د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سولې ته به غاړه ږدو!

اېمل افغان 02.10.2016 14:48

درنولوستونکو! له هرڅه وړاندې به موضوع ته داخل شو اوپرهغې به بحث وکړو هرڅومره که موږ په هېوادکې د چوکۍ اوخېټې ډکولو لپاره جنګ اوجګړې وکړو، بې ځايه وينې توې کړو، بيابه هم د نن ورځې په څېرسولې ته کېنوچې ډېره د خوشحالۍ خبره اوپه تاريخ کې به دا لومړی ځل وي، چې په افغانستان کې يوه سياسي ډله چې هغه حزب اسلامي دی د سولې د راوستو لپاره افغان حکومت ته غاړه کېښوده او په ټول هېوادکې دغه ډله د ولس له تود هرکلي سره هم مخامخ شوه، چې خلکوورته هرکلی وويلو اودومره د سولې په ارمان ورته ناست خلک وو، چې دغه ډله به که خدای کول د سولې په راوستوکې له افغان حکومت سره يوځای کار کوي اوهغه ډلې چې نه غواړي په هېوادکې يوه د امن اداره رامنځ ته کړي د دې کار په کولو تشويق اويا له منځه يوسي.
دا اوترڅنګ يې نورې هغه ډلې وې، چې له څلوېښت کاله جګړې وروسته ورته داخبره ثابته شوه، چې په جګړه کې زموږ د هېوادوالوخيرنه شته، هېواد اوځوانان چې په دې څلورليسزوکې وروسته پاتې شول هغه خو په خپل حال پرېږده، چې د دغه وروسته پاتې کېدو پړه نن ټوله لومړی په افغان سياسي لوبغاړو اوبيا د افغانستان په دښمنانو اچول کېږي، چې هېواد هم ورسره يوه پېړۍ وروسته پاتې اوهېوادوال هم بې ځای په شهادت ورسېدل اوترننه پورې لا دا لوبه ښه په نره هم د دوی له لاسه روانه ده اوهېڅ داسې رښتينی سياسي لوبغاړی په هېوادکې پيدا نه شوچې دغه جګړه يې د تل لپاره په دغه خاوره کې مهارکړې وای.
هغه ډلې چې نن هم نه غواړي په دې خاوره کې سوله راشي اوخپلې ګټې په جګړه کې خوندي ويني حکومت ته په کار ده، چې له دولتي اداروڅخه د لرې کولو لپاره يې پياوړي تصميمونه ونيسي اوله دندې ګوښه شي ترڅو په دې هېوادکې يوه د امن فضا د دې کار په کولو رامنځ ته شي اونورې ډلې دې ته زړه ښه نه کړي، چې په راتلونکي کې په داسې ناوړه کار لاس پورې کړي تردې پورې چې له سياست څخه لرې شي په سياست يې ورته بنديز ولګول شي اوله برحاله دندوڅخه په کورکېنول شي ترڅو د نوروخلکو لپاره د دې زمينه برابره نه شي، چې په داسې کارلاس پورې کړي اوپه هېوادکې دکارلپاره خنډ وګرځي.
دغه نننۍ سياسي ډله چې د نوروحزبونو په پرتله په افغانستان کې يې نفوس هم زيات دی اوکېدای شي په راتلونکوټولټاکنواوسياستونوکې بريالي هم شي خوهغه به د دوي په وړتيا اوکارپورې اړه ولري څومره چې دوی په دې درې کاله پاتې حکومت کې کار وکړي چې ښې پايلې به هم ولري اود څلوېښت کاله جګړې جبران به ولس ته په درې کالوکې مجراکړي اوځان به د ټاکنو لپاره چمتوکړي ترڅو وکولای شي د حکومت لوړې چوکۍ په سياست کې ترلاسه کړي، چې په نتيجه کې به دغه خلک هم ولس ته د منلو وړ وي اوکارونه به هم په ښه توګه په دغه خاوره کې مخ په وړاندې روان کړي.
که چېرته په ښوتګلارو فکر ونه شي، ولس ته په غوره لاس ته راوړنو قايل نه شو، بې ځايه د ولسي وژنو مخه ونه نيول شي، هېواد د پرمختګ له پلوه مخ په وړاندې روان نه کړي، خپلو تېروتنو ته پاملرنه ونه کړي، جګړه په سوله بدله نه کړي، د ځوانانو ښوونه او روزنه په پام کې ونه نيسي، اقتصادي اوفرهنګي کړنلارې د هېوادوالو لپاره برابرې نه کړي فکرنه کوم، چې دا سوله به هم کومه ځانګړې نتيجه ورکړي دا پاتې عمرچې د دې سياسي لوبغاړو پاتې دی دا به هم په جګړه کې تېرشي، چې بيابه د سبا ورځې د تور تاريخ مسؤوليت هم د دې خلکوپه غاړه وي اوعمر به يې هم خوړلی وي.
خوپه کارده چې سولې ته له هرپلوه هرکلی ووايواوپه هرقيمت چې کېږي نورپه دې خپلونفسونو پښه کېدو اوسوله په هېواد کې حاکمه کړو، ترڅو د دې کارپه کولو سره د ټول ولس ګټې په کې خوندي شي.