د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حزب اسلامی.. ستونزمن ماموریت

عبدالرحمن فرقانی 24.09.2016 19:46

په افغانستان او سیمه کې د تل پاتې او هر اړخیزې سولې د ټینګښت  او مثبتې راتلونکې لپاره، ټولو هغو ولسي، سیاسی او ټولنیزو قوتونو ته پکار ده، چې له پیله یې د نوموړې سولې څخه ملاتړ کړی دی، چې تر دې وروسته په ټول قوت سره د هر اړخیزې سولې د ټینګښت  او داستعمار د نړیوالې دسیسې(دجګړې تداوم) څخه د افغانستان د نجات په موخه خپلې فرعي ګټې یوه اړخ ته پرېږدي. درامنځته شوې فرصت څخه په ګډه لاس په کار او خپل هېواد وژغوري.او په هېواد کې د سولې دښمنانو او دجګړې غوښتونکو ته نوره موکه ورنه کړي.    
ولې ولسونو د حزب اسلامي له دریځه هرکلی وکړ؟  
آیا حزب اسلامي  په خپله مبارزه کې ناکام شو او که ناکام کړای شو؟  
دحزب اسلامی  راتلونکې:  
حزب اسلامی او هر اړخیزه سوله :
حزب اسلامی یو څرک د افغانستان د آسمان په څپوکې:
ولې ولسونو د حزب اسلامي له دریځه هرکلی وکړ؟  
د واک او سیاست اړوند د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې یو غولونکی باور او یوه مکاره مقوله داسې رواج شوې وه ، بهرنیو کړیو ته داسې تلقین شوې وه او آن ځینو کورنیو کړیو خو د یوه مسلم حقیقت په څېر داسې یقین درلود-  چې ګواکې د افغانستان په کشاله او مساله کې حزب اسلامی افغانستان چې د یوه پراخ او هر اړخیزه بنسټ څخه برخمن دی، دبشپړې ناکامۍ سره مخ او پخپله سیاسي تجربه کې  نه راستنېدونکي پړاو ته رسیدلی دی، نو پکار ده، چې د افغانستان د سیاسي معادلې څخه دتل لپاره حذف او ځای یې نورو رقیبانو او سیالانو ته پرېښودل شي، د واک له ډګر تجرید او له اساسه  یې د سیاست او واک تجربه بشپړه نه شي. او دغه لیدلوري او ادعا ته د حقیقت ورکولو لپاره د بون کرغیړنه نظریه او پرېکړه  را منځته شوه، چې د افغانستان واک یې د ځینو سیاسي قوتونو تر منځ تقسیم کړ او ځینې نور یې ترې محروم کړل، چې په سر کې یې حزب اسلامي افغانستان ؤ، تر څو د ځینو استخبارتي کړیو د پلان سره سم په افغانستان کې د حکومت پر وړاندې د تصادم او ټکر زمینه تل شتون ولري او د هر اړخیز ثبات شرایط په هېواد کې را منځته نه شي....
نن په افغانستان کې ټول شته سیاسي او نظامي قوتونه په دې اعتراف کوي، چې د افغانستان د سیاسي برخلیک اړوند د بون تجربه یوه ناکامه، لمسونکې او مغرضه تجربه وه او ټول ولس په دې باور لري، چې د بون پرېکړه د افغانستان په حق کې یوه ظالمه او جابره پرېکړه وه او تر نن پورې یې له امله په افغانستان کې دجګړې اور بل او هغه بې وسه افغانان پکې سوځي، چې د ټول بشریټ پر وړاندې یې سرښندنه ورکړه او بشریت یې د کمونیزم له وحشت او بربریت ...څخه خلاص کړ.
خوکېدای شي دا خبره تر ډېره بریده کره او پر ځای وي، چې په واک ( مسوولیت نه امتیاز) کې د حزب اسلامي تجربه لا تر اوسه په ریښتنې توګه نه ده پیل شوې، که چېرې  په افغانستان کې د حزب اسلامي د واک  تجربه له اساس په رېښتنې توګه نه ده، رامنځته شوې، خونورو ... بیا څو څو لسیزې وړاندې له لدې چې د دوی د تجربې په اړه قضاوت وشي، په واک کې پاتې دي، او ځینې له دوی څخه خو لاتر اوسه د دې لپاره خپل اولسونه په وژونکو وسلو باندې وژني، تر څو په واک کې پاتې شي. او د سولې مخالفت کوي.
او دا په هیڅ ډول پر دې معنی هم نه ده، چې ګواکې حزب اسلامي د خپل مبارزې په لړ کې نه دی تیروتی، د نورو سیاسي او ټولنیزو ځواکونو په څېر هم تیروتی او هم بریالی شوی، خو هغه څه چې د پام وړ دي، هغه په لاسي توګه د حزب اسلامي د تیروتنو پړسول دي او په دې وروستیو کې کېدای شي په پرګرام شوي ډول د حزب اسلامي پر ضد لوی تبلیغات په لاره واچول شي، او ځینې مطبوعاتي لادسپیکرونه چې شیطانت یې پر خلکو پراخ اغیز لري  د حزب اسلامي د بدنامولو  لپاره د دعوت  لوی زیار وباسي.
په هره توګه کوم څه چې په دې وروستیو کې په افغانستان او اسلامي نړۍ کې دېر څرګند او بربنډ شوي دي، او شواهد یې دومره ډېر دي، چې انکار ترې ان حماقت ګڼل کېږي، هغه دا دي، چې استعماري او استخبارتي کړۍ او په سر کې یې امریکا د یو قطبه سیاست د چلولو او تداوم لپاره  غواړي د اسلامي نړۍ هېوادونه او هر هغه څوک چې د نړۍ په کچه د امریکا د یوقطبه سیاست په لار کې خنډ کېږي په اوږده جګړه کې ښکیل وساتي، تر څوخپل سیاسي، نظامي.. ځواک او د پرمختګ، سوکالي، پراختیا او هوساینې بهیر یې نیمګړی پاتې او د په دې اړه شونتیاوې له لاس ورکړي او تل د امریکا پر وړاندې په خپلو تګلارو کې محتاج او اړمن پاتي شي.  
حزب اسلامي دغه حقیقت ته په کتو سره وغوښتل تر څو لږ تر لږه په افغانستان کې د جګړې د تداوم شرایط پورته او د سوله ییز افغانستان په رامنځته کولو کې خپل ایماني مسوولیت ادا کړي او د افغانستان د دښمنانو مغرضانه پلانونه شنډ کړي. که د افغانستان دښمنان دغه زړور اقدام ته هر نوم ورکوي، که د تسلیمېدا نوم ورکوی او که بل هر نوم خو په حقیقت کې د جګړې تداوم یو استعماري هدف دی او باید مخه یې ونیول شي. د پردیو د اسارات او قیمومیت نه لېري باید هر ښکیل اړخ د بین الافغانی تفاهم او کورني محور پر بنسټ د جګړې په پای غور وکړي، تر څو د حزب اسلامي په څېر د ولس له پراخ ملاتړ څخه برخمن شي.    
آیا حزب اسلامي  په خپله مبارزه کې ناکام شو او که ناکام کړای شو؟  
سره له دې چې د واک او سیاست اړوند د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې یو غولونکی باور او مقوله داسې رواج شوې وه،او ځینې کړیو خو د یوه مسلم حقیقت په څېر داسې یقین درلود، چې ګواکي د افغانستان په کشاله او مساله کې حزب اسلامی افغانستان چې د یوه پراخ او هر اړخیزه بنسټ څخه برخمن ؤ، دبشپړې ناکامۍ سره مخ شو او پخپله سیاسي تجربه کې  نه راستنېدونکي پړاو ته رسیدلی دی، نو پکار ده، چې د افغانستان د سیاسي معادلې څخه دتل لپاره حذف او ځای یې نورو رقیبانو او سیالانو ته پرېښودل شي، خو د نوموړې مقولې اوباورستونزه دا ده، چې په څو اړخونو کې  یې ریښتینولي ضعیفه ده:  
لومړی: هغه څوک چې دا نظریه او دعاییه تکراروي، هغه د اسلامپالو او په تېره بیا د حزب اسلامی دښمنان یا غلیمان دي، او غوښتل یې چې حزب اسلامی د افغانستان له سیاسي چاپیریال څخه حذف شي. او نوموړې مقوله د هغې سیاسي کړکیچ په چوکاټ کې استعمالېږي، کوم چې د سیاسي اسلام د ښکارندې څخه وروسته د اسلامی حرکتونو د بدنامولو لپاره او یا داسلام سره د ترهګرۍ د نښلولو لپاره را منځ ته شوی ده.  
