د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مکې مکرمې خلکو ته رزق له کومه راځی

قاضی طارق 30.08.2016 13:54

په تېر پسې ..........


د مکې مکرمې د خلکو د رزق قصه هم د حیرانتیا وړ ده او په عجائبو ولاړه ده ، ځکه مکه مکرمه د الله په قدرت د ځمکې په سر یوه داسې وچه او بې اوبو جغرافیایې محدوده پېدا شویده چې د هيڅ ډول کرکیلی او زراعت لپاره شرایط اوامکانات په کې وجود نه لری .

مکه مکرمه د ځمکې په مخ یو داسې مصرفی وارداتی ښار دې چې د کله نه چې د نړۍ په سر ژوند شروع شوې د خوړولو کوم توکې په کې نه دې شین شوې ، خو د ځمکې د مخ ټول خیرونه او برکتونه هم دلته را جمع شویدی او په هيڅ وخت د وختونو کې د هيڅ شئ د کمښت احساس نه کېږی ، یو څوک که د ځمکې د سر په نعمتونو کې هر څه وغواړی او هر وخت یې وغواړی همدلته شته او تر لاسه کولای شی .

د ژمی میوی په دوبی کې او د دوبی تازه میوی په ژمي کي موجودې او په مناسب نرخ یې هر څوک را نیولای شی .

د مکې مکرمې خلک د لوږې او تندې سره اشنا نه دی ، او ډېر خلک به داسې هم وی چې هغه میوی چې هر وخت د دوئ مخې ته پرتې وی دوئ یې ونه او بوټې هم نه وی لیدلې او په دې هم نه پوهیږی چي دا میوه د ځمکې په کوم برخه کې شنه شوې او له کومه راوړل شوې ده .

پوښتنه دا ده چې په مکه مکرمه کې د دومره ډېرو خیرونو او برکتونو د موجودیت راز په څه کې دې .؟!

دا نعمتونه په دومره پراخه پیمانه له کوم ځای نه او په څه ډول دلته راخی ؟

په دې رازونو به هغه وخت ښه پوه شو چې د مکې په خاوره د انسانې ژوند د اغاز او شروع نقطې ته لاړ شو :

کله چې ابراهیم خلیل الله علیه الصلاة والسلام بی بی هاجره او د هغې ماشوم بچې اسماعیل علیه السلام له شام نه را وستل او په مکه مکرمه کې یې پریښودل او هلته د ژوندې پاتې کېدو هېڅ دنیاوی اسباب نه تر سترګو کېدل ، نو د خپل اهل و عیال نه د رخصتېدو په وخت کې یې خپل رب ته په ډېر تضرع سره لاسونه لپه دعا یې وکړه او دغه اواز یې پورته کړ!

{رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ } ابراهيم :۳۷

ژباړه :

ای پالونکې زمونږ!

ما میشت کړه (ځای می ورکړه ) ځینې د اولاد خپل نه په داسې یو ناو کې چې نه ده لرونکې د زراعت ، خوا ته د کور ستا چې د حرمت اوعظمت والا دې ، ای ربه زمونږ !

د دې لپاره چې قائم کړی لمونځ ، نو وګرځوه ( راکاږه کړه ) زړونه د خلکو چې په خوښې او چټکۍ را ځغلی دوئ ته ، او رزق او روزی ور کړه دوئ ته له هر نوع میوو څخه ، د پاره د دې چې دوئ ستا د نعمتونو شکر وکړی .

یعنې ای زمونږ ربه !

ما ستا د کور په څنګ کې بعضې د اولاد خپل څخه پریښود ، نو ای الله زه تا ته سؤال کوم چې د خلکو زړونه دغه مکان ته را ستانه کړه چې په ډېره خوشحالتیا سره دلته را الوځی ، او څوک چې مې ستا د کور په څنګ کې امانت پرېښودل نو هغوی ته د ډول ډول میوو نه رزق ورکړه !!

کېدای شی چې په دغه لویه ورکړه سره ستا په شکر او عبادت کې زیادت او ډېر والې را ولی ، یعنی دوې مې دلته د دې لپاره ځای په ځای کړه چې ستا د کور په قرب و جوار کې د لمانځه د اقامت لپاره فارغ وی او دا ستا کور ستا په ذکر او طاعت سره اباد کړی كوم چې تعرض او تېرې په کې حرام دې ( احتراما و توقیرا له ) .

نو مفسرینوعلماوو لیکلی دی چې :

څښتن تعالی د ابراهیم خلیل الله دغه دعا قبوله کړه د اسماعیل علیه السلام په اولاده کې یې محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پېدا کړه خلک یې ابراهیمی ملت ته دعوت او د لمانځه قائمونکې وګرځېدل ، څښتن تعالی د دغه کور حج فرض کړ ، چېرته چې ابراهیم علیه السلام خپل اولاد میشت کړ، الله پاک په دغه مکان کې داسې نا اشنا او زړه را ښکونکی رازونه کېښودل چې هلته کوم خلک د حج د اداء کولو لپاره ولاړشی نو جسما خو ترې بېرته را ستانه شی خو زړونه یې هلته پاتې شی ، او یو ځل بیا هلته د تللو اراده وکړی او د انسان چې دغه تګ او راتګ هر څومره ډېرېږی نو هغومره یې د زړه تلوسه او مېنه نوره هم تودېږی .

دغه راز ابراهیم علیه السلام د کعبې د ودانولو په وخت کې هم دعا وکړه او د مکې د اهل لپاره یې دوه شیان وغوښتل او څښتن تعالی یې دعا قبوله کړه :

ـ امن .
ـ رزق .

{ وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آَمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آَمَنَ مِنْهُمْ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ قَالَ و مَنْ كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ } البقرة :۱۲۶.

