د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د وينو او مړينو په لومه کې

ډاکټر لمر 12.09.2016 12:58

دغه ليکنه په ۲۰۱۳ ميلادي کال ليکل شوې ده، خو د سېپټامبر مياشتي د يولسمې نېټې د پېښې د پنځلسمې کليزې په درشل کې ګڼشمېر پوهانو دا جوته کړې، چې د نړيوال تجارتي مرکز ودانۍ د الوتکو د بريد په ترڅ که نه دې ړنګ شوي، بلکې د يو پلان شوي انجينيري دريځ  سره سم نسکورې شوي دي، چې د سيستيماتيک ډيناميتي چاودنو په ترڅ کې تر سره شوې دي، خو ليا يوه پوښتنه پرته له ځوابه پاتې ده، چې د ډيناميت د چودولو لپاره د اورلګېدنې مزي په څه ډول ځای پرځای شوي  يا ځغلول شوي ول، چې د هېڅ دولتي، استخباراتي او يا هم ساختماني ادارو لخوا ورته پام نه دی شوی او يا دا چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سېپټامبر د يوولسمې نېټې پېښه مخکې له مخکې پلان شوې وه، چې د امريکايي د جيوپوليتيک موخو لپاره کارول شوې ده. دغه معلومات د آلمان په يو شمېر برېښناپاڼو کې د سېپتامبر په لسمه نېټه خپاره شوي دي. د اوس لپاره هم د دې لیکنې بیا خپرول اړین ښکاره شول نو ځکه یې تاسې ته بيا وړاندې کوم.

 

پر افغانستان د امريکايي يرغل د ديارلسم ژمي حبا د افغان ولس په خپلواکي خپله خپسکه خپره کړې ده، چې نن سبا هم افغانستان د امريکايي نظامي ماشین تر سيوري لاندې د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين په اړو دوړو کې سپېره دی او د ستراتېژيک تړون د فرمايشي جرګې په ګرداب کې يې لاهو کړی دی، چې زورواکان او بلواکان څوک د پيسو له کڅوړو سره او څوک هم د ټوپکو او راکټونو ډک ډاټسونو سره او چا هم له وسپني کلا ګانو سره د کابل ښار د کوڅو رنګ بدل کړی دی او نورو بيا د شيعه کوڅه ډبه ناندره او د مذهبونو ننداره په عام محضر کې رامنځ ته کړې ده، چې انساني ذهنيت ورته په حيرت کې ډوب دی، ځکه بيا فرمايشي جرګه د يرغلګرو په موجوديت کې او د استعمار تر سيورې لاندې راغوښتل شوې ده، چې د افغانستان د مريتوب په اړه به مشورې کوي او يا به افغاني ضد توطيې کوي.

 

په برېښناپاڼو کې بحثونه تاوده دي، خو په لوخړو کې يې د افغان ولس ذهنيت ورتياره کړی دی، چې د سياسي غبار او فکري توفان په ترڅ کې نه ځان ويني، نه هم وطن او نه هم پردی! ځکه د ولس رواني اوذهني حالت په وروستيو څو لسيزو کې داسې ځپل شوی دی، چې د سالم فکر وسه هم ورنه تښې ده، ځکه چې ولس د سياسي فکر پر ځای مجبوريت دې ته اړه کړی دی، چې د خپل امنيت د ګواښونو په آندونو کې لاهو شي، د خپلې کورنۍ په نفقې پسې لالهانده وي، د خپل عزت او آبرو په اړه په سوچونو کې ډوب شي، ځکه چې د ټولنې د ذهني بحران پرده پر ټول مظلوم ولس خپره شوې ده، چې د «خاموش اکثريت» وراشه يې خپله کړې ده، مګر پروني مهاجرين او ننني مفکرين هم له مجرمينو سره يو شول، چې ملت د خپلو موخو لپاره لاندې کړي، يو شمېر بيا د ننني ډالري مجال شپېلۍ غږوي، چې د افغان ولس ډوبېدونکې بېړۍ نوره هم له خړوبو ډکه کړي او نوره يې پسې کږه کړي، چې له لوخړو سره ډکه د سيند تل ته ورنسکوره شي!

 

برېښنايي سپيان هم رابوږنېدلي دي، چې کله ماته او کله هم نورو ته غاپي!، هم کاروان ته او هم مظلوم ولس ته کوړنجېږي، خو د ريښتيا او سپېڅلتيا کاروان به په زغرده روان وي او له تورتمو به تېرېږي، مګر سپي به لکه تل غوندي ورته غپېږي! خو همدا مو ژوند دی، چې ګالو به يې او له سپک اودرانه سره به يې غوړنجوو، چې د ملت اذهان روښانه شي او د خپلواک ژوند په ګټو او د مملکت په پرمختګ يې سر خلاص شي او ملت د وينو او مړينو له لومې وژغورل شي!

 

ما يوه ورځ خپل يو آشنا ته څو کرښې ليکلې وې، چې يوه برخه يې داسې وه: خبرې ډېرې دي، خو زړونه په تنګ دي او حوصلې هم کمې دي. زه داسې وړانديز کوم، چې په نوي ميکانيزم، چې ملي موخې پکې وي او هغه ډېر څه نه دي: پښتو ملي ژبه، اسلامي مقدسات صرف د بشر د هوساينې په موخه نه د اسلامي بنسټپالو د سياليو په هدف، د لراوبر پښتنو يوځای کېدل د افغان ولس ټبرونو متحد ساتل او د افغانستان د پولو ژغورل، زموږ د سيمې د نېکمرغي اقتصادي بنسټونه او اداري سيستم جوړول دي، چې دغه سيمه اداره شي، نو د دغو اهدافو لپاره د ټولنيزو بنسټونو جوړول او څانګپوهو ته د (روغتيا، ښوونې، روزنې، زراعت، امنيت، اداري چارو او داسې نورو برخو کې) د هغوی د واقعي استعداد او څانګپوهنې پر بنسټ واک سپارل، کېدلی شي د افغانستان حالت ورسم کړي.

 

بس زه د دغو موخو لپاره ليکنې کوم او له هر چا سره خبرې کوم، نو نه د تېر نيرنګونو ته وفا يا جفا کوم او نه هم د راتلونکو چلول پروا کوم. څنګه چې ما مخکې تاسو ته ياده کړې او ډېرو نورو وروڼو ته مې ويلي دي، چې که د پخوانيو ګوندونو (کيڼ اړخي، ښي اړخي او دغه نور) نسبي ځوان نسل، خپل ټولنليد ته توپير ورنه کړي، نو زړې ټاپې به پرې لګېږي، ذهني او رواني به وېشل کېږي، ځکه زه که د افغانستان کليو ته ځم، هغوي صرف د تېرو کړو وړو پر بنسټ زما سره خبرې کوي او له بده مرغه د نوښت جوګه ځکه نه دي، چې استخباراتي جګړه پرې تحميل شوې ده او هر څه يې پر خپل پوست احساس کړي دي، مګر د نویو روڼآندو ستونزه دا ده، چې خپل زاړه ايډيالوژيکي شاليد سره اوس هم تړلي دي او د نوي ابتکار يا وسه نه لري او يا يې پوهه نه لري.

 

دا څرګنده ده، چې په افغانستان کې د سوسياليزم تيوري وآزمويل شوه، د الاضهر د پوهنتون ګڼه ګوڼه پکې تېره شوه، د ديوبندي او سره جومات ملايان بيا له طالبانو سره ول، د امريکايي ډيموکراسي پاليسي او تيوري ليا آزمويل کېږي، نو په ۴۰ کلونو کې لږ تر لږه څلور نوي نسلونه راوکوټېدل، چې نه د چپيانو سرې مني، نه د ملايانو سپينې سپړي او نه هم د تيکنوکراتانو شنه مغزونه شمېري، ځکه نوی نسل يو د ماسټري خبره کوي او بل يې د پې اېچ ډي جنډه ښوروي، خو د فسادي ادارې په لومه کې نښتي دي، چې فرمايشي جرګه به ورته څه ډول پيغام ولري، نو وخت به يې وښيي.

 

زما د نننۍ ليکنې موخه د ولسمشر ټاکنو په درشل کې، د مجهوله ستراتيژيک تړون په ورا کې او د فرمايشي جرګې په ترڅ کې د امريکايي يرغل ديارلسم ژمي ته ځانګړې شوې ده، چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د اوکتوبر په ۷ نېټه پر افغان ولس له امريکايي بمونو، راکټونو او توغنديو له وېشتلو او توغولو سره پيل شوه او دا دي تر ننه يې دوام وکړ، مګر د دغه بې هدفه جګړې نه سر ښکاري نه هم بر او نه يې هم پای، ځکه نو وسمهال يې د تلپاتي ناسور هلې ځلې روانې دي، چې د ستراتيژيک تړون پوړنی وراغوندل کېږي.

 

مخکې له دې چې د ستراتيژيک تړون د جرګې ناندره وڅېړو، نو ښه به دا وي، چې د امريکايي يرغل نيرنګ ته يو ځلې ځير شو. پر افغانستان د امريکايي غوبل په اړه د يوه امريکايي ټولنپوه او اقتصادپوه هېرولډ له څرګندونو سره سم  (Professor Marc W. Herold the Economist of the New Hampshire University) چې د خپلو څېړنو په لاسوند يې يادوي، چې د امريکايي يرغل د لومړيو دوو مياشتو په بهير کې په زرهاوو ملکي وګړي ووژل شول او په لسهاوو زره د طالب، القاعده او د نورو نومونو لاندې د امريکايي يرغل قرباني شول او په لکهاوو خلک ليا مخکې له يرغله له سيمو په تېښته شول او د مهاجرت پېټي يې پر سر شول، چې د افغان مهاجرينو شمېره يې له ۷ ميليونو واړوله، ځکه مخکې له دې هم تر ۶،۵ ميليونه افغانان د کمونيستانو او اسلاميستانو له برکته  د دوو لسيزو په بهير کې مهاجر شوي ول، مګر امريکايانو په دوو مياشتو کې نيم ميليون خلک دې ته اړ ايستل، چې خپل ټاټوبی پرېږدي او د ژمي په سړو او واورو کې نورو ملکونو ته د بمونو او راکټونو په بدرقه کې مهاجر شي.

