د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رزق اساباب

قاضی طارق 29.09.2016 12:10

په تېر پسې .....

د تېرو برخو له مطالعي نه د چا سره دا فکر پيدا نه شي چې رښتيا هم روزي رسان څښتن تعالي دې ، نو لاس او پښې وغځوي ، هلې ځلې هڅه او هاند پرېږدي ، د رزق د ګټلو ټول اسباب شاته وغورځوي او چېرته د تياري ډوډي خوړلو ته مخه كړي ، او یا هم هر چاته د سوال لاسونه و ِغځوی او د دې لارې نه رزق لاسته راوړی .

الله سبحانه وتعالي په دي قادر دي چي یو ژوندی مخلوق ته د اسبابو نه په غېر هم رزق ورسوي خو االله جل جلاله چي د انسان په وجود كې كوم استعدادونه او قوتونه ايښي دي نو دا يي د دي لپاره ايښي دي چې كار تري واخلي او مهمل ، راكد او بي فايدې يي پرې نږدي .

د اسلام پوهان او علماء وایې چې :

الله پاک د انسان د رزق کفالت کړې دې ، خو د رزق د ګټلو لپاره یې اسباب هم پېدا کړیدی ، او پر انسان واجب ده چې له دغو اسبابو نه کار واخلې ، خو دا فکر هېڅکله ونه کړی چې زما هڅه هاند او کوښښونه زما د رزق مصدر دې ، سعي او هڅه په سبب سره کیدای شی ، او رزق د الله له لورې دې ، ته یوازې په اسبابو فکر کولای شې ، او که چېرته دې په رزق کې تأخر او سستی موجوده وی نو حرکت وکړه او لاس تر زنې مه کښېنه .

له بله اړخه الله جل جلاله د دې ځمکې مخ د انسان د ژوند کولو لپاره ډېر ښه او مناسب پیدا کړې دې او په دې ځمکه کې يې د رزق د پيدا کولو اسباب د دې لپاره پېدا کړیدی چې انسان ترې ګټه واخلی ، که د یو سبب په استعمال سره چاته کافی رزق را نه شی هغه دې پرېږدی له نورو اسبابو نه دې کار واخلی فرمایې چې :

{وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْزُونٍ } الحجر: ۱۹ .

او ځمکه غوړولې ده مونږ دغه ( ځمکه ) اوغورځولی دی مونږ په دغه ځمکه کې غرونه او شنه کړی دی مونږ په کې له هر شئ اندازه کړ شوی څخه .

{وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَنْ لَسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ } الحجر: ۲۰

او پېداکړی مو دی تاسې ته په دغه ځمکه کې (اسباب د) معیشت او هغه شیان چې نه یې تاسی هغوی ته رزق ورکونکې ( لکه عیال ، اولاد ، خادمان ، حیوانات او داسې نور...) یعنې دغه شیان ټول داسې دی چې خدمت ستاسو کوی او رزق الله جل جلاله ورکوی .

الله جل جلاله په خپل خاص حکمت سره په ځمکه کې اسانتیاوی او د بنی ادم په وجود کې پراته استعدادونه د دې لپاره تخلیق کړیدی چې انسان و کولای شی په دغو استعدادونو سره په ځمکه کې د موجودو سهلتوتونو نه د خپل رزق لپاره کار واخلی .


علماء دا وایې چې :

څه شئ چې خلک یې ډېر ستومانه کړیدی هغه دا دې چې د رزق په کار کې په فکر اوغم کولو کې ناست دی ، حرکت نه کوی او سر په زنګون دې ، او که په دې پوه شی چې کوم ذات چې زه پېدا کړې او وجود ته راوړې یم نو زما د رزق کفالت یې هم کړې دې نو دومره ډیرغمونه به یې نه کول !

حقیقت دا دې چې که چېرته د رزق د اسبابو کوم اړخ کار و نه کړی نو تشویش مه کوه او خورا ډاډه اوسه چې رزق به له بل کوم اړخ نه در ته راشی ، ستا شا به یې نیولې وی او نه دې پریږدی در پسې به راځی .

خو د خفګان خبره اصل دا ده چې یو شمېر خلک په همدغو وسایلو تکیه او اعتماد کوی نو الله جل جلاله مونږ ته ځکه امر کوی چې يوازي په وسايلو تكيه مه كوي ، د الله قدرت په وسايلو کې بند او محصور نه دې ، تفسیر الشعراوی لیکی چې :

کله چې ابراهیم علیه السلام بی بی هاجره د خپل ځوی سره د مکی مکرمی په وچ ناو کې پریښودله نو بی بی هاجرې د اوبو د لټولو لپاره د صفا او مروه تر منځ په منډو را منډو شروع وکړه ، بی بی هاجرې د صفا او مروه تر منځ منډې رامنډې وهلې سعی او کوښښ یې درلود تر څو اوبه پیدا کړی خو څښتن تعالی د کوم سبب نه په غېر اوبه د اسماعیل علیه السلام تر پښو لاندې روانې کړې .

لکه چې څښتن تعالی ورته ویلی وی چې ته خو د صفا او مروه تر منځ په اوبو پسې منډې وهی خو اوبه ستا د ګمان په خلاف دا دې ستا د ځوې تر قدمونو لاندی را خوټکېدلی دی .


که چېرته دا اوبه د هغې د کوښښونو او منډو را منډو په نتیجه کې را پېدا شوې وایی نو بیا به مونږ ګمان درلود چې دا اوبه د هغې د کوښښ او هڅې په نتیجه کې راوتلی دی .

نتیجه دا چې کوښښ او هڅې خو جاری وساته خو په خپل کوښښ عقیده او حساب مه کوه بلکه عقیده په رزاق اعلی وساته .

نو انسان ته په کار ده چې د كوم نیک او روا كار د كولو اراده چې وكړي هغه خامخا تر سره كړی ، خو د هر شئ اندازه د الله جل جلاله په لاس كې ده ، دا چې چا ته ډير څه وركوي او چا ته كم ، نو دا هم د هغه ذات ویش او تقسيمات دي ، چې د خپل خاص حكمت له مخې يي ترسره كوي .

كيداي شي هر چا سره الله پاك د هغه د حال مناسب معامله وكړي كه پر چا رزق لږ كم شي نو لازمه نه ده چې پر خداي باندي اميد او تكيه له منځه لرې کړی او د خداي حكمونو ته شا كړي ، او د نورو دروازو په ټكولو لاس پوري كړي .

هو !

که چېرته یو انسان د اسبابو له استعمال څخه ناتوانه او معذور دې او الله جل جلاله مال هم نه دې ورکړې او فقیر شوې دې ، او هېڅوک ورباندې صدقه هم ونه کړی ، نو بیا په دغه صورت کې د لوږې سره مخامخ فقیر ته سؤال کول جواز پېدا کوی ، بیا نو دغه فقیر ته په کار ده چې په نرمۍ سره له خلکو نه سوال وکړی .

که چېرته دا فقیر وږې دې او د خلکو نه نور څه نه ، فقط یوه مړۍ ډوډۍ غواړی نو خلکو ته په کار ده چې مرسته ورسره وکړی ، او که وږې هم نه دې او موړ دې او بیا هم نور څه نه یوازې ډوډۍ غواړی، نو چې څومره خوړای شی بیا یې هم ورکول لازم دی ، ځکه چې دلته د فقیر له خوا د مال د ذخیرې جوړولو کوم قصد نه شته .

شریعت محمدی یو وږی ته جواز ورکړېدې چې حتی د یو لئیم او بخیل انسان څخه هم د خوړلو لپاره طعام وغواړی او که ور یې نه کړی ورته روا ده چې په زور او قوت سره یې ترې واخلی ، او که خبره او کړکیچ یې محکمې ته ورسېږی نو قاضی یې باید دغه عمل تائید کړی .

نو له دې کبله ځینی علما ء وایې چې د ولږې د رفع کولو لپاره که څوک په زور سره له چا نه ډوډۍ و اخلی نو دا سړې متعدی او متجاوز نه دې .

يوه ډله ملنګان ، بې علمه شیخان او احمق صوفیان بیا په دې عقیده دی چې کسب او کار د شدید ضرورت نه په غېر حرام دې او داسې دې لکه د مردارې غوښې خوړل چې د ضرورت نه په غېر جواز نه لری .

دوئ استدلال کوی چې کسب او کار د الله پاک په وجود تکیه او توکل کول خو یا بیخی له منځه وړی او یا لا اقل کموی یې ، په داسې حال کې چې الله پاک پر مونږ د توکل امر کوی:

{وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ} المائده : ۲۳ .

او په الله باندې توکل وکړئ که ایمان لرئ ، نو څوک چې په غېر د الله نه په بل کوم څیز توکل وکړی هغه مؤمن نه دې .

دغه راز د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حدیث باندی استدلال کوی چې فرمایې :

( لو توكلتم على الله حق التوكل لرزقكم كما يرزق الطير تغدو خماصا و تروح بطانا ) .

که چېرته مو په الله جل جلاله تکیه او توکل وکړ نو خامخا به تاسو ته داسې رزق درکړی لکه څرنګ چې یې مرغانو ته ورکوی ، سهار وږی را پاڅی خو ما ښام یې بیا خيټَې مړې وی.

