د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حزبیانو مه خپه کیږئ!

برهان پکتین 13.09.2016 15:42

 داسې تمه کیږي چې د یو لوی او پیژندل شوي شخص اولادونه به هم د خپل پلار په څير هوښیار وي ځکه چې د خپل پلار په پل پل ږدي او داسې هیڅ تمه نه کیږي چې د خپل پورته نسب لپاره بدنامي په ځای پریږدي. خو یو شمیر داسې شته چې نه خو د خپل تیر نسب ځای ځایګي ته ګوري او نه یې هم د نیک نام د پاتې کیدو او په خپل ځان کې د خپلو اخلافو د نیکو کارنامو نښې پریږدي. په همدې ډول د اسلامي حزب یا حزب اسلامي پخواني مشر په اړه ویل کیږي چې په نیمايي کې یې د کابل پوهنتون پریښود او د تندلارو ډلو تر منفي او هیواد دښمنه تبلیغ اغیزې لاندې راغلو او د وخت شاهي نظام پر وړاندې یې د شمالي او مرکزي یو شمیر نورو اوسنیو جهادي مشرانو په څیر په پاکستان کې د افغانستان ضد درسونه ولوستل.
نورو جهادي مشرانو هم ددې ډلې په څير افغانستان ته تر اوسه کوم خیر نه دی رسولی او د پاکستان په غوښتنه یې د افغانستان سل کلنه اردو او نور بنسټونه ویجاړ کړل او افغانستان یې عصرالحجر ته په شا بوتلو. تر دې وړاندې د غازي امان الله خان روڼ اندۍ پر وړاندې چې انګریز کومې کړۍ د ملایانو او سقاویانو په جامه کې راپاڅولې هم یې د شلمې پیړۍ وروستیو په څير افغانستان د ستر پرمختګ پیل له بهیره شاته پریښود او دا چې د سقاو زوی په شرمیدلو کارنامو اوس څوک پرده اچوي نو دې ته لار هواروي تر څو په راتلونکي کې د خپلو بدنامیو محوه او د تاریخ پاڼو ته د هغو د نه رسیدلو چاره وکړي.
د سقاو زوی بدنامیو په تړاو ټوله نړۍ ښه پوهیږي او تاریخ هم په خپلو زرینو پاڼو کې ټکي په ټکي د هغه کارنامې یادې کړي دي؛ ځکه هغه یو لوټمار ، رهزن ، قاتل او یو نا لوستی له پرمختګ نا خبره او په یوې بدوي محدودې نظریې کې رالوی شوی کس ؤ، چې د هغه لومړنۍ وینا څخه چې نامتو تاریخ لیکوونکو ټکي په ټکي په خپلو کتابونو کې راوړې ده د ده ټولې ځانګړنې څرګندیږي، چې د ټولې نړۍ هیڅ یو نالوستی به دداسې یو غله پلوي په هیڅ ډول ونه کړي، چې تر اوسه پورې نه د شلمې پیړۍ افغانستان بربادوونکو جهادي مشرانو ددې غله پلوي کړې ، نه نظاري غلو جمعیتیانو او نه هم ... خو د یوې وتلې ډلې پخوانی مشر حکمتیار چې ځانته عالم ، پوه او د اسلام مبارک دین خادم او په خپلواکۍ مین وايي په یو نوي نوښت(!) کې ویلي چې د تاریخ مضمون کې دې د حبیب کلکاني بدنامۍ رانه وړل شي او هغه دې لکه څنګه چې د سقاو پلویان او د حزب اسلامي پخواني دښمنان یې غوښتنه لري په نیک نوم یاد کړل شي.
دا چې یو په یو ولې حزب اسلامي ډلې پخواني مشر چې تمه نه ترینه کیده بې اختیاره دا نوښت کړی دې ته تر اوسه پورې د هغه سر سخته پلویان او مینه وال هم ګوته پر غاښ پاته دي او ډيرو خو د خپل نومیالي(!) مشر په دې نوښت خپلې لارې له حزب اسلامي څخه په هماغه شیبه جلا کړې او د یو شمیر نورو بیا د خپل مشر دې ډول څرګندونو باندې د خپلو سیالانو پر وړاندې سترګې ټیټې دي.
خو دا چې حزب اسلامي په افغانستان کې تر ټولو لوی او افغانستان شموله ګوند دی او له هندوانو او سیکانو سیوا د افغانستان هر قوم او هر مذهب خلک په کې شته نو ددوي لپاره د خپل پخواني مشر یادې کړنې په دې خاطر متأثروونکې نه دي او نه دې هم ترینه متأثره او غمین کیږي، چې حکمتیار اوس افغانستان شموله نظریه نه لري او د شمشتو نمجنو خونو یې هډونه اغیزمن کړي او د شکرې په ناروغۍ هم اخته شوی، چې دا ټکي پرته له شکه یادې ستونزې راولاړولای شي او هیڅ (حزبي) دې په عامه اصطلاح ځانته دا ګیله نه دروي چې پخوانی مشر پیر یې په داسې بابولالو پیل کړی ؛ کومې چې دوي ترینه هیڅ تمه هم نه لرله او که چیرې حکمتیار او د هغه ماشوم زوی حبیب الرحمن حکمتیار په سولیدلو پاکستان څخه متاثره شویو نظریو اوس غواړي چې د خپلو ښویدنو او تیرو تیروتنو هیرتیا او د تاریخ له پاڼو غورځیدا ته مخکې له مخکې پلان جوړ کړي او په راتلوونکي کې د غله کلکاني په څير پلویان پیدا کړي تر څو یې مدافعین شي، نو دا بیا هغه څه دي چې : خیال ، محال او لیونتوب؛ ځکه تاریخ که د ښوونځیو په کتابونو کې بدل شي ، خو د خلکو له اذهانو او رښتینو تاریخ لیکوونکو او د تاریخ روایانو له قلمه هیڅکه حقیقت نه پاتې کیږي.