د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ سبقونه کم وو، خو قضاوتونه مو ښه وو

سيد امرالله اميد 21.09.2016 12:58

دويمه برخه: شيخ فاني

شيخ فاني د آرام ساه اخلي او له خپلې امسا سره د چينار ډډ ته تکيه وهلی ناست دی، هغه وايي: زمونږ په وخت کې مکتب نه و، خلکو به په جومات کې د ملا صيب نه سبق وايه، ديني سبقونه به مونږ د ملا صيب نه ويل، خلاصه، منيه، کنز، قدوري، نورالضلم او پنج کتاب به مو زده کاوه، د لرګو په تخته باندې به مو ليک لوست زده کاوه، سياهي(رنګ) به مونږ ته مور په کور کې جوړوله، يو موټی وريجې او غنم دانې به يې په کټوه کې وسوزول، چې سکاره به شول بيا به يې وټکول او يوه ټوټه ګوړه به يې پکې واچوله، اوبه به یې پکې واچولې، دا به سياهي شوه، بيا به مو له غوړګو ځان ته قلمونه جوړ کړل، په تخته باندې به مو تخته ګل وهلی و، ليک به مو ورباندې وکړ او بيا به مو په لښتي کې په اوبو ومينځله. نه کتابچې وې، نه د مکتب کتابونه او نه کاعذ دومره زيات و، د چا وس نه و چې کتابچه واخلي.
سبق کم و، خو پويه(پوهه) زياته وه، تعلیم کم و، خو تربيه زياته وه، مينه او محبت زيات و، مونږ دا هر څه په جومات کې زده کول، مونږ ته به ملا صيب ويل: د خدای عبادت کوئ، د پيغمبر اطاعت کوئ، د مشرانو عزت کوئ، په کشرانو شفقت کوئ، د مور و پلار احترام کوئ، له اولادونو سره مينه کوئ، له ګاونډي سره ښه سلوک کوئ، خلکو ته ضرر مه رسوئ، خلک مه ازاروئ، د چا مال مه خورئ، چاته سپکې – سپورې مه وايئ، په څارويو ظلم مه کوئ، شنې ونې مه وهئ چې د خدای ثنا وايي، د مرغيو ځالې مه ورانوئ، د هغو مرغيو ښکار مه کوئ چې بچيو ته روزي راوړي، ملخ او مېږی مه وژنئ، چې د خدای مخلوق دی او خدای ورباندې خپه کېږي.
موږ ته يې ويل د انسان وژل حرام دي، د مسلمان وژل حرام دي، وينه مه تويوئ، په مظلوم لاس مه پورته کوئ، له خلکو خوشحالۍ مه اخلئ، د خلکو ژوند مه تريخوئ.
د شيخ صاحب شونډې مرۍ مرۍ شوې، اواز يې ډډ شو، پر څېره يې ناهيلۍ سيوری وکړ، لږه شېبه چوپ و، بيا يې وويل: ځوانه! موږ دا مينه او محبت، زړه سوی او ترحم په جومات کې زده کاوه، موږ به دا په جومات کې زده کوله چې انسان اشرف المخلوقات او د عزت خاوند دی، خو تاسو ته دا خبرې نه کېږي، تاسې ته د محبت دا کيسې څوک نه کوي، تاسې ته اوس بل ډول کيسې کېږي، هو! بل ډول کيسې.
د شيخ پر اننګو اوښکې وڅڅېدې او سپينه ږيره يې لمده شوه، سترګې يې سرې شوې، د زړه دونيا یې ورانه وه، چې لږه دمه يې جوړه شوه ويې ويل: ځوانه! پخوا سبقونه لږ وو، خو پويه زياته وه، اوس سبقونه زیات دي، خو پويه کمه شوې ده. پخوا به خلکو د غل له نوم نه کرکه کوله، هيچا دا نه خوښوله چې ورته غل وويل شي، خو اوس په ډېرو سرکاري د فترونو کې ناست مشران غله دي او فخر هم ورباندې کوي، ټول خلک يې ويني چې د بيت المال خزانې يې لوټ کړې او ځانونو ته يې ماڼۍ جوړې کړې، خو دوی شرم نه لري، حيا نه لري، عزت او شرافت نه پېژني، همدوی په هسکه غاړه ګرځي، ستا په کور کلي کې همدوی د عزت خاوندان دي، همدوی د زور او زر خاوندان دي، سرکاري واک له همدوی سره دی، د دسترخوان خلک همدوی دي، خبره د همدوی اورېدل کېږي، هيچا ورته ونه ویل چې تورمخيه، غله، خاينه، تا د دې خلکو بيت المال غلا کړی دی، تا خزانې لوټ کړي دي، لږ له خدایه وشرمېږه، لږه حیا وکه، نور دا ملک مه ورانوه، نور د خلکو حق مه خوره.
