د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ ځوانان د نفاق په لور

سعادت ستانيزى 21.09.2016 12:57

زمونږ ځوانان د نفاق په لور
سعادت ستانيزى


"وسوزيګي دورانيأنو دير مو په غلجى (احمدزى ) نيت بد ده”، دغه د يو ځوان کامنټ دي چې ما په کټ مټ ډول فيسوک له صفحې څخه راخيستي دي اودا کامنټ يو بل افغان ځوان ته پدې خاطر ليکل شوي وۀ چې هغه پخپله ليکنه کې د ډاکټر اشرف غني مخالفت کړى وۀ او ويلي ېې وۀ چې ډاکټر صيب اشرف غني په حقيقت کې دومره لوى متفکر ونه خوت څومره چې فکر کيدۀ. زه اوس دلته پدې تبصره نه کوم چې ډاکټر صاحب متفکر دى او کنه، دا خبره د افغانستان خلکو پورې مربوطه ده چې قضاوت وکړي، خو زه فکر کوم چې ددې هيواد د منتخب مشر په حيث بايد مونږ ټول ورته احترام ولرو او داسې څه ورپسې ونه وايو چې د ادابو او اخلاقو دايره کې نه راځي البته انتقاد د هرچا خپل حق دى چې ددې هيواد په هر سياستمدار ېې وکړي خو زه تنها دومره وايم چې دا بايد د ادابو او انساني کرامت له دايرې څخه بهر نه وي.
زما مطلب دلته دا افغانستان ځوانان دي. کله چې انسان فيس بوک يا نورو اجتماعي ويب سايټونو ته ولاړ سي او زمونږ د ځوانانو او نوي کول له اختلافاتو ډک نظريات او څرګندونې وګوري نو سړى حيران شي چې زمونږ د وطن اينده (ځوانان) کوم طرف ته روان دي اوايا د ځوانانو دغه حالت او يو بل ته د شک په نظر کتل څومره له خطر څخه ډک دي. عجيبه او دافسوس خبره دادې چې زمونږ دغه ځوانان کوم چې اکثريت ېې اوس ډير تعليم يافته هم دي په اکثرو موضوعاتو او مسايلو کې ډير اخري سرحد ته ځي او ډير افراطي حد ته ځان رسوي. يو څو عمومي مثالونه ېې دادي چې څوک اخواني پسې تر اخيري حد پورې بد رد وايي، څوک د خلقي حکومت طرفدارانو پسې تر اخيري حده رسيږي. څوک يو ته کنځلې او سپکې سپورې وايي څوک بل ته. او دا هرڅه پدې حد کې وي چې د يو بل مرګ پسې ګرځي او د يو بل مرګ له خداى ج څخه غواړي. هغه بله ورځ د افغانستان يو سپين ږيرى يو خارجي هيواد ته تللې ؤ اوکله چې بيرته وطن ته راروان ؤ نو يو چا ېې طياره کې عکس اخيسى ؤ او په فيس بوک کې ېې اچولى ؤ. ځينو ځوانانو ورته دومره بد ويلي ول چې زه حيران شوم، يو ورور ليکي ؤ چې کاشکې دا منافق مردار شوى ؤ. دغه ډول ډير نور مثالونه مونږ هره ورځ وينو کوم چې ډير انسان مايوسه کوي.
اوس زما پوښتنه داده چې زمونږ زوانان ولي دومره اخيري حد ته رسيږي او پدې مسايلو کې ددې په ځاى چې يو بل ته تير شي، د يو بل احترام وساتي او د يو بل نظر په پراخه سينه واوري، دومره اخيري سرحد ته رسيږي او د نفاق په لاره روانيږي. تاسو ددې ليکنې عنوان وګورئ چې يو زوان پکې بل زوان ته په وړه خبره څه ډول پيغام ورکړى دى. اوس خبره دې سرحد ته ورسيده چې خپلو په قومونو پسې بد رد وايي. او خبره غلجي او دوراني ته ورسيده. ايا دا هر څه ډير له خطره ډک نه دي؟
تاسو وګورئ چې دنيا کوم سرحد ته ورسيده، خو پښتانه اوس هم د اعتدال لاره نه خپلوي او د يو بل قبلولو ته تيار نه دي بلکه د يوبل په ختمولو او مړ کولو پسې ېې اوس هم مټې را لوڅې کړې دي او هغه هم په ډيرو وړو وړو مسايلو. په عمومي ډول تاسو وګورئ زمونږ ځوانې طبقې يو بل ته کمينونه نيولي دي اود يو بل د مړه کولو ګواښونه کوي. بيا تکراروم چې مشکل دادى چې زوانان د منځ لاره نه غوره کوي بل په وړو وړو مسايلو د افراط حد ته ځان رسوي او دا زمونږ ډيره غټه بد بختي ده. کچيرې زمونږ په خپلو منځونو کې دا حال وي نو مونږ به نورو څنګه مقابله وکړو. مونږ بايد نه يواځې پښتانه بلکه د افغانستان ټول ورونه قومونه ځان ته رانزدې کړو او يو بل ومنو. زمونږ دښمنان ډير هوښيار دي او له هرې موقعې څخه استفاده کوي او زمونږ د وطن بنيادونه ورانول غواړي، خو مونږ په مقابل کې دې هرڅه ته هيڅ تيارى نلرو. نفاق مونږ ټول د تباهۍ او بربادۍ لوري ته بيايي او اتفاق مونږ د خوشحالۍ او کاميابۍ لوري ته بيايي. مونږ بايد ځان دکاميابۍ لوري ته بوځو نه د تباهۍ لوري ته. پدې هم پوهيږم چې زمونږ په وطن کې د نورو ايجنټان هم شته دي او هغو په خپل ټول قوت کوشش کوي چې مونږ همدغسې تبا ه حال وساتي خو مونږ بايد نور ويښ شو اود هغوى دغه هڅې شنډې کړو. زمونږ پدې هيواد کې له ډيرو خلکو نه غلطيانې شوي دي او هيڅوک هم فرشته نده، اوس څنګه وکړو د ا خلک ټول مړه کړو که څنګه؟ ايا ددې ټولو خلکو مرګ دومره اسان کار هم دى کنه؟ .

زما په نظر هر څوک بايد داعتدال لاره غوره کړي اود يو بل منلو ته تيار شي. هر څوک چې ددې هيواد په جغرافيه کې اوسيږي هغه افغان دى، که هغه هر تنظيم يا ګوند سره رابطه لري او يا هر ډول سياسي ايډيالوجي لري بايد د دې وطن د لويواو غټو ګټو په خاطر ېې احترام وشي ترڅو مونږ د ترقۍ په لور روان شو اونور د دښمنانو د دسيسو ښکار نه شو. زوانانو نه مې هيله داده چې د خداى لپاره لږ فکر وکړئ او لږ ساړه وخورئ او په خلاص فکر مخالفو نظرياتو ته غوږ ونيسئ او نور ددې وطن د بربادۍ لامل نه شئ. په وړو وړو مسايلو پخپل منځ کې يو بل پسې توره مه را اخلئ. په عين وخت کې مې د نظرخاوندانو، مشرانو او عالمانو نه دا هيله ده چې دې خبرې ته جدي توجه وکړي تر څو مو په اينده کې د يو بل غټ خطر مخه نيولې وي. ددې وران او په وينو ککړ وطن د ابادۍ او سوکالۍ په هيله.