د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوړو زده کړو وزارت هلمند پوهنتون د پامه غورځولی دی (دوهمه برخه)

پوهنیار احسان الله حیات 21.09.2016 12:58

د لوړو زده کړو وزارت هلمند پوهنتون د پامه غورځولی دی (دوهمه برخه)



که څه هم د افغانستان د اساسي قانون شپږمه ماده دولت په متوازني پراختیا، دري څلویښتمه ماده په ټوله هیواد کي د متوازن معارف یا پوهني په عامولو سره مکلف بولی، په همدې ترتیب سره د افغانستان ملي پرمختیایي تګلاره یا ستراتیژي هم د هیواد و پوهنتونونو ته د کیفیت او ظرفیت د لوړوالي موخه د هر اړخیزه مالي امکاناتو پر برابرولو باندي ټینګار کويږ د ملکي لوړو زده کړو د نوي قانون د څلورمي مادې د دریم بند پا اساس د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو په مؤسسو کي د کمي او کیفیي ودي او علمي څیړنو د زمینې پر برابرولو باندي مکلف دی، خو پر دې ټولو سربیره د لوړو زده کړو وزارت په بیغمی سره و هلمند پوهنتون ته شا اړولې او د نوموړي پوهنتون د پرمختیا او پراختیا په اړه یی تر اوسه هیڅ عملي ګام نه دی پورته کړی. یاد وزارت د دې بهانې څخه هم خلاص دی چي ووایی ولي د پوهنتون اداره د ستونزو د حل دپاره غوښتنه نه کوي او یا یې غوښتنه نه ده کړې، او یا ولي پوهنتون خپلي ستونزي د مربوطه ولایت او یا لوړو زده کړو وزارت تر مقامه پوري په رسمي توګه نه رسوي. دا ټولي بهانې پر وزارت باندی دریدلي دي ځکه د پوهنتون ادارې خو د تیرو دوو کلونو راهیسي په څوـڅو ځله خپل قانوني غوښتني د لوړو زده تر وزارته څه چي حتی تر جمهوري ریاسته پوري رسولي دي خو که یې څوک واوري او د حل دپاره یی لاس په کار سي. همدا اوس د لوړو زده کړو وزارت بهانه و هلمند پوهنتون ته د پراختیایی بودجې د نه ورکولو په اړه دا ده چي یاد پوهنتون دي لومړی خپل (۷۵) جریبه ځمکه خپل په واک کي راولي او د هغه وروسته به پر بودجه باندي خبری وسي. نو که د ځمکي تر لاسه کول هغه هم په داسي ولایت کي لکه هلمند چي نه یې ولایتي اداره او نه یې هم ښاغلي وکیلان د پوهنتون په اهمیت او قدر یوه ذره پوهیږي او نه یې هم تر دې دمه توجه ورته کړیده، پوهنتون به څنګه په تش لاس او بې له هیڅ ډول کومک او قدرت څخه خپله ځمکه ترلاسه کړي. او بل دا د لوړو زده کړو وزارت دنده ده چي په مرکز کي خپل د مربوطه ارګان یعني پوهنتون د ټوله ستونزو که هغه په وزارتونو پوري مربوط وي او یا هم کابینه کي بحث او یا کومي پریکړي ته ضرورت ولري، دفاع وکړي او د پوهنتون نمایندګي وکړي نه دا چي خپل بار پر پوهنتون ور واچوي چي دا یو غیر منطقي او غیر اصولي کار دی.

همدا اوس د هلمند پوهنتون نوی تحصیلي (تعلیمي) کال پیل سویدی او هغه تدریسي ټولګۍ چي د عالي دارالمعلمین له خوا د تیرو (۸) کالو راهیسي پوهنتون ته د په واک کي وکول سوي وه، هغه هم عالي دارالمعلمین خپل د ضرورت په اساس بیرته اخیستي دي او د پوهنتون شاواخوا (۲۵۰۰) تنه محصلین چي د هیواد د مختلفو ولایاتو څخه راغلي، بې سرنوشته پاته دي چي دا کار د لوړو زده کړو وزارت یوه ستره جفا او بې غوري ده د ځوان او نوي علمي نسل سره. هلمند خو بې له هغه هم د اور په سرو لمبو کي سوځي او د ولایتي ادارې خو پوهنتون ته پخوا هم کومه خاصه توجه نه وه، اوس خو یې ښه بهانه جوړه ده چي تر پوهنتون نوري امنیتي ستونزي ډیري دي چي هغه ته باید پاملرنه وسي. حال دا چي علم او د علمي مرکزونو پر پښو درول د جنګ او بدبختۍ د لیري کولو او له منځه وړلو کي اساسي رول لوبوي او دا خبره هر څوک هم کوي او هم یې مني، اما په عمل کي موږ په هلمند ولایت کي دا کار تر اوسه نه د لوړ پوړو چارواکو او نه هم وکیلانو څخه لیدلی دی، د مدني ټولنو او قومي مشرانو خو نه څه په وسه دي او نه هم هغوی د پوهنتون سره کومه علاقه لري ځکه هلته داسي کوم څه نسته چي هغوی ته دي شخصي ګټه ولري. هیره دي نه وي چي د هلمند ولایتي ادارې هر وخت د همکارۍ وعدې کړیدي، مګر دا وعدې یې تش په نامه دي او تر اوسه یې په عمل کي کومه همکاري د پوهنتون سره نه ده کړې.

که د لوړو زده کړو وزارت د ځمکي او انکشافي بودجې په اړه هر راز بهانې وکړي، په هیڅ ډول به منطقي نه وي او نه به هم د هلمند پوهنتون چي یو مخي یې د پامه غورځولی دی، په اړه راپورته سوو سوالونو ته سم ځواب ووایې. په هر صورت که سربیره پر دې دا هم ورسره ومنو چي د ځمکي د تر لاسه کولو کار د وزارت تر وس هم وتلې موضوع ده، نو دا د هلمند پوهنتون دپاره تش په نامه وزارت خو د دا دوو کالو راهیسي د هلمند پوهنتون د وار وار غوښتنو په اساس یوه چوکۍ هم نه ده ورکړې. ښه مي په یاد دي چي څو ځله مو د وزیري څخه نیولې بیا تر معینانو او ریسانو پوري څو ځله په رسمي توګه وغوښتل چي د هلمند پوهنتون محصلین پر ځمکه کښیني او چوکۍ نه لرو، تاسو خو حد اقل یو د ۵۰۰ عدده چوکیو دپاره بودجه راکړی، د نوموړو د وعدو او بهانو څخه پوره دوه کاله تیر سوي، خو پوهنتون هغه چوکۍ لا نه دي تر لاسه کړي. نو وزارت به کومه بهانه وکړي او څه به ووایې چي د هلمند پوهنتون سره دوي څه کړي او څه یې په پلان کي دي. باید ووایم چي د چوکیو د نه شتون په وجه د پوهنتون ادارې د ځینو ټولګیو دپاره پلاستیکي فرشونه رانیول تر څو محصلین خو لږ تر لږه پر وچه ځمکه ناست نه وي. نو تاسو فکر وکړۍ چي یو پوهنتون ته د خپل وزارت لخوا د چوکیو امکانات لا نه وي مهیا کړي، نو نور به یې څه ورته کړي وي.

پوهنتون اوس هم د هیواد د بچو په غم کي دی او هڅه کوي چي په یو ډول نه یو ډول تدریسي بهیر ته دوام ورکړي تر څو د دې ستر علمي مرکز دروازې په هلمند ولایت کي و نه تړل سي، خو دا هڅي به د امکان تر حده وي او که خدای مکړه ستونزي د کمیدو پر ځای نوري هم زیاتي سي، نو د ۲۵۰۰ تنه محصلینو سرنوشت به نامعلومه پاته وي. خو د لوړو زده کړو وزارت بیا داسي بیغمه ناست دی چي دا فکر هم نه ورسره پیدا کیږي چي آیا یاد وزارت په هلمند کي د پوهنتون په نامه یو تعمیر یا یو ځای لري او که یا، او یا هم د هلمند پوهنتون د ستونزو په اړه وزارت کي د کلونو کلونو راهیسي کوم څوک لاس په کار سویدی. دا ټوله هغه پوښتني دي چي د لوړو زده کړو وزارت یې باید اصولا ځواب ووایې او خپل د مسؤلیت په اساس د هلمند پوهنتون ستونزو ته د پای ټکی کښیږدي.




نور بیا...