زموږ په وخت کې داسې خلک نه وو او که وو هم عزت يې نه لاره، اوس دا خلک ډېر دي او همدوی ته خلک د عزت خاوندان وايي. زموږ سبقونه لږ وو، خو زمونږ قضاوتونه ښه وو. زه دا منم چې سبقونه ډېر شول، هوښياري زياته شوه، دا ښه کار وشو، خو اوس ته ووايه چې د هوښيارو خلکو نه همدا تمه کېږي، چې هر تور مخي ته سپين مخی او هر ناکاره ته د کار سړی ووايي؟ دا اوس خو همدا لوبه روانه ده.
ځوانه! زمونږ په وخت کې خلکو تر درېيم جوماته پورې سبق وايه، چې درېيم جومات سبق به چا ويلی و هغه به پوخ ميرزا و، په قلم کې به هغه ته څوک نه شو رسېدلی، د ځمکو سندونه به هغه ليکل، د ځمکو په تقسيماتو به هغه پوهېده، په حساب به هغه پوه و، نکاح خطونه به هغه ليکل، اجاره خطونه د هغه کار و، اقرارنامې به هغه ليکلې، په فارسي او عربي کتابت به هغه پوهېده، د قرض و پور سندونه به هغه ليکل، په شرعي معاملاتو هغه پوهېده، بوستان، ګلستان، پنج کتاب به د هغه ياد و، په خبرو او وينا کې هغه ته څوک نه شو رسېدلی، د عزت او اکرام خبرې به د هغه زده وې، د جرګې او مرکې سړی به هغه و، چا به چې د چا خور يا لور غوښتله، هغه به يې ورته په جرګه وروست، ادب به په هغه کې و، حيا به په هغه کې وه، د عزت سړی به هغه و.
ښه نو ته ووايه، چې سبقونه خو ډېر شول، خو دا صفتونه ګنې کم نه شول؟ ته خو يو ځوان راوله چې د نکاح خط په ليکلو پوه شي، يا ځمکه راته تناب کړي، يا د دين کومه مسئله راته وکړي.
دا ښه خبره ده چې اوس سبقونه ډېر شول، عقلونه زيات شول، خو خلک کاږه شول، پخوا زموږ سبقونه کم وو، خو خلک سم وو، مونږ به دبل د خير لپاره فکر کاوه، خو اوس هر سړی د ځان د خير په سوچ کې دی. مونږ به د انسان د خوشحالۍ لپاره سوچ کاوه، خو ته وګوره اوس د انسان د وژلو او سپکولو څومره پلمې جوړې شوي دي؟! مونږ به د خپلو کورونو دروازې کلکې وتړلې چې د غلو له شره په امان شو، خو اوس د مملکتونو دروازې نه تړل کېږي او له غلو په امان کې نه دي.
مونږ هغه وخت بم نه پېژانده، خو اوس دومره غټ غټ بمونه جوړ شوي چې دا ټوله ځمکه ورباندې شل واره ورانېږي او سره سکروټه کېږي. ښه نو ته ووايه چې دې سبقونو انسان ته خير ډېر رسولی دی که زيان؟ مينه يې ډېره کړې ده که کرکه، طاعت ډېر شوی دی که بغاوت؟
زموږ زمانه ساده وه، مونږ په ټانک او توپ جوړولو نه پوهېدو، ځکه چې مونږ په سوله باور لاره، مونږ له انسانانو سره په مينه باور لاره، دې مينې مونږ دې ته نه پرېښودو چې د انسانيت د تباهۍ اسباب برابر کړو، خو اوس چې مينه کمه شوه، کرکې هسې چارې وکړې، اوس انسان نا ارامه دی، اوس انسان ستومانه دی او اوس انسان ناهلی او غمجن دی.
مونږ هستي نه لرله، نېستي وه، خو خوشحالي مو وه، ژوند ساده و، خو ښايسته و اوس چې ژوند رنګين شو، نو ولس غمګين شو.
شيخ فاني چوپ شو، بيا يې وويل: دا اوږدې کيسې دي، په يوه ورځ نه خلاصېږي، بيا به نورې کيسې درته بله ورځ وکم. اوس جومات ته ځم، چې د مازيګر اذان شوی دی. هغه زما له مرستې انکار وکړ، پخپله په شواخون پورته شو، امسا يې ټکوله او د جومات پر لور روان شو.
نوربيا