 

امريکايانو خپل يرغل ليا مخکې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپتامبر د ۱۱ نېټې له پېښې پلان کړی وو، چې په دې اړه د جرمني په برلين ښار کې ليا د ۲۰۰۱ ميلادي کال د آوګوست په مياشت کې يو پاکستاني لوړپوړي چارواکي يادون کړی وو، چې د يو امريکايي لوړپوړي استازي لخوا ورته ويل شوي ول، چې امريکا غواړي د مني په مياشتو کې پر افغانستان نظامي يرغل وکړي او د ديسامبر تر پايه په افغانستان کې يوه نوې لاسناستې واکمني رامنځ ته کړي. دغه څرګندونې په برلين کې د افغانستان په اړه په يوه غونډه کې يادې شوې دي، چې د (BBC) د نړيوال سرويس له لارې هم دغه معلومات خپور شوی دی.

 

 بايد ياده شي، چې روسانو هم پر افغانستان د ورته تېري پلان درلود، چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د جون مياشتې د شانګهای د تړون په غونډه کې يې په افغانستان د بمباري او يا بربنډه تيري وړانديز کړی وو، چې روسان د چين له مخالفته سره مخامخ شوي ول، ځکه يې پر افغانستان يرغل ونه کړو، نو دغه پېښه چا ته د خانداني او يتيم کيسه وريادوي، چې وايي: په يوه واده کې د يوې خانداني باد مات شو، نو سمدلاسه يې څنګ ته ولاړ یتيم ماشوم ته څپېړه ورکړه! خو تر څنګ يې د بلې خانداني هم ترنګ شو، نو هغې هم يتيم ته څپېړه ورکړه! خو لومړنۍ ورته وويل، چې دا يتيم دې ولې ووهلو، نو دويمې ورته وويل، چې ما ګومان کولو، چې په دې کلي کې چې د هر چا باد مات شي، نو بايد دغه ماشوم په څپېړه ووهي! نو د ځبرځواکونو بادونه په خپلو ملکونو کې ولاړ شي، خو څپېړې بيا افغانستان ته ورکوي! .

 

وروسته له دغو څرګندونو داسې يو شمېر پوښتنې رامنځ ته کېږي، چې ولې ځبرځواکې امريکا پر يو جنګ ځپلي افغانستان تيری وکړ او آیا د سپتامبر د ۱۱ نېټې پېښې له افغانستان سره تړاو درلود او که نه او يا دا چې امريکايانو د خپلې جيوپوليتيک ستراتيژيکې موخې لپاره د سپتامبر ۱۱ نېټه پلمه کړه او ويې کاروله، چې د منځنۍ آسيا ستراتېژيک سيمو او د تېلو زېرمو ته ځان ورسوي او يا دا چې د روسيې آسيايي باغونو او د چين شمالي بڼونو کې رېښې وځغلوي!

 

د دغو پوښتنو په ځواب پسې ډېر پوهان لالهانده دي، خو امريکا ته د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سېپتامبر مياشتې د یوولسمې نېټې په اړه دوو توګو يا دريځونو ته نغوته کېږي. لومړی دا چې د (LIHOP: Let it happen on purpose) يعني پرېږده چې د موخې لپاره پېښه تر سره شي! او دويم دريځ دا چې: داسې وکړه چې د موخې لپاره پېښه تر سره شي! يعنې (MIHOP: Make it happen on purpose) ، نو داسې ښکاري، چې امريکا د دغو دوو دريځونو په شاليد کې خپلو شومو اهدافو ته د رسېدلو په ترڅ کې پر افغانستان يرغل کړی دی او نن يې د کاذبي انتخاباتو او فرمايشي جرګو نغری تود کړی دی او د ستراتيژيک تړون لومه يې افغان ولس ته اېښې ده، چې د لمبو خسو خاشاک يې مظلوم افغان ولس دی، چې د امريکايي ډيموکراسي په استخباراتي او ستراتيژيک چلول کې به سوځېږي، خو يو شمېر به بيا ځمکې غصپوي او نور به د ډالرو معاشونو ته خوشالوي.

 

د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپتامبر د ۱۱ نېټې په اړه هم د نظرونو اختلاف موجود دی، ځکه داسې ويل کېږي، چې د نيويارک د (WTC) په تعميرونو د الوتکو بريد د سهار د ۸:۳۰ بجو نه تر ۹:۳۰  بجو پورې تر سره شوی دی، خو د هغه مهال د جاپان د صدراعظم (Junichiro Kuizumi) په وينا، د دغه بريد په ترڅ  کې تر ۵۰۰۰ يهود کارکونکي هغه مهال په (WTC) کې په خپل کار کې نه ول، چې په خپله يوه معما ده، نيرنګ دی او يوه مجهوله دعوا ده، چې ولې په دغه ورځ دومره ډېر یهودي کارکوونکي په خپلو دندو او يا دفترونو کې نه ول آيا دوی له مخکې خبر ول، چې په (WTC) تروريستي بريدونه  کيږې او که ناڅاپه ټول په يو وخت ريخن شوي ول او يا ټول په تفاهم سره يو ځای په سيل يا استراحت تللي ول!

 

د امريکايي رسنيو له څرګندونو سره سم، د الوتکو برمته کوونکي ټول ۱۹ تنه ول، چې ټول عرب ول او ډېری يې له سعودي عربستانه ول او ګڼشمېرو يې په آلمان او پخپله امريکا کې د پېلوټي زده کړې کړې وې او يو تن يې هم پکې افغان نه وو، مګر د امريکايي تيري لومړۍ نښه بيا افغانستان شو. د دې ترڅنګ په هغو ۱۹ تنو کې د څو تنو داسې اشخاصو نومونه یاد شوي ول، چې په سعودي او يا نورو ملکونو کې ژوندي ول. د (WTC) په سکروټو کې يې د يو تروريست نومي عرب بشپړ نوی پاسپورټ هم موندلی وو، چې رسنيو ته يې وروښودلو، خو په پاسپورت کې نه د سوځېدلو نښې وې او نه هم د (WTC) دوړې پرې پرتې وې، خو د خاوند يې نه جسم وو، نه هم جامې او نه هم کوسرې! د بن لادن کيسه هم داسې شوه، چې نه يې چا ژوندی بيا وليد او نه هم مړی، مګر له دعوا سره سم په آبېټ آباد کې يې سټ کړی، چې له کرښې ها پلو په مستعمره سيمه کې وو، نو د تروريزم په ځاله کې پټ وو او يا هملته چېرې ورک شو.

 

د (WTC) تعميرونو نړېدنه هم يوه بله معما ده، ځکه هغه تعميرونه چې وسپنيز چوکاټونه لري، نو د همدغه ډول تعميرونو په اړه د (Cardington Fire Test) انجينيري څېړنې دا ښودلې ده، چې  لمبه شوي تعميرونه، چې وسپنيز چوکاټ ولري، نو په آساني نه چپه کېږي، مګر وروسته له دې چې دوې الوتکې د (WTC) په تعميرونو کې ونښتلې، نو د دواړو تعميرونو پورتنۍ برخې ولګېدلې، مګر د يو ساعت په بهير کې يو تعمير او بيا يې بل د دوو ساعتونو په ترڅ کې په عمودي بڼه رانسکور شول، چې پخپله هم د وخت په تناسب او هم د لوېدلو د بڼې په اړوند يوه انجينيري معما ده او بل دا چې داوړو تعميرونو د وسپنو ډېر پياوړی جوړښتيز سکېلېټ يا چوکاټ درلود، چې د وسپنې د ويلې کېدلو لپاره  ډېرې لوړې د حرارت درجې ته اړتيا وه، چې وسپنه پکې زوب شي.

 

له تعميرونو سره د الوتکو د نښتنې سره د تعمير د لمبو او لوګي سره بيا هم په ټوليزه توګه د تعمير د حرارت درجه تر (۱۰۰۰) درجو د سلسيوس نه وه رسېدلې، چې په داسې حالت کې د تعمير د وسپنيز سکېلېټ يا چوکاټ د کږېدو او يا ويلې کېدلو امکانات ډېر ناشوني ول، ځکه وسپنه د (۱۴۰۰) درجو د سلسيوس په حرارت کې نرمېږي او وېلې کېدلی شي او ډېرو څېړنو ښودلې ده، چې لمبه شوي تعميرونه له وسپينيزو چوکاټونو سره حتی تر ۲۰ ساعتونو پورې هم په لمبو کې نه دي نړېدلي، چې ښه بېلګه يې په امريکا کې د (Miridian Plaza) تعمیر دی، چې وروسته له ۱۹ ساعتونو په تدريجي بڼه ګډوډ ونړېدلو، خو د (WTC) تعميرونه بيا هم په عمودي بڼه يو د يو ساعت او بل يې د دوو ساعتونو په ترڅ کې په منظمه بڼه رانسکور شول، چې د ډېرو پوهانو او انجينيرانو اندېښنې يې راپارولې دي.

 

 

بله پېښه د تعميرونو عمودي نسکورېدنه ده، چې پوهنيزو څېړنو ښودلې ده، چې يو تعمير له وسپنيز سکېليټ سره په هېڅ ډول نشي کېدلی چې په عمودي بڼه پرته د تهداب له نړولو او په سيستيماتيکه بڼه د چوکاټ د منځنيو ستنو له لمنځه وړلو سره، نسکور شي، نو د (WTC) د عمودي نسکورېدنې پېښې په پوهانو کې داسې اندېښنې رامنځ ته کړې دي، چې ګواکې په دغو دواړو تعميرونو کې مخکې له مخکې چاودېدونکي مواد (ډاينامېټ) ځاي پرځای شوي ول، چې دواړه تعميرونه په منظمه بڼه وروسته د الوتکو له نښتلو سره په عمودي بڼه ډېر ژر رانسکور شول.

 

په سيمه کې يعنې د (WTC) د دوو تعميرونو تر څنګ د (WTC7) تعمير چې ۴۷ پوړونه يې درلودل، همغه ورځ په منظمه بڼه په ۱۷:۰۵ دقيقو رانسکور شو، مګر په دغه تعمير کې نه کومه الوتکه نښتلې وه، نه هم راکټ پرې لګېدلی وو او نه هم اور پکې بل وو، مګر هغه تعمير هم له وسپنيز سکېلېټ سره بيا هم په ډېره منظمه او کنټرول شوې بڼه رانسکور شو، خو د سيمې نورو تعميرونو ته بيا هېڅ کوم ګواښ و نه شو او يا خساره هم ورته ونه رسېدله، نو دا هم د (WTC) د عمودي نسکورېدنې بڼه د ډېنامېت محاسبه شوې نړېدنې ته ورته پېښه ښيي! مګر د (WTC7) د نړېدنې په اړه يې بيا څېښتن له يوې دولتي بېمې اوه ميليارده ډالره د خسارې د جبران په توګه تر لاسه کړل، آيا دا پخپله يوه پټه استخباراتي دسيسه او څرګنده تروريستي لوبه نه ده!

 

د پنتاګون د پېښې څېړنې هم ناڅرګنده پايلې درولودلې، ځکه  په تعمير لوېدلې الوتکه په پنتاګون کې يوه برخه داسې ورانه کړې، چې ډېر د يو توغندي توغولو ته ورته وراني ده، مګر نه دا چې يوه الوتکه له برسېره پرې راشېوه شوې وي، ځکه د پنتاګون تعمير څو پوړه دی، چې تر ۱۰۰ مترو لوړ نه دی او الوتکه په يو ګڼ ښار کې نه شي کولی، چې ډېر واټن په افقي بڼه د ۱۰۰ مترو لوړوالي په شاوخوا کې تر سره کړي، ځکه بيا يې د لوېدلو ګواښ په عمودي بڼه ډېر دی، نو بيا داسې هدف ته لکه پنتاګون، چې لوړوالی يې له ۱۰۰ مترو لږ دی، سمه نه رسېږي، ځکه نو ويل کېږي، چې د پنتاګون د الوتکې نسکورېدنه هم د پنتاګون په څو کيلومتري کې تر سره شوې ده، مګر د پنتاګون ودانۍ په کوم څلوروزره راکټ وېشتل شوې ده، خو بايد ياده شي، چې چورلکه په ټيټه فضا کې الوتلی شي، مګر نه د بوينګ جېت مسافري الوتکه!

 

د سپتامبر د ناورين بله پېښه د پنسلوانيا د الوتکې پېښه ده، چې تر ننه يې د الوتکې د نسکورېدلو ثبوت نه دی وړاندې شوی، نو د دغو څېړنو په ترڅ کې داسې برېښي، چې امريکا له دغه پېښې د خپلو جيوپوليتيک او ستراتيژيکو اهدافو لپاره ګټه پورته کړې، چې نن يې هم د کاذبي انتخاباتو او فرمايشي جرګو لوبه پيل کړې ده، چې افغان ولس د ستراتيژيک تړون په لومه کې ونښلوي، خو د دغه شومو اهدافو قرباني بيا بې وزله افغان ولس دی، مګر ګټې يې زورواک او بلواک له خپلو بهرنيو متحدينو سره تر لاسه کوي.

 

پرون که د امريکا دوښمن سوسياليستي ملکونه ول، مګر نن سبا د امريکايي دسيسې قرباني صرف اسلامي ملکونه دي، ځکه د افغانستان تر څنګ یمن، سودان، سوريه، لبنان، تونېس، ايران، ايندونيزیا او ډېر نور ملکونه نا مطلوب ملکونه ياد شوي دي، چې په عراق کې يې بربنډ يرغل وکړ او صدام يې په دار کړ، په ليبيا کې يې قذافي په شرمو وشرمولو او شهيد يې کړ، خو ټولنه يې په وينو کې ډوبه کړه او په مصر کې يې مرسي په دالان کړ! مګر خپل زوړ دوښمن يعنې شمالي کوريا يې هم له پامه نه ده غورځولې!

 

بله بنسټيزه پوښتنه بيا دا ده، چې آيا امريکا به د خپلو جيوپوليتيک، ستراتيژيک او د تيلو د شومو اهدافو لپاره خپل خلک قرباني کړي وي او که نه؟ نو بايد ياده شي، چې روسانو په ۲۰۰۰ ميلادي کال په مسکو کې دوه لوی تعميرونه د ډاېنامېټ او يا پر بمونو ونړول، چې تر ۲۰۰ انسان پکې مړه او تر څو سوه نور يې ټپيان شول، دوې ورځې وروسته يې دوه تنکي روسي ځوانان د تلويزيون د پردې تر شا کېنول او دواړو دا ومنله، چې بمونه يې په دغو تعميرونو کې د «چيچنستان» د آزاديغوښتونکو ځواکونو په نغوته ځای پر ځای کړي ول، خو په نمايشي توګه دغه دوه ځوانان چېرې پټ ګواکې چانواري شول، مګر د چيچنستان د واکمني د نسکورولو لپاره روسانو ته ښه پلمه جوړه شوه، چې د نظامي تيري لاره يې ځان ته پرانيستله او په يوه اونۍ کې يې د ماسخادوف د چيچېنستان واکمني ورته ختمه کړه، ماسخادوف يې بيا په نيرنګ کې د مرکو په پلمه مړ کړ او ظالم بايوف يې بيا په دوبی کې تر  تېغ تېر کړ! ليتوېننکو يې په لندن کې په پولونيوم مسموم کړ، خو خپل لاسپوڅی واکمن مشر کادېروف يې د واک پر ګدۍ کېنولو، چې بيا د مقاومت په بمونو او يا ماينونو کې والوتلو او نن يې زوی کشر کاديروف هلته واکمن دی او د پوتين په مټو ځواکمن دی! په شهوتراني او خونرېزي ښه ډاډمن دی، چې هلته هم ليا وينه بهيږي او ټولنيز ناسور يې ليا پسې خپرېږي او سعودي هم کله ډالۍ او کله هم ګوتې ورکوي.

 

پر افغانستان د امريکايي يرغل سناريو هم د روسانو د چېچنستان د بيا نيولو پېښې ته ډېره ورته ده، خو توپير يې دا دی، چې روسانو يوازې د چيچنستان د نيولو لپاره دوه تعميرونه ونړول او ۲۰۰ خپل روسان يې مړه کړل، مګر امريکا خو د ټولې منځنۍ آسيا د لاندې کولو پلان درلود، نو د دې موخې لپاره يې بايد لږ لوړه بيه ورکړې وی، ځکه نو د الوتکو ناندره او د (WTC) ننداره يې جوړه کړه او يا يې سترګې پرې پټې کړې، چې پېښه د موخو لپاره پېښه شي او پر افغانستان يې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د اکتوبر په ۷ نېټه له ۴۸ همغږيانو لوېديزوالو ملکونو سره بربنډ تېری وکړ، چې په دنيا کې يې د بشريت، انسانيت او اهليت ارزښتونه تر پښو لاندې کړل.

 

تاسو به وایی، چې ګواکې امريکا د خپل ولس په حق کې داسې جنايت نه کوي، چې خپل خلک دې په داسې دسيسو کې سټ کړي! خو بايد یاده شي، چې امريکايان د نړۍ له ۲۰۰ ملکونو لږ تر لږه په ۱۹۶ ملکونو کې خپلې استخباراتي موسسې او کړۍ فعالې کړې دي او يا يې لري، چې د خپل ملت او یا امپراتورۍ امنيت پرې وساتي، مګر د امريکا په تاريخ کې داسې پېښې هم شته، چې ټوله نړۍ ورته لاس په غاښ ده. امريکايانو په وروستيو دوو پېړيو کې تر ۵۰ زياتې جګړې کړې دي، چې د ميليونونو انسانانو او نورو مخلوقاتو وينه يې تويې کړې ده، چې د ظلم انتها يې په هېروشيما او ناګاساکي د اټوم بمونه ول بيا په ويتنام کې د ناپال اورونه ول او نن سبا په افغانستان کې خوشه يې او يورانيمي بمونه دي.

 

په ويتنام کې د امريکا ظلم په تاريخ کې ثبت دی. په دويمه نړيواله جګړه کې په هېروشيما او ناګاساکي باندې د اټومي بمونو اچول ليا مخکې په امريکايي استخباراتي کړيو کې محاسبه شوی وو او د بشر دغه ستر ناورين يې په شعوري بڼه تر سره شوی دی، چې د خپلې وسلې زور وآزمويي او نور ته يې وښيي، چې ګواکې امريکا سره ځان مه مخامخ کوی، چې بيا به مو بېخ وباسي او د هېروشيما او ناګاساکي د اټومي ناورين د قربانيانو شميره تر ننه له څو لکو انسانانو اوښتې ده! مګر په نړۍ کې په سلهاوو ميليونه خلک د امپرياليستي ناسور قرباني دي.