او ( یاد کړه ای محمده !) هغه وخت چې و ویل ابراهیم :

ای ربه زما !

و ګرځوه دا ښار ځای د امن او روزی ور کړه اوسیدونکو ته یې له هر راز میوو نه ، هر هغه چا لره چې ایمان را وړې دې له دوي ځنی په الله او په ورځ اخره باندې (چې د قیامت ورځ ده ) !

و ویل (الله ) او هرڅوک چې کافر شو نو فائده به ورکړم هغه ته لږه ، بیا به په زور بوځم دې عذاب د اور ته او بد ځای د ورتلو دې (هغه اور) .

كله چې ابراهیم علیه السلام د بیت الله لپاره دعا وکړه چې د امن ښار یې و ګرځوی او د هغه اوسیدونکو ته د هر ډول میوو څخه روزی او رزق ور کړی نو دا دعا یې یوازې د ایماندارانو لپاره وکړه په داسې حال کې چې د الله رزق خو مؤمن او کافر دواړو ته ورځې نو الله پاک وفرمایل چې :

زه مؤمن او کافر دواړو ته رزق ورکوم ، خو مسلمان په دغه رزق سره د الله عبادت کوی او بیا د جنت نعمتونو ته انتقالېږې ، او کافر هم د دغه رزق څخه څه کمه دنیایی ګټه اخلی بيا یې په زور سره عذاب د اور ته بیایم .

لکه چې دا دوهمه دعا ده چې د بیت الله شریف د ودانولو او د هغه د اهل د استقرار او اسحاق علیه السلام له تولد نه چې د اسماعیل علیه السلام نه ۱۳ کاله کشر دې وروسته د ابراهیم علیه السلام څخه واقع شویده .

څښتن تعالی یې دعا پوره قبوله کړه ، په مکه مکرمه کې په هر وخت د اوقاتو کې په نړۍ کې د موجوده میوو ټول ډولونه او اقسام په کافی اندازه کتلې او خوړلې شئ او په دغه وچ او بې زراعته ناو کې د ارزاقو ټول اقسام پیدا کېدلای شی او هېڅ ډول نقصان اوکمې په کې نه شته .

د دنیا د ټولو اطرافو او اکنافو څخه د هر ډول طعامونو او میوو د راچلولو نه سر بیره مکه د امن و امان داسې ستر مرکز دې چې په دې نړۍ کې یې سارې نه شته خو ړانده کاڼه مشرکین او کفار یې نه وینی او د دې ټولو نعمتونو سره سره بیا هم د اسلام ستر پیغمبر ته وایې چې که مونږ ستا سره د قران متابعت وکړو او د اسلام په روښانه لار روان شو نو مونږ به د خپلې خاورې نه وشړل شو .

خو الله جل جلاله وایې خبره داسې نه ده بلکه مکه مې د امن مرکز جوړ کړېدې او پریمانه رزق مې ورکړېدې ، په دې هکله قران کریم فرمایې :

{ وَقَالُوا إِنْ نَتَّبِعِ الْهُدَى مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ أَرْضِنَا أَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَهُمْ حَرَمًا آَمِنًا يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ رِزْقًا مِنْ لَدُنَّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ }القصص : ۵۷ .

ژباړه :

او ویل به مشرکینو د مکې که چېرته مونږ مطابعت وکړو د هدایت ستا سره (ستا متابعت وکړو) نو و به تښتول شو له ځمکې زمونږ څخه ، ایا نه دې ورکړې مونږ دوئ ته حرم ځای دامن ، را چلولې شویدی دې ( حرم ) ته ( له هره طرفه ) میوی د ټولو شیانو ، روزی ده زمونږ له لورې ، خو زیات د دوئ چې دی نه پوهېږی ( په حق ) .

د دې مبارک ایت د نزول سبب دا دې چې د مکې یو شمیر مشرکین نبی علیه السلام ته راغلل و یې ویل چې :

ای محمده !

مونږ ښه پوهېږو چې ته خو په حقه پېغمبر یې خو که چېر ته مونږ ستا متابعت او پېروی وکړو او نورعرب زمونږ په خلاف راپورته شی نو مونږ سره دا ویره ده چې مونږ به د دې خپلې خاوری نه وتښتوی او و به مو شړی ، ځکه زمونږ شمیر د نورو عربو په نسبت ډېر کم دې او مونږ د هغوی په خلاف د مقاومت توان نه لرو نو څښتن تعالی د دوئ په رد کې دغه مبارک ایت نازل کړ.

یعنې دوئ دا خبره څرنګ کوی سره له دېنه چې مونږ حرم د دوئ لپاره د امان ځای جوړ کړېدې او دوئ په کې ډاډه ژوند کوی ، او د ټولې ځمکې د سر خېرونه او برکتونه دلته را روان دی په داسې حال کې چې دوئ مشرکین دې ، نو دا څرنګ کېدای شی چې مونږ دوئ د خلکو تښتونې ته جوړ کړو او دوئ ایمان هم راوړې وی .

یادونه :

اختطاف پورته کول او ویستل د یو شئ دی په سرعت سره ، لکه یو څوک چې نا څاپه مړ شی نوعرب وایې :

فلان اختطفه الموت ، إذا أخذه بغتة بدون إمهال .

لنډا دا چې مکه مکرمه به د قیامت د قیام پورې همدغسې د خیرونو او برکتونو نه ډک ښار وی او د رزق هيڅ ډول کمې به پرې را نه شې ، او که ټوله دنیا د نا امنۍ په یوه سره سرکوټه هم بدله شی مکه معظمه به د امن و امان او د زړونو د ډاډ او اطمنان یو لوی مرکز وی.