د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاڅون شپه . . .

وحيدالله خيرزاد 05.09.2016 14:49

هله را ویښ ښه زویه مل ښه
د وطن مینی ‍په درښل ښه
پر زخمی خاوری مو درمل ښه
لالیه بیاځلی اتل ښه !!
د غلیم سیوری لاندی خوب کله راځینه.

هله جګره ده راځی ویښ ښی
د اور لمبه ده راځی ویښ ښی
د ننګ ښیبه ده راځی ویښ ښی
د پاڅون شپه ده راځی ویښ ښی
پر وطن جنګ دی غلیمان راغلی دینه.

غلیمه مه راځه پشیمانه به شی
لوی ډبډبه دی دلته ورانه به شی
غاشونه مات، څیری ګریوانه به شی
داسی به مات ښی چه حیرانه به شی
د پښتون قهر ستا هدوکی ماته وینه.

دلته انګریز په وینو میشته تللی
لوی شاه ماران بیرته په تیشته تللی
نیمی زخمی او نیمی بیرته تللی
انګریز بچیه پوه شوی چیرته تللی ؟!
د افغان زاله ده بازان پکښی کی دینه.

په نیمو شپو او ړون سحار وطنه
تا به ساتمه له اغیار وطنه
ته یی زما د پلرو ویا‌‌ړ وطنه
پر هره لویشته دی شم زار وطنه
‍‍« وحید » ستا سره تر مرګ پوری به زینه.
---------------------------------

سروده: وحیدالله ( خیرزاد )
ولایت نیمروز – شهر زرنج
تاریخ : 01/06/1395