب کړي “ ناست کسان يې دې ته مجبور کړل، چې د دې خبرې شاهدي ورکړې، چې فلانی ښه سړی و، چا ته يې بد نه دي رسېدلي.
دملاصاحب له خبرو وروسته يو نفر ، البته د مړي د کورنۍ يوکس هم ولاړ شو ، په لوړ غږ يې د هديرې په ناسو کسانو غږ وکړ، چې “ که په فلاني باندې د چا قرض ( پور ) وي غږدي وکې، چې پور يې ور اداء کړم!
په هدېره کې له لږ ځنډ چوپتيا وروسته د څو کسانو غږ وارېدل شو ، چې زموږ خو کوم، پور يا قرض نشته ورباندې. په هدېره کې تقرېباً ناستو ټولو کسانو دا خبره تکرار کړه ، چې قرض مو ورباندې نسته
د دې اعلان له اورېدلو ورسته خلګ هم د خپلو کورنو لور ته روان شوو.
زه هم له خپلو ملګرو سره روان شوم . يوه ملګرې ته مې وويل، چې ښه شو، يو خو ټولو خلکو عفه او بخشش ورته وکړه او بل داچې د چا قرض او پور هم نه و ورباندې، د کورنۍ او خپلوانو دې هم کور ودان وي، په خلکو يې غاړي خلاصې کړې، چې که د چا پور يا قرض وي ورباندې، نو موږ يې ورکوو.
يوه ملګري مي وويل، چې په ناستو کسانو کې د فلاني او فلاني پيسې قرض ورباندې وي .ما وويل ، چې غږ يې ولې ونه کړ ؟
ملګري مي وخندل ، ياره ته داسي خبرې کوې ، لکه تاته چې زموږ خلک او ټولنه له سره معلومه نه وي. ملګري ته مي وويل، چې په دې کې د معلوم او نامعلوم څه خبره ده ؟! قرض يې ورباندې وو. بايد چې غږ يې کړی وای، چې زما پيسې ورباندې دي، که د شاهدانو اړتيا وای، نو تابه شاهدي ورکړې وای!
ملګري مي ډېر بې اختياره وخندل او په خندا کې يې وويل ، چې زموږ د کلي نورګل کا کا به نه پېژنې ؟ هغه لا تر اوسه پوري تارسو دی او اوس سمدم متل شوی دی.
ملګري مي وويل چې “ زما لږ، لږ په يادېږي ، چې فلانی کاکا مړ شو، د نورګل کاکا څه پيسې ورباندې وې، کله وخت چې يې وروڼو او زمنو ته ورغی، چې فلانی دي خدای ( ج) وبخښي، زما څه قرضدار و، نو که هغه قرض مي راکړئ او د ده غاړې خلاصې کړئ ښه به وي “. ملګري وويل: فکر کوم، تردې مخکې هم يو- دوو کسانو ته ورغلی و، چې ستاسو په پلار مي قرض دی او غواړم يې !
خو، د دې مړي وروڼو او زمنو ورته ويلې وو، چې کوم سند يا شاهد، خو به لرې، چې موږ ستا قرض درکړو ؟
نورګل کاکا داسي کوم سند او يا شاهد نه لرل، چې له مخې يې خپل پور تر لاسه کړی وای؛ خو، نور ګل کاکا له هغې ورځې تر نن تاريخ پوري تارسو شوی دی.
ملګري مي په خندا کې وويل ، چې “ زموږ خلک هم ډېر کوران والي ( قران وهلې ) دي، له هغه وروسته، چې به کله په کوم کلې کې د مړي اعلان واورېدل شو، نو د کلي هلکانو به د نورګل اکا زامنو ته منډې ور وهلې، چې ورسره پلار دي خبر که، چې په فلاني کلي کې مړی شوی دی، که قرض دی ورباندې وي، نو ورته ووايه، چې ورشه !
ملګري مي وويل، چې نور نو، د نورګل اکا نوم په هر مړې او هديره کې يادېده او حتی په هديره کې چې به د کوم مړي خپلوانو غږ وکړ، چې که زما په پلار يا ورور د چا قرض وي، نو غږ دي وکې، له دې غږ سره به سم د نورګل اکا د نوم چغې وهلې کېدې ، چې نورګل اکا چېري دی؟!
ملګري ته مي وويل، چې دمړي ورثه يعني خپلوانو، خو هم سمه خبره کوله، چې کوم سند مند، خو به لرې، چې قرض دي درکړو او بل داچې، څوک چې له چا څخه قرض غواړي ، سند او يا شاهد خو بايد چې ولري.
ملګري مي وويل، چې سند به يې په چا ليکل ؟ په ټول کلي کې له ملاصاحب ماسيوا دبل چا خط نه و زده او ته په دې نه پوهېږي، چې زموږ په ټولنه کې داسي ډېرکسان شته، چې تربرونو ( نژدې خپلوانو ) ته د خپلې هستۍ او نېستۍ معلومات نه ورکوي، که يې سند ليکلی وای، نو بيا خو هغه خپلوان ورڅخه خبرېدو .
ما وويل چې خېر، خو د مړي وروڼو يا زامنو ته خو به يې پلار يا ورو دومره ويلې وي، چې د فلاني او فلاني پوروړی يم يعني پيسې يې را باندې قرض دی.
ملګري مي وخندل او وي ويل، چې فکر کوم، تا د چټياتو ويلو کېسه نه ده اورېدلې؟ وايې ، يو نفر د ځنکدن په وخت کې خپلو زامنو ته تر وصيت کولو وروسته ويلي و، چې زامنو ! تاسې کتابچه راوخلئ، چې زه تاسي ته د خپلو پوره وړيو او دهغو کسانو ، چې پر ما يې قرض يا پور باندې دی، معلومات درکړم.
زوی يې کتابچه را واخيسته او په ليکلو يې پيل وکړ ، لومړی يې د هغوکسانو نومونه وليکل، چې د پلار قرض ( پور) ورباندې وو. خو کله، چې نوبت د هغو کسانو را غی، چې د دوی په پلار يې پيسې وې، نو مشر زوی يې په نور وروڼو غږ وکړ ، چې ابا له چتې وتلی دی ، چټيات وايې ، په خوله او په سترګو يې لاس ورکېږدئ”.
ملګري مې ډېر وخندل او په خندا کې يې وويل، چې سره مه خلاصه داسي راته ښکاري، چې خدای نا خواسته دواړه مو خطا دی الله دي را باندې ورحمېږي، زموږ د ټولنې يو شی هم د الله د رضا او د اسلام د مقدس دين سره برابر نه دی هر څه مو د تربرونو د سيالۍ قرباني شوي دی.