 

 

د امريکا په تاريخ کې ډېر څه شته، خو په ۱۹۶۲ ميلادي کال پر کيوبا د حملې د پلمې په توګه امريکا غوښتل په خپلو امريکايي هدفونو حملې وکړي، چې په دنيا کې د دې ذهنيت جوړ کړي، چې ګواکې د سوسياليستي ملکونو او کيوبا ځواکونو پر امريکايانو تېری کړی دی او په دې ډول خپلو جنګي او سياسي اهدافو ته ورسېږي، خو د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې پر جاپان اټومي تېری د امريکايي بشر وژنې بله ناوړه بېلګه ده، چې (Pearl Harbor) په  ۱۹۴۱ ميلادي کال په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړې ده، چې امريکايي چارواکي پر جاپان د اټومي وسلې له استعماله مخکې له مخکې خبر ول او دا يوه پلان شوې دسيسه وه! په ويتنام کې يې کلي، کورونه او ښارونه د اور په لمبو او کيمياوي وسلو سټ کړل، چې يو لوی جنګي جنايت ګڼل کېږي.

 

همدغې امريکا په ۲۰۰۱ ميلادي کال د اوکتوبر په ۷ نېټه پر افغانستان د قالينفرشو بمونو اور بل کړ، چې له پرهارونو يې تر ننه وينې څڅېږي! چې د افغانستان يو رهبر برهان الدين رباني بيا په رسنيو کې ويل: غتې غتې بمونه کندهار اوپکتيا باندې اچوي! خو امريکا رېښتيا هم په افغانستان هر ډول وسله وآزمويله، چې له خوشه يي بمونو (Cluster Bomb) نيولې تر ډېرو نورو غټو بلاوو لکه بونکرـباسټر (Bunker-Busters)، دېسي کټر (Daisy Cutters) او داسې نورسره او شنه تندرونه، چې تر دوو کيلومترو پورې يې پر ځمکه بينيادم خو پرېږده، چې هېڅ مخلوق يې ژوندی نه پرېښودلو، وروغورځول، خو له بده مرغه ګڼشمېر راکټونه او بمونه يې په يورانيمي (اټومي) سرګلولو هم سمبالې ول، چې يورانيم يې ډېر خلک له سرطاني ناروغيو، ارثي بدمرغيو او نورو آفتونو سره مخامخ کړل!

 

د افغانستان په ناورين کې که امريکا پر افغانستان بمونه او راکټونه وغورځول، خو روسانو او ټولې منځنې آسيا ورته ترانزيتي لاره پرانيستله، چا خپل تېل پرې خرڅ کړل او چا هم خپله وسله، خو تر څنک يې ايران خپل هوايي حريم ورته آزاد کړ او په افغانستان کې يې د خپل کولتوري يرغل زمينه برابره کړه، خو پاکستان هم ترانزيتي لاره ورته پرانيستله، هم يې له افغانستانه لنګه غوا جوړه کړه، چې پيروی ترې واخلي او هم تر ننه امريکايي استخباراتي کړۍ لوشي او ليا هم ښې ګټې د افغان ولس په وينه کوي، چې امريکايانو هم ورته هم خپل پور وروبښلو او هم يې نورې مرستې ورکړلې، خو پاکستان د افغانستان امنيت هم ورته دړې وړې کړ، چې هم يې وژني او هم يې پالي، خو امريکايي غوا ليا هم په کراره لوشي. هند بيا له پاکستان سره د خپلو تربګنيو لپاره افغانستان د خپلې سيالي ډګر ګرځولی دی، ښه ويل شوي، چې عقل به سر نباشد جان در عذاب است!

 

د افغانستان په نوي امپرياليستي ناورين کې افغاني اړخ هم خپل غوره رول لوبولی دی، چې په اړه يې معلومات اړين دي. لومړی خو بايد ياده شي، چې وروسته د محمدزيو يعنې ظاهر بابا او داود بابا له واکمني په افغانستان کې يوه افغان ميينه واکمني نه ده رامنځ ته شوې، چې د افغانستان د بربادي لومړی ګام هم د سردار محمد داود خان له سپينې کودتا پيل شوی دی، ځکه د پوهې او څانګپوهنې پر ځای کودتايي سيستم او زورواکي د موقف او قدرت سمبول ګرځېدلی دی، چې قادر خان يې ښه بېلګه ده، چې د داود په سپينه کودتا کې يې ډاګروالي ته ورټوپ کړل او په سره کودتا کې يې خبره تر جنراليو وواښتله او تر وزارتونو هم تېره شوه، چې مخکې له شنې غمېزې يې ليا پښې له افغانستان سپکې کړې دي او اوس به چېرې د مهاجرت په کوم ګوټ کې پروت وي، يا به مړ وي او يا به د وزارتونو د آرګا او بارګاه خوبونه وهي او شخوند به بيا په زړو فکرونو وهي!

 

د امريکايي يرغل په ترڅ کې او يا مخکې له هغې هم داسې يوه افغاني ډله نه شي په ګوتو کېدلی، چې افغانان يې د افغانستان د زعامت لپاره يو ښه الترناتيف وګڼي. ما پخپله په دې برخه کې له ډېرو افغانانو سره خبرې کړې دي، خو تل يې خولې جينګې شوې دي، چې ګواکې کورنۍ رادېغاړې ده، اولادونه مې واړه دي او د پلار او مور د خدمت مسؤليت لرم، نو بيا به ته هم ورته ايريان ګورې، چې اوس به نو څه کوې! بس ځان ځاني ده، انقلاب دی، سر ساته، خپوړې وهه او کونه وباسه!

 

افغانان په ۱۹۹۲ ميلادي کال هم کوم ښه الترناتيف نه درلودلو، چې پايله يې د شنو او سرو ګډه کودتا شوه، په ولس بيا خپره توره بلا شوه او په افغانستان کې د ملکولطوايفي انارشي رامنځ ته شوه. طالبانو ته افغان ولس هرکلی وويل او ي، شمېرو ورته د سولې د پرښتو نصب ورکړ، مګر ډېر ژر يې افغانستان د پښتونخوا په اسلامي مدرسو پورې وتړلو او په افغان ولس يې هغه ظلمونه وکړل، چې په خلکو کې د پاکستان د لاسوهنې څپه د افغانستان په غلامي واوښتله، چې هم يې د اسلام نوم بد کړ او هم يې افغان ولس سپک او سپور کړ.

 

په ۲۰۰۱ ميلادي کال د سېپتامبر له پېښې سره سم يو شمېر افغانان هلته او دلته راوبوږنېدل، مګر داسې يو سازماني پلاتفورم يې نه درلودلو چې د افغانستان د معضلې لپاره يو سيستيماتيک کار وکړي، خو ځينې وايی، چې: عقل اوغان پسان ميرسد! نو د افغاني روڼآندو بې وخته او يا که ښه ووايم ناوخته هلو ځلو هېڅ ځای هم ونه نيولو! په يو شمېر ملکونو کې پر افغانستان د امريکايي يرغل مخنيوي لپاره تظاهراتو هم کوم ځای ډک نه کړ، ځکه نو ميدان بيا نورو ته شغالي پاتې شو او امريکايانو هم په شمال ټلوالې سرمايه ګذاري وکړه!

 

د امريکايي يرغل په ترڅ کې د بُن په ننداره کې يې د ۲۰۰۱ کال د دېسامبر په ۲۰ نېټه د کرزي د دولتداري يوه ناندره رامنځ ته کړه. هغه مهال د دېسامبر په ۵ او ۶ نېټه په يو اروپايي ملک کې د افغانستان په اړه يوه ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې زما يو ملګری يې هم هغه غونډې ته ورغوښتی وو، نو دهغه دوست له معلومات سره سم په غونډه کې د منځنۍ آسيا لپاره د امريکا ځانکړي استازي، د بښنې د نړيوال سازمان مشرې، يو شمېر اروپايي وزيرانو او د ګوندونو استازو ګډون کړی وو، چې زما تر څنک يوه افغانالاصله مېرمن چې په (BBC) کې يې کار کولو هم برخه اخيستې وه.

 

هغه وايي: ما ته يوه ورځ مخکې له نوموړې غونډې تليفون وشو او بلنه يې راکړله، چې د افغانستان په اړه په هغه ځانکړې غونډه کې ګډون وکړم، چې په پلاني ځای کې دايرېږي! ما ورته وويل، چې زه خو د کوم سازمان او يا ډلې نمايندګي نه کوم او د ټولنيزو چارو مسلکي هم نه يم، نو ولې ما دغه غونډې ته دردعوتوی! نو راغبرګه يې کړله، چې ستاسو نوم يو شمېر افغانانو موږ ته راکړی، چې په افغاني مسايلو کې ستاسو مشوره غوره ده. هغه مهال ما د افغانستان په ننګه د امريکايي يرغل پر ضد ځينې فعاليتونه کول، چې يو شمېر افغانانو زه د طالبانو د استازي په نامه هم يو شمېر موسسو ته ورپېژندلی وم، ځکه وروسته  د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سيپتامبر له پېښې له ځينو اړخونو وګواښول هم شوم.

 

د غونډې بهير ډېر زړه بوږنونکی وو. ټول ګډونکوونکي۲۶ تنه ول، خو بيا يو دوه نور بهرني مېلمانه هم غونډې ته راغلل. د غوڼډې په پيل کې ياده شوه، چې د دغه غونډې خبرې، ځای او د ګډونوالو نومونه بايد رسوا نه شي، بل چېرې ياد نه شي، نو هر څه مو چې دلته اورېدلي دي، زموږ او تاسو تر منځ به پاتې کېږي!  دغه مهال د هر ګډونوال مخې ته يوه دوسيه هم اېښودل شوې وه، چې زما مخې ته هم يوه سره او آبي رنګه دوسيه اېښودل شوې وه.

 

مخکې له دې چې غونډه رسمآ پيل شي. هر چا د دوسيې محتوا کتله، خو ما هم دوسيه پاڼې پاڼې کړه، په دوسيه کې له ورايه ښکارېدل، چې يو پښتني ضد پروګرام روان دی، ځکه له هغو ډلو سره چې بايد اقتصادي او نظامي مرسته وشي، نو د شمال ټلوالې وې، چې يوازې د غير پښتني سازمانونو، ګوندونو او ډلو سلسله پکې راغلې وه، چې نننۍ ټولې ډلې يعنې د نظار شورا، د وحدت ګوند، ملې جنبش او د محسني ډله پکې ياد شوي ول، مګر ما په دوسيه کې د پښتني ډلو پلټنه کوله، خو هېڅ مې پکې پيدا نه کړل!

 

پاڼې مې اړولې، چې يو راپور او يوې شيما ته مې پام شو، چې د منځنۍ آسيا د سيمې د ۶ کلن پلان په نامه يادشوی وو او د لګښت کچه يې له ۲۴ تر ۲۶ ميليارده ډالره ياده شوې وه، چې د افغانستان برخه يې ۶ ميليارده ډالره ول، نو دغه پاڼې او شيما (اډانه) مې اړولې رااړولې، چې پرې پوه شم، چې د افغانستان دولتي سيستم په څه ډول جوړېږي يا تباه کېږي او مسؤليتونه به څنګه وېشل کېږي، نو د لومړي ځل لپاره مې د اشرف غني احمد زي او انوارلحق احدي نوم پکې وليدلو، چې امريکايانو په خپل راپور کې د افغاني مشاورينو په نامه ياد کړي ول او د طالبانو د پېژند په اړه يې پاکستانی احمد رشيد لکه ځانګړی کارپوه ياد کړی وو.

 

د غونډې محتوا د غير پښتني سازمانونو د معرفي او پياوړي کولو تر څنک په افغانستان کې د نوې ادارې اقتصادي پروګرامونه هم ياد شول او همدا ډول په جاپان کې د افغانستان په اړه د ۲۰۰۲ کال په پيل کې د دونېشن (مرستندويو ډلو) هلې ځلې هم يادې شوې، چې تر ۶۰ ملکونو چمتووالی ښودلی وو، چې د افغانستان د بيا رغاونې لپاره به مرستې وکړي، نو بيا بله غونډه په جاپان کې دايره شوه، چې په رسنيو کې يې هر اړخيزه يادون شوی دی.

 

د دې تر څنګ د طالبانو د عاقبت خبره هم ياده شوه، ځکه کابل د ۲۰۰۱ کال د نوامبر په ۱۶ نېټه سقوط کړی وو او په کندز کې ۲۴۰۰۰ طالبان تسليم شوي ول او وژل يې پيل شوي ول، چې د بښنې د نړيوال سازمان (Amnesty International) يوې بلجيمۍ مشرې په غونډه کې د هاګ محکمې ته د ملا فضل او ملا داد لله د سپارلو خبره ياده کړه، چې زما له ډېر سخت غبرګون سره مخامخ شوه، ځکه هغه مهال پر افغانستان بمبارۍ روانې وې، په شمال کې د طالب په نامه پښتانه ځوانان وژل کېدل، نو د دغه بلجيمي مېرمنې خبرې ما پر ځای و نه ګڼلې، بلکې د تسليم شويو طالبانو د حقوقو د ملاتړ غوښتنه مې ترې وکړله، مګر دې حتی د طالبانو په وژنه او د جنګي کلا په کيسو غوږ هم  ونه ګرولو! چې بيا د زيني کلا، کانتېنرونو او ليلا د دښتې ناورين هم رامنځ ته شو، چې د بشريت بربنډه ناورين او د انسانيت له ويڼو ډک بربريت يادېږي! چې نن د شهيدانو له وينې د ليلا د دښتې هر غاټول سور دی، مګر په ټټر يې د نامردانو تور داغ هم پروت دی.

 

په پروګرام کې د پښتنو د ضعيف موقف په اړه مو هم خبرې سره تېرو بېرې کړې، چې يو شمېر يې ما ته وويل، چې کېدی شي ته پښتون وې او د پښتنو په فعلي حالت خوا بدی يې، مګر نړيوالو دا پرېکړه کړې ده، چې په افغانستان کې مساوات او امينت رامنځ ته کړي! خبرې ډېرې ترخې وې، خو وروسته زما د خبرو وار راورسېدلو، چې ما ځيني ټکي ياد کړل او دا مې په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې دې ژر تر ژره يوه اداره رامنځ ته شي، چې د افغانستان د ټوليزو وژنو مخنيوی وشي او مسؤلين يې څرګند شي، دويم دا چې افغانستان دې له دغه انارشي نه يو نسبي اداري سيستم ته سوق شي او بايد هڅه وشي، چې د افغانستان په اداري چارو کې مسلکي توب ته لومړيتوب ورکړل شي او د افغانستان اداري سيستم دې له جنګي مجرمينو او زورواکانو پاک شي او د ټولنيزو عاملمنفعه پروژو اقتصادي پروګرامونه دې ژر تر ژره پلي شي او سمه څارنه دې يې وشي! خو تر ټولو غوره دا ده، چې د انسان وژنې بړبوکۍ دې ختمه شي! مګر زما خبرې فردي وې، ځکه پرته له طالبانو اوشمال ټلوالې د افغانستان لپاره بل الترناتيف نه وو، چې د ظاهر بابا په محسنينو او په لالهانده روڼآندو يې ګټل هم ناممکن ول.

 

ولې ما غوښتل چې وروسته د طالبانو له نسکورېدلو نه په افغانستان کې ژر تر ژره يوه اداره رامنځ ته شي، نو علت يې دا وو، چې د نوامبر په ۱۴ نېټه د ملا داد الله غوښتنه په رسنيو کې څرګنده شوه، چې غواړي په کندز او تالقان کې خپل ځواکونه تسليم کړي او اعليحضرت محمد ظاهر شاه ته يې ژمنتيا ياده کړې وه، خو پايله دا شوه، چې ظاهر بابا وويل، چې څه امريکا غواړي همغه به کېږي، نو په (CNN) کې د رامسفېلد دغه وراشه (These forces should be captured or shot) په خولو راڅرګنده شوه، چې «ټول بايد ونيول شي او يا هم ووژل شي»، نو پايله يې په جنګي کلا، زيني کلا، بالاحصار او د ليلا په دښته کې او د کانتېنرونو په کاروانونو کې د ۲۴۰۰۰ انسانانو وژنه وه، چې يواځې د کومندان امير جان د ګروپ شمېر تر ۸۰۰۰ تنو پورې وو، خو وروسته له دغه فاجيعې څخه ۴۰۰۰ سيمه ييز پښتانه هم د طالب او القاعده په نامه بنديان او تریتام شول. د پښتنو د ځپلو په موخه يې د پکتيا د سيمې مشران هم په لاره کې سټ کړل، په کندهار کې يې هم په سلهاوو لاس تړلي افغانان د امريکايانو په موجوديت کې چانواري کړل او يا يې سرونه ترې پرې کړل او دا دي له ۱۲ کلونو هم ډېره موده کېږي، چې په افغانانو ظلم روان دی، مګر خوشاله ورته هغه څوک دي، چې ډالري معاشونه اخلي، ځکه معلم، مامور، انجينير، ډاکټر او داسې نور خو يې په خپله پوهه او زحمت ګټي، مګر يو شمېر يې بيا په سياسي رزالت څټي.

 

د افغانستان د ناورين لسيزه ليا مخکې پوره شوه او اوسمهال يې ديارلسم کال روان دی، نو د افغانستان د ايلولو لپاره يې بيا د نويو انتخاباتو ننداره جوړه کړې او د ستراتيژيک تړون ناندره يې پورته کړې ده، چې افغان روڼآندي او لکه ما غوندي تورتميان يې بيا سره ګډوډ کړي دي، چې يو د امريکايانو په ننګه درېدلی او بل د افغانستان د اوږدمهالې حللارې پلوی دی، نو د افغانستان لپاره يو اړخ ته د پښو او د ذهن ځنځيرونه دي او بل پلو ته د افغانستان د خپلواکي غږونه او آزاد پروازونه دي، چې پايله به څه شي، نو وخت به يې وښيي.

 

مګر وروسته د روسانو او کمونيستانو له سره غوبله، د ملوکولطوايفي له شنو اړو دوړ، د طالبانو له سپين افراط او تفريطه او د تيکنوکراتانو او ټلوالو له امپرياليستي اخو ډبه افغانستان ته څه په ميراث ورسېدل، ټولو په خپل پوست احساس کړل. څېړنو ښودلې ده، چې د افغانستان ۹۵ سلنه رواني تکليف لري او پاتې ۵ سلنه يې ليوني دي. په افغانستان کې ۲۰ ميليونه د لوږې په کرښه دي او يوه سلنه يې بيا په خېټو او خوټو ماړه دي. د معيوبينو او معلولينو شمېره يې تر ميليونونو هم اوښتې ده. د کونډو، بورو او يتيمانو حساب يې ليا مستوفيان هم نه شي څرګندولی.

 

په افغانستان کې ګڼشمېر مېرمنې د ولادت په ترڅ کې مري، تر ۵ کلنۍ ۲۵ سلنه ماشومان د ميکروبي او غير ميکروبي امراضو په بهير کې سټېږي، په زرهاوو خلک په ماينونو کې الوزي، چې له افغانستان يې کنډوله او له افغانانو يې معيوبين او معلولين جوړ کړي دي، چې د افغانستان د روغتياي سيستم لپاره دغو ټولو معيوبينو ته د ساختګي پښو، ساختګي لاسونو او نورو پلاستيکي جراحيو لګښتونه له ميلياردونو ډالرو اوړي، چې د ټولنې لپاره يې د بشري ضايعې تر څنګ يوه ډېره ستره اقتصادي ستونزه رامنځ ته کړې ده، چې پېټی به يې د ځوان نسل او راتلونکي افغان نسل پر اوږو پروت وي، خو له بده مرغه ليا اوس په افغانستان کې معنويت ختم دی، ځکه د افغان ولس د ستونزو او کړاونو مسؤلين يا مسکو، يا اروپا او يا دوبی ته وتښول، مګر بدمرغي يې افغان ولس ته پرېښودله.

 

د ملګرو ملتونو له څېړنو سره سم نن سبا په افغانستان کې د اپينو، هيروينو او ترياکو د روږديو شمېر له ۱،۶ ميليونو انسانانو اوښتی دی، چې د افغاني ټولنې لپاره يې بل ناورين رامنځ ته کړی دی. نن سبا د يو هيرويني درمل په زرهاو ډالره کېږي، چې دا د افغانستان لپاره يوه مزمنه اقتصادي معضله ده، چې د حللاره يې په ميلياردونو ډالرو تمامېږي، نو افغاني ټولنه د رواني ناروغيو، ميکروبي ناروغيو او خماري ناروغيو يوه ټولګه ده، چې تداوي ته يې د نسلونو نسلونو قرباني پکار ده، مګر له بده مرغه يو شمېر خپله نېکمرغي د نورو په بدمرغي کې ويني!

 

ننني ناروغان، معيوبين او ميضوف ماشومان د سبا ورځې نوې روغتيايي، اقتصادي او ټولنيز ستونزې دي، چې که د افغانستان معضلې ته نن هم يوه سمه حللاره پيدا نه شي، نو د سبا ورځې نسل مو هم ليا نن په بدمرغيو کې لاهو بولی، ځکه په وروستيو څو لسيزو کې له يو نسله بل ته صرف ناروغ ذهنيت او رنځور جسميت اود لېونتوب ټولنيز انځور ورکړل شوی دی او نن هم په همدغه ناروغ دريځ باندې ټينګار کېږي، چې افغان ولس ته د سرو او شنو باغونو خيالي دنيا جوړوي، چې څوک يې د حورو لپاره انتهاري کوي او څوک يې د شنو ډالرو لپاره سهلانګاري کوي، چې په دواړ حالتونو کې د افغانستان وګړي د نا سم سياسي، اداري او ټولنيز چلند قرباني دي.

 

د افغاني نوي ناورين بل اړخ امريکايان، لوېديزوال، روسيه، چين او د سيمې ګاونډي ملکونه دي، چې په افغانستان کې په يو ډول نه يو ډول لاسوهنې کوي او د افغانستان بدمرغه ژوند ته تلپاتې ولوله ورکوي! په لسو کلونو کې څو ځله اقتصادي بحرانونه په نړيواله کچه رامنځ ته شول، چې د اروپا يو شمېر ملکونه ليا اوس هم د دغه بحران قرباني دي، مګر روسانو، چين، هند، پاکستان او يو شمېر نورو ملکونو خپل اقتصاد پرې پياوړی کړ، خو ايران د خپلې نظامي، اقتصادي او سياسي ګټې تر څنګ په افغانستان کې په پريمانه توګه خپل کلتوري يرغل هم تر سره کړ، چې عاقبت به يې د افغانستان بل نسل لپاره ډېر ستونزمن تمام شي، مګر د امريکا اقتصادي بحران داسې شوی، چې هم يې دولت تر بحرانه ورسولو او هم يې د پور کچه تر ۲۰ تريليون ډالره واوښتله! خو دشيعه مذهبو د کوڅو نخرې او سينه زني به ليا ډېر ماغزه شنه کړي، چې تداوي يې بيا په سلهاو کلونو هم نه تر سره کېږي.

 

امريکا په ډېرو جګړو لاس پورې کړی، چې چېرې يې استخباراتي جګړې کړي دي او قومونه يې سره اچولي دي، بل ځای يې خپل د ناټو ملګري ورلېږلي دي او په ځينو ملکونو يې نېغ په نېغه يرغل کړی دی، چې وروسته له دويمې نړيوالې جګړې يې د کوريا جګړه ۳۷ مياشتې وغزوله او د هغه ملک وېشل په شمالي او جنوبي کوريا يې نتيجه وه، يعنې دا دي ۶۰ کاله کېږي، چې يو ورور يې د بل په مقابل کې درولی دی. بله د ويتنام جګړه ده، چې هغه جګړه بيا امريکايانو بايلودله، د سوماليا يرغل، چې امريکايان شرمېدلي ترې وتښول او په يووېشتمه پېړۍ کې پر افغانستان، عراق مخامخ يرغل او په ليبيا يې بيا هوايي بريدونه يادېدلی شي، خو سوريه يې هم په سره سلفي تونور بدله کړې ده.

 

د امريکا په ټولو جګړو کې د افغانستان جګړه ډېره خطرناکه او دومداره ياده شوې ده. د څېړنو په اساس دا جوته شوي چې د امريکا انقلابي داخلي جګړه ۹۶ مياشتې غزېدلې وه، خو د عراق جګړه يې بيا ۱۰۶مياشتې وه او د ويتنام جګړه تر ۱۲۹مياشتو غزېدلې وه، خو د افغانستان جګړه دا دې له ۱۵۱ مياشتو واوښتله (۲۰۱۳)، خو په ګراف کې تر ۲۰۱۲ کاله احصاييه ښودل شوې ده. د افغانستان جګړه د امريکا لپاره تر ټولو دوامداره جګړه په تاريخ کې ثبتېږي او ليا يې هم پای نا څرګند دی.

 

د امريکا د جګړې زيانونه هم مالي دي او هم جاني، ځکه د افغانستان په جګړې کې د کال تر ۱۲۰ ميليارده ډالره لګېدلي دي، چې په ۱۳ کلونو کې يې د لګښت کچه تر ۱،۵ تريليونه ډالرو اوښتې ده. د افغانستان د ادارې د سمون لپاره يې لګښتونه تر ۱۲۰ ميليارده ډالره ياد شوي دي، چې تر ۷ ميليارده ډالره هر کال د افغانستان د امنيتي ځواکونو معاش، اعاشه او اباطه شوې ده، مګر په عاملمنفعه پروژو يې تر ټولو کم لګښت ښودل شوی دی، چې هغه هم يو او يا بل غلا کړې دي، ځکه نو نن نه د کابل- کندهار لاره، نه د کندهار-هرات لاره او نه هم د کابل-شبرغان زړې اسفالت شوې لارې بيا نه دي رغول شوې، نو نور به زه څه وليکم! د سالنګ د تونل په ډنډونو کې تيز رفتار موټر تر څو ورځو او شپو بند پاتې وي او کله کله لارۍ او ټرکونه هم خپل اکسلونه پکې مات کړي، نو د لويديزوالو ټوله مرسته يا د نظامي آزموينو لپاره ده او يا يې په خپلو متحدينو او افغاني غلو وېشلې ده، ځکه نو سالم ماغزه او حليم انسان په افغانستان کې د بيا رغونې ډنډوره يوه سپېره دسيسه يا ناندره ګڼي.

 

څوک پارلمان یادوي او بل دولتي فرمان يادوي او يا هم جرګيي اړې دوړې پورته کوي، مګر دا بيا نه پسې وايي، چې په افغانانو کې يې داسې ربړه رامنځ ته کړې، چې د امريکا له تېښتې سره د ملکولطوايفي د جنون ذهنيت بيرته افغانستان ته راکډه کېږي، چې عاقبت به يې د ټولنې لپاره بيا ورور وژنه وي، د خلکو وينبهونه به وي، د ملت تباهي به وي او د ټولنې انارشي به وي، ځکه په وروستيو ۱۳ کلونو کې لوېديزوالو په شعوري بڼه په افغانستان کې يوه مافيايي ډله د قدرت په ګدۍ کېنولې ده، چې په خلکو کې يې افغاني هويت او ذهنيت ته صدمه رسولې ده او خپله بقا د قومونو په شخړو کې ويني. د راتلونکو فرمايشي انتخاباتو يو شمېر کانديدانو هم د علم، پوهې او عزت شمله نسکوره کړه او له هغه چا سره يې لاس يو کړ، چې لاسونه يې د ملت په وينو سره دي او تر څه مودې مخکې دغو کانديدانو هم يو شمېر جګړه ماران د جنګي مجرمينو اساسي څېرې ګڼلې، مګر نن يې بيا  اتلان يادوي او د واکمني لپاره يې هر څه هېر شول او د زلت منزلت يې هم په دسيسو کې ومنلو.

 

د امريکايي يرغل په ترڅ کې تر سلهاو زره خلک ووژل شول. په لکهاو بنديان شول. د ټپيانو شمېر هم له سلهاوزره اوښتی دی، چې د جسمي معيوبيت تر څنګ يې د افغان ولس ذهني او رواني حالت ته هم نه رغېدونکې صدمه رسولې ده، چې عاقبت به يې زموږ ټولنې ته ډېر وخيم وي، ځکه په هره کورنۍ کې انسانان شهيدان شوي دي، په سيمو کې کلي او کورنۍ له منځه وړل شوي دي، چې دغه ټول ډېر ناوړه اغېز د انسانانو په رواني حالت کوي، چې نن يې موږ منفي اغېز په خپله ټولنه کې وينو. په څو لسيزو کې او په تېره په وروستيو ۱۲ کلونو کې د ملکي خلکو وژنې کال تر بله زياتې شوې دي او د مجروحينو شمېره يې هم کال پر کال زياتېږي، خو عاقبت د معيوبيت تر څنګ د کورنيو د سيستم ړنګېدل هم دي، چې مېرمنې کونډې کېږي، ماشومان يتيمان کېږي او ميندې بورې کېږي، نو دا ټول د ټولنې لپاره د روحي ناروغيو زمينه رامنځ ته کوي، چې د چارو سنجولو پېټی يې بيا هم د ځوان نسل پر اوږو دی او د غمونو داغ به يې تل په افغاني ټولنه کې پاتي وي.