او همدا راز په کومه لهجه کې چې نوموړې مقوله یا نظریه استعماېږي، داسې ترې انګېرل کېږي، چې ګواکې د حزب اسلامي  پروسه او مبارزه د اسلامي حکومت د قیام لپاره ناکامه شوه، او په حقیقت کې بیا  دا په اسلامي نړۍ او افغانستان کې  د استعمار د خونړي حرکت یا دجګړۍ د تداوم د پای  پیل دی، چې ان شاء الله  د استعمار مرموزې او بربنډې دسیسې  به د الله تعالی په مرسته په بشپړه توګه  په افغانستان او اسلامی نړۍ کې د تل لپاره شنډې شي، او د اسلامی امت په وحدت سره به زموږ د اسلامی هېوادونو د سیاسی صحنې څخه ورټل شي.  
دوهم: په واک کې دحزب اسلامي د تجربې لپاره ټول هغه عیني شرطونه چې اساسا په افغانستان او سیمه کې  د کامیابۍ لپاره ورته اړتیا وي، نو وو موجود شوي، سربېره په دې حزب اسلامی او په ټول کې اسلامی حرکت د استعمار اود هغه کمونیستي او زاړه نظام  د پاتشونو دیوې پېچلې شبکې سره مخ شول، چې د کورنیو او بهرنیو اسلام ضد کړیو په همغږۍ سره  د حزب اسلامی د تجربې د ناکامولو  لپاره یې فعالیت کاوه.
درېیم: لوېديځ چې په سیمه ییز چاپیریال باندې بې برېده اغیز لري، په واک کې د حزب اسلامی په منلو کې ریښتنی نه ؤ، خو په موقت ډول یې د یوه واقع شوې پیښې په څېر منلي ؤ، او تېره مرحله یوازې د حزب اسلامی د حقیقت  د درک کول یوه موکه وه، او دهغو غیر متجانسو کړیو لپاره چې پر افغانستان یې د لوېدیځ تر ملاتړ لاندې واکمني ټینګه کړې وه یوه کړکیچنه او ستونزمنه او غولونکی  مرحله وه ، تر څو دوی د واک  په چلولو کې د ملت ارادې ته تسلیم او د جګړې په  پای ته رسولو باندې غور وکړي..
خو هغه څه چې د حزب اسلامی ضد کړۍ یې پر دې قادرې کړې چې چې د چارو واک په لاس کې واخلي، یوازې د لوېدیځ د استعماری کړیو او د هغوی د ملګرو تېروتنه نه وه ، بلکې د بون د پرېکړې منل د ولس او د حزب اسلامی  ګډه تیروتنه وه، د مسؤولیت لویه برخه ټولو هغو  سیاسی او نظامی قوتونو ته متوجه کېږي، چې د افغانستان په کشاله کې ښکیل دي او دا به ظلم وي، چې د ناکامۍ مسؤولیت یوازې د لوېدیځ او د هغوی د لاسپوڅو  پر غاړه واچول شي.  
