د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جینۍ،نجلۍ ...

محمدعیان«عیان» 10.09.2016 11:06

جینۍ ،نجلۍ ،جلۍ،جنۍ، جینکۍ اوجلکۍ چې ټول یازیات لوستونکي پې له یوه سره اوبیله شکه ښه سم دم پوهیږي. څوک ورته یونوم اخلي اوڅوک ورته بل. دهیوادپه يوه سیمه کې نجلۍ دودوي اوپه بله کې جینۍ. په ځینوسیمو کې ورته جنۍ وایي اوپه یو شمیر نوروعلاقوکې ورته بیا جلۍ ،جینکۍ او جلکۍ ویل کیږي.
دنجلۍ کلیمې(کلمې) مخې ته چې الف ورواچول شي نو انجلۍ ترې جوړه شي. دنجلۍ مخې ته الف وراچول زمونږ د یوه لیکوال له خواپه خپلوورسره دلایلوردشوې اوهغه لیکلي دي چې دانجلۍ کلیمه دژبې دقوانینوپه بنسټ سمه نه ده. بایده دي چې الف ترې لرې اونجلۍ تې جوړه شي.
اوس راځوټولونومونوته چې کوم یویې سم اوکوم یویې باید ایستیمال(استعمال)شي؟
زماپه پیکر(فکر)سم خوټول سم دي.ځکه سم دي چې ټول زمونږپه مورنۍ اوغرنۍ ژبه کې شتون لري اودهیوادپه پراخوسیمواودروکې دود دي.
دنجلۍ کلیمې چې دپخواراهیسې یې په لیکنواوکتابونوکې ځای نیولی اوډیره مشهوره شوې ده، خوجینۍ هم په ډیرو ولایتونوپه تیره تیره په ختیځوولایتونو، دکرښې نه اخواپه ازادوقبایلواوپښتونخواپیښورکې له پیړیوپیړیوراپه دې خوا رواج ده.
د جنۍ ،جلۍ ،جینکۍ اوجلکۍ له نومونو نه هم باید سترګې پټې نه شي. ځکه چې دانومونه هم په ډیروسیموکې خوله په خوله دي.
اوس اوس دیادولووړخبره داده چې په کوم یویې ولیکو؟
زه خووایم تاسره خدای په نیکۍ مل شه، که «یوه»شي نو خامخا«کره»کیږي اواسانتیاپه کې راځي. لیکین په اوس وخت کې چې کمپیوټرهرچاته اودهرې سیمې لهجو(ګړدود) اولیکدود ته خلاص لاس ورکړی اوهرسړی یې په خپله خوښه لیکي نو«یو»کول یې له ستونځوډک اوګران کاردی. زه بیاهم خپله خبره تکراروم: که په یوه ګړدوداویوه لیک دود وي نوډیربه ښه وي. ښه څه چې لکه غوړي چې په غوړوواړوې، خویره اوس نن سباچې زیاتولیکوالوته د کمپیوټر په مټ اسانتیاوې شته نوهرسړی دخپل سرباچادی.
هغوی چې ښه یې لیکي،سم یې لیکي اوپه عامه ژبه یې لیکي، دستاینې اوسیپتونو(صفتونو)وړدي، خویوشمیرداسې لیکوال هم شته چې په لیکنه کې د«پ»په ځای«ف» ایستیمالوي لکه: «پام وکړه» په«فام وکړه» لیکي.کیدای شي چې دابه یا دلیکوال تیروتنه اویابه دکمپیوټرتخنیکي ستونځه وي. په دواړوصورتونوکې دکمپیوټر دازادلاس له برکته دغه ډول نورې کمزورتیانې هم خپریږي. له دې یادونې نه مې مطلب دادی چې کمپیوټر هرچاته دهرډول لیکلولارخلاصه کړې ده اوپه دې اوسنیوشرایطوکې دژبې دیوشان لیکلواو سمونې کارستونځمن دی.
زما په نظرپه دې ټولونومونو(جینۍ،نجلۍ،جنۍ،جلۍ جینکۍ اوجلکۍ) پوهیدل سم کاردی، خوځینې کسان وایي چې دیوه موجوداو یوشي دپاره که څلورپینځه نومونه وي نوبهرنیانوته به یې زده کول ګران وي. زه وایم چې ګران وي نوشل ځله دې ګران وي. دیوې پښتوکلیمې د پاره په انګلیسي کې څومره ډیرې کلیمې اولوغاتونه شته؟ د میثال په توګه یواځې د«حملې»دپاره په انګلیسي کې څونه (څومره)لوغاتونه موجوددي؟ یاد«نیولو» دپاره په دغه ژبه کې څونه لوغاتونه شته؟ مونږهم حق لروچې دیوه موجوداو یوه شي دپاره څو نومونه ولرو. داکارمولا ژبه هم پراخه ساتي.
په پایله کې به ووایم چې داوس دپاره جینۍ،جنۍ، نجلۍ، جلۍ،جینکۍ او جلکۍ ټولو نومونو ته پام راواړوئ!
دیوه نوم اویاډیرونومونودټاکلودپاره پریکړه به دژبې استازان اوژب پوهان کوي. دازمااویا دیوه بل ځانګړي لیکوال کاراوصلاحیت نه دی. دعلوموداکاډومۍ ټاکلی کمیسیون، ژب پوهان، استازان اودنظرخاوندان په «ګډه، یو ځای اویوه خوله»بایددغه ډول پریکړې وکړي. مونږبه یې هم د سرپه سترګواوغاړه پسته منو.انشأالله.
«پای»