 

ولې امريکا غواړي، چې په منځنۍ آسيا کې پاتې شي؟ دا بله هغه پوښتنه ده، چې د افغانستان د موجوديت او امنيت لپاره يوه حياتي مسئله ده، چې هغه بيا د افغانستان جيوپوليتيک موقعيت دی. افغانستان د شرقي آسيا، منځنۍ آسيا، د عربو د ملکونو او جنوبي آسيا په منځ کې پروت دی، چې د منځنۍ آسيا تيلو او د هند د بحر تودو اوبو ته تر ټولو لنډه او هواره لاره د افغانستان په غربي سيمو يعنې د هرات، هلمند او کندهار تر منځ تېره شوې لاره ده، چې د (TAPI) پروژې شمزۍ نومېږي، ځکه نو ټول غواړي دغه سيمه کنټرول کړي، خو د لاندې کولو پلانونه يې ليا له ۱۹۷۶ کاله روان دي، يعنې ليا د شهيد سردار محمد داود خان له واکمني نه بيا تر ننه هڅه کېږې، چې دغه سيمه لاندې شي، له اروپا نيولې تر روسيې او بيا نن تر امريکا پورې خپلې وسې نه دي سپمولې، چې افغان ملت د مريتوب په لومه کې ښکېل کړي.

 

بله پېښه د نړۍ ګلوبوليزېشن ناکام ذهنيت او د امريکا نړيوال امنيتي (امپرياليستي) جال دی، چې امريکا يي مخکښ او پياوړی نظامي محرک دی او انګرېز يې انساني قوه ده، ځکه انګلستان، امريکا، کاناډا، آستراليا او جنوبي افريقا د دوی خپل پرنګيان دي او يا انګرېزان پکې مقتدر دي، نو د امريکا په مټه يې يو نړيوال نظامي، استعماري او استخباراتي جال جوړ کړی دی، چې په شرق کې يې جاپاني او کوريايي اډې دي، په اروپا کې يې د لوېدېزې اروپا تر څنګ په رومانيا، ګورجستان، آذربايجان، تورکيه کې هم نظامي رېښې ځغلولې دي او په عربي ملکونو کې يې هم پښې خښې کړې دي او انترکتيکا ته يې هم خپلې سر ورښکاره کړی دی، خو په منځنۍ آسيا کې يې وروسته له ۲۰۰۱ ميلادي کاله د لومړي ځل لپاره د دې چانس تر لاسه کړی، چې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او يا سيمه ټوله اشغال کړي، چې افغانستان يې د اشغال مرکزي برخه ده.

 

د افغانستان په چاپېر کې روسيه، هند او چين خپل جيوپوليتيک غوښتنې لري، پاکستان، ايران او عربي ملکونه خپلې لاسوهنې کوي، نو که افغانان هر چا ته ورنېږدې کېږي، نو بل يې د دسيسو پلانونه ورته نيسي او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.  موږ او تاسو د ۱۲ کلونو په اوږدو کې وليدل، چې امريکا له خپلو نورو ۵۰ همغږيو ملکونو، د ايساف او ناټو له ځواکونو او د ملل متحد له بربنډه او پټې همکاري سره بيا هم و نه توانېدل، چې په سيمه کې امنيت راولي او يا هم د افغان ولس وسلوال مقاومت مات کړي، نو موږ په زغرده ويلی شو، چې افغانستان بايد لکه يو ترانزيتي بوفور (ناپېيلې سيمه) د دغو ځواکونو تر منځ پاتې شي او نړيوال ځبرځواکونه د ملل متحد د امنيت شورا په ژمنتيا په افغانستان کې د پرمختګ او امنيت چارې وسنجوي.

 

له بده مرغه افغانان يو ځانګړی ذهنيت لري، چې يو څه په رڼو سترګو ويني او يا به يوه پېښه پرې تېره شوې وي، مګر بيا به هم ګومان کوي، چې دا يو خيال وو، يو جنون وو او د وخت په تېرېدو يې له هېره وباسي. په افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل په موده کې ما د ځوانانو په يو سيمينار کې ګډون کړی وو، نو د شوروي اتحاد او نړيوالې مرستې تر نامه لاندې مې خپل راپور جوړ کړی وو، چې ډېره برخه يې افغانستان او پاکستان ته ځانکړې شوې وه.

 

مخکې له دې چې سيمينار ته تياري ونيسم، نو ګومان مې کولو، چې روسان (شوروي اتحاد) له پاکستان سره هېڅ ډول اقتصادي اړيکې نه لري، مګر زما اټکل غلط وخوت، ځکه روسانو په پاکستان کې د افغانستان په پرتله په لسهاوو ډېرې عاملمنفعه پروژې جوړې کړې وې، چې د افغانستان ساختماني پروژه، جنګلک فابريکه، د نغلو او ماهيبر بندونه يې ګرد ته هم نه رسېدل، نو هغه مهال مې د نورو پروژو تر څنګ د کراچۍ د وسپنې د ويلې کولو (Pakistan Steel Mills Corporation) د فابريکې نوم تر سترګو شوه، چې هغه مهال يې د پاکستان د کلنۍ بوديجې ۵۸ سلنه جوړوله، نن سبا هم د پاکستان د کراچۍ د زوب آهن فابريکه په ټوله آسيا کې لويه فابريکه ده، چې اوسمهال د روسي ګول سيخونو تر څنګ پاکستاني وسپنيز توکي او ګول سيخونه هم په افغانستان کې پلورل کېږي، چې د ميلياردونو ډالرو تجارت يې د افغانستان او پاکستان تر منځ جوړ کړی دی.

 

امريکا هم له افغانستانه پاکستان ته ډېره ژمنه ده، ځکه که د کندهار هوايي ډګر د کراچې له هوايي ميدان سره مقايسه شي، نو تاسو ته به پته ولګېږي، چې د افغانستان په اړه د امريکايانو نيت څه دی. امريکا دا دي ۱۲ کاله کېږي، چې په افغانستان کې ده، مګر د نړيوالو څېړنيزو او د استخباراتي کړيو له څېړنو سره سم د افغانستان او پاکستان تر منځ د کال تر ۷ ميليارده ډالره تجارتي معاملې کېږي، چې په ۱۲ کلونو کې ټول ۸۴ ميليارده ډالره کېږي، نو د افغانستان د جګړې ټولې ګټل شوې پیسې پاکستان ته تللې دي او د دې تر څنګ که له امريکايي ځواکونو سره د پاکستان معاملې هم په پام کې ونيول شي، نو ډېری لګښتونه په ترانزيتي لارو، تيلو او نورو لوجيستيکي اړتياوو لګېدلې دي، چې په دې برخه کې هم ګټه د پاکستان ده، چې کېدلی شي تر څو سوه ميليارده ډالره وي! مګر اوغان بيا په خپل ملک کې خس دوزي کوي، عجيبه خام فکرونه او شنه مغزونه!

 

په ۲۰۰۱ ميلادي کال امريکا پاکستان ته د ۴۰ ميلياردو ډالرو پور وروبښلو، په لومړيو ۴ کلونو کې يې د کال ۶ ميليارده ډالره ورته ومنل او د ۳۰۰۰۰۰ عسکرو نظامي لګښتونه، چې ګواکې د قبايلو په سيمه کې يې صرف ارواګانې دي د دولسو کلونو په ترڅ کې د امريکايانو لخوا تمويل شول. د پاکستان امنيتي ځواکونه تر ننه پورې تر څو ميليارده ډالره سوبسيدي له امريکايانو اخلي او نوازشريف څه موده مخکې په خپل يو تګ نيويارک ته ۱،۵ ميليارده ډالره او نورې ژمنې تر لاسه کړې، چې پاکستان پرې آباد کړي، مګر افغان شين مغزی ليا هم پر امريکايانو غولېږي او پاکستان ته غورېږي.

 

ځينې افغانان بيا وايي، چې دغه پيسې به موږ هم ترلاسه کړو، ريښتيا هم افغانستان ته يې هم يو څو ډالره ورکړي دي، مګر افغانستان خپل توليدات نه لري، نو مواد بايد له نورو ملکونو واخلي، چې برېښنايي توکي، ساختماني مواد، درمل، خوراکي مواد او ډېر نور شيان موږ له پاکستانه په شنو ډالرو اخلو، ځکه د افغان د مرستو ډالر هم د پاکستان اقتصاد پياوړی کوي، مګر افغانان يې صرف مصرفوي، چې د کابلي ودونو د مياشتي لګښت يې تر يو ميليارد ډالره رسېږي او په هوټلونو کې خوړل شوې ډوډې په ... بدلېږي، نو دا دي زموږ اساسي توليدات! مګر پاکستان پر موږ هر څه خرڅوي، چې خپل اقتصادي ماشين پرې وچلوي او خپل ملک آباد کړي.

 

د افغانستان له جګړې ټولو ملکونو تر خپل بريده ګټه پورته کړه، چې ايران خپل تېل په قاچاقي بڼه په افغانستان کې خرڅوي، هند هم له پاکستان سره د خپلو سياليو لپاره افغانستان خپل د وزلوبې ډګر جوړ کړی دی او روسانو هم خپل تېل او سکاره په لوېدېزوالو او امريکايانو خرڅ کړل او ګڼشمېر نظامي اډې يې ورته په مسکو او نورو سيمو کې ورکړې دي، نو همغه خبره ده، چې بز در غم جان کندن و قصاب در غم چربو!