اوس هر هغه څوک چې په افغانستان کې د جګړې د تداوم لامل ګرځي په حقیقت کې تېروتنه کوي او دا تیروتنه دعناد او هوس تیروتنه ده، نه د اجتهاد او سهوې تیروتنه و که حقیقت دا وي چې ډیری استخباراتی کړۍ زموږ په هېواد کې د جګړې تداوم غواړي، چې دا یو مسلم حقیقت دی، نو بیا دا موکه باید موږ پخپله نوره لویدیځ او دافغانستان دښمنانو ته په لاس ورنه کړو.
ځکه  ویل شوي:" برابر نه دي، هغه څوک چې حق غواړي او په لاس یې  را نه وړلی، د هغه چا سره چې باطل غواړي او مومی یې."  او د اجتهاد د تېروتنې او د هوس او عناد دتېروتنې تر منځ لوی توپیر دی.  
د حزب اسلامی څرګندې تېروتنې :
د نورو قوتونو سره د ګډون پر ځای د ځانګړې ډلې د جوړولو سیاست، چې د قطب جوړولو حالت یې نور هم لوی کړ، او ټولو اړخونو ته یې د ګډ کار کولو موکه له منځه یوړه، او د یوې ملي وینا د درلودلو څخه عاجزېدل.  
د مخالفو قوتونو او دافغانستان د صحنې څخه د غربي  او کورنیوڅارونکو قوتونو وېره یې راوپاروله ، او په پای کې کور او بهر د دوی د تجربې په ضد سره اتحاد وکړ.  
د مسوولیت او امتیاز د غوښتنو تر منځ د توپیر د وړتیا نه شتون.  
 د حزب اسلامی اړوندد نورو قوتونو مهمې تېروتنې دا دي:  
په واک کې د حزب اسلامی سره د ګډون د روحیې نه شتوالی، د ناکامۍ او مجادلې پر دود اعتمادکول، بلکې د نورو بهرنیوقوتونو سره په واک کې د حزب اسلامی د تجربې د  ناکامۍ په موخه اتحادکول.  
د حزب اسلامی په مخالفه سیاسي جبهه  کې د ګډون له لارې د پخوانی زاړه رژیم لویو ډلو ته چې د مخالف انقلاب  لارښونه کوي د شرعي پوښښ ورکول، چې په پای کې وتوانېدل له سره د واک پر ګډۍ کښیني.
او څرنګه چې نوموړي قوتونه  مخکې هم په حکومت کولو ناکام شوي دي، همدارنګه د حزب اسلامی سره په مخالفت کې هم ناکام شول، ځکه چې دوی په واک چلولو کې ډېره ناوړه بېلګه  وړاندې کړه، آن تر دې چې نوموړو قوتونو د لوېدیځ نظامی الوتکې او ټانګونه هم د حزب اسلامی د ځپلو لپاره غوره کړل، او حزب سلامی  ته یې د واک د بشپړې  تجربې موکه او  وخت ورنه کړ.  
او په پایله کې، څوک چې د حزب اسلامی تیروتنو او د نورو تیروتنو ته ځیر شي، پوهېدای شي، چې حزب اسلامی یو ځلانده ستوری دی او ناکام شوي نه دی، خو په افغانستان کې واکمن ځواکونه دیوه منظم پروګرام او پلان پر بنسټ  د ناکامۍ کندې ورټيل وهل شول،  هو! شک نه شته، چې دوی د نورو په څېر تیروتي، خو څوک چې نن یې مسؤولیت پر غاړه دی، باید په دې پوه شي، چې په افغانستان کې د جګړې تداوم هغه تیروتنه ده، چې د ولس په حق کې د ګناه درجې ته رسېږي.  
دحزب اسلامی  راتلونکې:  
د حزب اسلامی تجربه په واک کې لا تر اوسه نه ده بشپړه شوې، هغه په افغانستان  کې دپردي عسکري او نظامي یرغل په زور و ځپل شوه،  لا تر اوسه د حزب اسلامی ضد قوتونه په افغانستان  او نورو هېوادنو کې برلاسي دي، او د تاریخ تجربه په دې ټینګار کوي، چې هر هغه سیاسي ځواک چې د لښکر او ټوپکو په زور له واکه ګوښه شوی وي او  په داسې حال کې چې ښه سیاسي او پراختیایی پروسه هم ولري، په ډېر قوت سره بېرته راګرځي، ځکه چې په سیاسي ډګر کې  یوازې نظامي ځواک پرته له کومې فکري پروسې څخه نه شي توانېدلی، تر څو د اوږده مهال لپاره په واک کې د پاتې کېدو مشروعیت پیدا کړي.  
