د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې سیاسي لوبې

اېمل افغان 27.09.2016 11:17

کله چې موږ په دې خاوره کې په خپلوسیاسي لوبغاړو، د هغوی په سیاسي چارو اوبیا په دې څلوېښت کلن ناوړه سیاسي بهیر اوترڅنګ یې د خپلې ټولنې د ځوانانو په اړه خبرې کوو، خدای شاهد دی چې مایوازې د سیاست دکلمې نوم اورېدلی په سمه اودرسته معنی يې نه پوهېږم چې څه ولیکم؟ څنګه کولای شو دا ناوړه سیاست د خپلو ولسونو اوبيا ځوانانو لپاره تشريح کړو ترڅو هغوی وکولای شي نورله دې لوبغاړوڅخه رښتينی سياست د هېواد د ابادولولپاره ترلاسه، په یوه ښه لاره يې د دې خاورې او ولس لپاره روان کړي؟ په کوم ډول يې خلکو ته ور وپېژنو؟ ګټه او تاوان یې د هېواد اوخلکو لپاره څه دی؟ ترڅوپه راتلونکي کې یوه ښه پایله ولري اونور په هېوادکې ځوانان د داسې ناوړه اود بل په لاس د جوړو شوو سیاستونو ښکارنه شي، لکه څنګه چې په دا څلورلسیزوکې په خپلو سترګو مو دا لوبې ولیدلې چا د خلق په نوم، چا د پرچم په نوم، د کمونیزم په نوم، د رهبر په نوم، د طالب په نوم اوچاهم د القاعده او ترورېست په نوم ښه په نره په دې خاوره اودې کورکې خپل سیاست اوجګړه وکړه، جیبونه یې ډک کړل، اولادونه یې د علم اوپوهې په ترلاسه کولوبريالي کړل، پردي بچي يې په دې ځای کې د خپل ناوړه سیاست په نتیجه کې د مرګ کندې ته وغورځول او دا لړۍ اوناوړه سیاستونه اوس هم د چوکۍ، پېسوګټلو اوخپلو خېټو د ډکولو لپاره د دې لوبغاړو له لاسه روان دی، خدای دې خیرکړي، چې نوربه څه په افغان ولس په دې ځای او دې پېړۍکې د نا چارۍ له لاسه راشي.
زموږ موخه له سیاست، سیاسي لوبغاړو اوبیا له افغان ځوانانوڅخه په دې ځای کې داده، هغه کسان چې غواړي دې کار ته لاس اوږدکړي، هغوی باید په پوره توګه په سیاست اوسیاسي مبارزه کې له خپل ځان څخه وړتیا اومعلومات له دې وروسته ولري، ترڅو دا ډله خلک په خپل ژوندکې له دې پروسې څخه بريالي را ووځي او له دې وروسته د يوه افغان پزه هم د دوی له لاسه په سياست کې وينې نه شي.
نن سبا زموږ سياسي څېروته په کار ده چې په راتلونکوسياستونوکې په منظمه توګه برخه واخلي هغه د خپلې پوهې او وړتيا له مخې ترلاسه کړي، سړې اوتودې وګوري، په راتلونکو سیاستونو، کار او دژوند په چارو دوی ښه برلاسي و اوسي، د سیاست مذه وڅکي اوپه کار ده، چې یو رښتینی سیاست اومبارزه دوي د خپلو راتلونکو تګلارو او پروګرامونو د عملي کولو لپاره په لاره واچوي، د تېروسیاستونو له سیاسي لوبغاړو، د هغوي له ناکامو تجربو ځان خبر اوګټه ترې واخلي، په ګټه او تاوان یې مخکې له مخکې پوی وي نه چې د دوی سیاست له دې څلوېښت کلن سیاست څخه یو ناکام اوبدترسیاست او د خپلو ګټو لپاره يې لوبه يوځل بيا روانه کړې وي.
د یوسیاستمدار سياست باید یو بریالی، ولس ته منلی، په حقیقتونو اوغوره تګلارو ولاړ اورښتینی سیاست وي، ترڅو په راتلونکي کې ښې پایلې له ځان سره ولري اوهم وکولای شي دا تباه شوی هېواد له دې دروغجنو، په ځان مینوسیاسي لوبغاړوڅخه خلاص او په یوه سمه لار یې روان کړي ترڅو د دې کار په کولو دلته هم یوه د امن اونظم فضا او اداره د ولس د ګټو لپاره رامنځ ته شي.
څرنګه چې د سیاست اوسیاسي لوبغاړو اوبيا د دې کار په ښه توګه عملي کولو په اړه د نړۍ پوهانو په لسګونوکتابونه، په سلګونو مقالې لیکلي، بیاهم ویلی شو، چې په منظمه توګه د یوې ادارې، ریاست اوپه مجموع کې د ټولو حکومتي چاروپه ښه او دکتاتوره توګه مخ په وړاندې بیولو ته سیاست ویلی شو.
اصلي اوپرځای خبره داده چې په خپل هېوادکې نور په سیاست کې د افغان ولس وینې بې ځایه د خپلو شخصي موخو اوګټو لپاره تویې نه شي، د چا سرونه بې ځایه پرې نه شي، د هېواد ودانۍ ړنګې نه کړو، د پرديو په اشارې چاودنو ته ځور ورنه کړو، هېوادوال په وینو ونه لمبو، د خلکو زړونه د یومنلي اوملي سیاست له لارې خپل او لاس ته يې راوړچې خلک په خپله ووایي راځئ تاسو په سیاست او د هېواد په اداره کولوکې برخه واخلی، نه چې د زور اوظلم له لارې سیاست ته دوام ورکړو، په کار ده، سیاست د قلم له لارې له دې وروسته خپل کړو، نه د ټوپک د شپیلۍ په وسیله.
کله چې په سياسي څېرو اوسیاست دلته بحث کوو، د نوي نسل لپاره هم په کار ده په دې لوبه کې برخه واخلي اوخپله مبارزه په ښه توګه مخ په وړاندې بوزي، نه داسې مبارزه اوسیاست چې خدای مه کړه سبا د ټولنې، هېواد او ولس په تاوان وي لکه، څنګه چې د تاریخ په اوږدوکې د خپلو ناوړه سیاستونو ښکار شولو چې ترنن ورځې پورې د کابل په هرکورکې د ځوانانو مړي پيدا کېږي، هر وګړي ته چې اوس د سیاست د کلیمې نوم یادوې هغوی همدا خبره کوي چې له سیاست اوسیاسي لوبغاړو څخه مې زړه ډېر موړ شوی، په کار ده له هغوی اود هغوی له ناوړه سیاست څخه نور لرې وګرځو، د سیاست خوند مو په دې هېواد کې ولیده چې ملک یې د تباهۍ اوبربادۍ په لور روان کړ دا هغه نفرتونه اوګيلې دي چې په حقیقت کې دې خلکو په خپل مخ یوه درنده ساپېړه د افغان سیاسي لوبغاړو له لاسه په دې خاوره کې خوړلې چې داسې الفاظ يې له خولوڅخه زموږ د مشرانو په وړاندې وزي اوهمداسې هم وشول چې نن دا سیاسي څېرې د خپل ولس په زړونوکې بلکل ځای نه لري او همداسې په ډاګ پاتې دي.
دلته که په اصلي خبرې رڼا واچوڅرګنده به شي چې دا ټول سیاستونه د خپلو شخصي موخواوګټو لپاره په دې خاوره کې روان وو اوس هم دي، چې دوام یې ونه کړاو نه يې د هېواد په ګټه کومه ښه نتیجه ورکړه، خپلوځانوپسې هم دې سیاسي لوبغاړو تورتاریخونه پرېښودل چې دا منفي کړنې ټولې لومړی د دوی په ناپوهۍ، ظلم اوبیا د شخصي ګټو په لاسته راوړلو دلالت کوي چې په نتیجه کې هېواد یوه پېړۍ وروسته پاتې شواوخلک نن هم د ستونزو له لاسه په ناچارۍ کې خپلې شپې سباکوي ولې دوی د دې کار په کولو خپل ژوند جوړکړ.
د يادو سیاسي نیمګړتیاو په شتون کې زموږ سیاست باید ملي، بریالی، په وطن مين اویورښتینی سیاست وي، ترڅو په راتلونکي نظام او اداره کې یوه ښه پایله هم له ځان سره ولري، موږ ته لازمه ده چې داسې سیاست اومبارزه په لاره واچو چې سبا ورځ د تاریخ په پاڼوکې په یو ښه نوم یاد شو، بل د دې کار موخه اوتګلاره باید خپل ولس ته څرګنده وي چې دا به بیا یو بریالی اوپه هېواد یومین سیاست وي.
کله چې يوسیاسي لوبغاړی په سياست اوځوانانو خبرې کوي، بیا ضروري ده، چې خپل سیاست ته ښه په کلکه ملا وتړي، هغه په خپلوخلکو اوحکومت کې عملي کړي، د هغوی لپاره سیاسي پروګرامونه او ټولنیزکارونه په لاره واچوي، دهغوی ګټې په نظرکې ونيسي ترڅو خلک له سیاست اورښتینې مبارزې څخه خبر او پوره خوند ترې واخلي اوله ځان سره ووايي چې دا رښتیني سیاستمداران او د هېواد په ګټه روان دي اوهرڅه د دوی په وس او توان کې شته چې دې خلکو ته یې رامنځ ته کړي، د ښې بهرنۍ پالیسۍ خاوند دی، ښه پروګرامونه اوښې تګلارې ورته په مخکې اود کار په پیل کولو کې پرتې دي، هلته به بیا خلک هم باور وکړي او دوی به د ولس ملاتړ ترلاسه کړي اویوې ښې پایلې ته به د ولس په مټو ورسېږي.
که سبا ورځ له يو سياستمدارڅخه دروغجن اودهېواد پلورونکی سیاست مدار، د ولس د وینو تویونکي سیاسي لوبغاړی جوړېږي، د ښې ادارې اوښه کار د پرمخ بیولو وړتیا په ځان کې ونه لري، بیا په کارده، د سیاست لاره همدا اوس بدله کړي، د هغه پرځای یوکار اویا دوکانداري ته لاس واچوي، ځکه د دې کار په کولو خو به يې د چا په وینو لاسونه سره نه وي اوبل ترڅنګ به یې یوه مړۍ حلاله ډوډۍ هم خپلو اولادونو ته پيدا کړې وي، شپه اوورځ خو به په ارامه تېروي، د دې وېره خو به ورسره په ذهن کې نه وي، چې سبا د یوجرم په تور ونیول شي اوترمحکمې يې خلک د دې ناوړه کار په وړاندې کشکوي اوجرم هم ورباندې ښکاره نارې وهي بیا به د خلکو په وړاندې څه ځواب وایي؟
پالیسي خو داده چې د سیاست د پلي کولولپاره په خپل ذهن کې ځانګړي پروګرامونه اوکامیابې تګلارې په مخ کې ولرو، نړیوال سیاستونه اوتاریخونه وګورو، له هغه څخه ډېرڅه لومړی زده کړو اوبیا وکولای شوهغه په خپله ټولنه کې عملي کړو، په داسې ټولنه کې چې هلته په شمارڅلوېښت کاله جګړه شوې وي، انسانان ژوندي په خاورو منډل شوي وي، د ځوانانو اوتور سرو په سرونو مېخونه ټکوهل شوي وي، چې د هغې بدې جګړې په نتیجه کې زموږ سیاست بیا یو بریالی سیاست را ووځي.
سیاست اومبارزه چې د یو هېواد د ابادولو، د خلکو د هوساینې او ارامولو لپاره وي، داسې مبارزه او سیاست هم ډېرخوندکوي، ځکه د دې سیاستونو لار روښانه وي او ورسره خلک په حکومتي چاروکې مرسته کوي اویوه سالمه اداره دکار په پایله کې رامنځ ته کېږي، مرسته ورسره کوي، که هغه په هره حکومتي برخه کې وي اوکه د ژوند په نورو چاروکې وي، خو چې رښتینی او په وطن مین یو سیاست وي، نه چې د جېبونو د ډکولو، د خلکو د غولولو اود پردیو بچیو د وژلو لپاره يې ملا تړلې اوټوپک په غاړه کړی وي، دې ته بیا فکرکوم خلک یو وحشت اوشین ظلم وايي، لکه څنګه چې افغان ولس ورسره د تاریخ په اوږدوکې د خپلو مشرانو له لاسه مخ شوی دی.