 

فرمايشي لويه جرګه هم د افغانستان د پرهارونو نه درمل ده او نه هم پټۍ! ځکه ستراتيژيک تړون هم يوه بله پټه دسيسه ده، چې په يو اشغال شوي، بلواک او ځپل شوي افغان ولس باندې د امريکايانو له غوښتنو سره سم د تړونونو پرېکړې کېږي، چې نه حقوقي بنسټ لري او نه هم نړيوال ارزښت لري! په افغانستان کې تجربو ښودلې ده، چې د امريکايانو په موجوديت کې په افغانستان کې د ايران پراخه لاسوهنه روانه ده او پاکستان خو ليا افغانستان په راکټونو ولي، نو امريکا د پاکستان د بربنډ تيري په اړه هېڅ ډول عکسالعمل و نه ښودلو او په راتلونکي کې هم تمه ترې نه شي کېدلی، نو له ستراتيژېک تړونه سره به د افغانستان کوم درد دوا شي.

 

دا چې امريکايانو ډېر ملکونه يرغمل کړي دي او له يو شمېر سره يې ستراتېژيک تړونونه هم کړي دي، او په ۱۹۶ ملکونو کې يې استخباراتي او نظامي اډې هم جوړې کړې دي، رېښتيا خبره ده، مګر ټول ترې سر ټکوي او په تورکيه کې ليا څو کاله مخکې د امريکايي اخلاقي او جنسي تجاوزونو په اړه تظاهرات وشول. د جاپان په يوه جزيره کې له امریکايانو سره له ستراتيژيک تړونه وروسته پر ۲۶۰۰۰ ميرمنو، نجونو او پېغلو باندې د امريکايانو جنسي تجاوزونه ثبت شوي دي، مګر مجرمين يې نه چا توقيف کړي دي او نه يې محاکمه کړي دي، بس د ځنګله قانون دی، يعنې زور بالايي زور.

 

په اقتصادي برخه کې هم پر دغه ټولو ملکونو کې د مريتوب لومه اېښودل شوې ده، چې ټول ترې بېزاره دي. جاپان اړ دی، چې د کال تر ۱۰۰۰۰ جنرال موټرس توليدات واخلي، پرته له هغې به جاپاني توليدات په امريکا کې ډپ کېږي، نو د جاپان هم لاسونه تړلي دي او هم پښې، مګر بيا هم د خپل پياوړي اقتصاد پر بنسټ هڅه کوي، چې له امريکايي غوبله ځان خلاص کړي، په اروپا کې هم ورته سناريو روانه ده، مګر په افغانستان کې بيا يو شمېر غواړي، چې ملت د وينو او مړينو په لومه کې ښکېل کړي.

 

د ستراتيژيک تړونونو نور ګواښونه هم شته دي، چې ولس پرې تباه کېږي. څه موده مخکې د سوريې د کيمياوي او بيولوژيکي وسلو د خوندي کولو او له منځه وړلو خبره راپورته شوله، نو د ناټو غړيو او امريکايانو وغوښتل، چې دغه کيمياوي وسله رومانيا ته ولېږدوي او هلته يې ځای پر ځای کړي، مګر د رومانيايانو له سخت غبرګون سره مخامخ شول، چې اوس غواړي په کوم بحر کې دغه ناولې وسله يا له منځه يوسي او يا دا چې د سيندونو طبيعي حالت پرې ولړي، نو آيا افغانستان به د امريکايي وسلو طفاله داني نه شي!.

 

په نظامي برخه کې د بېلګې په توګه به له امريکا سره د ګورجستان نظامي او ستراتېژيک تړون ياد کړم. ټولو ته څرګنده ده، چې څو کاله مخکې روسيې په ګورجستان يرغل وکړ، چې په څو ورځو کې يې د ګورجستان تبيليسي ته ځان ورسولو، چې واکمن يې (سکوشويلې) له وېرې خپله نيکټايي خوړله، مګر امريکايانو د ګورجستان په ننګه حتی يوه اعلاميه هم خپره نه کړه. د ګورجستان د هغه مهال د جمهور رئيس مېرمن هالنډۍ ده، روسانو هالنډي ژورناليستان هم ورته ووژل، مګر ناټو هم خپله خوله پټه ونيوله، نو د ګورجستان ستراتيژيک تړون هم هغه ملک د روس له يرغله ونه ساتلو! مګر آيا افغانستان به امريکايي تړونونه د پاکستان له راکټونو وساتي او که نه! ګومان مې نه شه، ځکه آزموده را آزمودن خطاست.

 

افغانستان د راتلونکو تپل شويو ولسمشريزو ټاکنو په درشل کې دی، مګر په ټولو کاندېدانو کې يې داسې څوک نه شته، چې ملت ورته زړه ښه کړي، مګر د ټاکنو بل اړخ بيا حقوقي برخه ده، چې آيا په يو بلواک او مستعمر مملکت کې آزاد او د خلکو د خوښې انتخابات تر سره کېدلی شي او که نه! مګر تر دې هم غوره په انتخاباتو کې د وسلوالو ډلو يا مقاومت نه ګډون او د وسلوال مقاومت نېغ مخالفت دی، چې وروسته له ټاکنو به هم د افغانستان امنيت ته لوی ګواښ وي او يوه بينالافغاني د حل لاره به پکې و نه موندل شي، نو يوازينی الترناتيف او ښه بديل له افغانستانه د امريکايانو د وتلو تضمين دی، په افغانستان کې د انتقالي دولت رامنځ ته کول، چې ټول اړخونه پکې ګډون ولري او د افغانستان د ټولو سيمو د امينت ژمنتيا ده، چې د ګاونډيو له لاسوهنو او نورو ملکونو له تيريو وژغورل شي او د افغانستان د راتلونکي هوسا ژوند لپاره د عاملمنفعه پروژو د تدبيقولو امکانت رامنځ ته کول دي او انتقالي دولت به د افغانستان لپاره د شفافو او رېښتنيو انتخاباتو زمينه برابروي.

 

پايله

 

 

افغانستان يو لرغونی هېواد دی، چې د ټولو يرغلونو په مقابل کې يې سرشيندنه کړې ده او خپلواک پاتې شوی دی، چې په وروستيو څو لسيزو کې يې د شوروي اتحاد سره پوځيان له خاورې وايستل، د ګاونډيو ملکونو يرغل ته يې غاړه کېنښودله او وروستيو ۱۳ کلونو کې يې د امريکايانو پر ضد وسله وال مقاومت وکړ، ځکه نو افغانستنان د خپلواک ژوند ذهنيت لري او د بهرنيو په موجوديت کې به نننی نارين او ټولنيز ناسور نور هم پراخ شي او د ظلم بړبوکۍ به ليا هم پياوړې شي.

 

د افغاني ټولنې د هويت، ذهنيت او دودونو په پام کې نيولو سره بايد ياده شي، چې افغانستان دې په سيمه کې لکه يو (بوفر) ناپېيلې سيمه او خپلواکه واکمني وپېژندل شي او د متوازن پرمختګ امکانات دې ورته برابر شي، چې د افغانستان ترانزيتي او جيوپوليتيک موقعيت هم همدغه تقاضا کوي. افغانستان بايد له ټولو ملکونو سره د مساوي حقونو پر بنسټ تړونونه لاسليک کړي او د متقابل احترام په چاپېر کې دې ټولنيز او اقتصادي پروګرامونه پلي کړې.

 

د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمني طلايي دورې دا جوته کړې ده، چې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه جيوپوليتيک موقف د يو ناپېيلې خپلواک مملکت بڼه ده، چې د ټولو ملکونو سره د متوازن چلند او د هراړخيزو او متقابل ګټو په پام کې نيولو سره خپلې سياسي، ټولنيزې او اقتصادي چارې سمبال کړي، چې دا ډول چلند به هم د افغانستان، هم د سيمې او هم د نړۍ په ګټه وي او د يو هوسا افغانستان وږمې به پکې نغښتې وي.

 

د افغانستان ننني سياسي جوړښت د ټولو لپاره د منلو وړ نه دی. د افغانستان وسله وال مقاومت ورځ تر بلې پياوړی کېږي. په افغانستان کې له دولتي سيستمه ناخوښي ورځ تر بلې زياتېږي، چې د ننني دولت او خلکو تر منځ يې واټن رامنځ ته کړی دی. په افغانستان کې امنيت نه شته. په ادارو کې فساد په پراخه پيمانه روان دی، نو راتلونکې ټاکنې هم نه شي کولی، چې د افغانستان لپاره يوه سمه اداره رامنځ ته کړي او وسله وال مقاومت يې په زغرده مخالفت کوي، نو د افغانستان د سياسي جوړښت لپاره د يو انتقالي دولت رامنځ ته کېدل مطلوب الترناتيف دی، چې ټول ښکېل اړخونه به برخه پکې واخلي او وروسته له ۲۰۱۴ کاله به په افغانستان کې د ملکولطوايفي او ټولنيزې انارشي مخنيوی وشي، د امريکايانو د تګ تضمين به رامنځ ته شي او په خپلواک افغانستان کې به د شفافو او ريښتينو ټاکنو زمينه رامنځ ته شي.  

 

په درنښت

http:// http://www.youtube.com/watch?v=3SMITpoKSXM

http://www.youtube.com/watch?v=AErXW1uhhvA

http://www.youtube.com/watch?v=Ncibc_pvZaE

http://www.youtube.com/watch?v=GTzVy7gNEp0

http://www.youtube.com/watch?v=oU4qObkZVj0

http://www.youtube.com/watch?v=Eg_QJjDyrp0

http://www.youtube.com/watch?v=aVBOijF8K2g

http://www.youtube.com/watch?v=YSmZhyT08NE