د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دولت په اجرائيه قوه کې فساد

اېمل افغان 13.09.2016 12:36

د مقننه قوې اوقضايه قوې ټولې پرېکړې د اجرائيه قوې له خوا پلې کېږي يعنې د دولت د اداري واحدونو له خوا د وزارتونو، خپلواکو ادارو، ولايتونو، سيمه ييزو ارګانونو له خوا په اړوندو افرادو او اشخاصو په خپل وخت پلي کېږي. نو فساد هم په اجرائيه قوه کې شته دی.
په افغانستان کې له اداري فساد سره د يوې شبکې مشر په دې اړه فرانس پرس خبري اژانس ته ويلي دي چې: اداري فساد په دې هېوادکې د ډېرو موجوده ستونزو اصلي اواساسي عامل ګڼل کېږي، نوهغه زياتوي چې:که په امنيتي ځواکونوکې د وسله والو د نفوذ مسئله ده اوکه د افغانستان په د ننه يا بهرکې د هيرينود قاچاق خبره ده، د ټولو دليل د اداري فساد موجوديت دی.
د امريکا د متحده ايالاتوپخوانی رئيس جمهور ريچارد نيکسون به ويل:چې شوروي اتحاد يو لوی دښمن دی، خو زه موږ شبکې اورشوتونه يې ملاماتولی شي.
د پانګوالې نظام رېښې اوجرړې په اداري فساد خړوبېږي دروغ، تېرايستنه، لوټ، چور اوچپاول، ځان پړسونه اوسيال له پښوغورځونه د دغه نظام اخلاقي تومنه ده. په پانګوالي نظام کې له پانګې پرته بل هېڅ شی تقدس نه لري، د شرافت، لوړتيا، هوښياري او اوچتوالي معيارهم پانګه ده. علم، پوهه، بشرغوښتنه او انسان پالنه هسې چټي اوبېځايه خبرې دي، د ليبراليزم يوه ځانګړې پايله هم همداده، چې په پانګوالي نظام کې روشنفکران په دروغوځان ازاد ويني، خوهغه هم د پانګې په لاس کې تړلې وسيله ده.
د نيچه په ژبه:د نن ورځې روشنفکرسل ځله ترپخوا مريي دی او داځکه چې پانګې د هغه پښې، لاسونه اومغزونه ورتړلي دي.
د تاريخي لوېدنې اثرليکوال په دې اړه ليکي:
پنځوس مليارده ډالره مرسته د افغانستان په شان يو هېواد ته دومره ستره مرسته ده چې د پېړۍ مزل په کال کې وهلی شي. خوکه دا مرسته لس برابره هم زياته شي، د موجوده فساد د يوې خېټې يوه کوچنۍ برخه به هم ډکه نه کړي، ځکه دلته آسيايي زوړ، اوامريکايي، اروپايي مدرن فساد سره غاړه غړي شوي دي اود عامو خلکو اقتصادي جبر اوپوځي کلابندي هم د لوټ اوتالان ښه چاپېريال راجوړکړی دی.

دلته قضايي اوعدلي برخه کې هم د عمومي رياستونو، آمريتونو، ولايتي رياستونواوترولسوالۍ پورې د پستونو رانيول اوپيرودل شامل دي، په تورنوکسانو حکمونو يا د دوي پردعووکې د قضاوت په اړه لاسوهنې مسايل شامل دي چې حق به درته باطل اوباطل به درته حق وګرځوي، چې دا هم د فساد په زور سره ترسره کېږي.
مقننه قوه يا د خلکو استازي چې په مستقيم ډول د خلکو له خوا ټاکل شوي دي، د هېواد مهم قوانين بررسي اوتصويبوي. دغه ملي شورا هم له فساد سره لاس اوګريوان ده. لومړی دا چې دغه شورا د هېواد د خلکو پر وړاندې دندې لري چې مهم اوضروري قوانين تصويب کړي، خومتاسفانه اکثره غونډې د دوي د نساب د نه پوره کېدو په نتيجه کې دايرې شوي اوقوانين پرځای پاتې شي، چې د دوي دغه غيرحاضري د فساد يوشکل دی، ځکه دولت دوي ته په زيات امتياز قايل دی، بل دا چې وزيران کله داعتماد رايه اخلي، له رايې ورکولو څخه وړاندې وکيلان ځينې شرطونه په وزيرانو ږدي، چې زما ورور، تره زوی، دوست او اشنامې په وزارتونوکې مقرروي، اوځينې نورسو استفادې هم د وزيرانو له خوا ترسره کوي. وکیلان په ولايتونو د پي. آر. ټي او د ولايت اقتصادي پلانونولکه سرک جوړونې اونوروساختماني پروژو په اړوند خپل ځانونه په دغو پروژوکې د قرارداد په شکل شاملوي.
د ماليي وزارت په تېره بيا په مرکزونو او ولايتونوکې د ګمرکاتو په رياستونو اوآمريتونوکې هم فساد د جمعې رسنيو له لارې افشاء شوی دی. په دې وزارت کې مهم اوکليدي رياستونه په پيسو رانيول اوپلورل کېږي.اوکه چېرته د زړه سوی اووجداني دندې له مخې په نوموړي وزارت کې درست او وطن دوست، فني، باوجدانه خلک اومامورين وګومارل شي، انشاءالله زيات اصلاحات به رامنځ ته شي.
بل د ځمکوغاصبين دي، چې په زوره يې د هېواد په مرکز اوولايتونوکې ځمکې په زور سره نيولي دي، د دولت اکثره پلانونه نه شي کولای چې هغه عملي کړي، دلته شنه اوسرسبزه ساحه او محيط زيست، پارکونه له منځه يوړل شول اوپرهغې کورونه جوړشول. په فساد ککړکسان د دولت لوړ پوړي چارواکي، زورور او وکيلان دي، چې غريب اوبې وسه کس دغسې سترکارسرته نه شي رسولی.

د کابل بانک، د کابل ښاروالي، د ښارجوړولو وزارت اود پوهنې وزارت په شاوخواکې زيات فساد دکرزي حکومت په اخيروکې ښکاره شو. په دې وزارت کې زيات شمېرخيالي مدرسې، مکتبونه، ديني مدرسې موجودې وې، چې دا هم تراوسه پورې د هغوی معاشات دغو خيالي مکتبونو ته ورکول کېږي اود افغانستان پراوسني نظام د بودجې يو دروند باررامنځ ته کړی دی.
لنډه دا چې د دولت په ټولوارګانونو، وزارتونو، ولايتونو اوولسواليوکې پستونه، قومندانۍ اونور... په پيسو رانيول کېږي اوپلورل کېږي. دلته په دولت کې پرضوابطو باندې د روابطو په واکمنۍ منجرشوي، چې د لياقت، اهليت، وړتيا، ژمنې اوتخصص اصل يې له پامه غورځولی دی او پرځای غير متخصص اود لياقت نه درلودونکي کادرونه رامخې ته کړي دي.
د دولت په سطحه کې فساد په دوو عواملوپورې اړه لري:
۱- کورني عوامل
۲- بهرني عوامل
۱- کورني عوامل: د دې لپاره چې د دولت کارکوونکي په فسادکې لاس ونه لري نو لازم دی د دولت لوړ پوړو چارواکو، لوړ رتبه مامورينو، قاضيانو، څارنوالانو، معلمينو، استادانو، اجيرانو اود اردو منسوبينو ته د ژوند ښې اسانتياوې برابرې کړي او د دوي د ښه ژوند لپاره لازم تدبيرونه په نظر کې ونيسي لکه د استوګنې ستونزه، د معاش د زياتوالي مسئله، د امنيت اودکارښه چاپېريال لکه د فقراوبيکاري مسئله له منځه يوسي. کورني مافيا چې د بهرني مافياسره مافياوي اړيکې لري چې بايد له منځه يوړل شي.
۲- بهرني عوامل: د پردې شاته د پټو له فساد نه ډکو وطن ضد معاملوراڅپړل ستونزمن کاردی چې وخت اوزمان غواړي. د طالبانو په يوه فرمان د ملګرو ملتونو د تائيد شوي رپوټ له مخې د ترياکوکښت په ټول افغانستان کې په سلوکې لسوته راټيټ کړ.
خو د حامدکرزي حکومت نوي مافيا افغانستان د مخدره توکو د توليد اوقاچاق په سرکې ودراوه. اوس هم ډېرترياک په هغوسيموکې کرل کېږي، چېرته چې دولتي واکمني ده اوياهلته بهرني پوځيان پراته دي. ډېر د هېواد قاچاق هم د هېواد شمال څخه چېرته چې ښه امنيت په هغه وخت کې موجود وو، د اروپا په لور وړل کېدل.
په دې وروستيوکې هم انګليسي رسنيو رسوا کړه، چې نږدې هره ورځ د جګړې د اتلاانو په نوم ځانګړې الوتکې له کابل څخه له مخدره موادو او د انسانانو له قاچاق کولوڅخه ډکېږي، په هلمندکې ناسته کوي، له هغه ځايه کوم ناڅرګند هوايي ډګر ته ځي اووروسته مخصوص تورموټر ورته درېږي، قاچاق يوه لوري ته اود جګړې اتلان!!! بل لوري ته وړي، اوس دا کار امريکائيان کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په قضائيه ځواک د اداري سمون اوله اداري فساد سره د مبارزې په اثرکې: د اداري فساد پرضد د ستراتيژي د تطبيق د څارنې د قانون د دوهمې مادې په برخه کې چې د هغه له مخې د اداري فساد د مربوط جرمونه مشخص شوي دي، چې په لاندې توګه بيانېږي: رشوت، اختلاس، د سندونو غلا، د سندونو اورسمي پاڼوغيرقانوني تلفول، له قانوني واک څخه ناوړه استفاده، د عدالت په تطبيق کې ممانعت، له دولتي امکاناتو اورسمي وخت څخه په شخصي چاروکې ګټه اخيستل، له قانوني عذرڅخه پرته د دندې د سرته رسولو نه امتناع او استنکاف، تزوير، د وظيفې انتحال په هغوکارونوکې چې دی يې د اجراء اونه اجراء واک نه لري، ځان داسې وښي چې ګوندې پرده پورې اړه لرل، د مربوطه کار د اجراء اويا د هغه د نه اجراء لامله د هرډول تحفې اخيستل، په سپارل شوې دنده کې ناغېړي ته تعلل، د اړوندې ادارې اصول اومقررات نه مراعاتول، د سپارل شوو چارو په اجراء کې د قومي سيمه ييزو، مذهبي، ګوندي ملاحظو داخلول ، اجراء اويا متناع د هغو ټولو عملونوڅخه چې د اداري فساد په ستراتيژي کې شامل دي له فساد څخه شمېرل کېږي.