او حزب اسلامی به  ځکه  په سیاسي صحنه کې د لوی ځواک په څېر د تل لپاره په سیمه کې پاتې وي، سره له دې چې په افغانستان کې دسیاسي صحنې نه لېرې شو، او سره د دې چې اوس هم په  هېواد کې داسې کړۍ په واک کې دي، چې د افغانستان د سیاسی صحنې څخه د حزب اسلامی  پر تجرید ټینګار کوي:
هغه لاملونه چې خلک یې دې ته  اړ کړل تر څو حزب اسلامی  غوره کړي، لاتراوسه شته دي، او لاتراوسه حزب اسلامی د هغوخلکو سره د پراخ ارتباط او اړیکو څیښتن دي، چې په اوسنیو شرایطو کې پر دوی باندې د ناروا حملو او د دوی د مظلومیت له کبله  به پر دوی نورو هم راټول شي.
او د دې کبله چې لا تر اوسه د حزب اسلامی  فکري منزه پروسه پر افغانی فرهنګي  چاپیریال باندې واکمنه ده، او په افغانستان  کې یې د لوېدیځ د لښکر په زور د واک ګوښه کېدل پر دې دلالت کوي، چې د لښکر زور تل پاتې نه بلکې یوه ورځ باید خلک د باور او منطق اصل ته رجوع وکړي.   
که چېرې د ولس د ځینو ډلو عقل اوس د هغو ناروا تبلیغاتو چې د لوېدیځ مطبوعات یې په لاره اچوي، تر اغیز لاندې بې سده شوی وي،  خو ټول اولس  د جګړې د تداوم څخه کړېږي او حتما را ویښ شوی دی،  د تاریخ د حرکت سره سم  دا د حزب اسلامی د بدلون ، نوښت او مسوولیت  دوره ده، او په نویو څپو کې به د خلکو او حزب اسلامی نوموړي نوی پاڅون  ډېر پیاوړی او پاک وي، ځکه افغانستان به په راتلونکې مرحله کې هیڅ ډول ناپاکي، فساد او شخړه  و نه زغمي.  
د حزب اسلامی نړیوال، سیمه ییز او کورنی پیغام:
په دې کې شک نه شته چې پر نړۍ باندې د حاکم وضعیت په ترڅ کې په افغانستان کې سولې ته د حزب اسلامی رسېدل یو سوتنزمن، کړکیچن، زړور او په عین حال لوی اقدام او هدف ؤ، چې د حزب اسلامی قیادت او ګمارل شوی پلاوی او په کور دننه کې اغیزمنو او واکمنو شخصیتونو او کړیو په ټوله ځیرکتیا او نه سټړیا سره وکولای شول د ټولو کورنیو اوږ بهرنیو ګواښونو  سره سره نوموړې پروسه په ښه توګه مدیریت کړي، تمه ده چې حزب اسلامی دټولو هغو کسانو چې په دې اړه یې هلې ځلې تر سره کړې  او زمینه سازی یې کړې ده، قدرداني وکړي او د دې تر څنګ ټولو هغو بهرنیو( اوروپایی ټولنه، عربی هېوادونه، سیمه ییز او ګانډي هېوادونه...) او کورنیو( بېلابېل ګوندونه، شخصیتونه، بهیرږونه، ټولنې...) ښکیل اطرافو ته د حزب اسلامی له اړخه ډاډ وکړل شي، چې حزب اسلامی د ثبات د تحکیم لپاره راغلی او د هیڅ ډول انتقام جویۍ، زور آزمایۍ او سپیناوی په لټه کې نه دی، حزب اسلامی د تخاصم لپاره نه بلکې د جوړښت لپاره راغلی او دلته ستاسې هغه بېلګه چې د فاتحې د سورې په تفسیر کې مو راوړې ده یادوو؛ چې هایدروجن او اوکسیجن در ترکیب له لحاظه دوه مخالف عنصرونه دی خو کله چې سره یو ځای شي "اوبه" ترې جوړېږي. حزب اسلامی د مخالفینو سره د جوړښت لپاره راغلی. حزب اسلامی د افغانستان په معاصر تاریخ کې د سولې، ثبات، وروولۍ او ملت ته دخدمت تکل لري، د هېواد د لویې ستونزې(جګړې) د ختمولو لپاره د ټولو اطرافو او ځواکونو سره د ورولۍ او همکارۍ پر اصل باورمن دی، تر څو د افغانستان د پراختیا او ترقۍ په موخه د دوی مرستې جلب و جذب او په پای کې د ريښتنې راکړې او ورکړې زمینه ایجاد شي  
حزب اسلامی او هر اړخیزه سوله :
د افغانستان په ګڼ شمېر وګړي او پرګڼو کې  دا هيله  په ټول قوت سره را ټوکېدلې ده، چې حزب اسلامي افغانستان د سنګر تر څنګ په افغانستان کې د تل پاتې سولې د تنګښت اتلولي هم خپله کړي او الله تعالی دغه لوی هدف د حزب اسلامی او ستاسې په مجاهد لاس شونی کړي اوحزب اسلامی افغانستان وکولای شي ، د نورو اتلولیو تر څنګ دا لویه اتلولي هم د بشري تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو ثبت کړي او د دې تر څنګ د نوموړې پروسې څخه د شاتګ فکر په هیڅ ډول و نه کړي.  د دموخه د تر لاسه کولو لپاره د وردګو ولایت د حزب اسلامي متعهدین  لاندې ټکي وړاندیز کوي:
تر هر څه وړاندې به حزب اسلامي افغانستان په رسمي توګه  اعلانوي، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې د تیکاو لپاره خپلو نه ستړیکېدونکو هلو ځلو ته ادامه ورکړي. ( که څه هم چې د طالبانو د تحریک سره د حزب اسلامي ستونزې شتون لري، خو د لوی هدف لپاره باید حزب اسلامي له هغو نیوکېو او  متخاصم تبلیغاتو  څخه له خپل اړخه د سولې د تیکاو لپاره ډډه وکړي، چې په دې اړه یې لري.)  په دې سره به حزب اسلامي افغانستان خپله دعائیه چې په افغانستان کې د اسلامي نظام د قیام له لارې د ثبات او ټیکاو او خلکو ته خدمت کول دي د افغانستان د کړېدلي ملت په زړونو کې ځای ونیسي.   
نوموړې د سولې پروسه باید په لاندې څلورو مرحلو کې تر سره شي:
لومړی: ديوه واحد اسلامی حزب اسلامي شتون په افغانستان کې د افغانستان د سیاسی معادلې د سمون لپاره خورا اړین او اغیزمن مطلب دی. په خلکو کې عام نظر داسې دی، چې حزب اسلامی پر ورور حکمتیار راټولیدای شي، یعنی که حکمتیار د حزب اسلامی په قیادت کې شتون ولري، دحزب اسلامی وحدت په طبیعی ډول شونی دی، له دې کبله ستاسې حضور او راتګ افغانستان ته چې موږ له وړاندې درته خیر مقدم وایوو د حزب اسلامی د قیادت لپاره تر ټولو اړینه اړتیا ده.د حزب اسلامي د بېلابېلو ډلو وحدت، چې ان شاء الله د امیر ورور په راتګ سره به خپله د همغږۍ او وحدت فضا رامنځته شي.
