د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د "ملي محور ګوند" لپاره ملی تبریکات

افغان تحرک 04.09.2016 12:46

د "ملي محور ګوند" خپله لومړنۍ موسسه کنګره جوړه کړه، له دی کبله ده چی دلته په سر کی "ملی تبریکات" وړاندی کیږی.



روهی ویب په دی هکله لیکی:

( د«افغان ملي غورځنګ» په نوم خوځښت، تيره ورځ په کابل کې خپله لومړنۍ موسسه کنګره جوړه کړه او د دې غورځنګ نوم «ملي محور» ته به اړولو سره يې په رسمي توګه نن په يوه مطبوعاتي غونډه کې د موجوديت اعلان وکړ.

دتيرې ورځې په غونډه کې دکړنلارې او نورو مهمو ملي مسايلو باندې د بحث تر څنګ، دا پرېکړه وشوه، چې پخوانی ملي غورځنګ به دملي محور دګوند په توګه خپل موجوديت اعلانوي.

په کنګره کې درايو په ورکولو سره ښاغلی ډاکتر خوشال روهي، دملي محور ګوند دمشر په توګه وټاکل شو او همداراز نورې اړينې ټاکنې دچارو دسمبالښت په موخه تر سره شوې.

نن سهار په کابل کې، دملي محور ګوند لخوا يوه پراخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوې وه، چې دګوند دغړو تر څنګ يو شمېر سياسي، ټولنيز، روحاني شخصيتونه او مدني فعالان په کې ګډون درلود. خلکو ته ګوند ورپيژندل شو، د تګلارې او راتلونکو پلانونو په هکله په کې مالومات وړاندې شول. وروسته به د ملي محور ګوند په دې هکله نور مالومات هم له ګرانو لوستونکو سره شريک شي: روهی ویب، ١٣ وږی ١٣٩٥یا 9/3/2016).


پس له عرض تبریکات او د بریالیتوب هیله، بی ځایه نه ښکاری چی دلته د ښاغلی محترم نصیر احمد (څپاند) هغه لیکنه دلته اقتباس وشی، چی تقریبا یو کال مخکی تر "د ملي او ډموکراتو سیاسي ګوندونو نږدي کیدل او یووالی د وخت اړتیا او غوښتنه ده" عنوان لاندی خپاره شوی و.

ښاغلی محترم نصیر احمد (څپاند) لیکلی و، او یا لیکی:

"د افغانستان سیاسي ـ پوځي پیچلی حالت ، د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات ، په تیره بیا د چوکیو د ویش پر سر ناندریو هېوادوالو ته نه جبیره کیدونکي صدمه رسولي ده . دولتي خدماتې سکتورونه او موسسي د بحران سره مخ شوي . امنیتي وضعیت زیات خرابه شوی او د هېوادوالو دوښمنان د خلکو تر دروازو رارسیدلي دي . ددولت نفوسو د کنترول ساحي محدودیږي ، اداري او ټولنیز فساد خوریږي ، اوسیدونکي په تیره ځوانان وزګار ګرځې ، د اقتصادي ودي او پانګوني حالت مخ په زوړ روان دی . په داسي یو غیر معمول حالت کې ولسمشر او ولسکشر د ستونزو په کمولو کې بي وسه ښکاري .

سیاسي ګوندونه د بي تفاوتۍ په سترګو حالاتو ته ګوري او د خلکو د خلاصون اړوند نوښتونه نه کوي . ډیرئ ګوندونه او سازمانونه په فرکسیوني ، ژبني او سمتي ناروغیو اخته دي ، د هېوادنیو ګټو پرځاي ګوندي او شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي . د سلیقوي او ځان غوښتونکو چلندونو له وجي ، ان د هغو ګوندونو او نهادونو تر منځ د نږدیوالي او یووالي اراده کمزوري ده چې تقریبا ورته برنامي او اساسنامي لري . له دي کبله ګوندونه په افغاني ټولنه کې کمزوری رول خپلوي او له بده مرغه د توتالیتار ، یکه تازه او معامله کوونکو سیاسي کاروباریانو بازار تود شوی . د سیاست په داسي خچن ماحول کې افغانان د هېواد په تنک ۍ او هره شیبه ماتیدونکي ډموکراسۍ باور نه کوي . که غواړو چې په اوسنې زمان کې د یوازیني سیاسي سیستم په توګه ډموکراسي ولرو ، باید ډموکراسي بچ کړو .