که لږنورهم وړاندې لاړشو، په خپلو ژمنو اوخبرو پوره باور اوعمل وکړو، خپل ولس اوهېواد ته نور ژمن پاتې شو، خپلې ستونزې اوبربادۍ ترڅېړنې ونیسو، دا ویلی شم، موږ به د ژوند ډېرو نا خوالو ته چې په کې را ګیریو د پای ټکی ايښی وي، ځکه موږ تل په خپل هېواد او بهرکې د پردیو سیاستونو ښکار شوي یو، چا په خپل ځان پسې بمونه تړلي اوچا له چاودېدونکو موادو ډک واسکټونه د خپلې خاورې د سوځولو لپاره اغوستي اوهره ورځ په سمسور اوښکلي افغانستان کې ځانوته چاودنې ورکوي، په لسګونو اوسوونو انسانان له ځان سره وژني، نورمالي اوودانیز زیانونه خو په خپل ځای پرېږده، داسې څېرې د هېواد دښمنان په سیاست پورې تړي بیا د نړۍ له یو ناڅرګند ځای څخه د دې ناوړه عمل مسؤلیت هم په غاړه اخلي، وياړ پرې کوي، چې نننۍ چاودنه په افغانستان کې یوه زوره وره چاودنه وه، ډېرځوانان مو ورسره د مرګ کندې ته ولېږل، دومره موټرد ملي اردو، هغومره ودانۍ مو ویجاړې کړې اوبیا وايي، دا زموږ سیاست، د افغان ولس او حکومت په وړاندې یوه بریا ده چې نن مو په دې ناوړه عمل لاس پورې او ترلاسه موکړه.
دا سیاست نه دی، دا بریا نه ده، دا له وطن اودین سره جفا کول دي، سیاست هغه ته وایي چې د یو مېز ترڅنګ له خپل سیاسي سیال سره په سیالۍ کې ناست شخص وي، د هغه دکمزوریو او اداري نیمګړتیاو په اړه په ځای نیوکه وکړي، هغه ته لارښوونه وکړي، هغه د هېواد آبادولو، معارف اونورو ودانيزو اوسیاسي نیمګړتیاو ته متوجې کړي، له هغه څخه په خپل هنر، مهارت او وړتیا سره واک ترلاسه کړي، خپل ولس په ځان رامات کړي، هغوی ته کار وکړي، په هېوادکې وینې تویول بند کړي، د خپلې بېکاره ادارې پړه په بهرنيو نوره وانه چوي چې همدغه وايي زموږ په کورنيوچاروکې بهرنيان لاس وهنه کوي هغوی د دې کار صلاحيت نه لري زموږ مشران خپله د کار مشران نه دي، په يوه دسترخوان نه سره راټولېږي لکه د پردل بچي څوک په يوه خوا کولېږي اوڅوک په بله په هرصورت داسې خلکوته یوسیاسي مبارزنه شو ویلی.
که دا وړتیا او زړورتیا څوک په ځان کې نه ویني او ذکرشوي کارونه نه شي کولی دا بیا یوه بله ډنډوره ده چې دوی په لاره اچولې او له حقیقت څخه به ډېره لرې اود نه منلو خبره وي، چې څوک له خپل هېواد سره له دې وروسته جفا، خیانت، ورانی اوغلاکوي، هغه ته وفادار نه وي، ځکه موږ په دې صورت کې هغه ته فعال سیاسي لوبغاړی اود وطن اصلي بچی نه شوویلی، هغه د بل ترسیوري لاندې لوی شوی سیاسي لوبغاړی دی اوهېڅکله به افغانستان ته په درد هم ونه خوري، ځکه د هغه هدف یوازې اویوازې د خپل ځان مړول اود پردي هېواد خوشحاله کول دي.
په دې خاوره کې موږ ته په کار ده چې د نورې نړۍ له رسېدلو سیاستونو، ځوانانو اوحکومتونو سره مقابله وکړو، په سیاست کې ولاړخلک پاتې شو، له هغوی سره باید مبارزه وکړو چې څنګه هغوخلکو خپل ځانونه په سیاست کې رسولي، له کومې لارې خپل هېواد په رسېدلوهېوادونوکې حساب کړی، زموږ د سياسي لوبغاړواونورې نړۍ د سياسي لوبغاړو په سیاست اوبیا د هغه مخ په وړاندې بیولوکې ځمکه او آسمان تفاوت ليدل کېږي، هغوی له موږ څخه په سیاست کې میدان ګټلی معنی دا چې د هغوی هوښیارتیا زموږ په پرتله لوړه اوپياوړې ده، د هغوی ذهنونه زموږ د ذهنونو په پرتله جوړ دي، د هغوی سیاسي لوبغاړي زموږ د لوبغاړو په پرتله تکړه دي.
