د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا امریکایان د ۹/۱۱ د وژل شویو انسانانو د تاوان اخیستلو حق لري؟

ډاکټر حمیدالله زړه ور صاپی 26.09.2016 13:20

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

مقدمه: په دې وروسته وختونو کې، د رسنیو له لیارې لولو چې د ا مریکا متحده ایالاتوکانګرس یوه داسې مسوده پاس کړه چې د۲۰۰۱ د ۹/۱۱ د قربانیانو خپلوانو ته د سعودي عربستان پر ضد د تاوان دعوا کولو حق ورکوي !ځکه د۱۹ ترهګرانو له جملې ۱۵ ېې پخوا د سعودي سره تړاو درلودء.
سعودي چارواکو ژر داسې عکس العمل وښود چې که امریکایان دعوی وکړي، سعودي به خپلې میلیاردونه ډالري پانګې د امریکا له بانکونو راوباسي !!،
او ڼن مې د آلمان غږ سایټ کې ولوستل چې بارک اوباما دا مسوده ویټو کړله؛ خو که کانګرس بیرته ۲/۳ ډیرۍ رایه تر لاسه کړي ، کولای سي د اوباما ویټو ویټو کړي!!.
متن: لومړی خو د ډیرو شنوونکو په آند، د ۹/۱۱ واقعه د بوشانو، امریکايي یهوداونصاراوو د طالبانو د رژیم ړنګولو او د اسامه بن لادن د ډرامې لپاره ، د ډبلیو-ټي-سي د آسمان-څکو د زړو بنا ګانو  د ګواکې ړنګولو سره ، پخپله د شاوخوا۳۰۰۰ امریکایانو په قرباني کولو ځانته د ملګرو ملتونو!، ناټو او د نورو هیوادونو توجه او اجازه ورکول وو، او پر افغانستان د یرغل بهانه وه!
دوهم دا چې،اسامه خو د سعودي دښمن و، او د طالبانو سره ېې دومره لېرې واټن توغندي نه درلودل چې نیویارک او واشنګټن له هومره پرمختللې ټکنالوجۍ سره وولي؟ نو بیا ولې امریکایان د اسامه او طالبانو پسې راغلل/ او کوم بین المللي قانون د بمباریو او قتل-ِ عامونو اجازه ورکړې وه؟؟. اوس نو طالبان هم کولای سي له امریکایانو د خپلو مړو(شهیدانو)تاوان وغواړي.!
همدارنګه، عراقیان، د تش په نامه الربیع-العربي(د عربانو پسرلی!)ځپلو تونسیان،مصریان،لیبیایان،یمنیان، سوریه ېېان،لبنانیان،فلسطینیان، سوډانیان،ثومالیان، نایجریایان، مالی یان ا.د.ن.، حتی په پای کې سعودیان<د یمن پر ضد>،...هم د ملیون هاوو انسانانو د وژل کیدلو، معیوبیدلو، بیکوره کیدلو، آواره کیدلو او پردیو ملکونو ته مهاجر کیدلو او په زر هاوو مشقتونو اوښتلو تاوانونه به له چا وغواړي؟؟؟.
له بلې خوا د القاعده د بقایاوو نه د داعش=ایسیس !! په نوم بلاوو جوړول او په اسلامي نړۍ کې د کلتور او ثقافتونو د له مینځه وړلو سره ، د آسیا د لوېې وچې او حتی ټولې دنیا ته د دهشت، وحشت، تورو تیارو خپرول د چا په پیسو او وسلو تر سره کیږي؟؟. د تعجب وړ بیا دا ده چې داعش ، عراق او شام په شان ثقافتونه ګواښي او له مینځه وړل ېې غواړي، مګر د عربانو او مسلمانانو ازلي او ابدي دښمن <اِزراييل> ته چې ۲-۳ ملیونه نفوس لري او غاصب، جابر،ظالم ګوډاګی دی، په کټه-پِش هم نه وهي!،حتی نوم ېې هم په خوله نه اخلي
بل، په افغانستان کې دا ۱۶ کاله د پخوانیو مفسدینو او ټلووالو پر راوستلو سربیره، د سل کاله مخکې غلو، بیناموسانو او هادم-دینانو د ایرو باندې د نفاق هور تازه کولو او په ځانګړې توګه د پښتون میشتو سیمو ړندې بمورۍ (حتا پر افغان ملي مسلحو ځواکونو ) او روغتونونو ، او پاکستان ته ترجیح ورکول؟؟ دکوم۹/۱۱تاوان دی؟
او پای کې مهمه دا چې ، امریکا د ۳۳ میلیارد $ سلاح پر سعود شیخآنو خرڅوي ، پر ضد ېې ۳۷ میلیارد$ اسراییلو سره مرسته کوي؟.
فاعتبروا یا اولې الابصار.
پایله:د دې لپاره چې د نړۍ انسانان او بیا مسلمانان په ځانګړې ډول افغانان د پردیو له نظامي، اقتصادي او فرهنګي یرغلونو څخه خلاص شي، د عدم انسلاک(بیطرفو ) هیوادونو ، اسلامي کنفرانس، او نورو سیمه ایزو بلاکونو کښې سره یو موټی شي، د خپلو بیګناه وژل شویو انسانانو تاوان له ابر-غدرتانو  واخستلی شي او خپل ملي شتمنۍ د خپلو خلکو لپاره پکار واچوي نه د نړۍ-خورو استعمار او استثمارګرانو لپاره.
 < ان الله سریع الحساب. صدق الله العظیم.>