دوهم : د بېلابېلو جهادي ګوندنو او با نفوذه شخصیتونو تر منځه د همغږۍ د فضا را منځته کول..... په هېواد کې د ثبات او ټیکاو را منځته کول هغه هدف دی، چې په افغانستان او سیمه کې د استعمار د دسائیسو د تطبیق او عملي کېدومخه نیسي او د هر ډول پلمې او ذریعې مخنیوی کولای شي. لذا په کارده، چې د ثبات را منځته کولو لپاره په افغانستان کې په مختلفو شته سیاسي ځواکونو کې د همغږۍ زمینه چمتو شي .  
درېیم: داسلامي کنفرانس هېوادونه چې په افغانستان کې مستقیمې ګټې نه لري، لکه قطر، ترکیه، مالیزیا، اندونزیا... او د اورپایی اتحادیې هېوادونه - چې په افغانستان کې د جګړې څخه ګټه نه اخلي او په وړیا توګه د امریکا او انګلستان د استعماري پلانونو د تطبیق لپاره خپل مال او ځواک بې ځایه مصرفوي -  او روسیه او چین چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله اندیښمن او ګواښمن دي، د سولې د پروسې  په اړه ملاتړ تر لاسه کول....
څلورم : د طالبانو او حکومت تر منځ د مستقیمو خبرو اترو او مذاکراتو د زمینې  چمتو کول، هغه دنده چې تر دې مهاله په واقعي ډول چا نه ده تر سره کړې ، ځکه تر اوسه هغه منځګړی، چې متخاصمو لوریو ته د اعتماد وړ وي، نه دی، موندل شوی. کوم میکانیزمونه چې د طالبانو سره تر دې دمه تجربه شوي، هر یو پر خپل وار سره د ناکامۍ سره مخ شوی دی، ځکه بهرني ښکیل اطراف خپل غوښتنې لري او امتیازات غواړي ، خو کومه تجربه چې حزب اسلامي تطبیق کړه ګټوره تجربه وه. مذاکرات د افغانانو تر منځ نورو ته د امتیاز ورکولو پرته تر سره شول. او همدا ګټور او مثمر میکانیزم ؤ ، چې په کار ده د طالبانو سره  د حزب اسلامي په وساطت تطبیق شي.  
حزب اسلامی یو څرک  د افغانستان د آسمان په څپوکې:
په افغانستان او سیمه کې دتل پاتې او هر اړخیزې سولې (ثبات) د ټینګښت  او مثبتې راتلونکې لپاره، ټولو هغو ولسي، سیاسی او ټولنیزو قوتونو ته پکار ده، چې له پیله یې د نوموړې سولې څخه ملاتړ کړی دی، چې تر دې وروسته په ټول قوت سره د هر اړخیزې سولې د ټینګښت  او داستعمار د نړیوالې دسیسې(دجګړې تداوم) څخه د افغانستان د نجات په موخه خپلې فرعي ګټې یوه اړخ ته پرېږدي. درامنځته شوې فرصت څخه په ګډه لاس په کار او خپل هېواد وژغوري.او په هېواد کې د سولې دښمنانو او دجګړې غوښتونکو ته نوره موکه ورنه کړي.  
  او دهغو کسانو په غوږونو کې غږ کوو، چې د حزب اسلامی  سره یې د کرکې له امله دښمني کړې، چې راوګرځئ او له دوی  سره  د ګډون او ښه نیت پر بنسټ د افغانستان د ژغورتیا لپاره یو ځای شي، ځکه په اوسنې کړکیچنه نړۍ کې د افغانستان د ژغورلو لپاره تر افغانانو پرته بل څوک نه شته په یو او بل باندې اعتماد زموږ د ژغورتیا ضامن دی، حزب اسلامی په ټول قوت سره راستون شوی، ترڅو د افغانستان د بې وسه ملت چې د استعماری او استخبارتی جګړو په لمبو کې سوځي، د خلاصون په موخه خپل مسوولیت ادا کړي، حزب اسلامی په ټول قوت سره راستون شوی، ترڅو دټول ملت دستونزو د هوارولو په موخه خپل ایمانی کردار ادا کړي. حزب اسلامی د ټول افغانستان لپاره راستون شوی. د ځان لپاره ..  

Forqani_604@hotmail.com