نور د دین علماء بیا دا وایې چې :

کسب په دوه ډوله دې یوهغه کسب دې چې یو شخص یې د خپل نفس د ګټې لپاره تر سره کوی او دا هغه روا کار اوعمل دې چې خلاصې ترې نه شته ، او بل ډول هغه کسب وعمل دې چې انسان ته د ګټې په ځای تاوان اړوی مثلا یو ناروا عمل تر سره کوی لکه غلا ، جواری ، سود رشوت او داسې نور ......

نو سلف او خلف علما ء په دې نظر دی چې لومړې ډول کسب مطلقا مباح او حتی د اړتیا او ضرورت په وخت کې فرض دې ، خو دغه دوهم ډول عمل په اتفاق دعلماوو سره حرام او ډډه ترې په کار ده .

امام السرخصی په المبسوط کې فرمایې :

کسب او کار د انبیاوو لاره ده په دې معنی چې تر ټولو لومړې زمونږ پلار ادم علیه السلام چې کله له جنت څخه را کوز شو نو جبرائیل علیه السلام ورته غنم را وړل او امر یې ورته وکړ چې دا وکره نو هغه وکرل ، اوبه یې ورکړې ، ویې ریبل ، دانې یې ترې وایستلې ، وړه یې کړل او ډوډۍ یې ترې پخه کړه .

نو کله چې د دې ټولو اعمالو څخه فارغ شو نو مازدیګر نژدې وو چې جبرائیل ورته راغې ورته ویې ویل چې :

ستا رب پر تا سلام وایې او دا وایې چې که نن دې روژه ونیوله نو ګناهونه به دې معاف کړم او د اولادونو په برخه کې به دې سپارشونه قبول کړم ، نو ادم علیه السلام په داسې حال کې روژه ونیوله چې د دغې ډوډوۍ خوړلو ته ډېر په تلوارکې وه ، د دې لپاره چې وګوری چې په دې ډوډۍ کې د جنت د خوراک په شان خوند شته کنه ؟
نوله دې کبله ټول روژتیان د مازدیګر څخه وروسته د ډوډۍ خوړلوته ډېر په بیړه او تلوار کې وی .

دغه راز نوح علیه السلام نجار وو او د خپل لاس د ګټې ډوډۍ به یې خوړله ، ادریس علیه السلام خیاط وو، ابراهیم علیه السلام بزاز وو لکه چې رسول کریم فرمایلی دی :

(عليكم بالبز فإن أباكم كان بزازا) تاسو باید بزازی وکړۍ ځکه ستاسو پلار ابراهیم السلام بزاز و ، او داود علیه السلام د خپل لاس د ګټې ډوډۍ خوړله.

روایتونه داسې وایې چې داود علیه السلام به په نا اشنا جامو کې را ووت او د خپل ځان په اړوند به یې له خلکو پوښتنې کولې ، یوه ورځ ور سره جبرائیل علیه السلام د یو ځوان په څېره کې مخامخ شو نو داود ورته وویل :

ځوانه د داود په برخه کې څه معلومات لرئ ؟

جبرائیل و ویل :

داود ډېر ښه بنده دې خو یو خوی لری او هغه دا دې چې د بیت المال نه خوراک کوی ، په داسې حال کې چې بهترین خلک هغه دی چې د خپل لاس د ګټې روزی و خوری !!

نو داود علیه السلام خپل محراب ته را ستون شو او ژړل یې او خدای ته یې زاری کوله او ویل یې :

ای زما ربه ماته داسې یو کسب را وښایه چې د بیت المال له خوړلو نه مې خلاص کړی !

څښتن تعالی ورته د زره (زغرو) د جوړلو صنعت وښود ، او اوسپنه او فولاد یې د هغه په مبارکو لاسونو کې داسې نرم کړل لکه د نورو په لاسونو کې موم .

څښتن تعالی فرمایې :

{ وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّن بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنتُمْ شَاكِرُونَ } الانبیاء :۸۰ .

ژباړه : او ښوولې ؤ مونږ دغه ( داؤد ) ته جوړول د زغرې تاسې ته ، د پاره د دې چې و ساتی تاسې ( دا زغره ای انسانانو) له ضرر د جنګ ( د دښمنانو ) ستاسې ، پس ایا یې تاسې شکر کونکی ( یعنی شکر وکړئ .)

نو ده به زغرې جوړولې او په دولس زره روپۍ به یې خرڅولې او د دې لارې څخه یې روزی پیدا کوله پخپله به یې هم خوړله او په نورو به یې هم صدقه کوله .

سلیمان علیه السلام به پیمانې جوړولې ، او د دې لارې نه یې روزی ترلاسه کوله ، دغه راز زکریا علیه السلام نجار وو اوعيسي عليه السلام به كله د خپلې مور تارونه خرڅول او کله به یې وږی ټولول چې دا هم یو ډول کسب دې .

زمونږ پېغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم به چوپانی کوله لکه چې خپلو اصحابو ته یې یوه ورځ داسی وویل :

( كنت راعيا لعقبة بن معيط وما بعث الله نبيا إلا وكان راعيا ) .

زه د لعقبه د معیط د ځوی چوپان ووم او الله هیڅ یو نبی نه دې رالېږلې مګر چوپانی یې کړیده .

د وسايلو او اسبابو استعمال په اصل كي هغه دروازي دي چې په هغه روزي او رزق راځي او دا چي منبع او مركز يي چيرته دي ؟

خالق يي څوك دي ؟

دا هغه سوالونه دې چې په تيرو برخو كي ور باندي د قران په رڼا كي څيړنه وشوه اوس وايو چې د دغو دروازو او اسبابو استعمال د خداي تعالي په وجود د توكل خلاف نه دې ، مشروط پردې چې اعتماد او نظر يوازي د الله تبارك وتعالي په وجود وي ، او د الله پاك قدرت په دغو اسبابو كې محصور ونه ګڼي .

كه يو سړي تجارت د اسلام د حكمونو سره سم تر سره كړي او غدر ،غبن ،درواغ او دوكه پكي ونه كړي ، نو څښتن تعالي دغسي رښتيني تاجر د قيامت په ورځ له نبيانو سره يو ځاي را پورته كوي .

خداوند قدوس په دغسي روا او مشروعو اسبابو كې خير او بركت اچوي ، خو اعتماد او تكيه به ور باندي نه كوي ، او داسي به نه ګڼي چې كه دا نه وي نو رزق به نه وي او يا به وي خوكم به وي .

داسي انګيرنه اوعقيده درلودل په حقيقت كي د څښتن تعالي په وجود اعتماد او تكيه له منځه وړي ، خو ياد بايد ولرو چې ډير ځله داسې هم كېږي چې دغه لوي تجارت او كار وبار او يا همدغه فابريكه چې څوك ور باندې اعتماد كوي ناڅاپه د داسې لوي زيان او تاوان سره مخ شي چې د ده په لاس كې موجود دغه ټول مال دولت د ده له ګوتو وباسي او له خپو يي وغورزوئ .

لوي خداي حكم كوي چي تجارت كوي ، د خداي په ځمكه كې ګرځئ ، حلال رزق پيدا كوئ چې داهم عين عبادت دې ، خو په دې شرط چې دومره ډير بوخت او لالهانده نه شي او د رزق د ګټلو په اسبابو مو دومره تكيه پيدا نه شي چې خداي در نه هېري شي ، او دغه فابريكه يا تجارت او يا كومه رسمي دنده او کسب او کار در ته روزي رسان ښكاره نه شي .

علي كرم الله وجهه فرمايي :

( واعمل لدنياك كانك تعيش ابدا ، واعمل لاخرتك كانك تموت غدا ) .

د دنیا لپاره داسې كار وكړه چې لكه هميش په دنيا كې اوسېږي ، خو بيا د اخيرت لپاره داسي كا ر وكړه لكه د يوي شپې مسا فر چې سبا تر روان يي .

نو يوه ډله صوفيان او شيخان مترو ك الدنيا دي ، يوازې د جو ماتونو په ګوټونو كې په عبادت كولو داسې بوخت دي چې د دنيا ډيرو ضروري او مشروع كارونو ته هم هيڅ اهميت نه وركوي ، كار يي يوازې او يوازې عبادت كول او د بل چا له خوا تياره شوې ډوډۍ خوړل دي .

بيا په دي بل طرف كې ځيني خلك د دنيا په لټولو داسي بند وي چې خالق تعالي ور نه هېر وي لالهانده او سر ګردانه دی یوه شېبه ارام او سکون نه لری ، شپه او ورځ یې نه شته ...

دریمه ډله خلک داسې هم دی چې د رزق د لاسته راوړلو او ګټلو لپاره کسب کوی خو داسې کسب غوره کړی چې د انساني كرامت ټولې پولي ماتوي او دعزت النفس ټول ارزښتناكه اصول له پامه غورځوي او يوازي هغه څه پسې سرګردانه شي چې په خپل ذهن كي يې روزي رسان ګڼلې دې .

نو اکثر انسانان د افراط او تفريط په خورا اوږده ناروغي اخته وي ، خو ځان ور ته روغ ښكاري ، او دا تر ټولو بد حالت دې چې سړې وي ناروغه ، خو ځان ور ته ښكاري روغ .

هدف يي بيت الله وي ، خو روان وي تركستان او هندوستا ن ته ، د ژوند اصلی هدف ته يي شا اړولې وي ، او په ډيره چټكي سره مخ په وړاندي روان وي ، او چې څومره خوځېږي هغومره له هدف نه لېرې وځي .

زمونږ پيغمبر صلی الله مليه وسل فرمايي چي :

كه چيرته يو په تاسو كي خپله رسئ واخلي او غره ته ولاړ شي او په خپله شا يو د لرګو ګېډئ راوړي او هغه خرڅ كړي او په دې سره د خپل مخ ابرو او عزت وساتي دا د هغه لپاره ډير غور ه دي له هغه نه چې د خلكو نه سوال كوي يا څه وركوي يا نه .

څوك چې كار نه كوي او زحمت نه باسي نو هغه به حتما د بل لاسته ناست وي .

همدغسې بل ځاي كې بيا هم فرمايي چې :

كه په تاسو كې يو سړي په خپله شا له غره څخه د لرګيو يو ګيډي راوړي دا ور ته ډير ښه دې له هغه نه چې چاته سوال وكړي او هغه څه وركړي يا نه .

دغره نه د لرګيو را وړل او په دې ژوند تېرول خورا ستونزمن كار دې ، خو د دواړو جهانونو سردار وايي دا له مفتي ډوډي خوړلو نه ښه دي .

د مبارك پيغمبر د يو مبارك حديث مفهوم داسي دي چي وايي ( چا د رسول الله په مخكي د كوم عابد دعبادت كولو ډير ه ستاينه وكړه چې :

فلاني سړې شپه او ورځ په عبادت بوخت دې نو د خداي رسول تر پوښتنه وكړ ه چې د دغه عابد لپاره ډوډي څوك تياروي ؟

چا ور ته وويل چې د هغه ورور!

نو د خداي نبي وفرمايل چې دغه ورور يي له ده نه ښه دي !!

بې كاري د انسان له ښو اوصافو څخه نه ده ، د ژوند معني هم دا ده چې ژوندې انسان بايد په دغه دنيا كې نيك كارونه تر سره كړي او لاس تر زني كښېنني ، داسي نه شي چې د ده ژوند د نورو د اوږو بار وي او يا د خپل ژوند تېرولو لپاره نورو ته د سوال لاسونه وغزوي ، او یا هم د خپل ژوند د امرار لپاره کوم ناروا کسب او کار ته لاس و اچوی لکه د نن زمانې یو شمیر ډمې او سندرغاړی .... !!!!

يوشاعر وايي :

چې سړې وي هغه هيڅ وخت وزګارنه وي ـ دهغه ژوندون په بل چا باندې بارنه وي
هر يو كار كه ته همت وكړې اسان دې ـ كار له دې كاره ګران نه شته چې كار نه وي

نو د مشروعو اسبابو استعمال د رزق په لاسته راوړلو او ګټلو كې خورا ضرور د ې خو بروسه او اعتماد به په هغه مالك وي چي ټولو ژونديو مخلوقاتو ته رزق ور كوي ، او د رزق پراخوالي او تنګ والي دهغه په لاس كې دې .

سید الطنطاوی رحمة الله علیه فرمایې :

عاقلان په دې ډېر ښه پوهېږې چې د رزق په تر لاسه کولو کې د مشروعو اسبابو استعمال د الله جل جلاله په وجود د توکل او تکیه منافی عمل نه دې بلکې دهغو اسبابو استعمال چې مقصد او هدف ته د رسېدو لپاره څښتن تعالی مشروع ګرځولی دی د الله جل جلاله د ښه طاعت او د ایمان د قوت دلیل دې .

او دا نه ایمان دې ، نه عقل دې او نه په الله باندې توکل دې چې یو انسان د ونې د کرلو نه په غېر د میوی انتظار و باسی او یا د خوړلو نه په غېر د ګېډې د مړېدو، یا د کوښښ نه په غیر د بریالیتوب او یا د صالح عمل نه په غېر د کوم ثواب توقع ولری ......

په الله جل جلاله توکل کونکې اوعاقل مؤمن هغه دې چې هدف ته د رسېدو لپا ره له هغو اسبابو نه ګټه واخلی چې الله پاک مشروع ګرځولی دی او بیا دعمل نتیجه الله پاک ته و سپاری ترڅویې هغه الله د خپلې ارادې سره سم ترسره کړی . . .