دا بریالیتوبونه ټول د هغه هېواد په سیاست اوسیاسي لوبغاړو، د هغوی په کارپورې تړلي بولم ځکه چې د هغوی ادارې زموږ د ادارو په پرتله ډېر پرمختګ کړی، د هغوی نظام اوحکومت جوړ دی، د هغوی لپاره د کار زمینه ښه په لوړه کچه برابره شوې ده، هغوی د ژوند ډېر اوږده او ترخه پړاونه لنډ اوشاه ته اچولي، هغوی کاروکړ، په ځان يې سختۍ راوستې، هغوی سیاست ولوست، د سیاست په رښتینې اوسمه معنی يې ځان پوی کړ، هغوی دې ته سیاست نه وايي، چې یو سیاست مدار په خپل هېواد کې په مرګ محکوم کړي، هغوی له سیاست مدارڅخه په ډېر هنر سره واک اخلي، هغوی دې ته ملا نه ده تړلې، چې پلونه اوښوونځي د نورو په لمسون وسوځوي او دا هم سبا په سیاست کې حساب کړي، هغوی بانکونه په ملک کې نه لوټوي، ځکه دا د خلکو شخصي سرمايې دي اوهم د ملت پيسې په بانکونوکې شتون لري.
د دې برعکس که بیا موږ خپلو اداره چیانو، اداري کارونو اوسیاست ته وګورو دا یوه بله لوبه ده چې دې ته زه په یوه لنډه اصطلاح د وطن تباهي اوبربادي وایم چې زموږ سیاسي لوبغاړو روانه کړې، خو په هرصورت موږ باید له دې وروسته نوې، ښکلې اوپاکه سیاسي مبارزه وکړو، د هېواد کنډوالو او سوځېدلو ښوونځيوته یوځل نظر وکړو، د سیاست مدارانو قبرونوته لاړشو، له هغه وروسته بیا خپل رښتینی تصمیم ونیسو، بیا به زموږ سیاست یو بریالی او هېوادوالو ته منلی سیاست وي.
که له تېرو ناولو سیاستونوڅخه عبرت وانه خلو، په پوره ایماندارۍ کار ونه کړو اوځان د افغانستان په سیاست کې ژوندي اومسؤول حساب نه کړو، فکر نه کوم موږ به هم په داسې ټولنه کې سیاست ګټلی وي، بلکې موږ به هم له ماتې سره مخ یو اوهېواد به مو د تل لپاره د اور په لمبو کې سوزي، د نړیوالو اوګاونډیانو د خندا به يو لکه څنګه چې په دا څلور لسیزوکې دا حالت په خپلو سترګو ولید، چې نه مو پت پرځای شو او نه موکار په ډاډه زړه وکړ، نه مو سرمایې خوندي شوې بس په یو لوی سیند به بیا لاهو یو.
که وغواړو په سیاست کې ځان ګډ کړو، د سیاست ګټلو اولوستلو لپاره ورته په مخ کې ښې او ځانګړې تګلارې باید پيدا اوهغه په لار واچو اویا هغه زده کړو، ترڅو له موږ څخه په راتلونکي کې رښتیني اوپياوړي سیاستمداران جوړ اووکولای شوخپلې ادارې په خپله مخ په وړاندې بوزوچې په پایله کې به مو ډېرڅه د خپلو هېوادوالو لپاره رامنځ ته کړي وي اوموږ به هم د نړۍ د کامیابو اوبریاليو سیاسي لوبغاړو ترڅنګ ولاړخلک یو.
موږ ته لازمه ده، د سیاست دګټلو اوبیا د هغه په لاره اچولوکې لومړی د خپل قلم څوکه ډېره تېزه کړو، کومه نیمګړتیا چې زموږ په سیاست اوسیاسي لوبغاړوکې موجوده ده، هغه باید ورته په ګوته اویایې خپل ولس ته له دې لارې څرګنده کړو، ترڅو هغه شخص په ټولنه کې خلکو ته معلوم شي، چې دا څومره د وطن په درد خوري اوکه د وطن په تاوان دی، د هغه په اړه خو هم د تاریخ په پاڼوکې يوڅه ولیکل شي، ځکه تاریخ پټ مېړه نه دی، چې نن ورځ په دا یوېشتمه پېړۍ کې دې څوک ترې نا خبره وي او د هغه کړي جنایتونه اوبریالیتوبونه دې پټ شي، بلکې هغه به رسوا اوخلکو ته ښکاره کېږي.
نن نړۍ اوساینس ډېر پرمختګ کړی، د چاله خولې چې کومه خبره وتلې نه وي، هغه وخته ثبت شوې وي، خو په هرصورت له موضوع څخه به نه وځو، زموږ موخه ځوانان او سیاست دی څنګه، چې تاسو ته ښه اوکامیابه لاره ښکاري او تاسو په هغه لاره باندې خپل رښتینی سیاست او بری وینی نو په کارهم ده، چې هماغه د سیاست د چلولو لپاره غوره کړۍ، ترڅو د بریا او پرمختګ په لور روان شئ.