د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اختر

نجیبه ګهیځ احمدزۍ 12.09.2016 11:06

لیکونکي : نجیبه ګهیځ احمدزۍ

اختر
اختره راشي په خوښې خوښې هرکله راشې
راوړې له ځان سره خوښې په هر کور کلې راشې
خو زه دي دا ځلې د تیر په شان لمانځلی نشم
اختره لاړ شه بیا دې خوښه چې هر کله راځي
ما ته یادیږې په اختر کې د مور سره لاسونه
نشته خوشبو یې د نکروزو نو بیا ولې راځې ؟
اوس یې یادونه لا تازه دې په انګړ کې زمونږ
نن لږ ایسار شه څه وخت تیر شې بیا به هله راشې