له دي کبله د افغانستان سیاسي هغو ګوندونو او سازمانونو ته چې افغانستان او د هغې خلک ورباندي ګران دی خواست کیږي چې خپل ټول سلیقوي ، ژبني ، سمتي او مذهبي اختلافاتو او نورو منفي مظاهرو ته د پاي ټکی کیږدي ، د وطن د ملي ګټو د ساتلو او د هېوادوالو څخه د دفاع او د بهرنۍ لاسوهني د مخنیوي په واحد محور سره راټول شي . په اوسنیو شیبو کې چې مافیا د هري چاري واګي په خپل کرغیړن لاس کې نیولي او د افغانستان د خلکو په ستوني فشار اچوي ؛ هېوادوال د وطن ګوند ، حزب متحد ملي افغانستان ، د وطن د ترقۍ ملي ګوند ، د افغانستان د خلکو ګوند ، د افغانستان د سولي د ملي مدافعینو ګوند ، د افغانستان د ملي یووالي ګوند ، د افغانستان د سولي د غورځنګ ګوند ، د افغانستان د خلکو ډموکراټیک ګوند ، د افغانستان د ملي تحریک ګوند ، د حق او عدالت ګوند او افغان ملت ګوند ته سترګي اړوي چې ښایي هغوي د دوي د عذابونو په راکمولو کې مرسته وکړي . له دي کبله په تاسو غږ کیږي چې د غفلت د درانه خوبه راپورته شئ ، خلک او ولس ستاسو مرستي ته اړ دي ! که ستاسو ځواب هو وي ، بیا راودانګئ د وطن د لوړو ګټو د خوندي کولو په نامه یو مور پیدا کړی ، سره نږدي شئ او یووالی وکړئ او یو لوي سیاسي وطني ځوځښت په لاره واچوئ . د کار یو کوټلی او پلي کیدونکی پروګرام تر لاس لاندي ونیسئ چې له یوي خوا افغان وژنه او ورور وژنه بنده شي ، له بلي خوا بهرنۍ لاسوهني ته د پاي ټکی کیښودل شي .

هېواد د ډموکراسۍ په لور ډاډمن ګامونه واخلي او د مافیا د اوسنیو کمیشنکارانو مخه بیخي ډب شي . بي له قوي ګوندونو او د هغوي د حکمت عمل څخه ماسیوا په لاس راغلي ارزښتونه نه شي خوندي کیدلی او نوي ارزښتونه نه شي ایجادیدلی . ډیر طلایي چانسونه ضایع شوي او ښه فرصتونه له لاسه تللي ، اما بیا هم ناوخته نه دی . که لږ نور وخت پر تاسو و اوړي ؛ واورئ اوسني کادري او ټولنیز امکانات له لاسه ورکوی او د بي باورئ په فضا کې د ځوان نسل ټوکیدونکي توکي هم ستاسو له لاسه وځې . هله به هم دین او هم دونیا دواړه له لاسه ورکړئ.

پاي"


په هر صورت یو ځل بیا "ملي محور ګوند" لپاره ملی تبریکات وړاندی کیږی او له څښتن تعالی څخه "ملي محور ګوند" لپاره موفقیت، بریالیتوب او د شه ملی کار دقیق او منظم توان هیله کوو.

---------------------------------------------------------------------

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!

به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!

به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!

به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما