د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو څخه یوه ملی پوښتنه!

افغان تحرک 16.09.2016 12:09

نه یوازی د افغانستان دولت، بلکه طالبان هم باید خپل ځان او خپل اذهان په دی باندی پوه کړی، چی: د ایران د استبخبارات د افغانانو په منځ کې تعصب او قومپالنې ته لمن وهي!

مونږ باید بلاخره خپل ځان او ذهن په دی باندی پوه کړو چی د ایران رژیم هم د خپلو داخلي مزدورانو په توسط داسې فتنه ګانی طراحي کړې چې په هر قوم کې یې قومي متعصبین پیدا او روزلي دي، ترڅو لزوم په وخت په پوره وقاحت د سطحی او جاهلانه عصبیت غږ پورته کړي او بیا یي د ایران رژیم میدیا او یا هم د ایران رژیم مزدور او نفاق خپروونکي رسنۍ او میدیا په پوره ، ماهرانه او محیلانه قوت سره بدرګه او په دې ډول د افغانانو تر مینځ د تفرق او ذات البیني نزاع اور بل کړي.

ایا طالبان په داسی مسایل باندی پوهیږی او یا ایا طالبان د داسی مسایل پر اهمیت باندی پوهیږی؟

د افغانستان دولت په داسی مسایل باندی پوهیږی او یا ایا د افغانستان دولت د داسی مسایل پر اهمیت باندی پوهیږی؟

د داسی مغرضانه، ماهرانه، محیلانه او مخربانه تحریکاتو په مقابل کومی تدابیر لرو؟

مثلا: د اختر په مناسبت د ارګ مېلمستیا ته د څو تنو محصلانو نه ورپرېښودل په هکله د ایران رژیم مغرضانه، ماهرانه، محیلانه او مخربانه تحریکاتو ته یو ځله په دقت کښی ګورو:

د ایران د استبخباراتي ادارې "ادارې-اطلاعاتې" خبري اژانس "تسنیم" په ١٣٩٥ کال د وږی میاښت په دوه ویښتمه کی (چه مطابق ده د ٢٠١٦م. کال د سپتامبر پنځه لسمه سره) په خپله ویبپاڼه کې د افغانانو په منځ کې تعصب او قومپالنې ته لمن وهي او حتی د افغانستان علمګرا ولسمشر په قومپالنې تورن کړی.

منبع: د ایران د استبخباراتي ادارې "ادارې-اطلاعاتې" خبري اژانس "تسنیم"
" تسنیم گزارش می‌دهد/
اخراج تعدادی از دانشجویان از مهمانی اشرف‌غنی؛ آیا ادعای «پشتون‌گرایی» واشنگتن پست ثابت شد؟ + فیلم

شناسه خبر: 1185829 سرویس: بین الملل
۲۳ شهريور ۱۳۹۵ - ۱۷:۱۱"

http://www.tasnimnews.com

سره له دې چې قومي عصبیتونو ته د یو شمېر رسنیو پر رول، چې د ایران له لوری په دیره محیلانه او مغرضانه توګه تمویلېږي، څوک سترګې نه پټوي خو ویل کیږی چی :

"طالبانو د ایران استخبارات او د سپاه پاسداران ډله، چې ویل کېږي د افغانستان د بندونو د مخنیوي لپاره طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي"

طالبان باید لطفا افغان ولس ته یو پوره او دقیق ځواب وایی، چی دا موضوع په حقیقت کی څه دوله ده!!!

افغان طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل، د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د افغانانو په منځ کې د قومپالنې او توکمپالنې اور بل کړي خو افغانستان داسي هیواد نه دی چې تازه دې جوړ شوی وي.

طالبانو د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغانانو ترمنځ پر یووالي او ورورګلوۍ د تاکید ترڅنګ ویلي، د افغانستان د دښمنانو ایجنټان هڅه کوي د تفرقې اچولو، قومي تعصباتو او کورنیو شخړو ته د خلکو د هڅولو له لارې افغانان قومونه د نفاق په اور کې وسوځوي.

مګر طالبان باید په دقیق او واضع توګه د ایران رژیم په هکله او هم د پاکستان په هکله خپل بلکل دقیق نظر ولس ته وښایی!!!

د طالبان دقیق نظر د ایران رژیم مغرضانه، ماهرانه، محیلانه او مخربانه تحریکاتو او مداخلاتو په هکله څه دی؟

د طالبان دقیق نظر د پاکستان مغرضانه، ماهرانه، محیلانه او مخربانه تحریکاتو او مداخلاتو په هکله څه دی؟

مونږ دقیق ځواب غواړو!

د بین الافغانی صلح په هیله
------------------------------------------------------------

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!

به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!

به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!

به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما